کور / شعر / شمسه ! كاپر ندى

شمسه ! كاپر ندى

ســم دى الـهام خــوڅـه بـــه وي چـې مې غـزل كــوږدى
داپــــه هـــنـــر كـــې بــل هــنــردى،لـــكــه ګــــل كــوږدى


ښايسته ! ډېرسم دې كاږۀ كړل وايه څوك دې سم كړل؟
كـاكـل خـوكـوږدى خـواشـنـامــې پـه كـــاكــل كــوږدى


احــسـاس دتـنـدې مـې  سـوړډك دسـتـرګوجام غواړي
چـې دې تـرې پـاسـه تـور شــانـه وانــه اوربـل ګـوږدى


(( تــيـږه پــه تـيـږه بــانـدې مـاتـه شي))پــښـتومـتل دى
چـې دزوركـارنــه وي دچــل لاس خـوپـه چـل كـوږدى


( شــمــسه ! )كــاپــرنـدى خـوخـلـك يـې كاپـرګل بولي
هــغــه بــه ســتــالــپـاره كـوږوي اوكـه خـپـل كــوږدى