کور / هراړخیز / په سوله او امنیت کې ددیني علماؤ مسؤلیت

په سوله او امنیت کې ددیني علماؤ مسؤلیت

سیدالرحمن عابدSaid rahman abed سيدرحمن عابد

دکايناتو په دې لويه نړۍ کې چې انسانان ژوند کوي،دخپل ژوند دبقا لپاره  کار لټوي،کار کوي او هر هغه څه چې سرته يې رسوي دپرمختګ په موخه وي ،پرمختګ ته رسيدل په يوه ټولنه کې  بې له سولې امکان نه لري ،دنړۍ په هر ګوټ کې قوانين، پلانونه ،کارونه او خلک ددين په بنسټ ولاړوي،زموږ ټولنه يوه اسلامي اوکلتوري ټولنه ده،ټول کارونه ،پلانونه، قوانين، مسووليتونه اونور…پکې داسلام دمبارک دين دلارښوونو په اساس تنظميږي .

داسلام مبا رک دين له نن  څخه(۱۴۰۰)کاله وړاندې په ټولنه کې دښه ژوند ،پرمختګ او دکارونو دتنظيم لپاره سوله ،زړه سوی، تفاهم،دمشرانو او ديني علماوو احترام، ددوی خبرو ته دقيق غوږ نيول اوداسې نورو لارښونه کړې ده ، (۱۴۰۰)کاله وړاندې دا لارښوونې دديني علماؤ دمعلوماتو او لېکنو په اساس ترموږ رارسېدلې دي  او دنړۍ ډيره برخه نفوس دهمدې علماوو له برکته داسلام دمبارک دين په پيروۍ کې ژوند کوي ،نو همدا علماء دي چې دپيغمبر (ص) وارثان ياديږي، دپخوا په څېرکولی شي چې خپله ټولنه او خپل خلک داسلام دمبارک دين  دلارښوونو په اساس سوله ييز ژوند،امنیت او ښې حکومتدارۍ ته را وبولي.

ديني علماء دي چې زموږ په دې ديني او کلتوري ټولنه کې خلک ورته له مور او پلار نه وروسته دلومړني استاد په توګه په احترام قايل دي ،علماء دي چې خلک ورته ماشوم  دپيدايښت په لومړيو ورځوکې دديني ارشاداتو ( اذان)  د او رولولپاره ور وړي ، ترڅويې ماشوم دلوی الله (ج) نامه د اول ځل لپاره دمولوی صيب له خولې واوري ،همداعلماء دي چې ،ډاکټر،انجنير،استاد، قاضي، مشر،محصل ،زده کوونکی،ښځې او نارينه ټول يې خپل مذهبي لارښود بولي ،نو څه فکر کوئ،  په داسې يوه اسلامي ټولنه لکه افغانستان کې دديني علماوو رول دسولې او امن دتامين لپاره څومره اړین دی؟ ستاسو ټولوځواب به ضرور دا وي چې يوازې ديني علماء کولی شي چې دسولې دتامين او امن لپاره تر ټولو زياته کار وکړي.

ديني علماء که په ښوونځيو،جوماتونو، مدرسو او دجمعې په ورځ په وعظونوکې دســـــــــــــــــــــــولې او امن  په ارزښت،اهميت،ګټواوپه افغانستان  کې دسولې په اړتياؤ  ډېرې کمې خبرې هم وکړي، ستر ځای به ونيسي،چې له يوې خوا به ديني علماؤ خپل اصلي رسالت چې دپيغمبر(ص)له لوري ورسپارل شوی ادا کړی وي  او له بلې خوا به زموږ په ګران هېواد افغانستان کې ديوې سوله ييزې فضا په رامنځته کولو کې مؤثر تمام شوي وي .

همدا سوله ييزه فضا به په هېواد کې ښې حکومتدارۍ، متوازن پرمختګ، عدالت او ديوه سرلوړي افغانستان په منځته راتګ کې خورا ګټور تمام شي .

دديني علماوو پورتنيو ارزښتونو ته په کتو  بايد دهېواد په لر او بر کې ټول دیني علماء دسولې د روانې پروسې دلاپيا وړتيا ،چټکتيا  او د هېواد په دې حساسو شرایطو کې د ډاډمن امن دټېنګښت په برخه کې تربل هرچا زياته کار وکړي ،هيله مو له ټولو ديني علماوو څخه ده چې دممبرونو له لارې،خلکو ته دسولې او امن پر اهميت  او دجګړو،وژنو او ورانیوپه باب داسلام  دسپيڅلي دين په رڼا کې ولس ته څرګند پيغامونه وکړي او په دې سره په هېواد کې د ډاډمن امن  او تل پاتې سولې په ټېنګښت کې رغنده رسالت او مسؤلیت ترسره کړي.