کور / تازه خبرونه / د نوي کابل بانک د پیر له پاره تخنیکي وړانديز تر لاسه شو

د نوي کابل بانک د پیر له پاره تخنیکي وړانديز تر لاسه شو

 د نوي کابل بانک د خصوصي کیدو د داؤطلبۍ په لړ کې د یوې افغاني کمپنۍ تخنیکي وړانديز د چنګاښ میاشتې په ۶مه نیټه دNew-Kabul-Bank-Up-for-Biding مالیې وزارت ته وسپارل شو.
د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رئیس ښاغلي محمد آقا کوهستاني وویل چې دو کمپنیو علاقه ښودلې وه، خو له هغوی څخه یوې  یې نن خپل اسناد حاضر کړي دي چې د (JSC) آریانا په نوم یوه افغانۍ کمپني ده.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې کمپنۍ تخنیکي افر به د یوې تخنیکي کمیټې له لوري چې مالیې، عدلیې، اقتصاد وزارتونه او د افغانستان بانک یې غړیتوب لري د دواونیو په اوږدو کې وڅیړني او له هغې وروسته به له نوموړی کمپنۍ څخه قیمت لرونکی وړانديز واخیستل شي.
دده په وینا د داؤطلبۍ په پروسه کې د مالي وړانديز په پرتله زیات ارزښت تخنیکي برخې ته ورکول کیږي.
خصوصي سکتور ته د نوي کابل بانک د سپارلو له پاره اعلان د هیواد د بانکي نظام د ښه والي، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او د هیواد د یو مهم او اقتصادي سکتور په برخه کې د پانګې جلبولو له پاره یو لوی ګام دی.