دعوت پرله پسې ۲۰۷- ۲۰۸ ګڼه چاپ شوه

د لراوبر اداره | جولای 2nd, 2008


دعوت پر له پسې ۲۰۷– ۲۰۸ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي :



  1. ·         سرلیکنه                                                      محمد طارق بزګر

  2. ·         پکه دا دې لا بله سپکه                                       مماڼه صافۍ

  3. ·         د آمن دوهمه جرګه او د سولې پلان                    ډاکټر  روستار تره کی

  4. ·         ځوان امیرمحمد افغان د پيښور پوهنتون نه د سروزرو مدال ترلاسه کړ  (مرکه)    

  5. ·         بي ففټي ټو                                                              احمد شاه بهاند

  6.                

  7. ·         نګاهی به نقش سیاسي محمد ظاهرشاه                   کاندیدای اکادمیسن سیستانی  

  8. ·         واصفي: ټول ډالر بهرنیان غلا کوي                          (خبر)

  9. ·         روسیه په افغانستان کې د ناټو شتون ته مزاحمت کوي          (خبر)

  10. ·         د پاکستان سره د دوستم د پټو اړیکو سند خپور شو       خبر

  11. ·         ګاردین: په افغانستان کې له ماتې سره مخ یو           ژباړن: میرویس عمرخیل

  12. ·         دا نوې ژبه وپیژنه د احساساتو ژبه                           ډاکټر حبیب الله ببرکزی ځدراڼ

  13. ·         جرګه آمن و دورنمای صلح: جرګه آمن بدون اشتراک مقاومت مسلح هیچ دست آوردی برای آمنیت نخواهد داشت                                    ډاکتر روستار تره کی

  14. ·         کوچیان د افغانستان اوسیدونکی دي                   عبدالله شیرزی

  15. ·         معضله کوچی ها با اهالي حصه دوم بهسود ولایت میدان وردک                سازمان حقوق بشر افغانستان

  16. ·         کوچیان به سږکال د هزاره وو سیمو ته نه ځي                                 (خبر)

  17. ·         کرزی صاحب ستا مرستیالان ولې فاجعې او ناتار ته لمن وهي       افغان

 


د وریښمو کارون


د دعوت د دې ګڼې شاعر په ناروې کې اوسیدونکی ښاغلی مصطفی آمن دی چې د پیژندنې تر څنګ یې لاندې شعرونه خپآره شوي دی:



  1. بختور اختر

  2. تنکي ګلان

  3. څه وکړمه

  4. سجدې

  5. نالوستې پاڼه

  6. غزل

  7. سندره دې د مېنې ده

  8. د حسن سیپاره

  9. لنډه کیسه : کله چې ته وې    کل اغا احمدي وردک

  10. او نور ډیر په زړه پورې مطالب

 


انګلیسي مطالب




  1. The Smoke and Mirrors of International Monetary Policy
    The Absence of Evidence is not Evidence of Absence


  2. Afghanistan: Courting Financial Disaster     by. Bruce G. Richardson


  3.    Ahadi’s Coup     by: Bruce G. Richardson


  4.    Opposition to more soldiers in Afghanistan      News

 


په سرلیکنه کښي لولو:


کوچیانو ته باید خپل حق ورکړل شي


د ډیر وخته د کوچیانو د ستونزو خبرې کیږي او په هېواد کې چې د هرې


 مهمې پیښې په اړه فیصله کیږي نو بیا هم کوچیان قرباني وی لکه په ټاکنو کې، په لویه جرګه کې د حکومتي چوکیو په ویش کې، د سیمو د ویش او اوسیدنې د سیمو د ټاکلو په برخه کې.


کوچیان بومي پښتانه او د افغانستان اصلي اوسیدونکي  چې د تاریخ په اوږدو کې د دوی حقونه د وخت د مختلفو حکومتونو له خوا خوړل شوي  دي.


په تیرو دریو لسیزو کې کوچیانو هم د نورو افغانانو په څیر بیشمیره تاوانونه ولیدل او تر هر چا زیات وځپل شول.


خو د ټولو زیات په وروستیو شپږو کلونو کې د نورو لږه کیو غواوې لنګې شوې خو کوچیان د خپلو رمو او  څرځایونو نه هم بیبرخې شول چې ښه بیلګه یې په میدان وردګو او نورو مرکزي سیمو کې د ولسمشر ښاغلی کرزي د امر په اساس د دغو سیمو نه د کوچیانو ویستل او څر ځایونه او د اوسیدو سیمې یې هزاره توکمو ته ورکړل شوې. دا په تاریخ کې لومړی ځل وو چې افغان حکومت د دغو سیمو نه د قانوني اسناد د شتون سره کوچیان وویستل.


د ښاغلی کرزي په شپږ کلنه واکمنۍ کې هره څپیړه د پښتنو په مخ لګیدلې او تر اوسه دا لړۍ همدا شان روانه ده چې کوچیان د نورو زیات قرباني شول او کیږي.


کوچیان په تیرو شپږو کلونو کې د شمالي ټلوالې او د هغوۍ د امریکایی انډیوالانو له خوا د طالب او القاعده په نوم ښه وټکول شول او په ځینو ځایونو کې یې مالونه چور او د هېواد د ډیرو سیمو دروازې یې په دې جرم چې پښتانه دی پر مخ تړل شوي.


حق باید حقدار ته ورسیږي او د سازش او افغان دښمنۍ سیاست ته باید د پای ټکي کیښودل شي. مرکزي حکومت باید د هېواد د ټولو اوسیدونکو سره یو شان  برخورد وکړي.


د دې تر څنګ دا ضروري ده چې د کوچیانو ملیوني ولس ته باید د دایمي میشته کیدو له پاره  د هېواد په مختلفو سیمو په ځانګړي توګه په شمال کې ځمکې ورکړل شي او د نورو افغانانو په شان دغه مظلوم خو غیرتي ولس ته د ژوندانه ټول شرایط برابر شي.


کوچیان او ټول پښتون ولس باید بیدار او د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقه حقوقو پوښتنه وکړي او که تل به د څپیړې پرمخ خوري.


 


یادونه:


درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ.


دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.


Dawat


P.O.Box 289,


2001 Lillestrøm


Norway


www.dawatnetfreemedia.org

Copyright Larawbar 2007-2024