په هالنډ کي د پښتوژبي ورځي د لمانځغونډي لنډ راپور

د لراوبر اداره | جون 1st, 2016


غونډه د هالنډ هيواد د لايډن په ښار کي د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي پر نهمه ( د ۲۰۱۶ کال د می په ۲۹ ) نيټه د ورځي پر يوه نيمه بجه د قاضي صاحب عزيزالله لخوادقران کريم د څومبارکو اياتو په قرائت او ملي سرود په اورېدلو سره رسماً پيل سوه چي چلوونکي يې اغلې شفيقه حبيب او ښاغلی مختار احمد احسان وو.

Mukhtar ahmad ehsan pashto wraz 2016 holland

 

 

 

 

 

Qazi aziz rahiqتر هغه وروسته د غرغښت دټولني مشر نوروز عظيم دريځ ته راغلی دغونډي د پرانستلو په ترځ کي ئې په هالنډ کي دافغانستان دلوی سفير ښاغلي عبيدالله عبيد څخه غونډي ته د راتګ په خاطر مننه وکړه او د غرغښت دټولني، د اريانا شرکت، داحمد شاه بابا د ټولني، دلوی ننګرهار د ټولني او په هالنډ کي دافغانانو د کلتوري ټولني په استازيتوب ئې ټولو حاضرينو ته د پښتوژبي دنړی والي ورځي په مناسبت مبارکي وويل .

وروسته په هالنډ کي دافغانستان لوی سفير عبيدالله عبيد ته بلنه ورکړل سوه، چي خپله وينا واوروي . ښاغلي سفير وويل :

زه مننه کوم، چي ما ته مو په دغه پرتمينه غونډه کي د ګډون بلنه راکړه . زه هم په خپل وار ټولو افغانانو ته د پښتوژبي دنړی والي ورځي مبارکي وايم .Obaidullah obaid 

ښاغلي عبيد وويل : پښتو ژبه دهغه ستر او وياړلي قوم ژبه ده، چي دتاريخ په اوږدو کي يې په ډېري هوښياری، ميړاني او پراخ نظری سره دافغانستان دنورو قومونو سره په ګډه د پرديو يرغلونو او تيريو په وړاندي په زياتي ميړاني او سر ښندني سره زموږ د ګراني خاوري څخه ساتنه کړېده . همدا لامل دئ، چي اوس دافغانستان په اساسي قانون کي پښتو ژبه دملي او رسمي ژبي په توګه منل سوېده .Obaidullah obaid 

ښاغلي عبيد وويل : له کوم وخت څخه چي زه په هالنډ کي دافغانستان د سفير په توګه ګمارل سوی يم، نو ټوله هڅه مي کړېده چي دسفارت ټول ليکونه، فورمې او اعلاميې دافغانستان په دواړو ژبو يعني پښتو او دري خپرې سي او په دې چاره کي دغرغښت دټولني څخه منندوی يم چي زموږ سره ئې په دې چاره کي هر اړخيزه مرسته کړېده . 

تر هغه وروسته ښاغلي مختار احمد احسان د پښتو د نړی والي ورځي تاريخ ته په لنډ ډول کتنه وکړه .

وروسته ښاغلی اقبال وزيري دريځ ته راوبلل سو، چي خپله وينا واوروي . ښاغلي وزيري په خپله اوږده او هر اړخيزه وينا کي د پښتو ژبي د ودي پر تاريخي شاليد خبري وکړې او دتاريخ په بېلا بيلو دورو کي يې د پښتو ژبي دعروج او نزول د وختونو يادونه وکړه .Iqbal waziri

ښاغلي وزيري وويل : ژبه نه يوازي د افهام او تفهيم وسيله ده، بلکي ديوه قوم هويت هم دژبي دلاري څرګندېږي .

ښاغلي اقبال وزيري زياته کړه، چي پښتنو ته ښايي نوري پرمختللي ژبي زده کړي تر څو دهغو ژبو څخه پښتو ژبي ته اړين کتابونه وژباړي . 

تر هغه وروسته د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شيرزاد ته بلنه ورکړل سوه، چي خپله وينا واوروي . 

