کور / اسلامي / العقيدة الواسطية

العقيدة الواسطية

د عزيزالرحمن حظيم ژباړهالعقيدة الواسطية

الحمد لله رب العالمين ، والصلاة والسلام علی نبينا محمد وعلی آله وأصحابه أجمعين .

اما بعد : دا مې د شېخ الاسلام ابن تيمية پر کتاب ( العقيدة الواسطية ) باندي څه زياتونه کړې ده . دا کتاب د منځنۍ ښوونځی د دوهم کال په نصاب کې د دخول وړتيا لري . 

​شېخ الاسلام ابن تيمية

​علامه شېخ الاسلام ابن تيمية تقي الدين احمد بن عبد الحليم ابن تيمية الحراني په حران نومي سيمه کې د٦٦١هـ کال د ربيع الاول د مياشتي پر لسمه نېټه زېږېدلی دی ، وروسته ئې کورنۍ دمشق ته وکوچېدل او هغه ئې هستوګنځی شو .

​نوموړی ستر پوه ، لوی عالم او مشهوره مجاهد وو . د الله په لاره کې ئې په عقل ، فکر ، علم او بدن په ټولو لارو جهاد وکړ . په دلائلو کې غښتلی وو ، چا ورسره مناظره نه شوای کولای ، د الله په لاره کې ئې له هيچا وېره نه لرل ، که به حق ورته مالوم شو ښکاره به ئې کړ ، همدا خبره وه چې د واکمنو او چارواکو له لاسه ئې ډېر کړاوونه وګالل، څو ځلي بندي شو او د دمشق په زندان کې د شوال پر ۲۰مه نېټه په کال ۷۲۸ه کې وفات شو .

العقيدة الواسطية

دا يو لنډ خو جامع کتاب دی چې د الله  Y نومونه ، صفتونه ، دالله Yذات ، دآخرت ورځ او داسی نور ( عقيدوي ) مسائل پکې نغښتي دي او په دې هکله ئې د اهل سنت و جماعت ايمان او ګروهه را خلاصه کړې ده . 

دا کتاب ولي وليکل شو ؟

د واسط ځينو څارنوالانو شېخ الاسلام ته شکايت وکړ چې خلګ په بدعتونو او ګمراهيو کې راښکېل دي . او له ده ئې دا غوښتنه وکړه چې د الله Y د نومونو ، صفتونو او نورو اړونده موضوعاتو په هکله داسی څه وليکي چې په هکله ئې د اهل سنت و جماعت تګلوری روښانه شي ؛ نو ځکه ( العقيدة الواسطية ) ورته وايي .

اهل سنت و جماعت :

هغه ډله ده چې دعقېدې او ويناوو له مخي د نبيrاو دهغه د صحابه وو تګلوری ئې مسير دی . دوی سنتونه ټينګ کړي دي او پر همدې سره راټول دي ؛ ځکه نو اهل سنت و جماعت ورته وايي .

د اهل سنت وجماعت ګروهه ( عقيده) 

پر الله ، ملائکو ، کتابونو ، رسولانو ، دآخرت پر ورځ او د خير و شر پر تقدير ايمان لرل د اهل سنت وجماعت عقيده تشکيلوي .

پر الله Y ايمان ضمنا دا مانا هم لري چې د هغه پر وجود ، ربوبيت ، الوهيت او دهغه Y پر نومونو او صفتونو ايمان او عقيده ولري.

پر ملائکو دايمان موخه او هدف دادی چې دهغوی پر شتون ، مالومو نومونو- لکه : جبرائيل – ، دهغوی پر دندو او وظيفو – لکه : د جبرائيل وحي راوړل ، يا د اور څوکيداري چې د مالک وظيفه ده – او دا ډول نورو مالومو کارونو ايمان او ګروهه لرل.

پر کتابونوايمان دادی چې رښتيا دالله له لوری دی څه چې پکښېراغلي وي هغه تصديقوو که يې نومونه مالوم دی لکه تورات او که مالوم نه دی په ټولوايمان لرو اوچې منسوخ نه وی دټولواحکامو منل يي پر رسولانو ايمان ملب دادی چې دوی په خپل رسالت کی رښتنی دی دهغو چې نومونه یی مالوم دی ایمان پرلرو اوچې نومونه یی مالوم نه دی اجمالی پر لرل او دهغوی دخبرو

تصدیق کول دهغوی د شریعتونو پیروی کول پدی شر‌‌‌‌  چې منسوخ نه وی مخکی شریعتونه ټول دمحمد صلی الله علیه وسلم په شریعت باندی منسوخه شول 

داخرت پر ورځ ايمان لرل: دهغو ټولو خبرو تصديق او ايمان پر لرل چې نبی r داخرت دورځی په اړه کړی دی چې تر مرګ وروسته پيښيـږي پر تقدير ايمان لرل په دې مانا دي چې هر څه چې پيښـيـږی ټول دالله په قضا اوتقدير کې ليکل شوي دي

دالله Y په نومونو او صفتونو کې د اهل سنتو تګلاره 

هر څه چې الله Y په خپل کتاب يا دخپل رسول r په ‌ژبه ځان ته ثابت کړي دي هغه دتحريف تعطيل تکييف او تمثيل پرته اهل سنت وجماعت الله Y ته ثا بتوی.

تحريف : به لغت کې بدلون ته وايي . او په اصطلاح کې دې ته واييچې د نص ( متن ) لفظ يا مانا ته تغير ورکړل شي.

د لفظي تغير مثال دادی : الله تعالی فرمايي : ( وکلم الله موسی تکليما ) [ النساء‌ : ۱۱۴]

(( الله له موسی سره خبري وکړې )) . دلته که څوک د (الله ) لفظ ته د پېښ ( ضمه) پرځای زور( فتحه ) ورکړل شي مانا ئې داسي راځي : موسی د الله سره خبري وکړې ، د الله له لوري خبري نه دي شوي . دې ته لفظي تحريف وايي .

معنوي تحريف بيا دادی چې د الله له لوړوالي ، استقرار او پر عرش باندي له استواء څخه د غلبې او واکمنۍ مانا واخستل شي او حقيقي استواء منفي کړي .

تعطيل په لغت کې پرېښودلو او خالي کولو ته وايي.

اصطلاحا دې ته ويل کيږي چې دالله له نومونو او صفتونو څخه په کُلي توګه انکار وشي . جهميه ډله کُلي انکار کوي ، اشعريه او ماتريديه فرقې بيا جزي انکار کوي . دوی الله ته يواځي  اووه يا اته صفتونه ثابتوي . يو شاعر وايي :

حي عليم ، قدير ، والکلام له 

​​​ارادة وکذلك السمع والبصر

حيات (ژوند) ، علم ، قدرت ، کلام ( خبري ) ، اراده ، سمع ( اورېدل) ، بصر ( ليدل ).

د تکييف او تمثيل ترمنځ توپير : 

تکييف يا څرنګوالی دا مانا چې د الله د صفت څرنګوالی جوت کړي ، یو څوک وايي : الله پر عرش باندي داډول استواء کړې ده … خو که څوک بيا د الله و صفاتو ته مماثل او سيال پيدا کړي مثلا ووايي : د الله لاس د انسان د لاس غوندي دی . دا بيا تمثيل بلل کيږي .

د تکييف او تمثيل ترمنځ فرق په دې کې دی چې د صفت لپاره مقيد مثال ثابتول تمثیل دی او که صفت غير مقيد تصوير شي بيا تکييف دی .

د څلورو واړو حکم :

تحريف ، تعطيل ، تکييف او تمثيل ټول حرام دي ، آن ځيني ئې ښکاره کفر او شرک وي . همدا وجه ده چې اهل سنت له دې ټولو څخه لاس په سر دي . 

د الله د نومونو او صفتونو اړوند دا فرض او لازمي ده چې پر همدغه ظاهر پرېښودل شي او حقيقت ئې هغسي دی چې د الله سره ښايي .

د څلورو سره وو علتونه دوه کېدای شي :

۱- له ظاهر څخه ئې اړول ، چې د الله د رسول صلی الله عليه وسلم د تګلاري مخالف کار دی.

۲- او که مجازي مانا ځني واخستل شي هم پر الله به له ځانه څه ويل وي . دا هم حرام کار دی.

د الله نومونه او صفتونه توقيفي دي :

آيا د الله نومونه او صفتونه محکم دي که متشابه ؟

د الله نومونه او صفتونه توقيفي دي ، ياني منفي او مثبت ئې ټول تر قرآن او سنت پوري تړلی دی – دې ته توقيفي ویل کيږي – کوم نومونه او صفتونه چې الله ته ثابتيږي يا ترې منفي کيږي ټول په همدغه دوو اصولو پوري اړه لري ، عقل چې تر قرآن او سنت راشاته دی په دې ميدان کې رول نه لري .

د الله اسمونه او صفات د مانا په لحاظ محکم بللای شو ؛ ځکه مانا ئې روښانه او ښکاره ده . خو د حقيقت له مخي ئې متشابه بولو ؛ دا په دې چې د الله پرته بل څوک ئې په حقيقت نه پوهيږي.

دالله نومونه بې شمېره دي 

د الله بېساري نومونه له حسابه وتلي دي . رسول الله صلی الله عليه وسلم به په دعاګانو کې ويل : ( أسألك اللهم بكل اسم هو لك سميت به نفسك أو أنزلته في كتابك أو علمته أحدا من خلقك أو استأثرت به في علم الغيب عندك) .

( الهې! په هر هغه نوم غوښتنه درڅخه کوم چې تا ځان په نومولی دی ، يا دي په کتاب کې رالېږلی دی ، يا دي خپل مخلوق ته ورښودلی دی او يا دي د ځان سره په علم الغيب کې ذخيره کړی دی).

هغه نومونه چې الله په خپل علم کې ذخيره کړي دي له شمېر او فکره بهر دي .

همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي : ( إن لله تسعة وتسعين اسما من أحصاها دخل الجنة ) .

( د الله نهه نوي نومونه دي که چا وشمېرل جنت ته داخل شو ) .

دلته موخه داده چې د الله له نومونو څخه ۹۹ داسي اسمونه چې په شمېرلو ئې څوک جنت ته داخليږي . داچې الله نور نومونه هم لري دا خبره ورسره ټکر نه ده .

ستا دا خبره چې ما پنځوس زغري جهاد ته ساتلي دي دا مانا نه لري چې ستا سره یواځي همدا پنځوس زغري شته .

په پورتني حدیث کې له شمېرلو څخه مطلب دادی چې لفظ او مانا دواړه ئې وپېژندل شي او دهغه د غوښتني او مقتضا سره سم د الله عبادت وشي .

د الله پر نومونو ايمان ځرنګه پوره کېدای شي؟

کوم نوم چې متعدي وي پوره ایمان هغه وخت پر راتلای شي چې پر دغه نوم او پر هغه صفت چې ضمنا په دغه نامه کې دی او پر هغه تائیدچې له همدغه نامه ځخه تر لاسه کیږي پر ټولو ایمان ولري.

مثلا درحيم نوم دی. همدغه نوم به ثابتوي چې رحيم دی. د دغه نوم پر صفت به ګروهه لري چې رحمت دی او دهمدغه نامه پر اثر به عقیده لري چې الله په دغه رحمت پر بندګانو رحمت کوي.

که اسم لازمي وي نو هم پر دغه نوم او هم ئې پر صفت چې ضمنا په دغه اسم کې شته ايمان ورباندي راوړل د اصلي ايمان نښه ده . لکه د ( الحي ) اسم چې هم به پر دغه نوم ايمان لري او هم به ددغه نوم صفت چې ( الحياة) ژوند دی الله ته ثابتوي .

صفتونه د اثبات او نفي له مخي 

صفتونه پر دوه ډوله دي : ثبوتي . هغه صفتونه دي چې الله ځان ته ثابت کړي دي ، لکه : ژوند ، علم …

بل ډول ئې منفي يا سلبي صفات دي چې الله له خپل ځانه منفي کړي وي ، مثلا: تېری او ظلم .

منفي صفتونه چې څنګه منفي شوي وي هماغسي ايمان ورباندي لرل فرض دي او د همدغه منفي صفت مثبته بڼه به الله ته ثابتيږي.

الله فرمايي : ( ولايظلم ربك أحدا) . ( او ستا رب پر هيچا ظلم نه کوي ) .  دلته پر دې ايمان لرل واجب او فرض دي چې له الله څخه به ظلم منفي کوي او د ظلم ضد مثبت اړخ چې صفاعدل دی ورته ثابتوي .

د دوام او حدوث له مخي د صفتونو وېش 

صفتونه دوه اړخه لري ، یو دائمي صفات دي چې همېشه وي . لکه : علم ، قدرت … چې ذاتي صفتونه ورته وايي .

بل بيا هغه صفات دي چې د الله تر ارادې او خوښي پوري تړلي وي ، که ئې اراده وه ترسره کوي ئې او که ئې خوښه نه وه نه ئې کوي ، مثلا : الله د دنیا اسمان ته راکښته کيږي، دا فعلي صفتونه بلل کيږي .

کله کله ذاتي صفتونه هم د فعلي هغه په بڼه شي ، لکه د الله کلام که ئې اصل ته وګورو ذاتي صفت دی ؛ ځکه الله په ازل کې او تل متکلم ( خبري کونکی) دی او که د کلام افرادو ته اعتبار ورکړو چې کله کله خبري کوي بيا فعلي صفت دی ، چې په دې صورت کې بيا دده ترخوښي پوري اړه لري .

الحاد

الحاد په لغوي مانا کږېدو ته وايي . په اصطلاح کې له هغه عقيدې او عمل څخه کږېدلو ته وايي چې ايمان ورباندي لازمي دی . الحاد دالله په اسمونو کې هم کېدای شي ، الله تعالی فرمايي : ( و ذروا الذين يلحدون في أسمائه ) . ( او هغه کسان پرېږدئ چې د الله په نومونو کې الحاد کوي ) .

همداراز د الله په اياتونو کې هم الحاد کيږي ، الله عزوجل فرمايي : ( إن الذين يلحدون في آياتنا لايخفون علينا) [ فصلت:۴۰] . ( يقينا هغه کسان چې زموږ په اياتونو کې الحاد کوي زموږ څخه نه شي پټېدای) . 

د الله په نومونو کې الحاد پر څلور ډوله دی :

۱- له ځينو اسماوو يا له هغه صفتونو څخه چې ضمنا په اسماوو کې شته انکار کول ، چې جهميه ډله پکې راښکېل ده .

۲- پر الله داسي نومونه ايښودل چې هغه خپله ځان ته نه وي ټاکلي ، لکه نصاری چې (اب ) پلار ورته وايي .

۳- د الله نومونه او صفتونه د هغه د مخلوق سره تشبېه کول . مشبهه ډله دا کار کوي .

۴- د الله له اسماوو څخه د بتانو لپاره نومونه جوړل ، لکه دمشرکينو(عزی) نومي بت چې د عزيز له اسم څخه ئې نوم ورته مشتق کړی وو. 

دالله په اياتونو کې الحاد پر دوه قسمه دی :

لومړی : په کائناتوکې د الهي نښو څخه الحاد چې يواځي الله نه دی چې د کائناتو سمبالونه او پالنه کوي بلکي له ده پرته بل څوک هم شته چې د کائناتو بشپړه يا د يوڅه برخي روزنه کوي او یا د الله سره د شريک او مرستیال په توګه شريک دی .

دوهم : د هغه شرعي اياتونو انکار چې الله خپلو نبيانو ته وحي کړي وي ، ددغه وحيو تحريف ، تکذيب او مخالفت هم الحاد بلل کيږي .

د الله په صفاتو کې د اجمال او تفصيل له مخي قرآني تګلاره :

د قرآن او سنت تګلوری دادی چې غالباً په منفي صفتونو کې اجمال او به مثبتو صفاتو کې تفصيل کوي ؛ ځکه په منفي صفاتو کې تر تفصيل د اجمال مانا پوره او بشپړه وي . او په مثبتو کې بيا تفصيل تر اجمال بليغ او د مانا په لحاظ ډېر وي .

نو ځکه په قرآن او سنت کې ثبوتي يا مثبت صفتونه ډېر دي . مثلا: اورېدونکی ، ليدونکی ، عليم ، قدير ، غفور ، رحيم او داسي نور..

منفي صفتونه بيا لږ دي لکه : ظلم نه کول ، ستړيا ، غفلت ، زېږول ، ، شريک ، سيال … 

سورت اخلاص

( قل هو الله أحد الله الصمد لم يلد ولم يولد ولم يکن له کفواً أحد).

( ووايه : الله يو دی ، الله بې نيازه دی ، نه له ده څخه څوک زېږېدلي دي او نه دی له چا پيدا شوی دی او دده هيڅ سيال نشته ) .

دا سورت اخلاص دی ، ځکه ورته د اخلاص سورت وايي چې الله د خپل ځان لپاره خاص کړی دی ،  دده د نومونو او صفتونو پوري د اړوندو څيزونو پرته ئې د نورو څيزونو يادونه نه ده کړې . او لوستونکی ئې له شرک او تعطيل څخه ځان خلاص بولي .

مشرکينو له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې خپل رب ورته وښيي چې له څه شي جوړ دی ؟ همداوو چې دغه سورت نازل شو .

دا سورت دقرآن ددريمي برخي سره برابر دی . قرآن د دريو شيانو څخه خبري کوي ، د الله په هکله ، د خپل مخلوق اړوند او د هغه امرونو او نواهيو په اړه چې الله مخلوق ته متوجې کړي دي . دلته د اخلاص سورت د الله په اړه ږغيږي .

په نوموړي سورت کې د الله دغه نومونه شته : الله ، أحد او صمد .

الله معبود ته ويل کيږي چې د محبت او تعظيم په ګروهه ئې عبادت وشي . أحد هغه چا ته وايي چې د هر شريک او همورته څخه را يواځي وي او صمد بيا هغه بولي چې صفتونه ئط کامل او پوره وي او ټول مخلوقات ورته اړ وي .

په دغه سورت کې لاندي صفتونه هم راغلي دي :

الوهيت ، احديت ، صمدیت ، دزوی والي نفي ، د زوی نه لرل ، نه مثل ، له چاڅخه نه پيدائښ ، دهر شي خالق ، اول دی دده مخکي هيڅ شی نه شته ، د سيال او مماثل څخه خلاص دی ؛ ځکه دده په څېر هيڅ شی نه شته او صفتونه ئې بشپړ دي . 

