کور / تازه خبرونه / د پېښورپه مترا کې ٢ چاودنې شوې

د پېښورپه مترا کې ٢ چاودنې شوې

پېښور:دازادۍ راډيو د خبرله مخې د خېبر پښتونخوا صوبې د مرکز پېښور په مترا سيمه کې چارواکي وايي چې پر پوليسو پرله پسې دوه بمي چاودنې شوي چې له امله يې ٢٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.د پېښور امنيتي او روغتيايي چارواکي وايي د پېښور د پچگي روډ په مترا سيمه کې د پوليسو پر موټر يو ريموټ کنټرول بم چاودنه وشوه چې له امله ٥ پوليس ټپيان شول.د چارواکيو په وينا، سيمې ته د پوليسو او مرستندويه ډلو تر رسېدو وروسته دويمه چاودنه هم وشوه چې په نتيجه کې يې یو پوليس مړ او يو شمېر نور ټپيان شول.چارواکي وايي چې په ټپيانو کې پر پوليسو سربېره ملکي وګړي هم دي چې د پېښور ليډي ريډنگ روغتون ته يې وړي او د ځينو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون د رسنيو مسوول ذوالفقار وويل چې په ټپيانو کې ١٣ پوليس سرتېري او ٦ ملکي وگړي دي:”موږ ته دد غې پېښې ټول ٢٠ قربانيان راغلي وو چې په دوى کې يو پوليس سرتېرى چې افتخار نومېده او ٣٥ کلن و مړ و. نور په ١٩ ټپيانو کې ١٣ پوليس سرتېري او ٦ ملکي وگړي دي. د ډېرى ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى، خو بمي چاودنه داسې شوى وي چې په هغه کې موږ وروستۍ خبره نه شوه کولاى.”تر دې دمه لا په پېښور کې د دغو ٢ چاودنو مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى. له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې يو ځايي مشر حاجي عالم شاه په ډزو وژلى دى.پوليس وايي چې د وسله وال تر بريد وروسته له سيمې تښتېدلي، خو زياتوي چې د پېښې ايف. آيز ار يې درج او تحقيقات يې پيل کړي دي.د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د هدفي وژنو لړۍ يو ځل بيا تېزه شوې، چې وسله وال پکې په ځانګړې توګه پوليس سرتېري په نښه کوي.