کور / تازه خبرونه / په پېښور کې دټولو سیاسي ګوندونو استازیو دافغان کډوالو په اړه غونډه وکړه

په پېښور کې دټولو سیاسي ګوندونو استازیو دافغان کډوالو په اړه غونډه وکړه

د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویزخټک وايي، په پښتونخوا کې د پولیسو او امنيتي ارګانونو له لوري د افغان کډوالو ځورول د دوی د ایالتي حکومت نه تګلاره ده او نه هم د دوی حکومت غواړي، چې دا کډوال دي په زوره له دغه ایالته و ایستل شي.
پرویز خټک دا خبرې د سې شنبې په ورځ په پېښور کې د ټولو سیاسي ګوندونو د استازیو تر ګډې غونډې وروسته له خبریالانو سره وکړې.
ښاغلی خټک زیاتوي، په پښتونخوا کې افغان کډوال ددوی لپاره ستونزه نه، بلکې هغه کډوال ستونزه ده، چې د ده په خبره ثبت یا راجسټر شوي نه دي. خو نوموړي اعلان وکړ چې د نومبر میاشتې تر پنځلسمې نېټې به هغه افغانان چې راجسټر شوي نه دي، هغوی هم د پولیسو لخوا په چاپو کې نه نیول کېږي.دا وروستیو کې ګڼ شمېر افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي د ده په خبره که دغه کډوال وهم نیول شي، پرضد به يې رپوټ نه ثبتېږي.
پرویز خټک وايي، په دغه غونډه کې په افغانستان کې د پاکستان د پخواني سفیر رستم شاه مومند په مشرۍ يوه کمېټه جوړه کړې، چې له دغې کمېټۍ سره به د افغان کډوالو مشران او پولیس چارواکي هره اوونۍ ويني او د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورولو په هکله به ورته معلومات ورکوي
پروېز خټک وايي، د نومبر میاشتې تر پنځلسمې نېټې به هغه افغان چې راجسټر شوي نه دي، هغوی هم د پولیسو لخوا په چاپو کې نه نیول کېږي.
پرویز خټک زیاتوي په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هغو افغان کډوالو کورونه او دوکانونه چې دوی يې پلورل غواړي، هغوی ته به هم داسې زمينه برابروي چې څوک يې ور څخه په ارزانه بیه وانه خلي.
په دغه غونډه کې د واکمن تحریک انصاف ګوند په ګډون، عوامي نشنل ګوند، قومي وطن ګوند او د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو استازیو ګډون درلود. د پښتونخوا حکومت دا غونډه تر هغه وروسته رابللې چې په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو مشرانو په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره لیدلي و او هغه ته يې شکایت کړی و، چې په پښتونخوا کې يې پولیس ځوروي.
د خيبر پښتونخوا اعلی وزير پرويز خټک د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يوه کميټي اعلان کړې ده او ويلي يې دي چې تر ۱۵ نومبر پورې به د نا رجسټره افغان کډوالو خلاف څه ډوله قانوني کړنې نه کيږي. پرويز خټک وويل چې پوليسو ته لارښونه کړې چې د نومبرتر١٥ پورې نارجسټره افغان کډوال تنگ نه کړي.
(“تر ۱۵ نومبر پورې به د نارجسټره افغان کډوالو پر ضد ايف آيي آر نه درج کيږي او نه به يې هم له پولې پورې اړوي. پوليس به ورته اخطار ورکوي چې تر ۱۵ نومبر پورې يا افغانستان ته ولاړ شي او يا دې هم قانوني کاغذونه برابر کړي. له ۱۵ نومبر وروستو که وفاقي(مرکزي) حکومت افغان کډوال رجسټر کوي او يا د دوی په اړ څه بله پريکړه کوي نو موږ به پرې عمل کوو.”
له بله پلوه د جماعت اسلامي ګوند غړی او د خیبر پښتونخوا سينير صوبايي وزير عنايت الله خان وايي چې بايد د نړيوال او قامي قانونو تر مخه افغان کډوالو ته پاکستاني شهريت(تذکره ) ورکړل شي.
هغه زياته کړه: “زموږ ژبه يوه ده زموږ زموږ نسل او مذهب يو دی. افغانانو قرباني ورکړې ده او د روس نه يې پاکستان خوندي کړی دی. نو هغوي داسې په سپکه طريقه نه دي اوباسل پکار. پاکستان کې ميشت ۷۰ فيصده افغان کډوال هم دلته زيږيدلي دي نو د نړيوال قانون مطابق بايد چې شهريت ورکړل شي.”مرکزي حکومت پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کيدو موده د روان کال تر ۳۱م دسمبر پورې غځولې ده او د يو اين ايچ سي آر تر مخه د کډوالو د واپسۍ عمل د مخکې په پرتله ګړندی شوی دی.
د د خیبر پښتونخوا پخوانی وزير اعلی او د دې صوبې د عوامي نيشنل ګوند مشر .اميرحيدرخان هوتي خبريالانو سره د افغان کډوالو په ستونزو په اړه خبرې وکړي وويل افغان کډوال بايد په زور ونه ويستل شي. هغه زياته کړه چې که داسې کيږي نو د پاکستان او افغانستان تر منځ به خرابې اړيکې لا نورې پسې خرابې شي.نوموړي زياته کړه: ((زه افغانانو ته مهاجر نه وايم. افغانان وروڼه يې بولم. که دوی سره زور زياتی کيږي نو دا به د پاکستان او افغانستان تر منځ بې باوري لا نوره ډيره کړي. د دواړو هيوادونو امن د يو بل سره تړلی دی نو پکار ده چې د اړيکو د خرابولو پر ځای د افغانانو ستنول د هغوی سره په سلا مشوره وشي.))