کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د بهرنيو اسعارو پر کارولو بنديز ولګېد

په کندهار کي د بهرنيو اسعارو پر کارولو بنديز ولګېد

په کندهار کي په رسمي ډول په ورځني کاروبار کي د بهرنيو اسعارو پر کارولو بنديز ولګېد.

Pakistani rupies pkrد افغانيو د ارزښت زياتولو او د خپلي ملي سکې د دودولو په موخه په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوه چي پکي د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي تر څنګ امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهير، په سوېل لوېديځ زون کي د افغانستان بانک رئيس محمد نعيم اکبري، صرافانو او څو نورو تنو ګډون کړی وو.

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي وويل چي افغانۍ د افغانانو ملي هويت دی او دې هويت ته د درنښت او ارزښت له امله بايد په ټولو ورځنيو کاروبارونو کي له افغانيو څخه کار واخيستل سي. هغه زياته کړه چي که افغانان غواړي دغه ملي هويت وساتي، اقتصاد ته وده ورکړي او د قاچاقبرو د ناروا کاروبار په وړاندي خنډونه رامنځته کړي، نو لازمه ده چي د خپل دې ملي هويت استعمال دود کړي.

ښاغلي عزيزي وويل چي که د افغانيو ارزښت زيات سي او په ورځني کاروبار کي وکارول سي نو له دې سره د قاچاقبرو کاروبار ته صدمه رسېدای سي، خو ټينګار يې وکړ چي افغانستان بانک بايد هره ورځ صرافانو ته عادلانه نرخ وټاکي، تر څو افغانستان بانک هم زيانمن نه سي او خلکو ته ګټه ورسيږي. افغانستان بانک مسئوليت لري چي هره ورځ صرافانو ته ټاکلی نرخ ورکړي او خلک خپل کاروبار د همدې ورځني نرخ پر اساس مخته يوسي.

په غونډه کي د کندهار والي په امر له اړوندو ادارو څخه يوه ګډه کمېټه جوړه سوه چي دغه کمېټه به په ښار کي د بهرنيو اسعارو د کارولو مخه نيسي او که کوم څوک د بهرنيو اسعارو پر کارولو ونيول سو، نو د امنيه قومندانۍ د جنايي آمريت له خوا به يې پر کاروبار بنديز لګول کيږي.

امنيه قومندان جنرال عبدالرازق د افغانيو په کارولو کي د خلکو رول مهم وباله او ويې ويل چي د کندهار له ورځني نرخ څخه به په ولسواليو په خاص ډول بولدک کي هم استفاده کيږي. هغه وويل چي د افغانيو ارزښت ته ځينو غيرمسلکي صرافانو زيان رسولی دی، خو تر دې وروسته به د افغانستان بانک له خوا صرافي ته نرخ ورکول کيږي او ټول به هماغه نرخ کاروي.