کور / تازه خبرونه / شيري رحمان: د طالبانو ضد عمليات مو د ټولو په سلا شروع كړل

شيري رحمان: د طالبانو ضد عمليات مو د ټولو په سلا شروع كړل


د پاكستان د اطلاعاتو وزيره شيري رحمان وايي په قبايلي سيمو كي روان عمليات يې د اتحادي ګوندونو او پښتونخوا د ايالتي حكومت تر سلا مشورو وروسته پيل كړي دي.
شيري رحمان په كراچي كي د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ د وزيرانو تر غونډي وروسته دا خبري په يوه كنفرانس كي وكړې.
آغلې رحمان وايي دغه عمليات يې د امنيتي ځواكونو د ځاى پر ځاى كېدو او په باړه او خيبرايجنسي كي د قانون د واكمنۍ په خاطر د هغو كسانو په مقابل كي شروع كړي، چي د سيمه ايزو اوسېدونكو ژوند ته ګواښ او د پاكستان حكومت ته چلينج ګرځېدلي ول.
بلي خواته د وزيرستان د طالبانو مشر بيت الله مسود وايي له پاكستاني حكومت سره به د سولي خبري اتري رواني وساتي.
دا په داسي حال كي ده چي نوموړي د خيبر ايجنسۍ د عملياتو په لومړۍ ورځ ويلي وه، چي د پاكستان له حكومت سره د سولي تړون نور ورته د منلو وړ نه دئ.