کور / تازه خبرونه / لغمان والي : د وزارتونه عملي ګام بنسټیزې ستونزې هوارولی شي

لغمان والي : د وزارتونه عملي ګام بنسټیزې ستونزې هوارولی شي

   دا څرګندونې لغمان والي نن ورځ  د محلي حکومت په اداري غونډه کې په ډاګه کړې. په دغه غونډه کې د کابېنې د ۳۲ ګڼه مصوبې په چوکاټ کې د شویو ټولو هغو ژمنو پر پايلو بحث وشو چې وزارتونو  له لغمان ولایت سره  کړې دي. د کابېنې یاده غونډه د جلالتماب ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه چې په اتلسو بېلابېلو برخوکې له لغمان ولایت سره دهمکاریو ژمنې شوې وې او ټولو وزارتونو ته يې لارښوونه کړی چې دلغمان ولایت شویو وړاندیزونو  اوغوښتنو ته اساسي توجه وکړي.

لغمان والي په دغه ولایت کې وروستیو هر اړخیزو لاسته راوړنو ته په کتو وویل، د ولايتي ادارې دهڅو په پایله کې دکابېنې ګڼ شمېر وزیران لغمان ته راغلل او له نږدې څخه يې د ولسونو ټولې ستونزې اوغوښتنې واورېدې. له نېکه مرغه دغو سفرونو او د سیمه ییزې ادارې هڅو تر ډیره بریده ښې پایلې ورکړې او په یو شمېر برخوکې عملاً دولسي ستونزو غوښتنو او وړاندیزونو دپوره کولو په برخه کې کارونه پيل شوي دي. نوموړي پر ژمنو بسنه ونه کړه او له اړوندو وزارتونو څخه  يې په کلکه هیله وکړه چې د شویو ژمنو په عملي کولو سره د لغمان په بنسټیز پرمختګ کې رغنده رول ترسره او ټولې هغه ژمنې عملي کړي چې دکابېنې په غونډه کې يې ددغه ولایت سره کړي وې. نوموړي ټولو رئیسانو ته دنده وسپارله چې شوې ژمنې تعقیب او د تعقیب پایله له ولسونو سره شریکه کړي.

دالینګار ولسوالۍ اړوند دسیلنګار اوقصبې په سیموکې دواکسیونو څخه د۹۲۵ تنو ماشومانو پاتې کیدو او په الیشنګ ولسوالۍ کې مخابراتې خدماتو په ټپه ودریدو ته په کتو دمحلي ادارې رهبري وویل : ددې لپاره چې ولسي هر اړخیز خدمات په ټپه ونه دریږي، اړوند ټول  ریاستونه او د ولسوالیو ادارې دنده لري چې په خپله برخه  هغه ستونزې ولایت مقام ته انتقال کړي چې اوس مهال يې ددوی د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي دي.

وروسته په وارسره د ادارو مسؤلینو دهغو ژمنو په اړه چې د اړوند وزارتونو له لورې ورسره شوې وې، هم د غونډې برخوالو او  ولایت مقام رهبري ته معلومات ورکړل. د سرحداتو امر  نقیب الله نیازي وویل  چې د وزارت مقام   دشوې ژمنې پر اساس به په راتلونکې او نۍ کې ددوی د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شي.

داطلاعاتو اوفرهنګ رئیس فیضان الله پټان بیا په خپلو خبرو کې وویل د سراج تاریخي کلا او بڼ رغول چې دلغمان دفرد،فرد تاریخي غوښتنه وه، ژر به يې رسماً ټولې چارې پيل شي.

دبرښنا امر انجنیر اکرام الله ( ۹۰۰۰ )زره کورنیو ته د برښنا شبکې د غځولو په اړه وویل چې عملاً يې دسلطان غازي باباد  R4  په ساحه کې  يې کار روان دی. له سرخکانو تر شهیدان بابا پورې يې هم پايې  نصبې کړي،چې ژر به ورته  دبرښنا غځولو چارې هم پيل شي. نوموړي وویل په لومړیو کې يې ۹۰۰۰ کورنۍ په پلان کې وې اوس يې د مرکز اړوند  ۳۰۰۰  نور فامیلونه هم ورشامل کړي چې ګام په ګام به ورته د برېښنا شبکه وغځوي.

دپوهنتون رئیس پوهنمل عبدالصبور غفورزي دخپل کړنو په اړه وویل اړوند وزارت ورته په روان کال  کې دوه پروژې منظورې کړي دي،چې دطعام خورۍ پر سالون عملاً کار روان دی. تدریسي بلاک چې بودجه يې منظوره ده ولې وزارت د بوديجوي ستونزو له امله  غواړې دغه پروژه په ۹۶ کال کې پلې کړي.

 

 

د ښاري نظم تطبیقي پلان  د تطبیق په اړه ښاروال عبدالمقیم عبدالله نیازي وویل: ددغه پلان په تطبیق کې لاسته راوړنې لري، ولې د لاس پلورونکو اوپه ښار کې د موټرو بې نظمۍ او ترانسپورتي غیر منظم  سیستم يې دکارونو پر وړاندې ستونزې را ولاړې کړي دي. ښاغلي نیازي  وویل:  دځینو موټر چلونکو تر شا د زور واکو ملاتړ  د ښاري تطبیقي پلان او نظم  پر وړاندې ستونزې لا ډیرې کړي. نوموړي په دې برخه کې دولایت مقام او امنیه قوماندانۍ د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

دالمپيک امر بادام ګل ملتزم دافغانستان دکریکټ بورډ د ادارې له لورې په لغمان کې کریکټ د معیاري لوبغالي دجوړیدو ژمنې ته په اشارې وویل دولایت مقام په همکارۍ ورته ۲۰ جریبه ځمکه ورکړل شوې، چې اړوند لومړنۍ چارې يې بشپړې شوې، چې په راتلونکې اونۍ کې به يې کار پيل شي.

د غونډې رهبري دهغو وزارتونو څخه مننه وکړه چې شوې ژمنې يې په خپل وخت عملي کړي دي او له نوروهغوی يې غوښتنه وکړه چې د شویو ژمنو په  پلي کولو کې ګام واخلي.

د غونډې په وروستیو کې پریکړه وشوه چې ټول ریاستونه باید په مرکز کې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه تعقیب کړي  ،ترڅو شوې ژمنې عملي او پر دولت ولسې باور لاډیرشي.