کور / تازه خبرونه / زابل: د امنيې قومندانۍ تشکيل ته د خلکو او پوليسو مديريت ورزيات سو

زابل: د امنيې قومندانۍ تشکيل ته د خلکو او پوليسو مديريت ورزيات سو

احمدولي سرحدي

د زابل ولایت امنیتی چارواکی وایی د امنیي قوماندانی په تشکیل کې د خلکو او پولیسو په نوم نوی مدیریت په فعالیت پیل کړی تر څو د ولس او امنیتی ځواکونو تر منځ اړیکی او باور لا زیات کړی.

دغه څانګه چې د خلکو او پولیسو د مدیریت په نوم یادیږی تر دې وړاندي د امنیې قومندانۍ په چوکاټ کي نه وه او د مسوولینو په خبره په جوړیدو سره به یی د ولس همکاری له پولیسو سره لا زیاته سی
د زابل امنیه قومندان جنرال میرویس نورزی د دغه مدیریت د پرانیستلو په مراسمو کې وویل د کورنیو چارو وزارت له لوری دا مدیریت منظور سوی او نن یې په رسمی ډول خپل فعالیت پیل کړ.
نوموړی وویل د دې مدیریت دنده داده چې له عامو خلکو سره اړیکی زیاتی کړی او هغوی ته د پولیسو د فعالیتونو او ارزښت په اړه معلومات ورکړی
جنرال نورزی وایی له دی لاری به ولس هم د پولیسو سره همکاری کوی او د ورانکارو کړنو او جنایی جرمونو په مخنیوی به ډیر ګټور وي.

د خلکو او پولیسو د مدیریت نوی مدیر کبیرخان د امنیی قوماندانی له مسوولینو مننه وکړه چی نوموړی ته یی دغه مهم مسوولیت ورسپارلی
هغه وویل په خپل ټول توان سره به هڅه وکړی چی د افغان ځواکونو په تیره پولیسو په اړه د دي ولایت اوسیدونکو ته مثبت ذهنیت ورکړی
نوموړی له عامو خلکو غوښتنه وکړه چی د دوي د مدیریت له لاری خپلي غوښتنی او ستونزی د پولیسو او امنیی قومندانی سره شریکی کړی.

د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکی هم د دغه مدیریت جوړیدل ګټور بولی او زیاتوی چې باید ډیر مخکی لا جوړ سوی وای
دوی وایی د خلکو او پولیسو تر منځ همکاری له یوی خوا پر حکومت او امنیتی ځواکونو د خلکو باور زیاتوی او له بلی خوا د ناوړه پيښو په مخنیوی کی مرسته کوی.

د زابل په امنیه قومندانی کی پداسی حال کې د ولس سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره نوی څانګه پرانیستل کیږی چی پدې وروستیو میاشتو کې د خلکو په همکاری امنیتی حالت ښه سوی او پولیس ګڼي لاسته راوړنی لری.