کور / تازه خبرونه / افغانانو ته د سعودي دمرستو لړۍ پيل شوه

افغانانو ته د سعودي دمرستو لړۍ پيل شوه

اسلام اباد: د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا په راليږل شوي خبرپاڼه کې څرگنده شوي چې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا افغان مهاجرينو لپاره د پنځه مليونه ډالرو په لګښت د ٢٠١٦ – ٢٠١٧ كلونو كې نوومرستندويه پروژو پلي کيدل پیل شو
د يادو ښوونيزو، بيړنيو مرستو او روغتيایي پروژو اعلان تېره سه شنبه چې د مۍ مياشتې اوولسم تاریخ سره سمون خوري اسلام آباد کې د سعودي عربستان په سفارت کې د مهاجرينو د چارو وزير جنرال عبدالقادر بلوچ او د سعودي سفير لخوا وشو.
د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې نن د جمعې په ورځ چې د مۍ مياشتې د شلمې نېټې سره سمون خوري د خزانې کيمپ بیفیر ښوونځي کې د پنځه مليونه ډالرو په لګښت د پروژو پلي کېدل پپل کړل او په ترڅ کې يې پنځه سوه زده کوونکو ته بکسې او قرطاسیه توکي، او ۵۰۰ افغاني نابینایانو او بې وزله ښوونکو او زده کوونکو ته خوراکي مواد ورکړل شول.
د نوموړو پروژو پرانستې پروګرام کې افغان کمشنر ضیاء الرحمن، د سعودي مرستندويه کمېټې سيمه ییز مدير ډاکټر خالد محمد العثماني، د افغان مهاجرينو رييس ښاغلی عبدالحمید جلیلي، د افغان كمشنر نايب وقار معروف، په پېښور کې د افغان معارف وزارت آتشه، پېښور کې د مهاجرينو لپاره د بیفير ښوونځيو استازي ، ګڼ شمېر ښوونکي،د ليسو مديران او د کيمپونو مخورو مشرانو او نورو ګڼو دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.
د افغان مهاجرينو لپاره د ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کال کې د مرستندويه کمېټې د پروژو پرانستې پروګرام د قرآن کريم په آیتونو پیل شو، له هغې څخه وروسته د سعودي مرستندويه کمېټې د تعليمي څانګې مسؤول استاذ اسلام عبدالمالک د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې په فعاليتونو لنډه رڼا واچوله ، افغان کمشنر ضیاء الرحمن په خپل وار د سعودي مرستندويه کمېټې مننه و کړه او د نوموړې کمېټې هلې ځلې يې وستایلې، او د افغان مهاجرينو اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره يې د لا زياتو مرستو هيله څرګنده کړه. همدغه راز د مرستندويه کمېټې سیمه ییز مدير ښاغلی ډاکټر خالد محمد العثماني په خپل وار سره د افغان کمشنر او نورو اړوندو څانگو منندويه شو او څرګنده يې کړه چې نوموړو ادارو تل د سعودي مرستندويه کمېټې سره تعاون کړې چې افغانانو ته د سعودي مسلمان ولس لخوا رالېږل شوې مرستې ورسوي، او زياته يې کړه چې دا د پنځه مليونه ډالرو په لګښت د ښوونيزو، روغتيایي او بيړنيو مرستو د ګڼو پروژو دپرانستې پروګرام دی، نوموړي د سعودي عربستان بادشاه ښاغلی سلمان بن عبدالعزیز او وليعهد ښاغلی محمد بن نایف چې د همدې کمېټي مشري په غاړه لري په استازيتوب افغان ولس ته ډاډ ورکړ چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.
د يادونې وړ ده چې مرستندويه کمېټې ٢٠١٣ کې د افغان مهاجرينو لپاره د پنځوس زره کارتنه د خوراکي موادو د ويش پروژه چې اووه مليونه ريا ل لګښت يې درلود پیل کړې وه چې اوسمهال د هغې پروژې پاى پړاوو روان دى ، چې په پاى کې به پنځه زره پنځه سوه کورنۍ د خوراکي موادو برخمنې شي، دې سره د نوموړې پروژې څخه څه دپاسه دوه پنځوس زره کورنۍ د خوراکي توکو څخه برخمنې شي.

تبصرې پرانیستي‌

  1. ترڅو به دا ګدایې او دا سوال او دروېزه وي ؟؟؟؟

    زه ګمان کوم چې افغانان په درواغو او ګدایې عادت لري !!!

    د افغانستان فاسد دولت ، جهادي غله او صليبي اشغالګرو دې ملت ته چل جوړ کړی دی چې له دوی څخه هر څه واخلې او په لټي بېکارې یې معتاد او عادت کړي !

    تر څو چې دا فاسدین او جنایتکاره غله داشغالګرو په ملا تړ په قدرت کې وي نو افغان اولس به له فقره ، بې ناموسي او او څخه خلاص نشي او نالت پر دغو فاسدینو !!!