ايت کرسي :

( الله لا إله إلا هو الحي القيوم لاتأخذه سنة ولا نوم له ما في السماوات والأرض من ذالذي يشفع عنده إلا بإذنه يعلم ما بين ايديهم و ما خلفهم ولا يحيطون بشيئ من علمه إلا بما شاء وسع كرسيه السماوات والأرض ولايؤوده حفظهما وهو العلي العظيم) . [ البقرة : 255]

دا ایت کرسي ده ، ځکه ورته ایات کرسي وايي چې د کرسي يادونه پکښې سوې ده ، د الله په کتاب کې دا ډېر ستر آيات دی ، که چا د شپې وويل تر سهاره د الله په ساتنه کې دی او شيطان نه شي ورنږدې کېدای .

په نوموړي ايت کې د الله دغه نومونه ذکر شوي دي : الله ، الحي ، القيوم ، العلي ، العظيم . د الله مانا مخکې تېره شوه ، الحي: د پوره او بشپړ ژوند خاوند دی او د کامل صفت مانا هم پکې پرته ده چې عدم (چې وړاندي نه وي ) او زوال ( چې وروسته له منځه ځي) منفي کوي . القيوم : د چارو خپله ترسره کونکي ته وايي ، هم خپله قائم دی او هم نوري چاري یواځي او يواځي ترسره کوي ، له هرڅه بې پروا او هر يو ده ته اړ دی . العلي : مانا لوړ ، الله هم د ذات له اړخه  او هم د کاملو صفاتو له مخي تر هرڅه اوچت دی ، نه عيب او نه نقص لري . العظيم : د لويي ، کبرياء او جلال خاوند ته وايي . 

په ايت کرسي کې د الله د پنځو ضفتونو ترڅنګ چې په پورتنيو نومونو کې ذکر شول دا صفات هم شته :

۶- په عبادت کې د الله وحدانيت ( توحيد الأوهیة )

۷- د خوب او پرکالۍ نفي ؛ ځکه دده ژوند او کړنچاري ټولي پوره او کاملي دي .

۸- په اسمانو او مځکو کې يواځي همدی د هرشي مالک او څښتن دی .

۹- دده  لويي او پاچاهي دومره بشپړه او پوره ده چې له اجازې پرته ئې څوک په مخ کې شفاعت هم نه شي کولای .

۱۰- په تيرو او راتلونکو ټولو پيښو پوه او خبر دی .

۱۱- مشيئت ( اراده او خوښه )

۱۲- په لويو لويو کائناتو کې ئې د قدرت او پنځوني کمال . 

۱۳- پوهه ، قدرت ، ساتنه او رحمت ټول ئې بشپړ او کامل دي . یاني د اسمانو او ځمکو ساتنه نه پر درنه ده او نه ئې بې وسه کولای شي .

کرسي :

کرسي د رحمان سبحانه وتعالی د پښو ځای دی . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( السماوات السبع والأرضون السبع بالنسبة إلى الأرض إلا كحلقة ألقيت في فلاة من الأرض , وإن فضل العرش على الكرسي كفضل الفلاة على تلك الحلقة ) .

( اووه اسمانونه او اووه واړه ځمکي و کرسي ته داسي دي لکه د مځکي په يوه دښته کې چې يوه کړه وغورځول شي ، پر کرسي د عرش برتري داسي ده لکه هغه دښته چې پر دغه کړه لويه ده ) .

دا د خالق سبحانه وتعالی د عظمت او لويي نښي نښانې دي .

عرش او کرسي بېل بېل مخلوقات دي ، کرسي د الله د پښو ځای دیاو عرش هغه دی چې الله ورباندي جلوه ګير شوی دی . حديثونه هم دې ته اشاره کوي چې دواړه بېلابېل مخلوق دي .

د الله تعالی ددغه قول مانا (هو الاول و الآخر و الظاهر و الباطن و هو بکل شيء علیم) (الحديد:۳).

د پورتنیو ځلورو نومونو تفسیر رسول الله کړ ی دی: الأول: هغه چې ترده مخکي نه وو. الآخرز: تر ده وروسته شی نه شته. الظاهر: تر ده لوړ شی نه شته. الباطن: تر ده کښته شی نه شته.

( و هو بکل شیء علیم) مانا دده علم جملة او تفصیلا پر هر شي را چورلېذلی دی.

د الله علم:

علم دیو شي په حقیقت پوهي ته وایي د الله علم کامل دی  پر هر شي باندي اجمالا او تفصیلا محیط دی.

مجمل لکه : ( والله بکل شیئ عليم ) . [ الحديد: ۳] . 

( الله په هرڅه ډېر ښه خبر دی ) .

تفصيلي علم مثلاً: ( و عنده مفاتح الغيب لا یعلمه إلا هو ويعلم ما في البر والبحر وما تسقط من شجرة من ورقة إلا يعلمها و لا حبة في ظلمات الأرض ولا رطب ولا يابس إلا في كتاب مبين) . [ الأنعام : 59]

​الله د مخلوق په ټولو حالاتو خبر دی : ( والله بما تعملون عليم ) . [ البقرة : ۲۸۳]

​( او الله په هغه څه چې تاسو ئې ترسره کوئ ډېر ښه خبر دی ) .

​( ومامن دابة في الأرض إلا على الله رزقها ويعلم مستقرها ومستوىعها كل في كتاب مبين) . [ هود: 6]

​دغيب کيلياني ( مفاتح الغيب)

​مفاتح الغيب د الله خزانې او کيلياني دي ، الله تعالی ئې داسي يادونه کړې ده : ( إن الله عنده علم الساعة وينزل الغيث ويعلم مافي الأرحام وماتدري نفس ماذا تكسب غدا وماتدري نفس بأي أرض تموت إن الله عليم خبير). [ لقمان : 34]

​هغه څوک چې په رازونو او اسرارو پوهيږي خبير ورته وايي .

​قدرت :

​له عجز پرته پر هر کار واکمني ته قدرت وايي ، الله پر هرڅه قدرت لري ، الله تعلی فرمايي : ( والله علی کل شیئ قدير) .[ البقرة : 284]

(الله پر هرشي برلاسی دی ) .

​قوت ( ځواک):

​له ضعف او کمزورۍ پرته پر کارونو باندي برلاسۍ ته قدرت وايي ، الله تعالی فرمايي : ( إن الله هو الرزاق ذوالقوة المتين). [الذاریات:58]

​( يقينا الله د رزق ورکونکی او ځواک خاوند دی) .

​د قدرت او قوت ترمنځ فرق په دې کې دی چې له يوه اړخه د قوت مانا تر قدرت خاصه  او له بل پلوه عامه ده . د قوت مانا نسبت و قدرت ته په ذوي الشعورو کې خاصه ده ؛ ځکه په قدرت کې د زيادت مانا ډېره ده او په عموم کې ئې مانا عامه ده ؛ ځکه د شعوري او غير شعوري دواړو لپاره راتلای شي . اوسپنه قوي ده خو قادره نه ده .

​حکمت او د حکيم مانا :

​حکمت دې ته وايي چې هرشی په خپل ځای کې په سمه توګه کېښودل شي . الله دا صفت لري . ( وهو العليم الحکيم). [ التحريم:۲]

​( او دی ډېر پوه او د پوره حکمت څښتن دی ) .

​​حکيم دوې ماناوي لري : لومړی چې د حکمت د خاوند په مانا وي چې امرونه ، پيدا کول او منع کول ئې ټول د يو حکمت له مخي وي .

​دوهم د حاکم په مانا راځي چې څه ته ئې اراده شي هغه ترسره کوي څوک ئې مخه نه شي ډب کولای .

​د الله د حکمت ډولونه :

​د الله حکمت پر دوه قسمه دی : شرعي او کَوني .

​په شريعت کې چې کومي وحي رسولانو بيان کړي دي ټولي بشپړي او محکمي دي ، همدې ته شرعي حکمت وايي .

​او کوم کائنات چې الله پنځولي دي د يو مالوم حکمت له مخي ئې دا کار کړی دی چې دا کَوني حکمت بلل کيږي.

​د الهي احکامو وېش: 

​الهي احکام پر دوه ډوله دي : يو ئې هغه قسم دی چې الله په تقدير کې فيصله ورباندي کړې وي ، دې ته کَوني حکم وايي ، دليل ئې د يوسف عليه السلام په کيسه دا قول : فلن أبرح الارض حتی يأذن لي أبي أو يحکم الله لي .(يوسف:۸۰).

بل بيا هغه دى چې الله شرعا فيصله کړې وي. لکه : ذلکم حکم الله يحکم بينکم. (الممتحنة: ۱۰۰)

رزق:

څه چې يو چا ته ورکول کیږي او هغه ده ته ګټه کوي دې ته رزق وایي .

( إن الله هو الرزاق ) . [ الذاريات : 58]

​( يقينا هدغه الله روزي ورکونکی دی) .

​( ومامن دابة على الأرض إلا على الله رزقها) . [ هود : ۶]

​( او پر مځکه چې هر خوځنده دی روزي ئې پر الله ده ) 

​رزق پر دوه ډوله دی : عام رزق ، چې په دې سره پايي ، لکه : خوراک او څيښاک ، دا ډول رزق هرچا ته رسيږي .

​دوهم : د زړه د پالني روزي لکه ايمان ، علم او غوره عمل .

​دالله مشيئت :

​د الله کَوني ارادې ته مشيئت وايي ، چې ټول بندګان تر لاندي دي . الله تعالی فرمايي : ( ولو شئنا لآتينا کل نفس هداها ). [ السجدة : ۱۳] 

​( او که زموږ اراده وای هر نفس ته به مو لار ښودلې وای ) .

​( ولو شاء ما فعلوه ) . [ الأنعام : 137]

​( او که د ( الله ) دوی به دا کار نه وای کړی ) .

​دالله اراده او دهغې ډولونه :

​اراده د الله يو صفت دی او پر دوه ډوله دی :

​۱- کَوني اراده چې مشيئت هم ورته وايي . 

​۲- شرعي اراده چې د خوښي په مانا راځي . 

​د کَوني ارادې دليل د الله دا وينا ده چې فرمايي : ( فمن يرد الله يشرح صدره للإسلام ) [ الأنعام : 125]

​نو چا ته چې د الله خوښه شي سينه ئې اسلام ته ورخلاصه کړي ) .

​ د شرعي ارادې دليل دادی چې فرمايي : ( والله يريد أن يتوب عليكم) .[ النساء : 27]

​( او الله غواړي چې ستاسي توبه قبوله کړي ) .

​ د کَوني او شرعي ارادې ترمنځ فرق : 

​کَوني ارده ارومرو رامنځ ته کيږي ، د الله خوښي او ناخوښي پکې مهمه نه ده . 

​خو شرعي اراده هم خاماخا واقع کيږي ، البته د الله خوښه ورسره تړلې ده .

​د الله محبت : 

​محبت د الله فعلي صفت دی ، الله تعالی فرمايي : ( فسوف يأتي الله بقوم یحبهم ویحبونه) . [ المائدة : 54]

​( نو الله به ژر داسي قوم راولي چې هم به ددوی سره محبت کوي او هم به هغوید ( الله ) سره محبت کوي ) .

​همداراز : ( وهو الغفور الودود) . [ البروج : 14] .

​( او دی ( الله ) بخښونکی او محبت کونکی دی ) .

​په ايت کې چې ( وُدٌ) ياد ونه شوې ده خالص محبت ته وايي. څوک چې د محبت مانا په ثواب کوي تېزوتلي دی ، ځکه دا ډول تفسير د ظاهري نصوصو او اجماع سره سر نه خوري . او هیڅ دليل هم ورباندي نشته .

​مغفرت او رحمت : 

​الله تعالی فرمايي : ( وکان الله غفوراً رحيماً ) [النساء:96]

​( او الله ډېر بخښه کونکی او د زيات رحم کونکی دی ) .

​مغفرت د ګناه پټولو او له هغه څخه مخ اړولو ته وايي . رحمت بيا داسي صفت دی چې احسان او لورينه پکښې وي . 

​محبت پر دوه قسمه دی : عام او خاص محبت .

​عام محبت ئې پر هر شي خپور دی ، الله فرمايي : ( ورحمتي وسعت کل شيئ ) .[الأعراف : 156]

​( او رحمت مي هر شی په بر کې نيولی دی ) 

​( ربنا وسعت کل شيئ رحمة وعلما ) . [غافر: 7]

​( ربه ! رحمت او علم دي پر هر شي خپور دی) .

​خاص محبت يواځي تر مؤمنانو پوري اړه لري ، الله تعالی فرمايي : ( وکان بالمؤمنين رحيماً) . []

​( او ( الله ) پر مؤمنانو رحم کونکی دی) .

​رحمت د احسان په مانا نه شي راتلای ، يو خو د ښکاره لفظ او اجماع مخالف دی او بل هیڅ دليل ورباندي نشته .

​رضا ، غضب ، کراهيت او اسف :

​رضا د الله له صفاتو څخه يو صفت دی ، مقتضی ئې د چا سره د احسان له مخي محبت او د خوښي څرګندونه ده . الله فرمايي : ( رضي الله عنهم ورضوا عنه ) . [النساء:93]

​( الله له دوی څخه او دوی له الله څخه راضي وي ) .

​غضب : د الله يو صفت دی چې مقتضا ئې له هغه چا څخه بد راتلل او انتقام اخستل دي چې غضب پرې شوی وي . الله تعالی فرمايي : ( وغضب الله عليه ولعنه) . [ النساء: 93]

​( ذلك بأنهم اتبعوا ما أسخط الله وكرهوا رضوانه). [ محمد: 28]

​کراهت : د الله په فعلي صفاتو کې راځي ، هدف ئې له بد څيز له منځه وړل او له هغه سره دښمني لرل دي . الله تعالی فرمايي : ( ولكن كره الله انبعاثهم). [التوبة : 46]

​مقت ( غوسه ) : سخت قهر ته وايي ، بغض د مانا له لحاظه کراهت ته ورنژدې دی . د مقت په هکله الله فرمايي : ( كبر مقتا عند الله أن تقولوا ما لا تفعلون) . [الصف : 32]

​اسف : دوې ماناوي لرلای شي ، يوه ئې د غضب مانا ده چې د الله په حق کې ثابتېدای شي ، الله فرمايي : ( فلما آسفونا انتقمنا منهم) . [ الزخرف : 55] 

​بله مانا ئې د افسوس ( غم ) ده چې د الله لوري ته نه شي منسوبېدای او نه الله پرې موصوف کېدای شي ؛ ځکه (غم) د کمال نه بلکي د نقص او کمۍ صفت دی او الله له نقصه پاک دی . 

​رضا په ثواب ، غضب په انتقام ، کراهت په غوصه او عذاب تفسيرول له ظاهري لفظ او د سلفو له اجماع سره مخالفت دی ، له دې سره سره هيڅ دليل هم ورباندي نشته .

​راتګ : 

​راتګ د الله له فعلي صفاتو څخه يو صفت دی ، څرنګه چې د الله سره ښايي هماغسي دا صفت ورته ثابت دی . الله تعالی فرمايي : ( وجاء ربك والملك صفا صفا). [الفجر: 22]

​( هل ينظرون إلا أن يأتيهم الله في ظلل من الغمام والملائكة) . [البقرة : 210]

​څوک چې له راتګ څخه دا مفهوم اخلي چې د الله امر به راشي دا مانائې سهي ځکه نه ده چې يو خو د ايات له ظاهر او د سلفو د اجماع سره سر نه خوري او بل هيڅ دليل ورباندي نشته . 

​الله بل ځای فرمايي : ( أو يأتي بعض آيات ربك) . [الأنعام : 158]

​دلته له نښو نښانو څخه مطلب د لوېديځ له خوا د لمر را ختل دي ، چې بيا توبه نه قبليږي.

​دلته مصنف د ( راتګ) د صفت د ثابتولو لپاره دا آيات راوړی دی : ( ويوم تشقق السماء بالغمام ونزل الملائکة تنزيلا) . [ الفرقان: 25]

​دلته که څه هم د الله د راتګ ښکاره يادونه نه ده شوې ؛ خو د اسمان په وريځ څېرېدل او د ملائکه وو راکښته کېدل دواړه د الله د راتګ په وخت کې چې د بندګانو ترمنځ د پرېکړي کولو لپاره راځي ترسره کيږي .

​د معاني په علم کې دا ډول استدلال ته …. وايي ، ياني د يو شي د اثبات لپاره له بل شي څخه دليل راوړي خو ددوی ترمنځ تلازم وي . 

​وجه ( مخ ) :

​د الله ذاتي صفت دی ، څنګه چې دده سره ښايي هماغسي حقیقة ده ته ثابت دی . 

​الله فرمايي : ( ويبقى وجه ربك ذوالجلال والإكرام ) . [ الرحمن : 27]

​جلال لويي ته وايي او اکرام عبادت کونکو ته د ورکړي په مانا دی .

​( وجه ) په ثواب نه شي تفسيرېدای ؛ ځکه د ظاهري لفظ سره سر نه خوري ، د سلفو د اجماع مخالف هم دی او هیڅ دليل هم ورباندي نشته . 

​يد (لاس) : 

​لاسونه دالله ثابت ، ذاتي او حقيقي صفتونه دي ، څرنګه چې له ده سره ښايي هماغسي ورته ثابت دي . چې خوښه ئې شي غوړوي ئې او چې خوښه ئې شي را بندوي يې . 

​الله تعالی فرمايي : ( بل يداه مبسوطتان). [ المائدة : 64]

​(ما منعك أن تسجد لما خلقتُ بيدي). [ ص: 75] 

​يد ( لاسونه ) په قدرت مانا کول د ظاهري لفظه خلاف ، د اجماع مخالف او بې دليله کار دی ، د آيات له سياقه هم دا مانا غلطه جوتيږي ؛ ځکه الله د قدرت په ( تثنيه) صيغه نه شي موصوف کېدای .