ښاغلي شيرزاد د پښتو دنړی والي ورځي د غونډي د تنظيم کونکو ټولنو څخه مننه وکړه، چي د پردېسۍ په شرايطو کي دا ورځ لمانځي . هغه وويل ژبه د يوه انسان د هويت دپېژندني يوه وسيله ده . ده وويل : دکومو قومونو ژبه چي مړه سوه، نو هغه قوم هم مړ سو . کله چي موږ په پښتو ژبه خبري کوو، نو يو شمېر کسان تور راباندي لګوي چي دا فاشيستي حرکت دئ . خوپه واقعيت کي فاشيستي حرکت دادی، چي يو څوک پر نورو باندي خپله ژبه په زور تحميلوي . په مورنۍ ژبه زده کړي کول د هر چا حق دئ . 

ښاغلي ستانه ګل شيرزاد وويل چي په اساسي قانون کي پښتو ژبه ملي او رسمي ده، خو په عمل کي رسمي نه ده . 

وروسته د احمد شاه بابا د ټولني مشر ښاغلي ننګيالي بڅرکي ته بلنه ورکړل سوه، چي خپله وينا واوروي . 

ښاغلي بڅرکي د پښتو ادب تاريخي شاليد ته کتنه وکړه او په هغه يې په تفصيل رڼا واچول او د پښتو ژبي پر معياري کېدو ئې ټينګار وکړ . 

اغلي شفيقې حبيب نيوکه وکړه، چي په غونډه کي دنارينه وو په تناسب د ميرمنو شمېر لږ دئ . وروسته اغلې  حبيب غونډي ته دميرمني شفيقې پښتونزوی لخوا دلندن څخه رالېږل سوی شعر ولوست،Shafiqa habib چي د ګډون والو د تود هرکلي سره مخامخ سو . وروسته يې په هالنډ کي دافغانانو د اتحاديې مشر ښاغلي فقيري ته بلنه ورکړه، چي خپله وينا واوروي .

ښاغلي فقيري ګډون والو ته د پښتو دنړی والي ورځي مبارکي وويل او زياته يې کړه چي موږ بايد لومړی په خپل کورني محيط کي پښتو ووايو او پښتو آثار په نورو ژبو و ژباړو او خپل کلتور نورو خلګو ته معرفي کړو، تر څو نړی وال په دې پوه سي چي پښتو يوازي د يو څو کسانو ژبه نه ، بلکي د ادب ژبه هم ده .

وروسته تر هغه ښاغلي مختار احسان دپير محمد کاروان يو ښکلی شعر دکلمه کړ او ښاغلي انجنير زکريا پوپل ته يې بلنه ورکړه، چي خپله وينا واوروي .

ښاغلي پوپل وويل : زموږ د ننۍ غونډي د جوړولو اساسي موخه داده، چي موږ د پښتو ژبي پر پرابلمونو خبري وکړو او ددغو پرابلمونو څخه د وتلو لاري چاري ولټوو . هغه زياته کړه د پښتو ژبي په وړاندي داساسي ستونزو څخه يوه داده، چي پښتو ژبه که څه هم په اساسي قانون کي رسمي ژبه منل سوېده، خو په عمل کي په رښتينې بڼه رسميت نه لري.Zakeria popal 

ده وويل زما د نظره دمسئلې حل دوه اړخه لري، يو دافغانستان حکومت دئ او بل اړخ موږ پښتانه يو . ددې پړه چي پښتو ژبه رښتينی رسميت نه لري، حکومت ته راجع کېږي . خو زموږ دنده داده چي پر حکومت فشار راوړو، چي پښتو ژبه په عمل کي رسمي کړي او دوهم مکلفيت مو دادئ چي خپله پښتو ووايو . 

انجنير زکريا پوپل وويل چي حق ورکول کېږي نه، بلکي اخستل کېږي او ددې خبري يوه روښانه بېلګه د غرغښت دټولني هڅه وه، چي په هالنډ کي دافغانستان په سفارت کي په پښتو ژبه فورمې او نورو اسناد جوړسول .

