کور / تازه خبرونه / په پېښور کې د روژې د مياشتې د ليدولپاره دوشنبې پر ورځ غونډه کيږي

په پېښور کې د روژې د مياشتې د ليدولپاره دوشنبې پر ورځ غونډه کيږي

پېښور: په پاکستان کې د روژې د مياشتې د ليدولپاره د پاکستان د مياشتې د ليدومرکزي کميټۍ څرگنده کړې ده چې د جون پر ٦ د دوشنبې په ورځ به په پېښور کې غونډه کوي او د پېښورله نادولتي کميټۍ سره هم اړيکه نيول شوي ده په راپور کې څرگنده شوې پردوشنبه د مياشتې ښکارکيدو شونتيا(امکان )شته نوپر سې شنبې به دروژې لومړۍ ورځ وي له بله خوا دپېښوردقاسم علي خان د مشهور جومات مشرمفتي شهاب الدين پوپلزي هم رسنيوته څرگنده کړې چې دمياشتې د ليدو د شهادت له مخې بيړنۍ غونډې رابللو ته چمتو دى داسې امکان هم شته چې مفتي شهاب الدين پوپلزي له خوا پر دوشنبه ناوخته دروژې د مياشتې ښکاريدو دشهادت له مخې روژه اعلان شي