کور / تازه خبرونه / په هلمند کې د کوکنارو کرکېله د وسله والو تر ټولو قوي مالي سرچینه ده

په هلمند کې د کوکنارو کرکېله د وسله والو تر ټولو قوي مالي سرچینه ده

په هلمند د کوکنارو کر کېله او سوداګري د طالب وسله والو تر ټولو قوي مالي سرچینه ده. په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یو ویاند جنرال چارلز کلیولند وايي طالبان ډېره برخه لګښتونه د کوکنارو د کر کېلې او قاچاق له لارې پیدا کوي. هغه په هلمند کې وروستیو جګړو ته په اشارې ویلي چې طالبان د کوکنارو د راټولو لپاره جګړه کوي، خو دا جګړه به هغه وخت نور هم زور واخلي چې د کوکنارو حاصلات راټول شي. کلیولند ویلي افغان حکومت باید د کوکنارو د کرکېلې او قاچاق په برخه کې اړین ګامونه واخلي څو په دې توګه د وسله والو مالي سرچینې له منځه ولاړې شي. دمګړی په هلمند کې ۸۰۰ بهرني ستېري مېشت دي، چې خپله موخه د افغان سرتېرو روزنه او دوی ته د مشورو ورکول ښيي.