کور / راپور / د سويډن دمالمو په ښار کې د علمي او مسلکي شخصيتونو په ویاړ کنفرانس جوړ شو

د سويډن دمالمو په ښار کې د علمي او مسلکي شخصيتونو په ویاړ کنفرانس جوړ شو

د سويډن  دمالمو په ښار کې د علمي او مسلکي شخصيتونو په ویاړ کنفرانس جوړ شو!

د۲۰۱۶ ز کال دسپتمبر په ۱۷ نېټه د مالمو ښار د کروکسبيک  ښوونځۍ دکنفرانسونو په تالارکي د ورځي پر درې نيمو بجو په سويډن کې د دوستۍ فرهنگی ټولنه داريانا کلتوری ټولنې دخپلوعلمی اودابی شخصيتونو دستاينې اوهڅونې په موخه يوه پراخه درنه غونډه جوړه کړې وه .

دکنفرانس کار دقرانکريم دڅومبارکو اېاتونو چې دځوان زلمی رحيم ساداتلخوا قرات سو او د ملي سرود په اوريد پيل سو.

دکنفرانس  کاردپيل له امله ددوستی فرهنگی ټولنې مشر ښاغلی حبيب الله غمخور پرانستونکې وينا واورول او ورپسې دآرياناکلتوری ټولنې دمشرولايت خان ځدراڼ لخوا دخپلي ټولنې پيغام ولوستل سو .

ورپسېله ښاغلی محمد نعيم وطنوال  نه هيله وسوه چې دکنفرانس په نوم دافغانستان دکورنيو چاروپخواني وزير  پوهنمل اركان حرب ستر جنرال الحاج مجتبي  پتنگ پېغام  واوروي، ترهغه وروسته  اغلی ليلا نورزی  دځوانانو په استازيتوب خپل  پيغام دکنفرانس گډونوالوته واوراوه .

دستاينې اوهڅو نې پدې درانه کفرانس کي لمړی ښاغلي دپوهنیار محمد رحمت الله تنها په ۲۰۰۵ ز کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي تر ټولوځوان او کشر استاد، د افغانستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون د هستوي ټکنالوجۍ پخوانی رئیس،د المان د هانوور دښار  په پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکی،د المان د فزیکوالو اتحادیې فعال غړی د المان د فزیکوالو اتحادیې د کلني کنفرانس د غوره جایزې ګټونکی د قلم او ژبې څښتن، لیکوال او څېړونکی، اجتماعي او اکاډیمیک فعال شخصيت بېو گرافي دښاغلی استادسلام اندړ لخواولوستل سوه . ورپسې دښاغلی تنها صاحب داستاد پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ  لخوادکنفرانس گډونوالوته  دده پر ژوند اوعلمی هڅو رڼاواچول . ترهغه ورورسته خپله تنها صاحب ته وخت ورکړه سو چې دکنفرانس دگډونوالوسره دزړه خواله وکړي . تنها صاحب دخپل ژوند ،تعليم اوتحصيل په هکله دکنفرانس گډونوالوته مفصل معلومات ورکړ .

تر تنها صاحب وروسته دالمان ږغ دوچه وله پېژندل سوی ژورناليست اويوزيات شمير قاموسونو ترتيبونکی ښاغلی احمدولي اڅکزی لنډ ژوند ليک دښاغلی شريف عابد لخوا ولوستل سوه اوبيا ښاغلی احمدولی اڅکزی نه غوشتنه وسول چې خپل نظر دکنفرانس دگډونوالوسره شريک کړی . هغه هم دخپل ژوند ،کار اوقاموسونودجوړېدو په هکله معلومات ورکړ او اعلان یې وکړ چې دهمدې کنفرانس په وياړ سويډني پښتو قاموس چې شل زره سويډني لغاتونه پښتو ته راژباړل سوی دقاموسونو ډاډ کام ويب پاڼه کي انلاين او خپورسو.

دکنفرانس گډونوال  ديوې لنډي دمې په څنگ کي دتازه ميوو خوړلوته راوبلل سول .

دغونډي په دوهمه برخه کي دمشهور شاعر ښاغلی عبد الغفور اميني لنډ ژوند ليک دښاغلی کبير اميري لخوا ولوستل  سو اودهغه ددې ادبي جوپړ په هکله یې خبري وکړي ،بيا ښاغلی امينی صاحب دريز ته دعوت اوهغه هم دکنفرانس دگډونوالوسره خپل دزړه خواله وکړه .ورپسې تکړه اوفعاله ژورناليستي ژوند ليک له ډنمارک نه راغلی اغلی زرلښت حبيب لخوا ولوستل سو اوبيا اغلی فريبا چرخي خپلي خبري وکړې .