ښاغلي پوپل وويل متأسفانه ډېری پښتانه د ژبي په ارزښت نه پوهېږي او داسي ګڼي چي ژبه يوازي د پوهاوي او راپوهاوي وسيله ده . حال دا چي لرغونيو روميانو به ويل ( په هر هيواد کي چي د هر قوم ژبه حاکمه وي ) نو هغه قوم هم حاکم دئ، ځکه نو په افغانستان کي هيڅ کله پښتانه حاکم نه وو، دا ځکه چي ژبه ئې حاکمه نه وه .

هغه وويل موږ بايدګيلې او شکايتونه پرېږدو، موږ بايد ددې توقع ونه لرو چي غير پښتانه دي پښتو ژبي ته خدمت وکړي . هغه زياته کړه چي د ژبي د ودي او پرمختګ دپاره تر ټولو مهم فکتور کتابونه دي . په کومه ژبه کي چي کتابونه چاپ نسي، هغه ژبه هيڅکله پرمختګ نسي کولای .Zakeria papol تر څو چي کتاب ليکل د پيسو د ګټلو وسيله سوې نه وي، تر هغو هغه ژبه رشد نسي کولای .

ښاغلي پوپل وويل: ددې دپاره چي پښتو ژبه په دولتي او غير دولتي ادارو کي عملاً رسميت پيدا کړي، نو موږ کولای سو دکاناډا د تجربې څخه ګټه واخلو . په کاناډا کي که هر مامور په دوو ژبو ( انګليسي او فرانسوي ) وپوهېږي، نو هغه هر ه مياشت  پر خپل اصلي معاش سربېره ۲۰ سلنه نوري پيسې هم تر لاسه کوي . راځئ چي ددغه کار دپاره کمپاين وکړو . که مودا کمپاين بريالی سو، زه تاسو ته ګرنټي درکوم چي په ډېر لږ وخت کي به پښتو ژبه رښتينې رسمي ژبه سي . 

انجنير زکريا پوپل د ښاغلي مطيع الله ويسا د کارونو دستايني په وخت کي د هغه د فعاليتونو څو بېلګي حاضرينو ته بيان کړې . 

دغه راز يې د استاد محمود مرهون دخدمتونو ستاينه وکړه او ويې ويل چي استاد مرهون دماشومانو دپاره ۴۵ عنوانه دنکلونو کتابونه ژباړلي دي او د دري ژبو دپاره ئې د ( بياييد پشتو بياموزيم ) تر سرليک لاندي په درو ټوکو کي دپښتو د زده کړي کتابونه ليکلي دي .

ښاغلي پوپل زياته کړه دا دحکومت دنده ده، چي د پښتو ژبي د معياري کولو دپاره ادارې جوړي او نور اړين ګامونه پورته کړي او زموږ دنده داده چي پر حکومت فشار راوړو، چي دغه کار وکړي .

وروسته ډاکټر ګل اندامه دريځ ته راوبلل سوه، چي خپله وينا واوروي . اغلې ګل اندامي هم ټينګار وکړ چي ژبه يوازي د پوهاوي را پوهاوي وسيله نه ده، بلکي د هويت څرګندويه ده . ډاکټري ګل اندامي وويل تر ټولو لومړی کار چي موږ پرديس افغانان يې بايدوکړو، هغه داده چي په خپله ژبه خبري وکړو .Drs. Gul andam هغې وويل زما درې بچيان په خارج کي زېږېدلي دي او دوو زامنو ته مي واده ورکړی دئ، چي ديوه زوی ميرمن مي خپله افغانه ده او دبل زوی ميرمن مي تُرکۍ ده . زامن، افغانه مږور او لمسيان مي ټول په پښتو خبري کوي . پردې سربېره تُرکۍ مږور مي هم په پښتو خبري کوي، چي دحاضرينو دتاوده هرکلي او چکچکو سره مخامخ سوه . اغلې ګل اندامي د حاضرو نارينه وو څخه وغوښتل چي په دغه ډول غونډو کي دخپلو ميرمنو، لوڼو او خويندو سره يو ځای ګډون وکړي . 