​عين ( سترګه):

​د الله له ذاتي صفاتو څخه يو صفت د عين ( سترګي) دی ، څنګه چې د الله سره ښايي هغسي حقيقت لري ، په هغه باندي ګوري او ويني . دليل ئې دا آيات دی : ( ولتصنع على عيني) . [طه : 39]  (تجري بأعيننا). [ القمر: 14]

​د سترګي تفسير په علم او ليدلو کول چې د سترګي صفت ترې ليري شي جائز نه دی ؛ ځکه د ظاهري لفظ ، د سلفو له اجماع سره چې الله ته د سترګي پر ثبوت قائله دي مخالفت دی او بې اساسه خبره ده .

​ځينو سلفو چې ددغه آيات تفسير (تجري بأعيننا). [ القمر: 14] په دې کړی دی چې زموږ په مخکي … له دې تفسيره ددوی هدف د سترګي صفت منفي کول نه دي ، بلکي دا تفسير په هغه لازمي صفت شوی دی چې سترګه ورسره لازمي ده ، دا ډول مانا تاوان نه کوي ، مشکل هغه تفسير زېږوي چې د عين سترګي څخه د ليدلو مانا واخستل شي او د سترګي له حقيقي مانا انکار وکړي . 

​ دسترګو او لاسونو صفتونه په درو بېلابېلو بڼو راغلي دي : مفرد ، تثنيه او جمع .

​د مفرد مثال : الله تعالی فرمايي : ( تبارك الذي بيىه الملك) . [ الملك : 1] 

​همداراز دا قول : ( ولتصنع علی عيني ) . [ طه : 39]

​د تثنيې مثال : ( بل يداه مبسوطتان ). [ المائدة : 64]

​په حديث کې راغلي دي : ( إذا قام أحدكم يصلي فإنه بين عيني الرحمن ) . 

​ د جمع مثال : ( أو لم يرو أنا خلقنا لهم مما عملت أيدينا أنعاما) . [ یس : 71] 

​همدارنګه : ( تجري بأعيننا) . [ القمر: 14]

​د دغه درو واړو وجوهاتو ترمنځ هيڅ ټکر نشته . مفرد چې مضاف شي عمومي مانا ترې اخستل کيږي ، د يد الله ( د الله لاس ) يا عين الله ( د الله سترګه)  مراد ځني هغه لاس او سترګه ده چې الله ته ثابت دي . 

​د تثنيې او جمع ترمنځ هم څه منافات ځکه نشته چې جمع د تعظيم لپاره ده او د تثنيې سره مشکل نه لري . 

​سمع (اورېدل):

​د الله لپاره د اورېدلو (سمع) ثابت ، څنګه چې دده له ذات سره ښايي هغسي حقيقت لري . دليل ئې د الله تعالی دا قول دی چې فرمايي : ( وهو السميع العليم) . [البقرة : 137]

​سمع (اورېدل) پر دوه ډوله دي : 

​لومړی : د قبلولو په مانا راځي ، دا ډول ئې په فعلي صفتونو کې شمېرل کيږي ، لکه الله چې فرمايي : ( إن ربي لسميع الدعاء). [ إبراهيم :39]

​دوهم : د اورېدلو د ادراک په مانا چې دا د الله له ذاتي صفاتو څخه شمېرل کيږي ، الله عزوجل فرمايي : ( قد سمع الله قول التي تجادلك في زوجها). [ المجادلة : 1]

​په داډول صفت کې کله ناکله د اورېدلو ترڅنګ د مرستي او تاييد مانا هم پرته وي . موسی او هارون – عليهما السلام – ته الله فرمايي : ( إنني معكما أسمع وأرى) . [طه : 46]

​کله بيا ضمنا د ګواښ مانا هم پکې وي مثلا الله فرمايي : ( لقد سمع الله قول الذين قالوا إن الله فقير ونحن أغنياء ) . [آل عمران : 181] .

​بل ځای فرمايي : (أم يحسبون أنا لا نسمع سرهم ونجواهم ، بلی) . [ الزخرف : 80]

​رؤيت (ليدل) : 

​د الله له ذاتي صفتونو څخه يو هم رؤيت دی ، دا صفت هم د نورو هغو په څېر څنګه چې د الله سره ښايي هغسي ورته ثابت دی . 

​رؤيت په دوو ماناوو راځي : 

​۱- د حقيقي ليدلو په مانا چې د ليدلو ادراک وکړي ، الله تعالی فرمايي : (إنني أسمع و أرى ). [طه : 46]   همدا رنګه : ( وهو السميع البصير). [ الشوری : 11]

​۲- د علم په مانا . د الله تعالی دا قول ئې دليل دی : ( إنهم يرونه بعيدا و نراه قريبا) . [ المعارج : 7-6]  ياني په خبر يو .

​په لومړي قسم رؤيت کې د ليدلو ترڅنګ د نصرت او تاييد مانا هم ملګرې وي ، لکه : 

(إنني أسمع و أرى ). [طه : 46]  او کله ناکله بيا د تهديد مانا پکې وي ، مثلا : ( ألم يعلم بأن الله يرى ) . [العلق : 14] 

​مکر ، کيد او محال : 

​د دغه درو واړو صفتونو ماناوي سره نږدې دي ، په پټو اسبابو له دښمن څخه د انتقام اخستلو مانا پکې پرته ده .

​ نوموړي صفتونه له قيد پرته الله ته نه شي ثابتېدای ؛ ځکه په يواځي يادولو سره ئې د مدح او ذم دواړي ماناوي مرادېدای شي او له هغه صفاتو چې ذم پکې وي الله ورڅخه پاک دی . 

​دا صفتونه د الله په حق کې مقيد ذکر کېدای شي ، چې مدحه پکې وي او د ذم له هر ډول احتمال څخه پاک وي ، چې د الله پر علم ، قدرت او قوت دلالت وکوي ؛ ځکه دا دالله د کمال نښي دي . 

​الله ځان ته دا صفتونه ثابت کړي دي ، فرمايي : ( و يمكرون و يمكر الله والله خير الماكرين). [ الأنفال : 30]

​بل ځای وايي : ( إنهم يكيدون كيدا وأكيد كيدا). [ الطارق: 16-15]

​همداراز ئې فرمايلي دي : ( وهم يجادلون في الله وهو شديد المحال) . [ الرعد:13]

​د مکر ، کيد او محال صفتونه د مدح لپاره هغه وخت راتلای شي چې د حق د اثبات او د باطل د له منځه وړلو لپاره و کارول شي ، له دې ماسوا په نورو ځايونو کې دا صفتونه دذم لپاره دي.

​له دې صفاتو څخه د الله نومونه نه شي جوړېدای چې ماکر ، يا کائد ورته وويل شي ؛ دا په دې چې د الله اسمونه په هيڅ وجه ذم نه شي منلای او مخکې تېره شوه چې دا صفات مطلق ذکر کول د ذم مانا زېږوي .

عفو (بخښنه):

د بل چا له بديو څخه تېرېدلو ته عفوه وايي ، د الله په نومونو کې يو هم (عفو) دی ، الله تعالی فرمايي : ( وكان الله عفوا غفورا). [ النساء : 99]

منفي صفات :

وړاندي دا خبره وشوه چې ثبوتي صفات هغه دي چې د الله لپاره ثابت وي . سلبي صفتونه هغه دي چې الله له ځانه منفي کړي وي . د هر منفي صفت په ضد کې مدح او ستاينه وي .

مؤلف رحمه الله د سلبي صفاتو اړوند ډېر آياتونه ذکر کړي دي ، ځيني ئې دادي : ( هل تعلم له سميا). [مريم : 65]  ( ولم يكن له كفوا أحد). [الإخلاص:4] ( فلاتجعلوا لله أندادا). [البقرة : 22]

د ( سمي ، کفو او ند ) مانا تقريبا سره يوه ده ، هممثل او سيال ته وايي ، د الله څخه چې دغه صفتونه منفي شي کمال ورته ثابتيږي. د الله سره د کمال له مخي سيال او هممثله نشته . 

بل ځای فرمايي : (وقل الحمدلله الذي لم يتخذ ولدا ولم يكن له شريك في الملك ولم يكن له ولي من الذل وكبره تكبيرا). [الإسراء:111]

الله امر کړی دی چې حمد او ستاينه ئې د هغه صفاتو په نفي کې وشي چې په هغه کې نقص وي ، مثلا له الله څخه د زوی نفي کول ، دلته ددې سره سره چې له ده څخه زوی منفي شوی دی ترڅنګ ئې د کمال صفت هم پکې نغښتی دی چې دالله غنا ده . د الله څخه د شريک نفي د پوره وحدانيت او قدرت مانا هم لري .

الله چې کمزوری نه دی په همدې خاطر د ولي صفت ورڅخه سلب شوی دی ، دا د الله د پوره غلبې او قهر مانا هم لري ، دلته که ولي منفي شوی دی دا مانا نه لري چې بل ځای دي نه شي ورته ثابت ، الله فرمايي : ( الله ولي الذين آمنوا). [ ] ، همدارنګه : (ألا إن أولياء الله لاخوف عليهم ولاهم يحزنون). [ يونس: 62]

هغه ولي چې له الله څخه منفي شوی دی مطلب ځني هغه ولي دی چې ذلت او مجبوري په خاطر چا ځان ته نيولی وي . 

هغه ولي چې د چارو د سمبالوني په مانا دی دا ډول ولايت الله ته ثابت دی .

الله تعالی فرمايي : ( يسبح لله ما في السماوات وما في الأرض). [ الجمعة:1]

دلته يو منفي صفت شته ، هغه د ( تسبيح ) صفت دی ، ( تسبيح ) له هر ډول عيب او نقص څخه پاکوالي ته وايي او ضمنا دده د صفاتو پر کمال هم دلالت کوي . 

په پورتني آيت کې دا جوته ده چې هر شی د الله تسبيح دحال او مقال په ژبه وايي ، پرته له کافر څخه چې يواځي ئې د حال په ژبه وايي ، د مقال ژبه خو ئې الله ته داسي صفتونه ثابتوي چې د هغه د ذات سره نه ښايي .

له منفي صفاتو څخه يو داهم دی چې الله فرمايي : ( ما اتخذ الله من ولد وما كان معه من إله إذا لذهب كل إله بما خلق ولعلا بعضهم على بعض سبحان الله عما يصفون ) . [ المؤمنون: 91]

دلته له الله څخه زوی نفي شوی دی ، همداراز څو معبودان هم منفي شوي دی او هغه صفتونه چې مشرکين ئې الله ته ثابتوي هم سلب شوي دي . ددغه ټولو نفيو ترڅنګ د الله کمال او دده د خاصيتونو پر انفراد او يواځيوالي هم دلالت کوي . 

د ګڼو معبودانو پر نه شتون الله دوه عقلي دلائل راوړي دي :

اول خو که چيري دده سره بل معبود وای نو دالله له مخلوق څخه بېل به ئې نور مخلوقات پنځولي وای ، دا سهي ده چې د نړۍ نظام يو ډول روان دی څه ټکر او نقص پکې نشته ، دا دهمدې دليل دی چې پالونکی يو دی .

بل داچې که دالله سره بل معبود وای ، هغه به د برتری او لويي غوښتنه کولای ، که دا ډول حالت رامنځ ته شي نو يو به پکې معبود شوی وای او که يو لا هم مغلوب نه شي نو دواړه د معبوديت وړتيا له لاسه ورکوي .

بل منفي صفت دادی چې الله فرمايي : ( قل إنما حرم ربي الفواحش ما ظهر منها وما بطن والإثم والبغي بغير الحق وأن تشركوا بالله ما لم ينزل به سلطانا وأن تقولوا على الله ما لاتعلمون). [ الأعراف: 33] 

ټول مسلمانان ددغه پنځو څيزونو پر حرمت سره په يوه خوله دي ، دلته د الله حکمت او پوره غيرت ثابتيږي ؛ ځکه دا شيان ده حرام کړي دي . 

د دغه قول مانا : ما لم ينزل به سلطانا . مانا دا ده چې هغه چې هيڅ دلیل یې نه دی در باندي را لېږلی . دا د واقع له پاره قید دی ځکه هيڅ امکان نه لري چې د الله سره د شریک نیولو له پاره دي دلیل پیدا شي ، نو ځکه "شرک" هيڅ مفهوم نه لري . د نوموړي آیة په دې قول کې :" وأن تشرکوا بالله ما لم ینزل به سلطانا" پر مشبهه وو رد دی چې دوی هم یو ډول شرک کړی دی چې دی یې د مخلوق سره تشپیه کړی دی.

د همدغه دآية په دغه قول کې : " و أن تقولوا علی الله ما لا تعلمون "پر معطله وو رد دی . دوی پر الله له ځانه څه وایي ، د ده صفتونه يې له ده نه په باطلو دلائلو منفي کړي دي.

په عقيده کې د دغه آية د را وړلو همدا مناسبه وجه ده .

علو (لوړ والی ) او ډولونه ئې:

 لوړوالی پر درې قسمه دی :

۱- د ذات لوړوالی مانا دا چې الله ذاتا پر مخلوق لوړ دی .

۲- د قدر ( درجې ) لوړوالی مانا ئې دا ده چې د الله درجه لوړه ده ، له مخلوقاتو څخه ئې هيڅوک ورسره مساوي نه دی او نه هيڅ نقص ورته متوجه دی.

۳- واکمني او قهر ئې لوړ دی ، په دې مانا چې ټول مخلوقات ئې تر خپلي ولکې لاندي کړي دي او هيڅوک دده له غلبې او ولکې څخه نه شي وتلای .

د الله د لوړوالي له دلائلو قرآن ، سنت او اجماع مالاماله ده ، فطرت هم لوړوالي ته قائل دی .

الله فرمايي : (وهو العلي العظيم ). [ البقرة : 255]

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( ربنا الذي في السماء).  ( زموږ رب هغه دی چې په اسمانو کې دی) . 

همدارنګه چې کله له يوې مينځي څخه د الله رسول وپوښتل چې الله چيري دی ؟ هغې ورته وويل : په اسمان کې . دلته رسول الله صلی الله عليه وسلم بده ونه ګڼل ، بلکي ددې بادار ته ئې وويل : دا ازاده که ، مؤمنه ده .

کله چې په حجة الوداع کې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خلګو پر دې ګواهي اخستل چې ده خپل رسالت بشپړ رسولی دی او وظيفه ئې ادا کړې ده ، نو ددوی پر شاهدي ئې الله هم ګواه کاوه ، په دې وخت کې به ده د اسمان لوري ته ګوته پورته کړه او دابه ئې ويل : ( اللهم اشهد ! ). ( الهې ! پر شاهد شه ).

ددې ترڅنګ سلف علماء د الله پر لوړ والي ټول سره په يوه خوله وه ، ټولو اجماع پر کړې وه ، په هکله ئې له چا څخه د مخالفت خبره نه ده شوې .

عقلاً هم دا منلای شو چې لوړوالی د کمال صفت دی او دکمال په هر صفت الله موصوفېدای شي ، علو يا لوړوالی هم ورته ثابت دی .

انسان په فطرت کې د الله پر لوړوالي ايمان لري ، که موږ فکر وکړو څوک چې دعا کوي وايي چې : اې ربه!  نو هرو مرو به ئې زړه د لوړي خواته ميل کوي. 

جهميه ډله د الله له لوړوالي منکره ده ، پورتنی ځيني دلائل ددوی عقيده ردوي .

پر عرش د الله استواء ( رالوړېدل) :

الله چې پر عرش دی مانا ئې داده چې پر هغه را دبره او قرار لري .

( استواء ) سلفو په لوړوالي ، ځای پر ځای کېدل ، ختلو او پورته کېدلو کړې ده . صعود او ارتفاع هم د علو ( لوړوالي ) په مانا راځي . 

د استواء په هکله الله فرمايي : ( الرحمن علی العرش استوی). [ طه: 5]

په قرآن کې اووه ځايه صراحتا د استواء يادونه شوې ده .

هغه څوک چې ( استواء) په ( استيلاء) – چې د غلبې مانا لري – يا ملکيت تفسيروي تېروتلی دی او خبره ئې مردود ده ؛ ځکه چې : 

۱- د ښکاره نص خلاف ده .

۲- د سلفو د تفسير مخالفت دی .

۳- دا ډول تفسير باطل افکار زېږوي .

( مثلا: که د عرش له استواء دا مانا واخلو چې الله غلبه ورباندي وکړه ، نو دا مو فکر ته راځي چې ايا الله له دې وړاندي غلبه نه ورباندي لرل ؟ ايا د ځمکي او اسمانو له پنځوني وړاندي عرش د الله په ملک کې داخل نه وو ؟ ژباړن).

عرش په لغت کې د باچا ځانګړي کټ ته ويل کيږي. په شرعي اصطلاح کې : هغه دی چې الله ور باندي استواء کړې ده .

د الله تر ټولو غټ مخلوق " عرش " دی ، بلکي تر هغه هم لوی دی چې موږ په خبر يو . له نبي صلی – الله عليه وسلم – نه روايت شوی دی چې هغه و فرمايل :" ما السموات السبع و الارضون السبع بالنسبة إلی الکرسي إلا کحلقة ألقيت في فلاة من اتلارض و إن فضل العرش علی الکرسي کفضل الفلاة علی تلک الحلقة ".

( اووه اسمانونه او اووه ځمکې  وکرسي ته داسي دي لکه په يوه دښته کې چې يوه کړه وغورځول شي ، پر کرسي بيا عرش دومره غټ دی لکه پر دغه کړه چې دا ټوله بېديا غټه ده .

معيت (ملګرتيا)

معيت په لغت کې ملګرتيا او يوځای والي ته وايي .

الله ته معيت ثابت دی ، په دې دليل چې الله فرمايي : (وهو معکم أين ما کنتم ) [ الحديد:٤]

معيت دوه ډوله دي : 

١- عام معيت چې مقتضا ئې پر ټوله مخلوق د علم ، قدرت ، واکمنۍ او تدبير له مخي راڅرخېدل دي . الله فرمايي : (وهو معکم أين ما کنتم ) [ الحديد:٤] ( دلته مطلب ترې دادى چې پر ټوله مخلوق دى علم ، قدرت او .. لري) .

٢- خاص يا ځانګړى معيت ( ملګرتيا ) ، د اډول معيت تر رسولانو او دهغویتر پيروانو پوري ځانګړى دى ، الله تعالى فرمايي : ( إن الله مع الذين اتقوا والذين هم محسنون). [النحل:١٢٨]

دا ډول معيت د احاطې ترڅنګ د مرستي او ملاتړ تقضا هم کوي .

