کور / تازه خبرونه / د ملي امنیت سلاکار: که داعش په پاکستان کې پټنځایونه پیدا کړي د سیمې لپاره په لوی ګواښ بدلېدلای شي

د ملي امنیت سلاکار: که داعش په پاکستان کې پټنځایونه پیدا کړي د سیمې لپاره په لوی ګواښ بدلېدلای شي

Hanif Atmar اتمر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر نن شنبه، له ازادۍ راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال و ویل، چې د داعش تروریستي ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوې خو اندېښنه لري، چې که په پاکستان کې پټنځایونه پیدا کړي، د سیمې لپاره په لوی ګواښ بدلېدلای شي. 
د ملي امنیت سلاکار د داعش د یوه مشر حافظ سعید وژل کېدو او په ننګرهار کې د هغو د پټنځایونو له منځه وړلو ته په اشارې سره و ویل، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلو نړېوالو متحدینو په همکارۍ، په هلمند، فراه او ننګرهار کې د داعش مشرتابه او جرړې له منځه یوړې خو که د طالبانو په څېر دا ډله هم په پاکستان کې پټنځایونه پیدا کړي، د ټولې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښولای شي. د هغه په وینا داعش تروریستي ډله، چې په ننګرهار کې یې اکثره فعالیتونه د ډیورنډ له فرضي کرښې د هاغه غاړې څخه سمبالېدل په افغانستان و ځپل شوه او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی بشپړې له منځه وړنې ته ژمن دي. د ملي امنیت سلاکار په دې مرکه کې، ترهګري د ټولې سیمې لپاره مشترک تهدید او د دې شومې پدیدې پر وړاندې مبارزه یې د سیمې د ټولو هېوادونو مشترک مسوولیت وبللو. د ملي امنیت سلاکار د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د خپل وروستي سفر هدفونو ته په اشارې و ویل: (( موږ په تېرو نهو میاشتو کې د سیمې یوولسو هېوادونو ته سفرونه وکړل. د دې سفرونو هدف دا و، چې د سیمې په کچه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د پالیسۍ په کچه همغږي او د افغان پوځ د تجهیز لپاره امکانات ترلاسه کړو، چې له نېکه مرغه دا دواړه هدفونه ترلاسه شول.))
د ملي امنیت سلاکار په وینا د دې سفرونو پایلې به ځینې په لنډ، ځینې په منځ او ځینې په اوږده مهال کې محسوسې شي. د ملي امنیت سلاکار د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنو، تعهداتو او د بروکسل کنفرانس لپاره د دولت پر چمتووالي هم خبرې وکړې، چې جزییات به یې د ازادۍ راډیو له لارې په همدې مرکه کې خپاره شي.