کور / خبرتیا او پيغامونه / هالنډ: د پښتو د نړيوالي ورځي لمانځلغونډه

هالنډ: د پښتو د نړيوالي ورځي لمانځلغونډه

په هالنډ کي د غرغښت ټولنه، دلوی ننګرهار ټولنه، داحمدشاه بابا ټولنه او په هالنډ کي دافغانانو کلتوري ټولنه په نظر کي لري، چي د روان کال د می دمياشتي په ۲۹ نيټه دپښتو نړيواله ورځ ولمانځي . په دې مناسبت هالنډ او ټوله اروپا مېشتو افغانانو ته بلنه وکوو، چي د خپلو کورنيو ( نارينه ، ميرمنو اوماشومانو ) سره دپښتو دورځي دلمانځلو په مراسمو کي زموږ سره ګډون وکړي .   

دغه راز په اروپا او ټوله نړۍ کي دافغانانو ټولنو ته بلنه ورکوو، چي دپښتو ژبي د ودي، ننګونو ، ستونزو او حل لارو په اړوند خپلي ليکني او پيغامونه موږ ته را ولېږي  .


لمانځغونډه د روان کال د می په ۲۹ نيټه د يکشنبې په ورځ د غرمې پر ۱۲ بجو پيل کېږي او دمازديګر تر پنځو بجو پوري به دوام وکړي .  

ايمېل : 
Popal_58@hotmail.com

پته :
Valkenpad 3-5
2317 AN Leiden
Nederland    

د اړيکو شمېرې :
0647302619
0645132637
0624795683

 

تبصرې پرانیستي‌

  1. ګرانو خوژو دوستانو زما تاوده سلامونه ومنۍ

    داخو ډیره شه خبره ده چې پشتو باید ونمانځل شي ، خو په هوایی خبرو او شعارونو ؟ داټول سایټونه هره ورځ پشتو نمانځی او خدمت ورته کوي   داهم دنمانځنی یو ډول دی ، خو زه یو وړاندیز داسې هم لرم چې راځۍ  دغه نمانځنه په دغه کال لږ په ارزیابۍ سره ترسره کړو ، سږ کال په ټوله پشتو نړۍ کې یوه لویه بریا په نمانځنی ارزي چې هغه دهند په یونامداریونیورستي  جواهرلال نهرو پوهنتون پشتو څانګه یوکلنه شوه او لومړی لیسانس ټولګی یی په بري سره دویم ته ولاړ . زه خو باورلرم چې کله کله نمانځنې هم لکه د اشرف غنی او عبدالله دحکومت وعدې داسې کیږي ، یوسړی هلته ناست دی لکه غر چی دا کاریی له کلونو وروسته ترسره کړ اوپه دغه پوهنتون کې یی لیسانس دوره خلاصه کړه او زر به تر ماستري او دوکتورا پورې هم ځان که د خدای رضا وه ورسوي ، استاد عبدالخالق رشید موږ ټولو ته معلوم دی ، چی دا کاریې دزړه په وینو سره ترسره کړ ، خیل هوسا ژوند یې  ورته هیرکړی، دیپلوماتیک تنخواوې ورته پریښودې  ترڅو یې دغه څانګه جوړه کړه ،  دافغانستان پرفرهنګی اسونو خو بی فرهنګه او معامله ګر کسان سپاره دي چې د استاد رشید  د نامه په اوریدو یې پروجدان باندې لړزه راځی ، موژ باید لږ سرګریوان ته ټیت کړو ،  موژ پشتو پشتو په خوله وایو ، موژ له خپلو کورونو دپشتو ګلیم دیوې فارسی بانې ښځې په خاطرټولو  ، اولادونه مو په انګریزي کي له  بابا اوانا سره  دهیالیود اوبالیوود فلمونه ارزوی . او دغه استاد په لسکونو هندیان دې ته کینوي چې باید پشتو ور زده کړي او دپشتو په باره کې څیړنې وکړي . زما یوجدی خواهش دادی چې که پښتو نمانځي له استاد رشیده خبره را پیل کړئ ، که پښتو نمانځی له پشتو څانګی سره مرسته وکړۍ ، که پشتو نمانځي  دهغو هلکانو دتشویق په خاطر دهغوی دنمرو په پام کې نیولو هغوی ته یوڅه تحفی ور واستوۍ ، یو کامپیوتر او څه کاغذ اوقلم مرسته وکړئ ، ستا سې پشتو په یوه خارجی پوهنتون کې که تاسو ملاتړ نه کړئ ، اشرف غنی او عبدالله خو یی د توتو په بیه خرڅوي ، غضفر اوجهانی خو دمعاملې لپار پشتو تر ځان را کمربندکړې ده . بس که پشتو ته په دغه یو ه کال کې تر استاد رشید او همکارانو یې بل چا زیات کارکړي وی  نو بیا پردوی پسې بلا کړئ هغوی ونمانخي ،  خو انصاف مه هیروئ ، او هسې پشتو دمعاملي لپاره مه وسیله کوئ ، عمل وکړئ او عمل همدادی چې لکه ما درته ووایه چې موږ باید پشتو پلورنکی او پشتوپالونکی په یوه تله کې ونه تلو او نه باید دحقیقی اومستحقو کسانو پرحقو باندې لکه دکابل حکومت سترګې پټې کړو

    زما نمانځنه خو داده

    ستاسې خپله خوشه

    زرین ګل کټوازی

    اندیا