د ملګرتيا ( معيت ) او علو ( لوړوالي ) ترمنځ ټکر نشته ، له دوو اړخو يوځاي کېداى شي :

اول : ډېر ځلي په يوه څيز کې دواړه صفتونه راتلاى شي ، موږ وايو چې روان وو سپوږمۍ راسره وه ، خو سپوږمۍ په اسمان کې وي .

دوهم: که فرض کړوچې د مخلوق په حق کې دواړه نه شي يوځاى کېداى ، نو مهمه نه ده چې  ومنو چې د الله په حق کې هم نه شي راتلاى ؛ الله فرمايي : (ليس کمثله شيئ وهو بکل شيئ عليم). [ ]

د الله د معيت تفسير داسي نه شي کېداى چې الله زموږ سره ذاتا په هرځاى کې دى ؛ دا په دې چې :

١- د الله په حق کې ځکه نه شي راتلاى چې د علو سره په ټکر کې ده ، علو ( لوړوالى ) د الله ذاتي صفت دى چې هيڅکله نه ترې بېليږي.

٢- د سلفو له تفسير سره سر نه خوري .

٣- که دا ډول تفسير وشي نور باطل افکار ترې زيږي .

(الله په اسمان کې دى ) څه مانا ؟

مانا ئې داده چې تر اسمانو لوړ دى ، دلته ( في ) د ( على ) چې د لوړوالي مانا ښندي په مانا راغلې ده . ( في ) په همدغه مانا نور ځايونه هم راغلې ده ، مثلا  الله فرمايي : ( قل سيروا في الأرض ) . [ الأنعام:١١]

دلته ‌ مطلب دادى چې پر ځمکه وګرځئ .

دا هم کېداى شي چې ( في ) په خپله اصلي مانا چې دظرفيت ده راشی او ( سماء ) د لوړوالي مانا ولري ، بيا به ئې مانا داشي چې الله په لوړه کې دی . اسمان د لوړي مانا هم لري ، الله فرمايي : ( أنزل من السماء ماء). [الرعد:۱۱۷]

​که له اسمان څخه موخه  محسوسي اجرام وي ، بيا ( في ) د ظرفيت په مانا نه شي جوړېدای ؛ ځکه بيا دا فکر کيږي چې اسمان پرده باندي راچورلېدلی دی . او دا يو بې اساسه مانا ده ، الله له دې نه ډېر غټ دی چې يو مخلوق دي پر راوڅرخي .

د الله د کلام په هکله د اهل سنت تګلوری : 

​ اهل سنت و جماعت وايي : کلام ( خبري ) د الله ازلي او ابدي ذاتي صفت دی ، الله په حقيقي شکل خبري کوي ، څنګه چې له ده سره ښايي او دده ترخوښي پوري اړه لري . د الله خبري پر حروفو ، او اوازونو مشتملي دي او اورېدل کيږي . د مخلوق د اواز سره ورته نه دی ، د هرڅه په هکله ، هروخت او هرڅنګه چې خوښه شي خبري کوي . په دې اړوند ډېر دلائل شته ، خو دلته ئې يوڅه برخه راوړو : 

​الله فرمايي : ( وکلم الله موسی تکليما) . [ النساء : ١٦٤] 

​( ولما جاء موسى لميقاتنا وکلمه ربه ) . [الأعراف:١٤٢]

​دا چې د الله خبري صوت هم لري دليل ئې دادى چې فرمايي : ( وناديناه من جانب الطور الأيمن وقربناه نجيا). [مريم:٥٣]

​رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : الله وايي : ( يا آدم ! فيقول : لبيک وسعديک ، فينادي بصوت : إن الله يأ مرک أن تخرج من ذريتک بعثا إ لی النار ، فيقول : ياربي وما بعث النار…). 

​( آدمه ! هغه ووايي : په خدمت درته ولاړ يم ، ( الله ) په يو اواز ږغ ورته وکړي : الله دي امر کوي چې له خپل نسل څخه د اور برخه راجلا کړه . دی ووايي : د اور برخه څومره ده … ). 

​الله چې کله آدم او حوا ته د جنت د اوسېدلو سپارښتنه وکړه ، ورته وئې ويل : ( أسکن أنت وزوجک الجنة ) . [ البقرة :٣٥]

​دلته ويل شوي ټول حروف دي . 

​اهل سنت چې وايي د الله کلام دده ترخوښي پوري اړه لري ، دليل ئې دادى : ( ولما جاء موسى لميقات ربنا و کلمه ربه ) . [ الأعراف:١٤٣]

​دلته خبري د موسى عليه السلام د راتګ وروسته شوي دي . 

​د الله کلام د اصل له مخي دده ذاتي صفت دى ، الله ازلي او ابدي پر خبرو قدرت لري . او د کلام د اجزاوو له اړخه بيا فعلي صفت دى ؛ ځکه د کلام اجزاوي دده ترخوښي پوري اړه لري چې کله ‌ئې خوښه خبري ورباندي کوي .

​ مصنف د الله د کلام اړوند خبره  په دې اوږده کړه چې ددغه صفت په هکله ډېر جنجالونه او فتنې رامنځ ته شوي دي . 

​دقرآن اړوند د اهل سنتو دريځ :

​اهل سنت وايي: قرآن د الله رالېږل شوى کلام دى او مخلوق نه دى ، له الله څخه راپيل شوى دى او بېرته به همده ته ورګرځي . 

​الله فرمايي : ( وإن أحد من المشرکين استجارک فأجره حتى يسمع کلام الله ) . [ التوبة : ٦] ياني قرآن ( واوري).

​داچې قرآن د الله له لوري  نازل شوی دی ، دليل ئې دادی : ( تبارک الذي نزل الفرقان علی عبده) . [الفرقان :۱]

​بل ځای فرمايي : ( وهذا کتاب أنزلناه  مبارک فاتبعوه واتقوا لعلکم ترحمون) . [ الأنعام :۱۵۵]

​داچې قرآن غير مخلوق دی ، دليل ئې د الله تعالی دا قول دی چې فرمايي : ( ألا له الخلق والأمر) . [ الحشر:۷]

​دلته ئې امر غير مخلوق ثابت کړ او قرآن دده له امر څخه دی ، فرمايي : ( وکذلک أوحينا إليک روحا من أمرنا) . [ ]

​بل داچې قرآن د الله کلام دی او کلام دده له صفاتو څخه يو صفت دی او د الله صفتونه مخلوق نه دي .

​قرآن له ده څخه را پيل شوی دی ، مانا داچې له اوله الله شروع په کړې ده .  او بېرته ده ته ورګرځي ، مطلب دا چې په آخره زمانه کې چې کله له مصحفو او سينو څخه پورته شي ، خلګ ئې چټي او لهوه وګڼي ، نو د درناوي په خاطر به بېرته دده لوري ته پورته شي . 

​سنت :

​په لغت کې لاري ته ويل کيږي . او د نبي صلی الله عليه وسلم سنت هغه دي چې دده له قول ، فعل او تقرير څخه مشروع او رامنځ ته شوي وي او د خبر يا غوښتني په شکل وي . 

​څه چې په  سنتو کې دي هغه ډول ايمان ورباندي فرض دی لکه په قرآن کې چې راوړل شوي دي. هغه د اسماوو او صفاتو اړوند وي او که په نورو پوري اړه ولري بې فرقه دي . 

​الله عزوجل فرمايي : ( وما أتاکم الرسول فخذوه ) . [ الحشر:۷]. بل ځای فرمايي : (ومن يطع الرسول فقد أطاع الله ) . [ النساء :۸۰]

​د نزول ( راکښته کېدو) حديث :

​رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( ينزل ربنا إلی السماء الدنيا کل ليلة حين يبقی ثلث الليل الآخر فيقول : من يدعوني فأستجيب له ، من يسألني فأعطيه ، من يستغفرني فأغفر له ) . 

​( زموږ رب هره شپه د دنيا اسمان ته راکوزيږي ، دا هغه وخت چې د شپې آخري دريمه برخه پاتي وي ، داسي وايي : څوک شته چې غوښتنه راڅخه وکړي ورقبوله ئې کړم ؟ څوک شته چې سوال راڅخه وکړي ورئې کړم ؟ څوک شته بخښه راڅخه وغواړي وئې بخښم ؟ ).  

​دغه ته د نزول ( راکښته کېدو) حديث وايي .

​اهل سنت د راکوزېدلو مانا په حقيقي را کښته کېدو کوي ، څرنګه چې دده جل جلاله د شان سره ښايي ، کيفيت ئې له ده پرته بل چاته مالوم نه دی . 

​اهل التاويل دلته د راکښته کېدو څخه بله مانا اخلي ، ياني دده امر به راکوزيږي .  خو دا ډول تاويل ځکه مردود دی چې :

​۱- د نص د ظاهر او د سلفو د اجماع مخالف تفسير دی .

​۲- د الله امر خو هر وخت را کوزيږي ، د شپې د آخري برخي پوري خاص نه دی .

​۳- دا امکان نه لري چې امر دي وايي : څوک شته چې له مانه غوښتنه وکړي ورپوره ئې کړم …!!!

الله سبحانه وتعالی چې د دنيا اسمان ته راکوزيږي دا دده د لوړوالي سره څه ټکر نه لري ؛ ځکه د الله تعالی په څېر هيڅ شی نشته او نه ئې راکوزېدل د مخلوق پر راکښته کېدو قياسېدای شي .  

خوشالي (فرح)، خندا(ضحک) او تعجب :

الله ته خوشالي ثابته ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لله أشد فرحا بتوبة عبده من أحدکم براحلته … ) . 

​( الله د خپل بنده په توبه په تاسو کې تر هغه يوه ډېر خوشاله کيږي چې سورلۍ …). 

دا حقيقي خوشالي ده ، څرنګه چې دالله سره ښايي هماغسي ورته ثابته ده . ددغه صفت تفسير په ثواب کول سهي نه دی ؛ ځکه د ظاهري لفظ او اجماع مخالف تفسير دی . 

ضحک ( خندا) الله ته ثابته ده ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددغه قول په دليل چې فرمايي : (يضحک الله إلی رجلين ، يقتل أحدهما الآخر کلاهما يدخلان الجنة ) . 

( الله پر هغه دوو کسانو خاندي ، چې يو هغه بل ووژني دواړه جنت ته داخل شي ). 

اهل سنت وجماعت دغه خندا څنګه چې له الله سره ښايي هماغسي تفسير کړې ده . 

اهل تاويل ددې خندا تفسير په ثواب سره کړی دی . خو دا خبره ئې ځکه درسته نه ده چې د ايت د ظاهري لفظ او د اجماع سره ټکر ده .

ددې صورت داسي دی چې کافر په يو جګړه کې مسلمان ووژني ، وروسته دغه کافر اسلام ومني او پر اسلام مړ شي ، نو دواړه جنت ته داخل شي .

تعجب هم الله ته ثابت دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (عجب ربنا من قنوط عباده وقرب خيره). 

( زموږ رب د خپلو بندګانو پر نهيلۍ او د خپل خير پر نږدېوالي تعجب کوي ).

الله ته دهغه تعجب نسبت نه شي کېدای چې د يوچا پر تګلارو د ناپوهۍ له امله حيرانتيا وښودل شي ؛ ځکه له الله څخه هيڅ شی پټ نه دی . 

اهل سنت د تعجب څخه همدغه د تعجب حقيقي مانا اخلي ، څنګه چې دده سره ښايي . اهل تاويلو بيا د له دې څخه د الله د ثواب مانا اخستې ده ، خو مانا ئې د لفظ د ظاهر او د اجماع سره سر نه خوري .  

قدم ( پښه):

قدم الله ته ثابت دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( جهنم يلقی فيها وهي تقول : هل من مزيد ؟ حتی يضع رب العزة فيها رِجله – وفي رواية – عليها قدمه ، فينزوي بعضها إلی بعض وتقول قط ، قط ).

( کله چې جهنم ته جهنميان ور واچول شي ، دی ووايي : ايا نور شته ؟ ترڅو چې رب العزت خپله پښه پکې کښېږدي ، (جهنم) يو تربله سره راټول شي ، ووايي: بس ، بس ).

اهل سنتو د پښې تفسير په حقيقي مانا کړی دی څنګه چې د الله سره ښايي . 

اهل تاويلو بيا د رِجل ( پښې ) تفسير داسي کړی دی چې له دې څخه يو ډله مراد ده چې الله به ئې اور ته  وغورځوي . او د قدم مانا ئې په قدوم چې د وړاندي کولو په مانا دی کړې ده ، ياني اور ته  به راوړاندي کړل شي .  خو دا ډول تفسير ځکه د اعتبار وړ نه دی چې يو خو د ظاهري لفظ سره سمون نه خوري او بل داچې د سلفو د اجماع سره هم مخالف دی او نه ورباندي دليل شته . 

د ناروغ د دمولو په حديث کې د الله له صفاتو څخه د ربوبيت ، دغه د لوړوالي – چې په اسمان کې دی – ، له هره نقصه دده د اسماوو پاکوالی ، په اسمان او ځمکه کې دده د حکم او امر د پلي کېدو ، رحمت او يواځي له الله څخه د شفا او له ناروغۍ څخه د روغتيا ثبوت شته . 

د مينځي په حديث کې د الله له صفاتو څخه د الله لپاره مکان ثابت شوی دی ، چې دی په اسمان کې دی . 

الله د هر لمونځ کونکي په مخ کې  دی

دليل ئې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا قول دی چې وايي : ( إذا قام أحدکم في الصلاة ، فلايبصق قِبل وجهه فإن الله قِبل وجهه …). 

( په تاسو کې چې څوک پر لمانځه وي ، نو خپل مخ ته دي نه ( ناړي) نه توکي ؛ ځکه الله دده مخ ته دی …).

د الله دغه ډول مخ ته والی څنګه چې دده له شان سره مناسبه ده هماغسي ثابت دی او د لوړوالي سره ټکر نه لري ، لوړوالی او مخ ته کېدل له دوو اړخو يوځای کېدای شي :

۱- د مخلوق په حق کې چې يوځای کېدای شي ، مثلا : که لمر راخيژي د هغه چا مخ ته وي چې ختيځ لوري ته ئې مخه وي ، سره له دې چې لمر په اسمان کې دی . دلته چې د مخلوق په هکله داسي کېدای شي نو د خالق په حق کې خو بالکل سره يوځای کېدای شي . 

۲- که ئې په مخلوق کې يوځای کېدل امکان ونه لري ، مانا ئې دانه شي کېدای چې د خالق په حق کې دي هم سره جمع نه شي ؛ ځکه د الله په څېر هيڅ شی نشته . 

د الله دنژدېوالي دليل : 

الله تعالی فرمايي : ( وإذا سألک عبادي عني فإني قريب أجيب دعوة الداع إذا دعان ) . [ البقرة :۱۸۶]

( کله چې زما بندګان زما په هکله درڅخه وپوښتي نو زه ور نژدې يم ، دهغه بلونکي غوښتنه قبلوم چې له ما څخه غوښتنه وکړي ). 

دا حقيقي نژدېوالی دی ؛ څه ډول چې د الله سره ښايي ، د لوړوالي سره هيڅ منافات نه لري ؛ ځکه الله پر هرڅه محيط دی او پر مخلوق نه قياسيږي او دده په څېر هيڅ شی نشته . 

الله ليدل کيږي 

الله تعالی فرمايي : ( للذين أحسنوا الحسنی وزيادة ). [ يونس:۳۱]

(دهغه کسانو لپاره چې غوره کارونه ئې کړې وي ښېګڼه او زيادت شته ).

د زيادت تفسير رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي کړی دی چې د الله مخ ته به ګوري . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إنکم سترون ربکم کما ترون القمر ليلة البدر ، لا تضامون في رؤيته  ، فإن استطعتم  ألا تغلبوا علی صلاة قبل طلوع الشمس وقبل غروبها فافعلوا).

( خاماخا به خپل رب  ووينئ ، لکه څنګه چې د څوارلسم په شپه سپوږمۍ وينئ همداسي به ئې ووينئ ، چې په ليدلو کې به ئې رش نه جوړوئ ، که مو په وسه وي چې د لمر لوېدو او لمر راختلو وړاندي لمونځونو باندي مغلوبه نه شئ دا کار وکړئ ) . 

په نوموړي حديث کې ليدل د ليدلو سره تشبېه شوي دي ، د ليدل شوي تشبېه نشته  ؛ ځکه د تشبېه حرف ( کاف ) د ليدلو پر فعل راغلی دی ، چې په مصدر بدليږي . او بل دا چې د الله سره ځکه نه شي تشبېه کېدای چې دده په څېر هيڅ شی نشته .

په دغه حديث کې د سهار او ماځيګر د لمونځونو يادونه شوې ده . 

الله يواځي په آخرت کې ليدل کيږي ، په دنيا کې نه شي ليدل کېدای ؛ موسی عليه السلام چې کله له الله څخه د هغه د ليدلو غوښتنه وکړه ، الله ورته وويل : ( لن تراني ) . [ الأعراف : ۴۳] ( هيڅکله مې نه شې ليدلای ). 

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( واعلموا أنکم لن تروا ربکم حتی تموتوا).

(پوه شئ ! چې خپل رب به تر هغه ونه وينئ ترڅو چې مړه شئ ).

کافران الله نه شي ليدلای ، الله تعالی فرمايي : ( کلا إنهم عن ربهم يومئذ لمحجوبون ) . [ المطففين : ۱۵]

اهل سنت وايي چې دا ليدل به د سر په سترګو وي ؛ ځکه : 

۱- الله ليدل و مخ ته مضاف کړي دي چې د سترګو محل دی ، الله فرمايي : ( وجوه يومئذ ناضرة إلی ربها ناظرة ) . [القيامة : ۲۲-۲۳]

۲- په حديث کې صراحتا راغلي دي : ( واعلموا أنکم لن تروا ربکم حتی تموتوا).

(پوه شئ ! چې خپل رب به تر هغه ونه وينئ ترڅو چې مړه شئ ).

اهل تاويلو د الله د ليدلو مانا په ثواب کړې ده ، ياني د خپل رب ثواب به ووينئ . ددوی داخبره د ظاهري لفظ او د سلفو د اجماع خلاف ده او دليل هم ورباندي نشته . 