تر هغه وروسته ښاغلی پوهاند هُما صاحب سټېج ته را وبلل سو چي خپله وينا واوروي . ښاغلي هُما وويل :

که څه هم پښتو ژبه په اساسي قانون کي رسمي ژبه ده، خو عملاً د دوهمي ژبي ارزښت لري . په کابل کي پښتانه ماشومان په خپله مورنۍ ژبه د ليک لوست د زده کړي امکانات نه لري . 

ښاغلي هُما هم د پښتو ژبي دمعياري کېدو پر اړتيا ټينګار وکړ او زياته ئې کړه چي اقتصادي وده هم د ژبي پر پرمختګ مخامخ اغېز لري . هغه وويل ژبه د يو قوم مشترکه سرمايه ده، ځکه نو دژبي سره بايد په پوره غمخوری چلند وسي . 

وروسته د کابل پوهنتون استاد ښاغلي محمود مرهون د ټيلفون د لاري د غونډي ګډون والو ته خپله وينا واورول . ښاغلي مرهون وويل :

دا ډېر دستايني وړ ده چي تاسو په پردېسۍ کي پر پرديو ولاتونو د خپلي ژبي لمانځغونډي جوړوئ . ده وويل ددې دپاره چي زموږ پښتانه نجوني او هلکان چي دافغانستان څخه دباندي او دهيواد دننه ژوند کوي، خپله ژبه او کلتور هير نه کړي، نو مو ددوی دپاره ۴۵ عنوانه د نکلونوکتابونه په رنګه بڼه په پښتو ژبه چاپ کړل، چي عمومي شمېر نژدې ۵۵ زرو ته رسېږي . دغه راز د غير پښتنو افغانانو دپاره مو دپښتو ژبي د زده کړي دپاره کتابونه او شل ويډيو ګاني چمتو کړي دي، چي تاسو ته مو هم دراستولي دي . 

ښاغلي مرهون وويل چي موږ دغه کتابونه زياتره خلګو ته مفت ورکوو او په اصطلاح خپله ګوله مو د پښتو ژبي سره نيمه کړېده . 

استاد مرهون وويل متأسفانه نړيوالو ته پښتانه د ترهګرو او تروريستانو په نوم معرفي سوي دي، خو موږ دخپل پرمختللي فرهنګ د ورپېژندلو په خاطر پښتو ملي هنداره په انګليسي ژبه ژباړلې ده او څو ورځي مخکی خبر سوم، چي هغه په المان کي په الماني ژبه هم ژباړل سوېده . ښاغلي مرهون وړانديز وکړ چي تاسو خپلي ځوانان او پېغلي افغانستان ته د علمي سفرونو دپاره راولئ او موږ به هم دوی ته دلته بېلابيلو ولايتونو ته بوزو، ترڅو دوی خپل هيواد وپېژني او په هغه ووياړي .

وروسته ښاغلي عبدالرشيد جليلي ته بلنه ورکړه سوه، چي خپله ويناواوروي . ښاغلي جليلي هم دغونډي د تنظيمونکو څخه مننه وکړه، چي دا پرتمينه غونډه ئې جوړه کړېده . هغه وويل که پښتانه دآمو څخه تر اباسينه د پښتنو واحد دولت جوړ کړي، نو هله به پښتو وده وکړي . ده وويل د پښتو ژبي په وړاندي تر ټولو لويه ننګونه داده، چي ځيني کسان غواړي پښتو د صحنې څخه وباسي . Abdul rashid jalili

ښاغلي جليلي وويل : دومره چي په دا وروستيو کلنو کي ( دحامد کرزي او اشرف غني په واکمني کي ) چي پښتو ژبه ګوښه سوېده، نوهيڅکله دومره نه وه ګوښه سوې . 

عبدالرشيد جليلي وويل دا چي پښتو ژبه تراوسه ژوندی پاته ده، نو دوه علته لري . يوئې دادئ چي د اتيا مليوني ملت ژبه څوک د مينځه نسي وړلای . بل دا چي د پښتو ژبي پخوانيو خواخوږو او دنوي نسل ځوانانو اجازه نه ده ورکړې، چي پښتو ژبه مړه سي .

