کور / سياسي / د ښاغلي فاروق اعظم خبري

د ښاغلي فاروق اعظم خبري

د جنرال عبدالمجيد ارغستاني ليکنه

Abdul Majid Raghistanaiد ښاغلي فاروق اعظم خبري مي څو ،څو واره واوریدې او د دوستانو تبصرې چي بیلي،بیلي وې هم مي ولوستلې.
ډاکتر فاروق اعظم د پیر ګیلاني د تنظیم مرستیال وو.د مجاهدینو په اړودوړ کي د مهاجرینو وزیر سو.یو ځای مي ولوستل چي د پوهني وزیر هم وو خو زما نه دي په یاد.او بیا ورک سو ،ورک مانا هغه اصلي د جهاد د ګټي په وخت کي لادرکه سو.یو ځل مي لا په یاد دي چي د مجاهدینو په دړدم کي یې د مسعود،ګلبدین،او مزاري منځګړتوب هم کاوه خو دا ږغ ډیر ژر خاموشه سو.
د یو جهادي تنظیم مرستیال او ورکیدل به شاید ډیرو ته پوښتني را پیدا کړي.د ګټي پر وخت یا لیونی ورکیږي یا ډیر هوښیار.لیونی خو مالوم دئ چي ولي؟اما هوښیار شاید دا ګټه تر هغي ګټي کمه و بولي چي سبا خلګو او ولس ته په پاک لاس او سپینو جامو ودریږي او لسیزي وروسته خبره په جرات وکړي.فاروق اعظم نه اوس پیژنم او نه مې د داودخان او ظاهرخان په وختو کي پیژانده.خو د جګړو په وخت کي زه په دا بله خوا کي وم او په دې خبر وم چي د محاذ ملي مرستیال دئ.یوه به لا بله هم پر اضافه کړم چي د ډاکتر نجیب الله په وخت کي تازه له بهره له تحصیله راغلی وم زه یې په کندهار کي چي زما د زیږیدو ځای دئ وټاکلم ،نو د مجاهدینو قوماندانو ته دولت پیسې ورکولې او هره شپه به دوه او درې کابل ته په طیاره کي تلل او د ډاکتر نجیب سره به یې کتل زما له بده بخته د کندهار میدان او پراته ټول قوتونه زما غوندي چارواکی درلود چي هرومرو یا مي لیدل یا خبریدم او کله، کله د اجازې وال هم وم.لنډه دا چي یو دوه د پیر صاحب ټاپ قوماندانان مي میلمانه وه او کابل ته روان وه ،ما پوښتنه ځیني وکړه چي ستاسو مرستیال کندهاری دئ فاروق اعظم نومیږي یوه ځوان چي اوس غټ چارواکی دئ راته وویل هو،خو دګلبدین سړی دئ پر پیر یې تپلی دئ.دا مي ځکه وویل چي زه کندهاری یم خو اوس هم صادقانه نه پوهیږم چي ښاغلی فاروق اعظم د کندهار د کوم ځای؟ په قوم څوک؟ او خپلوان یې څوک دي؟
راځم اصلي خبري ته
د ښاغلي اعظم وینا زه پر دوو برخو ویشم:
لومړی
-فاروق اعظم لکه یو پوخ سیاستوال په عامیانه ژبه و ږغید.
-په شل دقیقې کې ټولي ناخوالي د ۴۰ کلونو راونغښتې.
-ارامي او شمیرل سوي خبري یې وکړې.
-په خبرو کي پر ځان او پر مجلس حاکم وو.
-تسلسل یې و ساته.
-او تر حده یې هر چا ته ګوته ونیوه.
دوهم
-دا پدل یې مات کړ چي پاچاهانو ته سړی یوازي چکچکي کوي.
-عبدالله او غني یې سخت انتقاد کړل.
-او یو ږغ یې پورته کړ،شاید دا ږغ اوس د خلګو هیر وي یا هیر سي خو د تاریخ حافظه قوې ده.
یو شمیر دوستانو ډاکتر فاروق اعظم په دې و غانده چي د مجاهدینو لپاره په نصاب جوړول کي د ټوپک،مرمۍ ،مرګ ……………………..او نوري خبري وې ،زه وایم د تنظیمونو او پاکستان ،امریکا،انګلیس د نصاب مشر که زه وای که ته پالیسي داسي وه هغه د کرزي صاحب خبره "اعدام به کوو،خو دا خارجیان یې نه مني بیا پیسې نه راکوي".هلته هم دا نصاب د بل په پیسو چلیدئ.
د ښاغلي اعظم دا خبره ډیره غلط تعبیر خو نه ورته وایم سوء استفاده ځیني وسوه چي ګویا د هزاره او پښتون کیسه یې را پورته کړه فاروق اعظم وویل"په پښتنو سیمو کي ښونځۍ تړلي دي او دا دولت دنده چي د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي،که نه څنګه کیدای سي چي د دایکنډي له ولایت نه ۶۵۰۰ کسان کانکور ته ځي او د لوی کندهار نه ۲۱۰۰ کسان"دلته هدف داوو چي دایکنډي خو ولسوالي وه اما د لوی کندهار نه هدف زابل،اروزګان،کندهار او هلمند وه.
بله خبره د ډاکتر فاروق اعظم داوه چي پښتنو ته د دوی د نفوس په اندازه ونډه نه ده ورکړل سوې زه دا منم خو وایم چي تاجیکانو ته دا ونډه نه ده ورکړل سوې.که تاجک یوازي پنجشیران وي خو صحیح او کنه نو بل ځای تاجک نه سته؟
زه د ډاکتر اعظم پر خبرو نقد هم لرم خو زما نقد د نوموړي خبري تر تاثیر لاندي نه سي راوستلای.زما پرونی سیاسي مخالف وو او اوس هم نه ډاکتر اعظم جذب کړی یم او نه هم زه هغه جذبوالی سم د وطن،ملي ګټو او لویو موخو په خاطر یې وینا نیک اقدام ګڼم .