د الله په کلام کې د جهميه ، اشعريه او کلابيه وو مذهب :

جهميه د الله د کلام په هکله وايي چې دالله مخلوق دی ، صفت ئې نه دی ، داچې الله ته ئې اضافت شوی دی دشرف او عزت له مخي شوی دی ، لکه بيت ( کور) چې الله ته مضاف شوی دی ، يا ناقة (اوښه) چې الله ته ئې اضافت شوی دی ، الله تعالی فرمايي : ( وطهر بيتي ) . [الحج:۲۶] ( او زما بيته پاکه کړه ) .  همدارنګه فرمايي : ( هذه ناقة الله ) . ( دا دالله اوښه ده ). [ الأعراف :۷۳]

په دې هکله د اشعره وو مذهب دادی چې : کلام دالله له صفاتو څخه يو صفت دی ، مګر دغه صفت هغه مانا ده چې په دغه الفاظو کې ده . او دغه حروف چې د مانا تعبير ورباندي کيږي مخلوق دی . 

کلابيه هم د الله په کلام کې اشاعره وو ته ورته نظر لري ، خو دوی بيا وايي چې الفاظ حکايت دي عبارت نه دي ( چې د مانا تعبير ورباندي وشي ).

ددوی دواړو مذهبونه وايي چې د الله کلام په حرف او صوت سره نه دي ، بلکي هغه ځان ته مستقله مانا چې پکې ده هغه د الله کلام دی . 

اسلامي امت په نورو امتونو کې وسط دی 

الله تعالی فرمايي : (وکذلک جعلناکم أمة وسطا ). [ البقرة :۱۴۳] ( او همدا ډول مو تاسو منځکړي امت ټاکلي ياست ). 

همدا رنګه فرمايي : (کنتم خير أمة أخرجت للناس ) . [ آل عمران :۱۱۰]

( تاسي غوره امت ياست ، انسانانو ته راوتلي ياست).

​دا امت په عباداتو کې هم منځنی دی ، هغه تکليفونه او ستونزي چې پر مخکنيو امتونو باندي وې ترې ليري شوي دي . که اوبه نه وي تيمم وهلای شي ، لمونځ پر هر ځای ورته جائز دی . مخکنيو امتونو ته تر هغه لمونځ روا نه وو ترڅو چې اوبه ئې نه وای موندلي او نه ئې د عبادتخانو پرته بل ځای لمونځ صحت نه لاره .  

  د عباداتو پرته هم منځګړی امت دی ، په وژنه کې پر يهودو قصاص فرض وو او پر نصاراوو حرام وو . او دغه امت ته الله دا اختيار ورکړی دی که قصاص اخلي او که ئې پرېږدي يا ديت اخلي . 

​ددې امت ډلي :

​دا امت دري اويا ډلي لري ، هغه يوه پکې خلاصون مومي چې د نبي صلی الله عليه وسلم او د هغه د صحابه وو رضي الله عنهم پر تګلوري روانه وي ، نوري ډلي به په اور کې وي . 

​رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دی : ( افترقت اليهود علی إحدی وسبعين فرقة ، وافترقت النصاری علی ثنتين وسبعين فرقة ، وستفترق أمتي علی ثلاث وسبعين فرقة ، کلها في النار إلا واحدة . قالوا : ماهي يارسول الله ! قال : من کان علی مثل ما أنا عليه اليوم وأصحابي ). 

​( يهود پر يو اويا او نصارا پر دوه اويا ډولو وېشل شوي دي ، دغه امت به پر دري اويا ډلو ووېشل شي ، له يوې ډلي پرته به نوري ټولي په اور کې وي . دوی (صحابه وو) وويل : اې د الله رسوله ! دا به کومه يوه ډله وي ؟ ده وفرمائل: دا هغه ډله ده چې پرهغه څه ولاړه وي چې نن ورځ زه او زما صحابه ورباندي ولاړ دي ) . 

هغه اصول چې اهل سنت د امت د نورو ډلو  په پرتله پکې منځلاري دي 

​اصول ئې پنځه دي :

لومړی : دالله نومونه او صفتونه .

په دې هکله اهل سنت و جماعت د اهل تعطيل او اهل تمثيل ترمنځ دي . معطله د الله له صفاتو څخه انکار کوي او اهل تمثيل ئې ورته ثابتوي خو مثالونه ئې ورته بيانوي ، اهل سنت ئې د تمثيل پرته ورته ثابتوي.

دوهم : قضا او قدر:

مؤلف له تقدير څخه د الله په افعالو تعبير کړی دی . په دې موضوع کې اهل سنت و جماعت موقف د جبريه وو او قدريه وو ترمنځ دي . جبريه دا مني چې د بنده په کړو وړو کې د الله قضا او پرېکړه له پخوا شوې ده ، خو دا هم وايي چې بنده په خپلو افعالو کې مجبور دی ، خپل قدرت او واک نه پکې لري . 

قدريه بيا د بنده په کارونو کې د الله له قضا څخه منکر دي ، دوی وايي : بنده په خپلو کارونو کې قادر مختار دی ، دده کار د الله له قضا سره هيڅ اړه نه لري . 

اهل سنت د بنده په افعالو کې د الله و قضا ته قائل دي او وايي : چې بنده هم خپل اختيار او واک پکې لري ، خو دا اختيار هم الله ورکړی دی او د الله تر قضا پوري اړه لري .

دريم : د عذاب وعده : 

په دې اړوند اهل سنت د ( وعيديه ) او ( مرجئه ) ډلو ترمنځ دي . وعيديه وايي : چې دکبيره ګناه مرتکب د تل لپاره په اور کې وي ، مرجئه بيا وايي : د ګناه مرتکب اور ته نه داخليږي او نه ئې مستحق دی . 

اهل سنت وايي : مستحق ئې دی چې اور ته  داخل شي خو د تل لپاره د پاتي کېدو مستحق ئې نه دی . 

څلورم : د ايمان او دين نومونه : 

اهل سنت له يوه اړخه د مرجئه وو او له بل اړخه د معتزله او حروريه وو ترمنځ دي . مرجئه د کبېرې ګناه مرتکب د پوره ايمان خاوند بولي . معتزله وايي چې د کبېره ګناه ترسره کونکی نه مؤمن دی او نه هم کافر ، د دوو درجو ترمنځ دی چې ( منزلة بين المنزلتين ) ورته وايي او حروريه بيا وايي چې که چا کبيره ګناه وکړه کافر دی . 

اهل سنت وايي : د کبېره ګناه مرتکب مؤمن دی خو ايمان ئې ناقص دی . يا په بل عبارت په خپل ايمان مؤمن او په کبيره ګناه فاسق دی . 

پنځم : د نبي صلی الله عليه وسلم صحابه :

ددوی په هلکه د اهل سنت موقف د روافضو او خوارجو ترمنځ دی . روافض د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اهل او کورنۍ په محبت کې افراط کوي ، چې ځينې ئې تر خپلو درجو لوړ کړي دي . 

خوارج بيا کينه ورسره لري او ښکنځل ورته کوي . 

اهل سنت د ټولو صحابه وو سره محبت لري ، هر يوه ته د هغه په درجه کې ځای ورکوي ، څنګه چې مستحق دي ، نه افراط او نه تفريط پکې کوي .

هغه ډلي چې مؤلف په وړاندنيو اصولو کې ورته اشاره وکړه :

مؤلف د مبتدعينو ډلو ته اشاره کړې ده

۱- جهميه : جهم بن صفوان ته منسوبه ډله ده چې ، ده د تعطيل عقيده له جعد بن درهم څخه واخسته ، دغه جعد په ۱۲۸ هجري کال کې په خراسان ووژل شو . 

دوی د الله له صفاتو څخه انکار کوي ، په دوی کې افراطيان د الله له اسماوو څخه هم منکر دي . په همدې خاطر معطله ورته وايي . 

د بندګانو د کړو وړو اړوند ئې عقيده داده چې بنده پر خپل هر عمل مجبور دی هيڅ واک او اختيار پکې نه لري ؛ ځکه نو جبريه ئې هم بولي . 

د عذابونو د وعيد ، د ايمان او دين د نومونو په اړه وايي چې : د غټي ګناه مرتکب پوره او کامل مؤمن دی او هيڅکله اور ته نه داخليږي ، له همدې امله مرجئه ورته وايي . 

۲-  معتزله : د واصل بن عطاء پيروان دي ، دی د حسن بصري له مجلسه په دې ګوښه شو چې هغه به ويل : د کبيره ګناه مرتکب مؤمن دی خو ايمان ئې ناقص دی . واصل بن عطاء به ويل : د کبېرې مرتکب د دوو درجو ترمنځ دی . 

دوی د جهميه وو په څېر د الله له صفاتو څخه انکار کوي . 

د بندګانو د افعالو په هکله وايي : چې بنده په خپل کار کې مستقل او ازاد دی ، په خپله اراده او د الله له قضا پرته مستقل کار کوي . د تقدير اړوند ئې عقيده د جهميه وو برعکس ده ، ( له تقديره انکار کوي ) ځکه ورته قدريه وايي .  د وعيد اړوند د جهميه وو بر عکس وايي : د کبېرې مرتکب د تل لپاره په اور کې دی .

د ايمان او دين د نومونو په اړه ئې هم د جهميه وو برعکس عقيده ده ، دوی وايي : چې د دوو درجو ترمنځ دی ( منزلة بين منزلتين) نه مؤمن او نه کافر دی ، په همدې خاطر دوی ته ( اصحاب منزلة بين منزلتين) هم وايي . 

۳- خوارج : دوی ته ځکه خوارج وايي چې د مسلمانانو پر اميرانو به راوتل ، حروريه هم ورته وايي ، کوفې ته نژدې د عراق يوې سيمي ته ئې نسبت کيږي ، په دغه منطقه کې دوی پر علي بن ابي طالب رضي الله عنه راووتل ، په ظاهره ترټولو خلګو متدين وه . ددوی په هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : ( يحقر أحدهم صلاته مع صلاتهم ، وصيامه مع صيامهم ، يقرأون القرآن لايجاوز حناجرهم ، يمرقون من الإسلام کما يمرق السهم من الرمية ، فأينما لقيتموهم فاقتلوهم ، فإن في قتلهم أجرا إلی يوم القيامة ) .

( په تاسو کې به يو خپل لمونځ ددوی د لمانځه سره او خپله روژه به ددوی د روژې سره سپکه او حقيره ګڼي ، قرآن به لولي خو تر ستوني به ئې نه تيريږي ، له اسلامه  به داسي وځي لکه غشی چې تر ښکار ووځي ، هرځای چې ورسره مخ شوئ وژنئ ئې ؛ ځکه ددوی په وژلو کې د آخرت ترورځي پوري اجر دی ) . 

د وعيد په هکله ددوی تګلاره داده چې د کبېرې ګناه مرتکب کافر ګڼي او وايي : چې تل تر تله به په اور کې وي ، وينه او مال ئې حلال دی ؛ په همدې خاطر دوی پر امامانو هغه وخت راوتل مباح ګڼي چې هغویګناه وکړي . 

۴- روافض : دوی ته شيعه ګان هم ويل کيږي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اهل بيتو کې ډېر افراط کوي . علي بن ابي طالب رضي الله عنه تر ټولو صحابه وو غوره بولي ، په دوی کې داسي څوک هم شته چې تر رسول الله صلی الله عليه وسلم ئې هم بهتره بولي ، ځيني خو ئې لا آن رب بولي . 

شيعه ځکه ورته وايي چې د اهل بيتو سره د دوستۍ دعوه کوي ، روافض بيا په دې ورته وايي چې دوی له زيد بن الحسين بن علي بن ابي طالب څخه د ابو بکر او عمر رضي الله عنهما په هکله پوښتنه وکړه ، ده هغویوستايل او وئې ويل : دوی دواړه زما دنيکه – نبي صلی الله عليه وسلم- وزيران دي . په همدې خبره دوی له زيد څخه ولاړه او هغه ئې پرېښود. 

دآخرت ورځ :

د قيامت ورځ د آخرت ورځ ده ، پر دې ورځ د ايمان په لرلو کې ټول هغه څه شامل دي چې نبي صلی الله عليه وسلم ئې په هکله خبر ورکړی دی ، چې ترمرګ وروسته څه پېښېږي لکه : د قبر سوال و ځواب ، عذابونه ، نعمتونه او داسي نور … 

پر دغه ټولو څيزونو ايمان لرل فرض دي ، د ايمان له شپږو رکنونو څخه يو رکن همدادی چې د آخرت پر ورځ به ايمان لري .

د قيامت ورځ :

قيامت دوه ډوله دی ، يو وړوکی قيامت چې هر څوک مړ شي دا دهغه قيامت دی ، بل لوی قيامت دی ، دلته مطلب همدغه قيامت دی .  دا هغه ورځ ده چې خلګ به تر بيا راپاڅېدلو ورسته د حساب او جزا لپاره د الله مخ ته دريږي ، له همدې امله قيامت ورته وايي چې ټول د الله په وړاندي ( قيام) دريږي ، عدل پکې قائميږي او شاهدان پکې دريږي . 

د ثبوت دليل ئې په قرآن ، سنت او اجماع کې شته . 

الله فرمايي : (( ألا يظن أولئک أنهم مبعوثون . ليوم عظيم . يوم يقوم الناس لرب العالمين )) . (( ايا دوی دا نه انګيري چې بيا به راوپاڅول شي . د ډيري ستري ورځي لپاره . په هغه ورځ چې انسانان به رب العالمين ته ودرول شي )) . 

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (( إنکم تحشرون حفاة ، عراة ، غرلا)) . 

(( تاسو به لڅي پښې ، لوڅ لغړ او ناسنته راپاڅول کېږئ )) . 

همدارنګه د اجماع له مخي مسلمانان او د اسماني اديانو ټول منونکي پر دې سره په يوه خوله دي چې قيامت راتلونکی دی ، که چا ترې انکار وکړ يا پکې شکمن شو کافر دی .

قيامت خپلي علامې لري چې اشراط هم ورته وايي ، لکه د دجال راتګ ، ياجوج و ماجوج راوتل ، د لوېديځ له خوا د لمر راختل … ددې ورځي عظمت ته په کتو د مقدمې په بڼه دا نښي نښاني له مخي ورته پېښيږي . 

دقبر ازمايښت:

په قبر کې دوې ملائکي له مړي څخه د هغه د رب ، دين او نبي په هکله پوښتني کوي . که مؤمن وي الله ئې ثابت قدمه پر خبره ټينګوي ، ورته وايي : رب مې الله ، نبي مې محمد دی .

شکمن او کافر چې ځواب نه شي ورکولای دا به وايي : هاه هاه ، هيڅ خبر نه يم ، خلګو يو څه ويل ما هم هغه ويل . 

د قبر امتحان عام دی ، له نبيانو او هغه چا پرته چې د الله په لاره کې مړ شي نور ټولو مړو ته راځي . رسولانو ته خو ځکه نه راځي چې د دوی په هکله نور پوښتل کيږي . 

هغه څوک چې په شرعي احکامو مکلف نه وي په اړه ئې اختلاف شته ، څوک وايي : که عامو دلائلو ته وکتل شي نو پوښتنه ترې کېږي . نور بيا وايي : نه ؛ ځکه دوی مکلف نه دي . ددغه دوو ملائکو نومونه : نکير او منکر دي . 

دقبر د نعمتونو او عذابونو په هکله د اهل سنتو قول :

په دې اړه دوی وايي چې دا هرڅه حق او ثابت دي ، الله تعالی د فرعونيانو په باره کې فرمايي : (( النار يعرضون عليها غدوا و عشيا ، ويوم تقوم الساعة أدخلوا آل فرعون أشد العذاب )) . [ الغافر:۴۶]

(( پر اور به دوی سهار و ماښام راوړاندي کيږي . او چې کله د قيامت ورځ راشي ( وبه ويل شي ) : د فرعون ملګري ټول سخترين عذاب ته ننباسئ )) . 

دمؤمنانو په هکله وايي : (( إن الذين قالوا ربنا الله ثم استقاموا تتنزل عليهم الملائکة ألا تخافوا ولاتحزنوا وأبشروا بالجنة التي کنتم توعدون)). [فصلت :۳۰]

(( بې له شکه هغه کسانو چې وئې ويل : زموږ رب الله دی ، بيا پر همدغه ټينګ پاتي شول ، پر دوی به ملائکي نازليږي چې مه وېرېږئ او مه غم کوئ او د هغه جنت زېری قبول کړئ چې وعدې ئې درسره کېدلې )). 

د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : (( … فيجيب ، فينادي مناد من السماء أن کذب عبدي فأفرشوه من النار ، وافتحوا له بابا من النار … فينادي مناد من السماء أن صدق عبدي فأفرشوه من الجنة ، وافتحوا له بابا من الجنة …)) . 

(( چې ( کافر په قبر کې ) ځواب ورکړي ، نو له اسمانه يو څوک ږغ وکړي چې زما بنده دروغ وويل ، د اور فرش ورته هوار کړئ او د اور يو دروازه ورته را خلاصه کړئ … ( کله چې مؤمن په قبر کې ځواب ورکړي ) نو له اسمانه يو څوک ږغ وکړي چې زما بنده رزښتيا وويل ، د جنت بستر ورته هوار کړئ او د جنت يو دروازه ورته را پرانيزئ )) .  

عذاب او نعمت پر روح راځي خو کله ناکله پر بدن هم وي ، پر کافرانو باندي عذاب دوامداره وي او پر مؤمنانو باندي د خپلو ګناهونو په اندازه وي . نعمتونه يواځي د مؤمنانو لپاره دي او ښکاره خبره داده چې همېشه دي . 

په حديثو کې خو ثابته ده چې د مؤمن لپاره قبر پراخيږي او پر کافر تنګيږي ، مګر که قبر لوڅ شي پر هماغه خپل حالت وي ، دا څنګه کېدای شي ؟ 

لومړی : په کتاب او سنت کې چې څه راغلي وي هغه تصديقوو او پر هغه ايمان لرل فرض دي ، د هغه ادراک که موږ کولای شو او که نه .

دوهم : د قبر حالات په اخروي چارو پوري تړلي دي ، الله Y د خپل حکمت له مخي د مخلوق له حواسو او عقلونو پټ کړي دي ، دا په دې چې دوی امتحان کړي . نو دانه شي کېدای چې د دنيا پر حالاتو دي قياس شي ؛ ځکه دنيا او آخرت ډېر توپير سره لري . 

د خلګو راپاڅېدل :

د قيامت په ورځ به خلګ لوڅي پښې ، لوڅ لپړ او ناسنته راپورته کيږي . الله Y فرمايي : (( کما بدأنا أول مرة نعيده )). [الأنبياء:۱۰۴]

(( لکه څنګه چې مو لومړی ځل پيدا کړي واست هماغسي مو بېرته راګرځوو )).

رسول الله r فرمائلي دي : ((  وإنکم تحشرون حفاة ، عراة ، غرلا )). []

(( تاسو به لوڅي پښې لوڅ لپړ او ناسنته راپورته شئ )) .

دلته مؤلف د هغه واقعو يادونه کړې ده چې د قيامت په ورځ پېښيږي .

لومړی : مخلوق ته د يوه يا دوو ميلو په اندازه د لمر رانژدې کېدل . او خلګ به د خپلو اعمالو په اندازه په خولو کې ډوب وي ، د چا خولې به تر بيجيلکو ، د چا دا ترخولې او د ځينو دا به تر نورو اندامونو پوري وي ، داسي خلګ هم پکې وي چې د لمر له ګرمۍ څخه ساتل شوي وي ، الله Yبه په خپله يواځينۍ سايه کې ځای ورکړی وي . ددغه سايې په کسانو کې هغه ځوان هم شته چې د الله Y په عبادت کې را لوی شوی وي ، همدارنګه هغه سړی پکې شامل دی چې زړه ئې ترمسجد پوري تړلی وي . 

دوهم : ترازوګان : الله Y د بندګانو د عملونو د ارزولو لپاره ترازوګان ږدي ، که دچا د نيکيو تله درنه وه کاميابه شو او د چاچې تلې سپکي وخيژي نو د تاوانيانو په قطار کې دی او تل به په جهنم کې وي .

​دغه ترازو حقيقي دی ، دوې پلې لري . معتزله ډله په دې کې مخالف دي ، دوی وايي : له ترازو څخه مطلب عدل دی او حقيقي ترازو نشته .

​په قرآن کريم کې د جمعي ( ترازوګان) او مفرد ( ترازو ) دواړه ډوله صيغې کارول شوي دي . څوک وايي : ترازو يو دی او د جمعې يادونه ئې د موزون ( تلل شوو شيانو ) په اعتبار شوې ده .  څوک بيا وايي : چې د خلګو او امتونو په اعتبار ترازوګان بېلابېل دي او دجنس په اعتبار يوه تله ده .

​دريم : د عمل نامو وېشل : عملنامې يوډول د عملونو پاڼي دي چې ملائکو د انسان د کړو وړو په هکله ليکلي دي . الله Y فرمايي : (( وکل إنسان ألزمناه طائره في عنقه ونخرج له يوم القيامة کتابا يلقاه منشورا ، إقرأ کتابک کفی بنفسک اليوم عليک حسيبا )) . [الإسراء:۱۳-۱۴]

(( او موږ هر انسان ته د هغه کړنليک ورترغاړي کړی دی او د قيامت په ورځ به يو پرانستی کتاب ورته راوباسو ، خپل کړنليک دي ولوله ! نن ورځ ستا لپاره د خپل ځان سره خپله حساب کول کفايت کوي )) . 

​مؤمن دغه عملنامه په راسته لاس او څوک به ئې په کيڼ لاس او يا د شا له لوري اخلي . الله Y فرمايي : (( فأما من أوتي کتابه بيمينه فسوف يحاسب حسابا يسيرا . و ينقلب إلی أهله مسرورا . وأما من أوتي کتابه وراء ظهره فسوف يدعو ثبورا و يصلی سعيرا )) . [الانشقاق : ۷-۱۲]

(( نو چاته چې خپله عملنامه په راسته لاس ورکړل شي ، نو ډېر اسانه حساب به ورسره وشي . او خپل اهل ته به خوشاله ورستون شي . او چا ته چې خپل کړنليک د شا له خوا ورکړل شي ، نو دی به خپل هلاکت رابولي او دسعير ( جهنم ) سره به يوځای شي )) .

​بل ځای فرمايي : (( وأما من أوتي کتابه بشماله فيقول ياليتني لم أوت کتابيه )) . [الحاقة:۲۵]

​(( او چاته چې خپله عملنامه په چپه لاس ورکړل شي ، نو دی به وايي : اې افسوسه! کاشکي  ماته خپله عملنامه نه وای راکړل شوی)).

​د حشر پر ميدان بېلابېل انسانان وي چاته په کيڼ لاس او د شا له لوري عملنامه ورکول کيږي .

څلورم :حساب : دا د مخلوق سره د دوی د عملونو حساب و کتاب دی .

اللهY به د مؤمن سره يواځي شي ، دده ګناهونه ورته معاف کړي ، ورته ووايي : په دنيا کې مې ستا پرده کړې وه او نن ئې دربخښم .

خو د کافر حساب وکتاب ستونزمن دی ، کافر ته خپل ګناهونه راوړاندي شي ، د ټولو اقرار ځني واخستل شي ، وروسته د ټولو په مخکې داسي ږغ وشي چې : دا هغه کسان دي چې پر خپل رب ئې درواغ ويل ، پر ظالمانو دي د الله لعنت وي .

د الله Y په حقوقو کې تر ټولو لومړی د بنده سره د لمانځه حساب کيږي ، وروسته د همدغه لمانځه له مخي نور حساب وکتاب ورسره شنل کيږي . 

داسي کسان هم شته چې بې له پوښتني ګروېږني جنت ته ننوځي ، دا هغه څوک دي چې له بل څخه د دَم کولو غوښتنه نه کوي ، نه داغونه ږدي او نه هم بدفالي کوي ، بلکي يواځي پر خپل رب توکل کوي . په دغه کسانو کې يو هم عکاشه بن محصن رضي الله عنه دی .

پنځم : د نبي r حوض : د قيامت په ورځ د حشر پر ميدان به دده r د امت مؤمنان دغه حوض ته راځي ، څوک چې يو ځل اوبه ځني وڅيښي هيڅکله به چولاوه نه شي . دغه حوض د اوږدوالي او پلنوالي له اړخه د يوې مياشتي د مزل په اندازه دی ، لوښي ئې د اسمان دستورو په څېر دي ، اوبه ئې تر شيدو سپيني ، تر عسلو خوږې او تر مشکو خوشبويه دي . 

هر نبي خپل حوض لري چې امتيان ئې ورته راځي ، خو ترټولو غټ حوض د محمد r دی . 

معتزله د حوض له وجوده منکر دي ، داچې د حوض اړوند متواتر حديثونه شته نو ددوی خبره د منلو نه ده .

شپږم : پُل صراط : دا پر جهنم پروت يو پُل دی ، تر ورېښته نری او تر توري تېره دی ، پر دغه پُل باندي يوډول چنګکان شته چې بندګان به د خپلو عملونو په اندازه راټينګوي ، پر دغه پُل باندي هر يو د خپلو اعمالو له مخي تېريږي . څوک به د سترګو په رپ کې ، څوک د برېښنا غوندي ، څوک لکه باد او ځيني بيا د تېز آس په څېر پر تېريږي . په دوی کې داسي کسان ډېر دي چې دا چنګکان به ئې راکش کړي او اور ته به ئې ورګوزرار کړي چې د خپل عمل سزا وګالي . څوک چې تر پُل صراط تېر شي بيا به د جنت او اور ترمنځ يو بل پُل کېښودل شي  ، دلته بندګان يوله بله بدله سره واخلي ، زړونه ئې د کرکي او بغض څخه پاک شي او د صفا وروڼو په څېر جنت ته داخل شي . 

اووم : شفاعت : د يو چا د ګټي ساتلو يا تاوان دفعه کولو لپاره د منځګړي په توګه هڅي کولو ته شفاعت وايي . هيڅوک د الله Y له اجازې پرته شفاعت نه شي کولای . او د چا په اړه چې شفاعت ئې کيږي هم به الله Y په راشي وي .

شفاعت پر دوه ډوله دی : 

يو خاص شفاعت دی چې مستحق ئې يواځي محمد r دی او بل عام شفاعت دی چې هم دده r او هم نورو نبيانو عليهم السلام لپاره دی ، همدارنګه صديقين ، شهيدان او غوره کسان ددې شفاعت مستحق دی .

هغه شفاعت چې يواځي په رسول الله r پوري اړه لري مصنف دلته په دوه شکله راوړي  دی 

لومړی : غټ شفاعت  ( الشفاعة العظمی ) داهغه شفاعت دی چې د محشر د ميدان د ټولو مخلوقاتو په هکله محمد r الله Y ته سپارښتنه کوي چې حساب وکتاب دي ورسره پيل شي . دا شفاعت  وروسته تردې رامنځ ته کيږي چې ټول  به د آدم ، نوح ، ابراهيم ، موسی او عيسی عليهم السلام څخه د شفاعت غوښتني کړي وي او هغوی منفي ځواب ورکړي ، ترڅو چې  آخر به نبي r ته راشي ، دی به ئې الله Y ته شفاعت وکړي ، الله Y ئې قبول کړي . دا هماغه مقام محمود دی چې الله Y له ده سره په دې هکله وعده کړې ده . الله Y فرمايي : (( عسی أن يبعثک ربک مقاما محمودا)) . [الإسراء :۷۹]

(( ژر به دي خپل رب مقام محمود درنصيب کړي )) . 

دوهم : د جنتياتو په هکله د رسول الله r شفاعت چې جنت ته داخل شي.

​دعام شفاعت اړوند مؤلف ددوه ډوله شفاعت يادونه کړې ده .

لومړی : دهغه مؤمنانو په هکله شفاعت چې د اور مستحق وي ، خو اور ته داخل نه شي .

دوهم : د هغه کسانو په اړه چې اور ته داخل شوي وي خو په شفاعت ځني راووځي .

​له دغه دواړه ډولونو شفاعتونو څخه معتزله او خوارج منکر دي ، دوی دا وايي : چې د کبيره ګناه مرتکب همېشه په اور کې وي او شفاعت ګټه نه ورته کوي . 

​الله Y به له شفاعت پرته هم ډلي ډلي بندګان په خپل فضل او رحمت له اوره راوباسي . 

​د جنتو لپاره به الله Y د دنيا له مخلوق ماسوا نور مخلوق هم پيدا کړي او جنت ته به ئې ننباسي .

​پر قضا او قدر ايمان :

​پر قضا او تقدير ايمان لرل فرض دي ، داسلام له شپږو رکنو څخه يو رکن دی . رسول الله r فرمايي : (( الإيمان أن تؤمن بالله ، وملائکته ، وکتبه ، ورسله ، واليوم الآخر ، وأن تؤمن بالقدر خيره وشره)) . []

​(( ايمان دادی چې پر الله ، د هغه پر ملائکو ، کتابونو ، رسولانو ، د آخرت پر ورځ او د خير او شر پر تقدير ايمان ولرې )) . 

​پر قضا او تقدير ايمان دا مانا لري چې پر ټولو هغه شيانو چې په کائناتو کې شته ، يا معدوم دي ، عام دي ، که خاص دي پر ټولو به دا بروسه او ايمان لري چې دا هرڅه د الله Y په مشيئت او اراده رامنځ ته شوي دي ، ټول دده Y مخلوق دي . همدارنګه به پر دې يقين لري چې څه درپېښيږي خطا نه لري او کوم څه چې درڅخه بچ وي در پېښېدای نه شي . 

 

​پر قضشا او تقدير دايمان درجې :

​پر تقدير باندي ايمان لرل دوې درجې لري او هره درجه پر دوو برخو وېشل شوې ده :

​لومړۍ درجه : د علم او نوشتې ده . الله Y فرمايي : (( ألم يعلم أن الله يعلم مافي السماء والأرض ، ذلک في کتاب  إن ذلک علی الله يسير )) . [الحج : ۷۰]

​(( آيا دی نه پوهيږي چې الله په هرهغه څه چې په اسمان او ځمکه کې دي په ټولو آګاه دی ، دا هرڅه په کتاب ( لوح محفوظ) کې  شته ، يقينا دا (هرڅه ثبتول ) پر الله ډېر اسانه دي )) .

​له علم څخه مطلب دادی چې د الله Y پر علم به ايمان لري چې پر هر شي په مجمل او تفصيلي توګه مشتمل دی .  

​کتابت ( نوشته ) : پر دې به ايمان لري چې الله Y هر شی دتقدير له مخي په لوح محفوظ کې د خپل عمل اړوند ليکلی دی . دغه ليکنه پر څو ډوله ده :

​۱- د لوح محفوظ نوشته : دا ليکنه د اسمانو او مځکي له پيدائښ څخه پنځوس زره کاله وړاندي شوې ده . رسول الله r فرمايي : (( إن الله لما خلق القلم ، قال له : اکتب ! قال : رب ! وماذا أکتب ؟ قال : اکتب ما هو کائن إلی يوم القيامة )) . []

​(( کله چې الله قلم پيدا کړ ، ورته وئې ويل : وليکه ! هغه وويل : ربه! څه وليکم ؟ ده Y ورته وفرمايل : څه چې تر قيامته پېښيږي ټول وليکه )) .

​۲- د عمر نوشته : دا نوشته هغه ملک کوي چې پر ارحامو مکلف دی ، کله چې د مور په نس کې د ماشوم څلور مياشتي پوره شي يو ملکي ته امر وشي چې د دغه ماشوم رزق ، اجل ، عمل نوشته کړه او دا هم وليکه چې بدبخته دی يا نېکمرغه .

​ په دې هکله په بخاري او مسلم کې د ابن مسعود په روايت صحيح حديث شته . 

​د تقدير له دغه درجې څخه د قدريه ډلي پخواني متشددين منکر دي . 

​دوهمه درجه هم پر دوو څيزونو مشتمله ده :

​مشيئت او تخليق 

​ د مشيئت ( ارادې ) دليل د الله Y دا قول دی چې فرمايي : (( ويفعل ما يشاء )) . [إبراهيم :۲۷] (( او ( الله ) هغه څه کوي چې اراده ئې شي )) . 

​او د تخليق په هکله دليل دادی چې الله Y فرمايي : (( الله خالق کل شيئ )) . [الزمر:٦٢]

​(( الله د هرشي خالق دی )) .

​مشيئت ( اراده ) داه چې  دالله پر عامه اراده به ايمان لري ، چې دده اراده وشي کيږي او چې اراده ئې ونه شي نه کيږي . دا که د مخلوق افعال وي يا دده Y خپل افعال وي ټول دده Y په اراده پوري تړلي دي .  الله Y د خپلو افعالو اړوند فرمايي : (( ولو شئنا لآتينا کل نفس هداها)) . [السجدة :۱۳] (( او که زموږ اراده شوې وای هر نفس ته به مو ( د زور له مخي ) هدايت کړی وای )) .

او د مخلوق د کارونو او افعالو په هکله داسي فرمايي : (( ولو شاء ربک ما فعلوه)) . [الأنعام:۱۱۲]

(( او که ستا درب  اراده شوې وای دوی به دا کار نه وای کړی )) .

​مخلوق دا مانا چې پر دې به ايمان لري چې الله Y د هرشي خالق دی ، هغه که دده Y خپل فعل وي او که دبندګانو کارونه وي ټول ده پيدا کړي دی .

​الله Y دخپل فعل د پيدائښ په هکله فرمايي : (( إن ربکم الله الذي خلق السماوات والأرض في ستة  أيام )) . [الأعراف:٥٤]

​(( يقينا ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمکه ئې په شپږو ورځو کې پيدا کړه )) . 

​ دبندګانو د افعالو د تخليق په اړه فرمايي : (( والله خلقکم وما تعملون )) . [الصافات:٩٦]

​دا چې د بندګانو کړه وړه ټول د الله Y تخليق دی  داسي توجيه کيږي چې د بنده کار او فعل د ارادې او قدرت پرته نه شي ترسره کېدای او د بنده دغه اراده او قدرت  همدغه الله Y پيدا کړي دي . 

​دبنده قدرت او اراده :

​بنده اراده او قدرت دواړه په واک کې لري ، الله Y فرمايي : (( فأتوا حرثکم أنی شئتم )) . [البقرة:٢٢٣] (( او خبل کښت ( د اولاد زېږېدني ځای ) ته چې مو له هري خوا خوښه وي راشئ )) . 

بل ځای فرمايي : (( فاتقوا الله ماستطعتم )). [التغابن:١٦]

(( نو چې څومره مو په وسه وي له الله څخه ووېرېږئ )) .

​ په نوموړو اياتونو کې الله Y بنده ته مشيئت ( خوښه ) او طاقت دواړه ثابت کړي دي ، خو دومره ده چې د بنده اراده او وس دواړه د الله Y تر مشيئت پوري  تړلي دي ؛ الله Y فرمايي : (( وماتشاؤون إلا  أن يشاء الله رب العالمين )) . [التکوير:٢٩] 

(( او ستاسي خوښه نشته ترڅو چې د رب العالمين اراده ونه شي )) . 

​د تقدير په دغه درجه کې کومي  ډلي ګمراه شوي دي ؟

​دلته له دوو ډلو لاره ورکه شوې ده ، لومړۍ : قدريه ډله ده دوی د اګومان کوي چې بنده په خپله اراده او قدرت کې خپلواک دی ، دده په اراده کې الله Yنه خپله اراده لري او نه ده پيدا کړې ده . 

​دوهمه : ډله جبريه ده چې د قدريه وو برعکس دا عقيده لري چې بنده په خپل کار او فعل کې مجبور دی ، خپله اراده او وس هم نه شي پکې چلولای .

​د لومړۍ ډلي ګروهه او عقيده الله Y داسي غندلې ده چې فرمايي : (( وما تشاؤون إلا أن يشاء الله )) . [التکوير:٢٩] (( او تاسي  اراده نه شئ کولای مګر ( هغه وخت ئې کولای شئ ) چې د الله اراده وشي )) . همدارنګه فرمايي : (( ولو شاء ربک ما فعلوه)) . [الأنعام:۱۱۲]

(( او که ستا درب  اراده شوې وای دوی به دا کار نه وای کړی )) .

