کور / تازه خبرونه / پاكستان امريكا ته د عملياتو اجازه وركړه

پاكستان امريكا ته د عملياتو اجازه وركړه


امريكايي رسنيو ادعا كړې چي پاكستان په خپله خاوره كي امريكا ته د اسامه بن لادن د نيولو په خاطر عملياتو ته اجازه وركړه.
ورځپاڼي وايي پاكستان امريكا ته اجازه وركړې چي د بې پيلوټه الوتكو په ذريعه اسامه بن لادن په پاكستان كي تعقيب او له منځه يې يوسي.
خو د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك وايي د امريكايي چارواكو سره يې په دې اړه هيڅ هم نه دي ويلي.
بلي خواته په افغانستان كي د ناټو قواوو امريكايي مشر جنرال مايكل مولن وايي امريكا ته په پاكستان او افغانستان كي د اسامه بن لادن د نيولو او له منځه وړلو اجازه مخكي هم حاصله ده.
د پاكستان په خاوره كي د عملياتو د اجازې ګنګوسې په داسي حال كي راپورته كېږي، چي د امريكا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ريچارډ باوچر پاكستان ته د يوه اوږده سفر په ترڅ كي د پاكستان له جمهور رئيس جنرال مشرف، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني، د پيپلز ګوند نائب مشر آصف علي زرداري، د مسلم ليګ نون مشر نوازشريف، پنجاب او سند له ايالتي وزيرانو سره بېلابېلي ليدني وكړې، او له ټولو سره په جلا جلا ډول د پاكستان او امريكا پر اړيكو، او د سيمي پر روانو حالاتو وږغېدئ.