کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ د تطبيق لپاره کمېته جوړيږي

په کندهار کي د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ د تطبيق لپاره کمېته جوړيږي

نن سهار په ولايت مقام کي د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ د کمېټې جوړولو په موخه غونډه وسوه. په غونډه کي د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د اطلاعات او فرهنګ رئيس حضرت ولي هوتک، ځينو نورو رئيسانو او ځوانانو ګډون کړی وو.Shamsi khpalwak

د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ طرزالعمل د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا چمتو سوی او د دې وزارت په هڅونه په ولاياتو کي عملي کيږي.

د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ کمېټه به د ولايت په سطحه د ځوانانو د پياوړتيا، هغوی ته د کاري زمينې برابرولو، په امنيتي ارګانونو کي د ځوانانو د جذبولو، تحصيلي بورسونو او دې ته ورته نورو برخو کي فعاليت کوي. دغه کمېټه به هره مياشت غونډي کوي او د پلان له مخي به د ځوانانو د پياوړتيا په برخه کي کار کوي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د دې کمېټې جوړېدل اړين وبلل او ويې ويل چي په دغه کمېټه کي به د معارف، کندهار پوهنتون، اطلاعات او فرهنګ رياست او له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست استازي ګډون لري. هغه زياته کړه چي دغه کمېټه به په لومړي سر کي خپل يو کلن کاري پلان جوړوي او د هغه له مخي به د ځوانانو د پياوړتيا په برخه کي کار کوي.
نوموړي له يادي کمېټې سره د هر اړخيزي مرستي ژمنه وکړه او ويې ويل چي د ځوانانو په برخه کي هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.