او پر جبريه ډله باندي د الله Y په دې قول کې رد شوی دی چې فرمايي : (( لمن شاء منکم أن يستقيم)). [التکوير:٢٨] (( چې په تاسو کې د چا خوښه وي  پر سمه لار ( صراط مستقيم) دي روان شي )).  همدارنګه فرمايي : (( فأتوا حرثکم أنی شئتم )) . [البقرة:٢٢٣] (( او خبل کښت ( د اولاد زېږېدني ځای ) ته چې مو له هري خوا خوښه وي راشئ )) .

​دلته ئې بنده ته خپله خوښه او قدرت ثابت کړی دی .

​پر تقدير اعتماد کول او عمل پرېښودل 

​دا چې څوک يواځي پر تقدير بروسه وکړي او عمل نه کوي حرام کار کوي ؛ صحابه وو رضي الله عنهم يو وخت وويل : (( اې د الله رسوله ! موږ د الله Y له خوا پر ليکل شوي تقدير توکل ونه کړو او عملونه ونه کړو ؟ رسول الله r  ورته وفرمايل : خپل عملونه کوئ ،  هر چا ته هغه کار اسانه شوی دی چې دی ورته پيدا شوی دی ، نېکمرغه خلګو ته د سعادت کار اسانه شوی دی او بدبخته کسانو ته د بدبختۍ کارونه اسانه شوي دي . بيائې د الله Y دا قول وفرمايه : (( فأما من أعطی واتقی وصدق بالحسنی فسنيسره لليسری ، وأما من بخل واستغنی وکذب بالحسنی فسنيسره للعسری )) . [الليل:٥-١٠]

​ددې امت مجوس :

​قدريه ډله ددغه امت مجوس شمېرل کيږي ؛ دوی وايي : بنده په خپلو کارونو کې بشپړ خپلواک دی . ځکه مجوس ورته ويل شوي دي چې د مجوسو سره په همدې عقيده کې مشابهت لري ، هغوی هم دا وايي : چې نړۍ دوه خالقه لري . يو نور دی چې خير ئې پيدا کړی دی او بل تاريکه ده چې شر ئې پيدا کړی دی . 

​د قدريه وو خبره همورته ده ، دوی هم د پېښو په رامنځ ته کېدو کې دوه خالقه مني ، هغه پيښي چې د بنده له خوا ترسره کيږي خالق او پيدا کونکی ئې همدا بنده ګڼي . او کوم کارونه چې د الله Y دي خالق ئې هم الله Y دی . 

​جبريه د الله Y له احکامو او مصالحو څنګه ځانونه باسي ؟

​جبريه د بنده داختياري او غير اختياري کارونو ترمنځ توپير نه کوي ، په دواړو کې بنده مجبور ګڼي .

​نو که داسي وي بيا د ثواب او عذاب وعدې چې د طاعت او ګناه له مخي راسره شوي دي د جبريه وو په اند هيڅ ارزښت نه لري . ځکه ټول عملونه دده له اختيار پرته ترسره کيږي بيا نو ددوی په ګومان د بنده لپاره دثواب او عذاب خبره هيڅ مطرح نه ده .

​ايمان 

​ايمان په لغت کې تصديق او منښت ته وايي .

​په اصطلاح کې عبارت دی له دې څخه چې په زړه به بروسه لري ، په ژبه به ئې تلفظ کوي او د عمل په ډګر کې به عمل کوي .

​رسول الله r فرمايي : (( الإيمان أن تؤمن بالله ، وملائکته …)). [] (( ايمان دادی چې پر الله ، د هغه پر ملائکو …. يقين بروسه او ولرې )) .

​دا خو د زړه کار شو او په زړه پوري اړه لري . 

​بل ځای فرمايي : (( الإيمان بضع وسبعون شعبة ، أعلاها : لاإله إلا الله ، وأدناها إماطة الأذی عن الطريق . والحياء شعبة من الإيمان )) . []

​(( ايمان څو اويا برخي دی ، تر ټولو اوچته درجه ئې : لا اله الا الله  او تر ټولو وړه هغه ئې له لاري څخه د ضرري شي ليري کول دي . او حيا د ايمان يوه برخه ده )) . 

​لا إله إلا الله ويل د ژبي وينا ده ، د ضرر ليري کول د اندامو عمل دی او حيا دزړه په کارونو پوري اړه لري .

​د ايمان ډېرېدل او کمېدل 

​ايمان هم زياتيږي او هم کميږي . الله Y فرمايي : (( ليزدادوا إيمانا مع إيمانهم)). [الفتح:٤]

(( چې ايمان ئې د خپل ايمان سره نور هم زيات شي )) .

​نبي r فرمايي : ((  مارأيتُ من ناقصات عقل ودين أذهب للب الرجل الحازم من إحداکن)). []

​(( ما تر تاسو ( ښځو ) په عقل او دين کې ناقصي نه دي ليدلي ، تاسو هره يوه د يو ډېر باعزمه سړي فکر هم اخلئ )) .

​ايمان په طاعت ډيريږي چې د الله Y اوامرو ته غاړه کېښودل شي او له نواهيو ئې منعه وشي . او د الله Y په نافرمانيو او په نه اطاعت کميږي . 

کبيره ( غټه ) ګناه

هره هغه ګناه چې په تر سره کولو کې ئې خاص عذاب ټاکل شوی وي کبيره ګناه ده ، لکه : زنا،غلا ، دمور و پلار ازارول، چل کول ، د مسلمانانو په بدو  خوشالېدل او داسي نور …  دغټي ګناه مرتکب مؤمن دی خو ناقص الإيمان دی ، په بل عبارت د ايمان له مخي مؤمن او او په کبيره ګناه فاسق دی . په کبيره ګناه څوک له ايمان څخه نه وځي ؛ الله Y  دهغه چا په هکله چې مؤمن ئې قصدا وژلی وي داسي فرمايي : (( فمن عفي له من أخيه شيئ فاتباع بالمعروف )) . [البقرة:۱۷۸]

(( نو که چا ته د خپل  ورور له خوا بخښه وشي ، نو ( ديت) به په ښه طريقه غوښتل کيږي )) .

​په پورتني آيات کې الله Y مقتول د قاتل ورور وباله ، که چيري قاتل له اسلامه وتلی وای نو دمقتول ورور نه شوای کېدای .

​همدارنګه د دوو جګړمارو ډلو په اړه الله Y داسي فرمايي : (( وإن طائفتان من المؤمنين اقتتلوا فأصلحوا بينهما)). [الحجرات:۹]

​(( او که چيري ددو مؤمنو ډلو ترمنځ جګړه ونښلي نو د دوی دواړو ترمنځ سوله وکړئ)).

​بل ځای فرمايي : (( إنما المؤمنون إخوة فأصلحوا بين أخويکم)). [الحجرات:۱۰]

(( يقينا مؤمنان سره وروڼه دي نو د خپلو وروڼو ترمنځ سوله کوئ )).

دلته الله Y دواړي ډ‌لي له دې سره سره چې نښتي سره کوي او کبيره ګناه کوي د دريمګړي ډلي چې ترمنځ ئې سوله کوي وروڼه  بللي دي .

​د کبيره ګناه د مرتکب حکم دادی چې د ګناه له مخي دهغه سزا مستحق دی چې ورته ټاکل شوې ده ، خو په اور کې به د تل لپاره نه وي . دده کار الله Y  ته سپال کيږي ، که ئې اراده وه عذاب به ورکړي او که ئې خوښه وه بخښه به ورته وکړي . الله Y فرمايي : (( إن الله لايغفر أن يشرک به ويغفر مادون ذلک لمن يشاء )) . [النساء :٩٢]

​(( يقينا الله دا نه بخښي چې شرک ورسره ونيول شي او له دې پرته چې ئې چاته خوښه شي ورمعافوي ئې )) . 

​هغه ډلي چې د اهل سنت وجماعت سره د کبيره ګناه د مرتکب په هکله اختلاف لري 

​په دې هکله درې ډلي اختلاف لري : 

​۱- مرجئه : دوی وايي دکبيره ګناه ترسره کونکی د پوره ايمان خاوند دی ، عذاب نه ورکول کيږي .

​۲- خوارج : دوی په دې عقيده دي چې د کبيره ګناه مرتکب به همېشه په اور کې وي .

​۳- معتزله : ددوی په اند څوک چې کبيره ګناه وکړي نه مؤمن دی او نه ئې کافر بللا ل شو ، بلکي د ايمان او کفر د دوو درجو ترمنځ دی چې ( منزلة بين المنزلتين ) ورته وايي او د تل لپاره به په اور کې وي .

​ايا فاسق د ايمان په نوم کې داخل دی ؟

​فاسق په پوره ايمان کې داخل نه دی ، الله Y فرمايي : (( إنما المؤمنون الذين إذا ذکر الله وجلت قلوبهم وإذا تليت عليهم آياته زادتهم إيمانا و علی ربهم يتوکلون )).[الأنفال:۲]

​(( يقينا مؤمنان هغه کسان دي چې الله ياد شي ددوی زړونه ولړزيږي او چې کله  پردوی باندي دده ( الله ) اياتونه تلاوتيږي ايمان ئې ډ‌ېر شي او پر خپل رب توکل کوي )) .

​مګر په مطلق ايمان کې يا په بل عبارت په هغه ايمان کې داخل دی چې لږترلږه د ايمان نوم ورباندي ياديږي . الله Y فرمايي : (( فتحرير رقبة مؤمنة )). [النساء:۹۲]

​(( نو دي مؤمنه رقبه (مينځه يا غلام ) ازاد کړي )).

​دغه مؤمنه رقبه هم فاسقه او هم غير فاسقه دواړه کېدای شي .

​د صحابه وو په هکله د اهل سنت وجماعت دريځ 

​صحابي هغه چاته ويل کيږي چې د رسول الله r سره يوځای شوی وي ، يا ئې لېدلی وي -که څه هم يوه شېبه وي – ايمان پر ولري او پر همدغه ايمان مړ شوی وي .

​د صحابه وو په هکله د اهل سنت وجماعت موقف دادی چې ددوی سره مينه او محبت ساتي ، کوم صفتونه چې دی ئې مستحق دي ورته ثابتوي ئې ، نه بغض او نه کينه په زړه کې ورسره ساتي ، د بد و رد او ښکنځلو څخه ئې ژبي را ژغوري .

​الله Y ددوی اړوند فرمايي: (( والذين جاءوا من بعدهم يقولون ربنا اغفر لنا ولإخواننا الذين سبقونا بالإيمان ولاتجعل في قلوبنا غلا للذين آمنوا ربنا إنک رؤوف رحيم)). [الحشر:۱۰]

​(( او هغه کسان چې تر دوی وروسته راځي وايي : ربه ! موږ او هغه وروڼو ته مو چې تر موږ وړاندي په ايمان تېر شوي دي بخښه وکړه او زموږ په زړونو کې د هغه کسانو لپاره کينه مه اچوه چې هغوی ايمان راوړی دی ، ربه ! يقينا ته ډېر مهربان او د پوره رحم لرونکی يې )).

​  همدارنګه رسول الله r فرمائلي دي : (( لاتسبوا أصحابي ، فوالذي نفسي بيده لو أنفقتم مثل أحد ذهبا ما بلغ مد أحدهم ولانصيفه)). []

​(( زما صحابه وو ته سپکي سپوري مه واياست ، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی که تاسي د احد هومره سره زر خيرات کړئ ددوی د يوه مد بلکي نيم مد صدقې ته نه شئ رسېدلای)).

​د صحابه وو درجې 

​د صحابه وو درجې سره مختلفي دي ، الله Y فرمايي : (( لايستوي منکم من أنفق من قبل الفتح وقاتل أولئک أعظم درجة من الذين أنفقوا من بعد وقاتلوا وکلا وعد الله الحسنی)).[الحديد:۱۰]

​(( په تاسو کې هغه کسان چې د ( مکې ) تر فتحي وړاندي ئې نفقه کړې وي او جنګېدلی وي سره برابر نه دي دغه کسان ډېره اوچته درجه لري د هغه چا په پرتله چې ( د مکې) تر  فتحي  وروسته ئې خيراتونه کړي وي او جنګېدلی وي ، خو د هر يوه سره بېل بېل الله د نيکيو وعدې کړي دي )) .  

​د درجو توپير ئې د ايمان په قوت ، علم ، غوره عمل ا وپه اسلام کې په وړاندي والي دی .  تر ټولو بهتره صحابه مهاجرين  ورپسې انصار دي ؛ ځکه الله Y مهاجرين پر انصارو راوړاندي کړي دي ، الله Y فرمايي : (( لقد تاب الله علی النبي والمهاجرين والأنصار )) .[التوبة:۱۱۷] 

​((يقينا الله دنبي ، مهاجرينو او انصارو توبه قبوله کړه)).

​او بل داچې مهاجرو هم خپل کلي کورونه پرېښودل او هم ئې د الله او رسول مرسته او ملاتړ وکړ.

​په صحابه وو کې ترټولو بهتره ابوبکر >بيا عمر > دی . پر دې باندي اجماع ده .  د جمهورو اهل سنت وجماعت په اند وروسته عثمان >او ورپسې علي > دی . ځيني کسان عثمان > او ورپسې علي> بهتر ګڼي ، څوک بيا علي> تر عثمان >را وړاندي کوي ، ځينې بيا په دې هکله چوپ پاتي شوي دي او توقف ئې کړی دی . 

​هغه څوک چې علي > تر عثمان > بهتره ګڼي ګمراه نه شي ورته ويل کېدای ؛ ځکه په اهل سنت وجماعت کې داسي کسان شته چې علي >ترعثمان > افضل ګڼي .

​څلور خلفاء

​څلور خلفاء له ابوبکر ، عمر ، عثمان او علي رضي الله عنهم څخه عبارت دي. د خلافت ترتيب ئې په همدې شکل وو چې لومړی ابوبکر> ، ورپسې عمر> ، بيا عثمان> او وروسته علي > وو.

​هغه څوک چې ددوی په خلافت کې يا ددوی د خلافت په ترتيب کې مخالفت کوي ګمراه دی ؛ ځکه د صحابه وو او د اهل سنت وجماعت د اجماع مخالف دی .

​د ابو بکر > خلافت ته رسول الله r ضمنا اشاره کړې ده چې د لمانځه امامت او د حج امارت ئې ده ته سپاره ، همدا ډول دی تر ټولو بهتر صحابي دی نو ځکه لومړی د خلافت حق دده دی.

​د عمر > خلافت د ابوبکر په لارښوونه ثابت دی او تر ابوبکر > وروسته تر ټولو افضل صحابي دی . 

​ د عثمان > خلافت بيا د اهل شوری په پرېکړه ثابت دی . 

​ او د علي > خلافت د اهل الرأي ( مخورو مشرانو) په بيعت ثابت دی او په دې چې تر عثمان> وروسته ترټولو افضل صحابي دی .

​بدري صحابه

​داهغه مسلمانان دي چې د بدر په جګړه کې وجنګېدل او شمېر ئې ديارلس سوه او څو لس تنه وه .ددوی د فضيلت په هکله دومره کفايت کوي چې الله Y ورته وويل : (( اعملوا ماشئتم قد غفرتُ لکم)). []

​​(( څه چې مو خوښه وي وئې کړئ ، ما تاسي ته بخښه کړې ده )).

​مانا ئې داده چې کوم ګناهونه له دوی څخه صادريږي الله Y د همدې ستري ښېګڼي په خاطر چې په بدر کې ئې ګډون کړی دی وربخښلي دي . له دې زيري څخه ضمنا دا هم روښانه ده چې له بدريانو څخه يو هم نه دی مرتد شوی.

​د بيعت الرضوان خلګ

​د بيعت الرضوان اهل هغه کسان دي چې د رسول الله r سره ئې د حديبيې په کال پر دې بيعت وکړ چې د قريشو سره به تر مرګه جنګيږي او تېښته به نه کوي .

​د بيعت سبب داوو چې کله رسول الله r عثمان > قريشو ته د خبرو اترو لپاره ولېږه دا خبره خپره شوه چې قريشو عثمان > وژلی دی ، نو صحابه وو د رسول الله r سره د قريشو پر ضد د جګړې بيعت وکړ.

​ د رضوان بيعت ئې ځکه بولي چې الله Y له هغه کسانو څخه راضي شو چې د رسول الله r سره ئې دلته بيعت وکړ . ددوی شمېر شاوخوا څوارلس سوه کسه وو . دا ښېګڼي ددوی په برخه شوي دي :

​۱- الله r ځني راضي شو ، الله Y فرمايي : (( لقد رضي الله عن المؤمنين إذ يبايعونک تحت الشجرة)). [الفتح:۱۸]

​(( يقينا الله له هغه مؤمنانو څخه راضي شو چې ستا سره ئې تر وني لاندي بيعت کاوه )). 

​۱- له اوره په امان او بچ دي ، رسول الله r فرمايي: (( أنه لا يدخل النار من بايع تحت الشجرة)). []

(( هغه چا چې تر وني لاندي ئې بيعت (راسره) کړی دی اور ته به داخل نه شي )).

​د نبي r اهل بيت 

​د رسول الله r اهل بيت دده r مېرمني او هر هغه څوک دي چې زکات اخستل ورته روا نه دي ، لکه د علي> ، جعفر>، عباس> او نورو اولاده . ددوی د ايمان او د رسول الله r سره د خپلوۍ پر اساس له دوی سره محبت واجب دی ، عزت او احترام ئې فرض دی . د الله رسول r ددوی په هکله داسي توصيه کړې ده : (( أذکرکم الله في أهل بيتي )).[] (( زما د اهل بيتو په اړه الله دريادوم)).

​ددوی سره محبت دايمان نښه ده ، رسول الله r فرمايي : (( والله لايؤمنون حتی يحبوکم لله ولقرابتي)).[] (( قسم په الله که دا ( کسان) ايمان لري ترڅو ستاسي سره د الله لپاره او زما د خپلوۍ په خاطر محبت ونه کړي)).

​د اهل بيتو اړوند دوې ډلي ګمراه شوي دي 

​لومړۍ: روافض: دوی په اهل بيتو کې له افراطه کار اخلي ، تر خپلو درجو ئې لوړوي ، آن په دوی کې داسي کسان هم شته چې علي > الله ګڼي.

​دوهمه : نواصب ( خوارج) : دوی هغه خوارج دي چې د اهل بيتو سره دښمني کوي ، قولا او عملا هغوی ته ضرر رسوي . 

​د نبي r مېرمني

​د رسو الله r مېرمني د امت تر ټولو بهتره ښځي دي ، دا د رسول الله r د درجې او منزلت په خاطر ، دوی د مؤمنانو مېندي او په آخرت کې هم د رسول الله r زوجاتي دي ، دوی له هر ډول پليتۍ څخه پاکي دي ، که چا په دوی کې پر يوې هم د درواغو تور پوري کړ کافر دی ؛ ځکه په داسي دروغو کې د رسول الله r کمي ده او د هغه r د بستر په هکله شکونه راولاړوي . 

​په دوی کې ترټولو غوره ښځي خديجه او عائشه E دي ، په دوی دواړو کې بيا هره يوله له بلي څخه په يوه نه يوه وجه افضله ده .

​د خديجې A خوبايي داده چې دا لومړنۍ ښځه وه چې پر رسول اللهrئې ايمان راوړ ، درسالت په لومړيو ورځو شپو کې ئې ددهr مرسته وکړه ، له ابراهيم پرته د رسول الله r نور ټول اولادونه له دې څخه زېږېدلي دي . د الله د رسول r په وړاندي د اوچتي درجې څښتنه وه ، هر کله به ئې يادوله او د مرګ تر وخته ئې بله ښځه نه ده ورباندي په نکاح کړې .

​دعائشې A ځانګړتياوي دادي چې درسول الله r سره ئې د مرګ ترشېبې پوري ښه ژوند وکړ، الله Y په خپل کتاب کې ددې د بې ګناهۍ ثبوت نازل کړ ، کله چې د افک کسانو دا تورنه کړه په هکله ئې الله Y اياتونه نازل کړه چې د قيامت ترورځي تلاوتيږي ، دې چې د رسول الله r کومي لارښووني او سنتونه ياد کړي ددې په څېربلي ښځي نه دي ساتلي، دې په امت کې ډېر علم خپور کړ، له دې پرته پېغمبر r بله پېغله ښځه نه ده په نکاح کړې ، نو ددې کورنۍ روزنه د رسول الله r پر لاس شوې ده او ددې په هکله نبي r فرمايي: (( فضل عائشة علی النساء کفضل الثريد علی سائر الطعام )) .[] (( عائشه پر نورو ښځو داسي بهتره ده لکه ښوروا چې پر نورو خوړو غوره ده)). 

​د صحابه وو د خپلمنځي اختلافاتو په هکله د اهل سنت وجماعت دريځ

​په دې هکله ددوی دريځ دادی چې دا پيښي د دواړو لوريو په اجتهاد رامنځ ته شوي دي ، په لوی لاس ئې د غلط هدف لپاره نه دي پيښي کړي. او مجتهد که حق ته ورسيږي دوه اجره ورکول کيږي او که پکې خطا شي د يوه اجر مستحق دی . ددوی ترمنځ پيښي نه د چوکۍ او نه هم په ځمکه کې د فساد خپرولو لپاره شوي دي ،د صحابه وو D شان داسي نه وو چې دداسي پوچو اهدافو لپاره نښته وکړي ، دوی دپوره عقل کامل ايمان او د حق په لټولو کې ترټولو خلګو وړاندي وو ، نبي r فرمايي : (( خير الناس قرني)). [] (( ترټولو غوره انسانان زما د زمانې دي )).

​نو ښه به دا وي چې ددوی ترمنځ په رامنځ ته شويو پېښو کې ځان دخيل نه کړو او چاري ئې الله Y ته وسپارو ، دا سالمه لار ده ، که داسي ونه کړو خاماخا به له يوه اړخ سره د دښمني او بغض د راپيدا کېدو سبب شي .

​د صحابه وو په هلکه د راغليو آثارو اړوند د اهل سنت وجماعت دريځ

​هغه آثار چې د صحابه وو بدۍ پکې راغلي دي اهل سنت ئې په هکله دا موقف لري چې دا ډول آثار پر دوه ډوله دي : 

​لومړی : صحيح آثار دي چې په دې کې صحابه معذور دي ؛ ځکه دا هرڅه د اجتهاد پر بنسټ رامنځ ته شوي دي ، مجتهد که خطا شي يو اجر ورته شته او که حق ته ورسيږي دوه ثوابونه ورکول کيږي .

​دوهم : غير صحيح آثار ، دا ډول آثار يا له اصله دروغ وي يا زيادت او کمی پکې شوی وي او يا پر بل مخ اړول شوي وي ، دا ډول آثار صحابه وو ته زيان نه شي رسولای ؛ ځکه بې بنسټه او مردود دي . 

​دصحابه وو عصمت

​صحابه له ګناهونو څخه معصوم نه دي ، د نورو غوندي له دوی څخه هم دګناه د صادرېدو امکانات شته ، مګر دومره ده چې دوی تر نورو انسانانو و مغفرت او بخښني ته ورنژدې دي . دا ځکه چې : 

​۱- دوی د قوي ايمان او غوره عمل خاوندان وه 

​۲- په اسلام کې تر ټولو وړاندي او بهتره وه ، له رسول الله r څخه ثابته ده چې ددوی زمانه تر ټولو خير زمانه ده .

​۳- هغه غټي او ستري کارنامې دوی ترسره کړي دي چې د بل چا نه دي په برخه شوي ، لکه دبدر غزا او د رضوان بيعت .

​۴- له ګناه څخه توبه ، توبه مخکني ګناهونه له منځه وړي .

​۵- دوی داسي ښېګڼي او او اجرونه ترلاسه کړي دي چې بدۍ ئې له منځه وړي .

​۶- دوی ته داسي ازمايښتونه او امتحانونه ورپېښ شول چې ګناهونه ئې ور ورژوي.

​۷- مؤمنان دوی ته همېشه دعاګاني کوي.

​۸- د دوی لپاره د رسول الله r شفاعت ، چې دوی ئې تر ټولو مستحق دي.

​نو بنا پر دې چې له دوی څخه څه پېښ شوي دي د دوی د ښېګڼو په پرتله ډېر لږ دي. د وی تر انبياوو وروسته ترټولو غوره خلګ دي ، ددې امت چې تر ټولو بهتر امت دی دوی پکې صفا کسان وه ، نه مخکي او نه وروسته تر دوی غوره خلګ شته .

​د جنت يا اور شاهدي ورکول

​د جنت ګواهي پر دوه ډوله ده : عامه او خاصه ګواهي 

​عامه شاهدي : هغه شاهدي ده چې د عامو مؤمنانو لپاره د جنت ګواهي ورکول شي او يو مشخص څوک په ګوته نه کړي چې فلانی جنتي دی . الله Yفرمايي : (( إن الذين آمنوا وعملوا الصالحات کانت لهم جنات الفردوس نزلا)).[الکهف:۱۰۷] (( يقينا د هغه کسانو لپاره چې ايمان ئې راوړی وي او غوره عملونه کوي د فردوس جنتونه به د مېلمستيا لپاره ورته تيار وي )).

​او خاصه شاهدي داده چې د يو معين شخص په هکله د جنت ګواهي ورکړل شي ، دا ډول شاهدي تر دليل پوري موقوفه ده چې له کتاب او سنت څخه به دليل ورباندي وي ( ياني تر څو چې د يوچا په هکله دليل نه وي شاهدي نه شو ورکولای)  ، چا ته چې نبي r د جنت شاهدي ورکړې ده موږ هم هغه شاهدي ورکوو ، لکه : عشره مبشره ، ثابت بن قيس بن شماس ، عکاشه بن محصن او دا ډول نور صحابه D.

​همدارنګه په عمومي شکل د کفارو لپاره داور شاهدي ورکول کېدای شي ، الله Y فرمايي : (( إن الذين کفروا بآياتنا سوف نصليهم نارا)).[النساء:٥٦]

​(( يقيـنا هغه کسان چې زموږ پر آياتونو کافران شوي دي ، د ( جهنم ) له اور سره به ئې وصل کړو)).

​خاصه ګواهي د يو معين شخص لپاره ورکول کيږي چې دا هم د کتاب او سنت تر دليل پوري موقوفه ده ، لکه د ابولهب او ښځه ئې، ابوطالب ، عمرو بن لحي الخزاعي او داسي نورو کسانو په هکله چې د جهنم فيصله شوې ده.

​د اولياوو د کرامتونو په هکله د اهل سنت وجماعت نظر

​اهل سنت و جماعت د اولياوو وکرامتونو ته قائل دي او عقيده ورته لري ، دليل ئې د اصحاب کهف او نورو کيسي دي چې په قرآن کې ئې يادوني شوي دي او خلګ ئې په هره زمانه او هر ځای کې ويني.

​په دې مسئله کې معتزله مخالف دي ، دوی کرامت ته قائل نه دي ، ددوی په اند که کرامت ثابت شي نو بيا د ولي ، نبي او ساحر تر منځ فرق نه شيکېدای . خو ددوی دا ګومان له دوو وجهو غلط دی :

​۱- کرامت شرعا ثابت دی او انکار ځني کول تکبر او عناد دی.

​۲- ددوی په فکر که کرامت ثابت شي نو دولي او نبي ترمنځ توپير له منځه ځي. ددوی دا خبره ځکه دمنلو نه ده چې محمدr وروستی نبي دی او تر دهr وروسته بل نبي نه راځي او بل دا چې نبي په خوله وايي چې زه دالله Y له خوا نبي رالېږل شوی يم او الله Y ئې په خپلو نښو نښانو ملاتړ کوي ، خو ولي دا نه وايي چې ګويا دی نبي دی.

​همداراز ددوی دا خبره چې د کرامت په ثبوت کې د ولي او کوډګر (ساحر) فرق نه کيږي هم بې ځايه ده ؛ ځکه ولي مؤمن او متقي وي ، د الله Yله لوري کرامت ورته راشي ، دی هيڅ ونډه نه پکې لري . خو ساحر کافر او له اسلامه منحرف وي ، دده سحر د اسبابو له مخي تاثير لري او امکان لري چې په بل سحر دي دده سحر مات او له منځه ولاړ شي.

​ولي او کرامت

​ولي هر پرهېزګاره متقي او مؤمن ته ويل کيږي ، چې د شريعت سره سم د اللهY اطاعت کوي .

​کرامت يو خارق العاده کار وي چې الله Y ئې دده د عزت يا د خپل دين د مرستي لپاره د خپل يو ولي پر لاس ښکاره کړي.

​د کرامت ګټي:

​۱- د الله Y د قدرت نښه ده .

​۲- ددين ملاتړ او د ولي عزت پکې دی .

​۳- دايمان زيادت پکې راځي او هغه ولي پر دين لاټينګ پاتيږي چې پر لاس ئې کرامت ښکاره شوی دی.

​۴- د همدغه ولي لپاره زېری دی.

​۵- دا دنبي لپاره معجزه هم ده ؛ ځکه ولي چې کوم دين عملي کړی دی هغه پر حق دی.

​د کرامت او معجزې ترمنځ دا فرق دی چې معجزه دنبي لپاره او کرامت د ولي لپاره دی.

​کرامت دوه ډوله دی :

​۱- په علم او مکاشفه کې ، مثلا : ولي ته داسي علم حاصل شي چې بل چا نه وي تر لاسه کړی ، يا يو غائب کار ده ته څرګند شي چې بل چا ته نه وي ښکاره شوی ، لکه عمر بن الخطاب > چې يو ورځ خطبه ويل په دې حال کې ده ته دهغه ‌ډلګۍ حال ښکاره شو چې په عراق کې محاصره شوي وه ، نو دهغه ډلګۍ قوماندان چې ساريه بن زنيم نومېده داسي وويل : ساريه ! غره ته شه . قوماندان داخبره واورېدل او د غره لوري ته شو.

​۲- په قدرت او تاثيراتو کې ، لکه يو ولي ته چې داسي ځواک او اغېز ورکول شي چې د بل چا سره نه وي ، لکه : علاء بن الحضرمي چې کله په سمندر ورګډ شو نو د اوبو پر سر روان وو.

​په سيرت او عمل کې د اهل سنت وجماعت طريقه

​لومړی : په ښکاره او پټه د نبي r د آثارو اتباع کوي ، همدارنګه د لومړنيو مسلمانانو ، مهاجرينو او انصارو پر پل پل ږدي ، څنګه چې رسول الله r فرمايي: (( عليکم بسنتي ، وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي)).[]

​(( پر تاسو زما او تر ما وروسته د راشده خلفاوو سنت لازمي دي)).

​راشده خلفاء هغه خلګ دي چې تر نبي r وروسته په امت کې  دعلم ، ايمان او حق ته په رابلنه کې ددهr ځايناستي دي. ددغه صفت تر ټولو مستحق کسان څلور خلفاء : ابوبکر، عمر، عثمان او علي D دي.

​دوهم:امربالمعروف او نهي عن المنکر ، پر هغه طريقه چې شريعت لازمي بللې ده .

​معروف هر هغه څه ته وايي چې شريعت ښه بللی وي او منکر هر هغه شي ته وايي چې شريعت بد ګڼلی وي ، نو په هر څه چې شريعت امر کړی وي معروف او چې منعه کړی ئې وي منکر دی.

​امر بالمعروف څو شرطونه لري

​ا:هر چاچې دا کار پر غاړه اخستی وي بايد په معروف او منکر خبر وي.

​ب:پر ځان به د ضرر وېره نه ويني.​

​ج:پر دغه کار به غټ فساد مشتمل نه وي.

​دريم: واميرانو ته – که نېکان وي او که فاجران – نصيحت ، ددوی سره حج ، جهاد ، په  جُمعه او اخترونو کې ورسره يو ځای کېدل . ترڅو چې ئې د الله په معصيت امر نه وي کړی ، خبره به ئې منل کيږي او طاعت ئې لازمي دی.

​څلورم : د ټول امت لپاره نصيحت او د مسلمانانو ترمنځ محبت ، الفت او يو له بله مرسته کول. رسول الله r فرمايي : (( المؤمن للمؤمن کالبنيان يشد بعضه بعضا)).[]

​(( يو مؤمن دبل مؤمن لپاره د ودانۍ په څېر دی ، يو له بله سره ټينګوي)).

​همدارنګه فرمايي : ((مثل المؤمن في توادهم ، وتراحمهم ، وتعاطفهم کمثل الجسد الواحد . إذا اشتکی منه عضو تداعی له سائر الجسد بالحمی والسهر)). []

​(( په محبت ، رحم او خواخوږۍ کې دمؤمن مثال د يوه بدن په څېر دی . چې يو غړی ئې په شکايت شي نو ټول بدن په تبه او بدخابۍ ورسره په واويلا وي)).

​پنځم : و غوره اعمالو او ښه اخلاقو ته دعوت کول لکه رشتيا ، نيکي ، صحبت او داسي نور شرعي او عرفي اخلاق تطبيقول.

​شپږم: له بدو خويونو څخه منعه کول ، لکه : درواغ ، دمور و پلار ازارول ، دمخلوق سره بد چلند ، په تقدير باندي ناخوښي ، دنعمت کفران او ناشکري، د ګاونډيانو او ملګرو سره بده رويه او داسي نور شرعي او عرفي بد خويونه .

​اهل سنت وجماعت د انسانانو عقېدې ، عملونه او اخلاق په څه شي تلي؟

​اهل سنت هره عقيده ، عمل او اخلاق په قرآن ، سنت او اجماع تلي .

​قرآن د الله Y کتاب دی ، سنت د نبي r قول ، فعل او اقرار دی . او اجماع دې ته وايي چې ددې امت ټول مجتهدين تر نبي r تر وفات وروسته پر يو شرعي حکم اتفاق وکړي او ټول سره پر يوه خوله شي.

​هغه اجماع د اعتبار وړ ده چې د امت سلف او مخکني علماء ورباندي متفق وي ؛ ځکه وروسته اختلافات ډېر شول او خلګ سره خواره شول .

​( دلته مؤلف د قياس يادونه ځکه ونه کړه چې قياس هم بېرته دغه درو اصولو ته مسترديږي)

​صديقين ، شهداء ، صالحين او ابدال 

​صديقين : هغه کسان دي چې په عقيده ، قول او عمل کې رښتيني او دحق پلويان وي .

​شهداء : هغه څوک دي چې د اللهY په لاره کې ووژل شي . دا خبره هم شوې ده چې علماوو ته وايي.

​صالحان : هغه کسان دي چې په زړونو او اندامونو ئې غوره اعمال اخښل شوي وي .

​ابدال : هغه دي چې د دين په نصرت او دفاع کې يو له بله ځايناستي وي ، چې کله يو ولاړ شي په بدل کې ئې بل راشي.

​دغه څلور واړه خلګ په اهل سنت و جماعت کې شته .

​هغه ډله چې د آخرت تر ورځي پوري منصوره ( بريالۍ ) بلل شوې ده کومه يوه ده ؟ او له قيامت څخه مطلب څه شی دی ؟

​منصوره يا بريالۍ ډله د اهل سنت وجماعت ډله ده ، نبي r فرمايي : (( لاتزال طائفة من أمتي علی الحق منصورة ، لا يضرهم من خذلهم ، ولامن خالفهم حتی يأتي أمر الله )). وفي رواية : (( حتی تقوم الساعة)). []

​(( زما دامت يوه ډله به پر حق ولاړه وي ، هغه څوک چې دوی سپکوي يا ددوی سره مخالفت کوي ضرر نه شي وررسولای ، ترڅو چې د الله امر راځي)). په بل روايت کې داسي دي : (( ترڅو چې قيامت راځي )).

​د قيامت له راتګ څخه مطلب د قيامت رانژدې کېدل دي ؛ ځکه په بل حديث کې راځي : (( إن من شرار الناس من تدرکهم الساعة وهم أحيا‌ء)). []

​(( تر ټولو بدترين خلګ هغه دي چې دوی ژوندي وي قيامت ورباندي راشي )).

​اهل سنت و جماعت تر انبياوو وروسته ترټولو غوره خلګ دي نو دا امکان نه لري چې قيامت دي پر دوی راشي.

​له اللهY څخه دا غوښتنه کوو چې موږ په دوی کې وشمېري او تر هدايت وروسته مو زړونه راکاږه نه کړي او خپل رحمتونه راباندي ولوروي ، يقينا دی ډېر لورونکی ذات دی .

​وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وأصحابه أجمعين.

 

د العقيدة الواسطية او پر هغې د تعليقاتو کمپوز په ١٤٣٣/٨/٣٠ کې وشو

 

١٤٣٣/٨/٣٠

المدرسة الرحمانية الإسلامية