کور / رسنۍ / لومړی هسپانوي پښتو قاموس آنلاين سو

لومړی هسپانوي پښتو قاموس آنلاين سو

Spanish_Pashto_Dictionary_by_Qamosona_dat_Com_small

د قاموسونه تکی کام (www.Qamosona.com) انټرنټي پروژې د پښتو ژبي د نړۍ والې ورځي په وياړ یو هسپانوي پښتو قاموس آنلاين کړی دی. دا د پښتو ژبي له پاره لومړی هسپانوي قاموس دی چي پکښي ۵۳۰۰۰ زره هسپانوي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي.
دغه تازه آنلاین سوی هسپانوي پښتو قاموس نه يوازي د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه بلکه د دغې پروژې له خوا د اندرويد او اېپل موبايلونو له پاره په ځانګړو اېپس کي هم استعمالېدلای سي. د دغو اېپس لينکونه تاسو د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه موندلای سئ.
د يادولو وړ ده چي د هسپانوي پښتو دغه قاموس صرف انلاين بڼه لري او په چاپي توګه نه سي ترلاسه کېدلای.
د پښتو ژبي د پرمختګ له پاره قاموسونه ډېر مهم دي. ولي چي د دغو په مرسته ژباړه آسانه کيږي او په دې توګه پښتو د نورو ژبو سره په تماس کي پاته کېدلای او د له منځه تلو له ګواښ څخه خلاصېدلای سي. د قاموسونو په مټ که له يوې خوا له نورو ژبو څخه د علمي او مهمو موادو او متونو په ژباړه کي آساني رامنځ ته کيږي، نو له بلې خوا و نورو ژبو ته د پښتو متونو په ژباړه کي هم کار آسانه کيږي. دا چي هسپانوي يوه لويه ژبه ده چي د تقريبا ۵۶۰ مليونو انسانانو زده ده، نو دغه تازه آنلاين سوی هسپانوي پښتو قاموس چي لا تر اوسه امتحاني بڼه لري، ښايي شته تشه تر يوې اندازې ډکه کړي.

ستاسو د دعاؤ په هيله
احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی


ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:
https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs 

_______________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه