کور / شعر / خر او پاچهي ـ منظوم نکل

خر او پاچهي ـ منظوم نکل

ahmadwaliachakzai

نن له ځنګله مي راوړې افسانه ده
رشتيا که نه ده خو د پند يو خزانه ده
وايي يو وخت خر و زمري ته سو ګويان
ژړا کوله يې مله مله د خپل بيان
ويل دا ستا د ځنګل څه چي حيوانان دي
بس ټوله ورځ دوی زما په هکله په بيان دي
څوک راته وايي چي زه خر يم او احمق يم
څوک بیا دا وايي پر خرتوب باندي زه کلک يم
دوی چي دا خپل تر منځ ښکنځل سره کوي نو
دا زما په نوم باندي يو بل دوی يادوي نو
راته ښيي داړي تېرې څه چي ليوان دي
راباندي ګرځي کرۍ ورځ څه چي مرغان دي
له بيري خوب کولای نه سم زه بېرېږم
نور نو له سيوري څخه خپل سم زه ډارېږم
زه نور پښېمان له دې ژوندونه يم بېزاره
دا نو څه ژوند دی چي شهرت لرم بېکاره
ته داسي وکړه ما يو څو ورځي باچا کړه
له ستړي ژونده مي يو څو هفتې هوسا کړه
زمري پر وخندل چي دا څنګه منطق دی
له کومه وخته شينکی خر صاحب ناطق دی
دا چي ته خر يې زېږېدلی دا رشتيا دي
خو د خرتوب ټول صفتونه ذمه ستا دي
خر خو حيوان په شان د نورو يو حيوان دی
دا چي خرتوب کوي نو پړن خپله پر ځان دی
نور خرتوبونه ستا که هېر کړم یو پاتيږي
ستا د ا خرتوب به زما هيڅکله نه هيريږي
چي له زمري ته تقاضا د پاچهي کړې
ته له خرتوبه خرتوبي لويه سهي کړې
داسي ځنګل داسي نظام به چيري وي؟
خر چي باچا وي رعایا يې زمري وي
نه ثانيه نه دقيقه او نه ساعت يو
باچا مني څوک شينکی خر خپل بې عزت يو
باچا هغه وي چي طالب د قدرت نه وي
هغه خاکسار وي د بازار بې عزت نه وي
خر په خرتوب باندي ښه ښکاري لوی غوږونه
خدای دي ورنه کړي شينکي خر ته لوی ښکرونه
پر کمزورانو به کوي دی خره ظلمونه
وخت چي د ننګ وي لوی به اچوي ګوزونه
نه راولي دي خدای هيڅ وخت داسي وختونه
پر دې ځنګل چي خر ټيزن کوي امرونه

د روسي نکل «Осел хочет стать королем» څخه منظومه ژباړه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر لومړۍ نېټه، بون
_____________________________________

د ليکوال له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه