کور / طنز / دمیني برېښنالیک

دمیني برېښنالیک

(طنز)

دافغان کندهاری لیکنه 

ګراني زما دڅلورجي بي برښنایی لیک جواب دي په یو ساده لایک سره راکی ،ته پوهیږي چه دلیک په لیکلوکي زما دهرکلیک سره زما اهونه اودمیني ګرم احساسات ملګری وه خوستا یوسوړلایک ډیرمایوسه کړم اوټوله شپه مي همداسي په ویښه تیره کړه کله  خو مي لا زړه راته وویل چه دفیس بوک دپاڼي څخه دي بي الکل ډیلټ کم ،خوبیا به  ستا دمیني برښنایی څپي زما دزړه پرسي پي يو باندي بریالي سوي او زه به دخپل تصمیم څخه واوښتم .

داڅوهم ځل دي چه ستا څخه غوښتنه کوم چه یوڅوداني سلفي تصویرونه راته مسیج کړه خو ته بیاهم هغه تکراري تصویر چه ریزولوشن یی لږ دی اوفوتو شاپ دي هم پرکارکړی دی رااستوی ،ګراني کوښښ وکړه چه دلوړ میګافیګسل کیمره استعمال کړي . 

ګراني زه غواړم چه تاته یو انتي ویرس پروګرام درواستوم هغه ډاونلوډ کړه ترڅو زما اوستا دمیني رازونه همداسي پټ وساتل سي ، رشتیا خپل پاس ورډ په څو عمر کی بدلوه ځکه چه الکترونیکی غمازان سته .

ګراني دغه ننی تصویر چه می په فیس بوک کي پورته کړی دی ډیر طبعي تصویر دی یعني ایډیت می نه دی پکښی کړی ،مګر هو دتصویر اخیستلو دمخه  دښار په مشهوره سلمانۍ کی می دمخ مکمل سینګار یا میک اپ کړی دی ، نوهیله لرم چه په ټویټر کي یی راته لایک کړي . رشتیا ګراني ډیرښایسته ګیمونه می پیداکړي دي اوسي ډی به یی ستاسو دکور ددروازي دچاکونودلاري غرمه مهال درتیره کړم .

زړه ته رانژدي مېني ته پوهیږی چه داد لیلی مجنون عصر نه دی ، اوس حالاتو فرق کړی دی ، اوس دګودر به بهانه ددیدن انتظارته اړتیا نه سته ، هغه دګودر دعصر مینانو ته مي زړه ډیرخوږیږي چه په ورځو به یی انتظار کاوه ترڅو دخپلي معشوقي  نیم کله دیدن وکړي . هوکی اکثره هغه مینان خو به وصال ته هم ونه رسیده اومینه به یی ځواني مرګه سوه ، پخوا به دبیلتون  اوغمازانو څخه ډیروعاشفانو سرټکاوه او دزړه دتله به یی دلنډیو په ویلو د میني اوعاشقۍ داحساساتو ښکارونه  کوله . اوس داستونزه حل ده خو بیا هم انترنیټي غمازان یا هیکران سته چه کله نا کله ورانی  پیښوی . ته څه فکر کوي چه هغه مینه به خوږه وه اوکه اوسنی مینه چه هره شیبه ددیدن او دزړه دخوالي لپاره دتیلیفون ،فیس بوک او سکایپ په مټ هره لحظه کي امکانات سته چه الکترونیکی دیدنونه او دزړه خواله وکړو . 

خو زه وایم چه په پخوا کي هغه دمېني ددیدن انتظاراوتلوسه  اوپه خیالونو کي دمعشوقي سره راز اونیازهم یوډول خاص کشیش اوخوند درلود .  دمېنانوذهن اوفکربه دومره په مینه کي ډوب ؤ چه خپل ځان به یی هیرکړ خوب اوخوراک به یی نه درلود اودعشق په رنځ به اخته ؤ اوبعضي عاشقان به دلیونتوب تربریده ورسیدله ،او دادعاشقۍ افساني لکه شیرین فرهاد ، لیلی مجنون او رومیو ژولیت چه په مختلفو دورو کي رامنځ ته سوي دي داټوله دهغه وخت د مېنانو دسوځونکي میني تصویر راڅرګندوی . اودغه عاشقانه افساني اوس هم ډیرلوستونکي لري .

ګراني اوس دکلیک عصردی په یوه کلیک دزړه احوال تریاره رسیږي اودا الکترونیکي ګودر دافسانوی ګودرځای ونیوی.

 

نوټ : څرنګه چه  ددیجیتال الکترونیکي تکنالوژی بیګانه ترمینالوژي وپښتو ژبي ته راننوته او متاسفانه ددي الکترونیکي ترمینالوژي لپاره په پښتو کي د لغتونو په هکله لازم کار ونه سو نوهمدا بیګانه نومونه عام سوه ، امیدلرم چه ددي بیګانه نومونو په کارولو پړ ونه ګڼل سم ځکه همدا نومونه اوس چلند لری ،زما په اند که چیري نوی توکی رامنځ ته کیږی نودهغه سره همزمانه باید نوم ورته جوړ سي ، ځکه دنوو اشیاؤ لپاره ځنډنی نوم بیا چلند نه پیدا کوی .