کور / تازه خبرونه / په پېښور کې افغان قونسل دخېبرپښتونخوا له والي سره وکتل

په پېښور کې افغان قونسل دخېبرپښتونخوا له والي سره وکتل

په پېښور کې افغان قونسل ډاکټر عبدالله وحيد پويان د خېبرپښتونخوا له والي اقبال ظفرجگړه سره د افغان کډوالو پر هراړخيزو ستونزو خبرې کړې دي، نوموړي دپښتونخوا له والي يوشمير غوښتنې کړي چې ورته د منلو ډاډ وکړل شوى په غوښتتو کې د سر ټکي په دې ډول څرگند شوي دي په تورخم دروازه دې افغان کډوالو کارد(مهاجرکارډ) لرونکواو ناروغانو ته اجازه ورکړل شي چې پاکستان ته ننووځي ،ټول هغه افغان بنديان چې د قبايلي سيمو په زندانونو کې وي دپېښور مرکزي زندان ته دې وليږدول شي چې ورته پرقانوني لارو چارو غوروکړو ،افغان کډوالو ته ځانگړي سکالرشيپونه له منځه وړل شوي ، بيرته دې ورکړل شي ،او دپېښور_ تورخم پر لاره دافغان سوداگروستونزو ته دې د پاى ټکى کېښودل شي ، له افغان قونسل سره په دې ليدنه کې په پېښور کې د افغان کډوالو رييس عبدالحميد جليلي هم ملتيا کوله