کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني بامیان ته د برېښنا د مزو د غځولوفرمان صادرکړ

ولسمشر غني بامیان ته د برېښنا د مزو د غځولوفرمان صادرکړ

له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د مزو د لوري په اړه د ګومارل شوي کمیسیون له څېړنو او وړاندیزونو وروسته ولسمشر غني د دې پروژې په اړه نوی فرمان صادر کړ.

د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان کې ویل سوي چې له دوشي څخه به ۳۰۰ میګاواټه برېښنا بامیان او مرکزي ولایتونو ته ولېږدول شي او د بامیان په اشپیشته کې به سب سټېشن ورته جوړ سي.

مخکې ټاکل سوې وه چې همدومره برېښنا له سالنګ څخه بامیان ته ولېږدول سي.

د ولسمشر په فرمان کې ویل سوي چې په دې پروژې دې کار د راتلونکې سرطان له میاشتې پیل او د ۱۳۹۸ لمریز کال تر لیندۍ یا قوس پوري بشپړ سي.

همداراز ویل سوي چې په بامیان کې د برېښنا د توزیع لپاره دې پر سب سټېشن د سرطان په میاشت کې کار پیل سي او د ۱۳۹۸ لمریز کال تر لیندۍ پوري دې بشپړ سي.

ویل سوي چې دا برېښنا به د لږترلږه ۳ زره کورنیو لپاره وي.

په فرمان کې له اړوندو ادارو غوښتل سوي چې نورو مرکزي برخو ته دې د برېښنا د لېږدولو پلان تر راتلونکو ۶ میاشتو پوري بشپړ او د تصویب لپاره کابینې ته وړاندې کړي.

د ولسمشر غني په فرمان کې یادونه سوې چې د بامیان په اشپیشتې کې د د حرارتي برېښناکوټ له جوړولو سره په یووخت دې له اشپیشتې څخه د کابل تر ارغندې پوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږدولو کار پیل سي.

ټاکل سوې ده چې له شمال څخه تر جنوب پوري د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د مزو د لېږدولو تخنیکي او تدارکاتي کارونه په دوه نیمو کلونو کې بشپړ سي.

صدیق الله پوپل