کور / تازه خبرونه / نواز شريف : … مونږ په دې اړه په خپل دريځ ټينګ ولاړ يو

نواز شريف : … مونږ په دې اړه په خپل دريځ ټينګ ولاړ يو

د پاكستان د مسلم ليګ ( ن ) ستر مشر ميا نوازشريف وئيلى دى چې حكومت مونږ سره په قبائيلى سيمو كښې داپريشن پيل كولو په اړه هيڅ خبره نه ده كړې او اولس چې په 18 فرورۍ كوم مقصد لپاره ووټونه وركړى وو هغه تراوسه نه دى پوره شوى چې له امله ئې اولس سختې خواشينۍ سره مخ دى.


 تيره ورځ لندن ته دروانيدو نه وړاندې په هوائى ډګر خبريالانوسره دخبرو اترو په وخت ديوسوال په جواب كښې نوموړى داهم ووئيل چې دګوښه شوى ججانو معامله يوه قامى معامله ده چې هوارى ئې ډير ضرورى دى او مونږ په دې اړه په خپل دريځ ټينګ ولاړ يو دهْ زياته كړه چې حكومت دې په قبائيلى سيمو كښې درامنځته شوې كشاله داپريشن په ځاې دخبرو له لارې هواره كړى دهْ زياته كړه چې دمشرف حكومت خاتمه او دشرخوښو خلاف اپريشن مخنيوى  بايد دپارليمان دپريكړو له لارې يقينى كړى شى .


بل لور ته  لاهور كښې دلښكراسلام دكمانډر په شمول پنځه غړى ونيول شول .


دتفصيلاتو ترمخه پاكستاني قانون نافذكوونكيو ادارو په دغو وګړو تور لګولې چې دوى په ائتلافى ځواكونو بريد كښې ككړ دى دا وګړى څو ورځې وړاندې په باړه كښې داپريشن پيل كيدو نه پس لاهور ته راغلى وو او دټاون شپ په سيمه كښې يو كور په كرايه اخيستى وو امنيتى عسكرو دغه وګړى دنيولو نه پس پلټنو لپاره نامعلومه ځاې ته ليږلى دى .