وروسته ښاغلي عبدالحکيم مندوزي ته بلنه ورکړه سوه، چي خپله وينا واوروي . 

ښاغلي مندوزي هم د پښتو د نړی والي ورځي مبارکي وويل او زياته ئې کړه، چي پښتو هغه وخت وده کولای سي چي پښتانه دخپلي ژبي د ودي دپاره کار وکړي او دعصري تکنالوژی، علم، فرهنګ او تمدن ژبه ئې کړي . هغه وويل چي دغه وړې بېلابيلي ټولني دي سره يو ځای سي او يوه لويه ټولنه دي جوړه سي، چي لا ښه وکړای سي خپلي ژبي ته خدمت وکړي . تر څو چي خپله ژبه دپيسو د ګټلو ژبه نسي، تر هغو وده نسي کولای . ښاغلي حکيم مندوزي وويل چي پښتانه ځوانان بايد علم ته مخه کړي او نوري ژبي زده کړي، تر څو وکړای سي خپلي ژبي ته خدمت وکړي . 

وروسته د غرغښت ټولني مشر ښاغلي نوروز عظيم خپله وينا واورول . هغه وويل : پښتو ژبه ډېر غښتلی ګرامر او ډېر حروف لري، چي دا دپښتو ژبي ستره بډاينه ده او د افغانستان څه باندي ۶۲ سلنه خلګ په افغانستان کي په دغه ژبه خبري کوي . ده وويل پښتو يوازي ژبه نه ده، بلکي پښتو د افغانانود غيرت او ميړاني سمبول هم دئ . 

ښاغلي نوروز عظيم وړانديز وکړ، چي دا شته ټولني دي يو فدراسيون جوړ کړي .Nowroz azim 

وروسته د لراوبر ويبپاڼي مسئول او په هالنډ کي د افغانانو د کلتوري ټولني مشر عبدالله احسان ته بلنه ورکړه سوه، چي خپله وينا واوروي . هغه وويل پښتو ژبه د پښتنو يعني زموږ او ستاسو څخه کار غواړي . موږ بايد په غونډو او مجلسونو کي د پښتو په باره کي بحث وکړو . زموږ مسئوليت دادی چي په دې فکر وکړو چي په راتلونکي کي به څنګه پښتو ژبي ته کارکوو . موږ بايد په خپلو کورونو کي دخپلو ماشومانو سره په پښتو ژبه خبري وکړو او هغوی ته د پښتو ژبي په باره کي مالومات ورکړو . 

هر څوک چي دپښتو ژبي دپاره کار نه کوي موږ بايد پر هغو کلکي نيوکي وکړو. که دا ولسمشر وي يا د اطلاعاتو او کلتور وزير، دمعارف وزير او يا هم په کوم هيواد کي سفير وي .Abdullah ehsan pashto wraz 2016

وروسته له هغه ښاغلي احسان د افغانستان د نامتو تاريخ پوه محترم ډاکټر حسن کاکړ پيغام ولوست، چي د پښتو ژبي لمانځغونډي ته يې را لېږلی و او د ګډون لخوا د تود هرکلي سره مخامخ سو .

وروسته ښاغلي احسان د سويډن د کلتوري ټولني د مشر ښاغلي حبيب الله غمخور پيغام، چي غونډي ته ئې رالېږلی و، ولوست . 

وروسته اغلې سايرې نورزی خپله لنډه وينا او شعر واورول، چي د حاضرينو لخوا يې تود هرکلی وسو . 

د ويناوو برخه دلته پای ته ورسېده او وروسته دمشاعرې برخه پيل سوه، چي لاندي شاعرانو خپل شعرونه واورول :

ښاغلي احمدشاه، ښاغلي انور لمر، ښاغلي نصير ستوری ، ښاغلی اجمل ننګ، ښاغلی حيران شينواري، ښاغلی ظفر کريمي ، ښاغلی مطيع الله رؤفي، اغلې رابعه عارفه، ښاغلی عزير سرشاراو ښاغلی فضل ربي رستم .

غونډه دملي اتڼ په اجرا کولو پای ته ورسېده .

.

Copyright Larawbar 2007-2024