دکنفرانس پدې برخه کښي دښاغلی   څاروان ځواک  لخوادمشهور سندرغاړي امان الله اميري لنډ ژوند ليک ولوستل سو ،ترهغه وروسته ښاغلی امان الله اميرته وخت ورکړه سو چې که څه غواړي ووايي دکنفرانس دگډونکو سره شريک کړي .هغه دخپل ژوند په هکله دمعلوماتو ترڅنگ دداسي کنفرانسودجوړولو پر ارزشت اودځوانسل پهر ژوند دهغه دتاثيراتو په هکله خبري وکړي .

دکنفرانس دکار په وروستی برخه کې  ښاغلی عبدلعالی رسولزاده صاحب هم دتعليم اوتربيې  ته دځانگړي پاملرنې په هکله گټوري خبري وکړي .

دکنفرانس په ورستيو شېبوکي لمړی ښاغلي پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ   ، ښاغلی  پوهنيار  محمد رحمت الله  تنها، ښاغلي  احمد ولی اڅکزی ، اغلي فريبا چرخی ، ښاغلی غفور اميني صاحب ،امان الله امير ته هغه ستاينليکونه ډالی سول کوم چې په سويډن کي ددوستئ فرهنگی ټولنې دمشرتابه لخوا برابرسوی وه .

دستاينليکونو ترويش وروسته دکنفرانس گډونوال دشپې ډوډۍ خوړلوته راوبلل سول .

تر ډوډۍ  خوړلو وروسته دپروگرام سره سم دراغلو شاعرانو په گډون يوه وړه خوډيره ښکلئ مشاعره جوړه سول .

په مشاعره کښي ښاغلی ،سلام اندړ ،ښاغلي وصيل فيظي ،ښاغلي عبداله شاه ژوندون ،ښاغلی بوريوال کاکړ ، ښاغلي هيوادشيرزاد،ښاغلی ولايت خان ځدراڼ ،ښاغلی عبدالباقي تلاښ ،ښاغلی نيازمحمد پياوړي خپل ښکلی شعرونه ولوستل .

ترمشاعرې وروسته دهيواد ځوانو اوپېژندل سوو هنرمندانو ښاغلی  همايون صاحبزي ،ښاغلی بهير اميري او ښاغلی کبير اميري په خپلو زړه وړونکو او ښکلو سندرو او ملی اتڼ دکنفرانس گډونوال ونازول .

دکنفرانس کار چې دورځې پر درينيمو بجو پيل اودشپې پر يولس نيمو بجو دملي اتڼ په اجراکولوسره ددوستۍ او خوښی په فضاکي پايته ورسېد .

—————–

 

 

پرانيستونکې وينا

 

دلوي اوبخښونکی خداي  په سپېڅلي نامه !

اغلو اوښاغلو

اجازه راکړۍ تر هر څه وړاندي  په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوارياناکلتوري ټولنې دمشرتابه جرگوپه استازيتوب له تاسودرنو،پوهانو،فرهنگيانو،په اروپاکښي دفرهنگی ټولنو استازو، ليکوالو اوشاعرانوته چې پدې درنه علمی ستاين غونډه کي دگډون لپاره  له مختلفو هيوادونه راغلي ياست دزړه له کومي ښه راغلاست په ویلوسره تاسو ټولو درنو مېلمنوته کورودانی وايم ،هر کله راشۍ  .

اغلو اوښاغلو!  

زموږ په ننۍ ادبي غونډه چي  د۲۰۱۶ زکال دسپتمبر پر ۱۷ دسويډن دمالمو په ښارکې جوړه شوېده،دستاينې اوهڅو نې پدې درانه کفرانس کي  به دپوهنیار محمد رحمت الله تنها کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي پخوانی استاد، د افغانستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون د هستوي ټکنالوجۍ پخوانی رئیس،د المان هيواد د هانوور پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکی ،د المان د فزیکوالو اتحادیې فعال غړی د المان د فزیکوالو اتحادیې د کلني کانفرانس د غوره جایزې ګټونکی،لیکوال او څېړونکی پوهنیار محمد رحمت الله تنها ،دالمان ږغ دوچه وله پېژندل سوی ژورناليست اوزيات شمير قاموسونو ترتيبونکی ښاغلی احمدولي اڅکزی ،مشهور شاعر ښاغلی عبدالغفور اميني ، تکړه اوفعاله ژورناليسته اوليکواله آغلې فريبا چرخي اومالمو مېشت تکړه سندرغاړي امان الله اميري زيار اوزحمت وستايل سی اودوي به په راتلونکی کښي دخپل مسلک دپراختيا اوافغان زورېدلی ولس چوپړته لانور هم وهڅول سي .

ديادولو وړده چې  زموږ دهيواد وتلی عالم دکابل پوهنتون د ساینس پوهنځی دفزیک دیپارتمنت پخوانی استاد اود افغانستان د اټومی انرژی دکمیسیون پخوانی مسوول مشرالحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ صاحب  په خپل گډون داغونډه نوره هم درنه کړه .

زه پداسي حال کښي چي خپل دقدروړمېلمنوته دروغتيا،ښېرازه اوهوساژوند  هليه کوم  ،ستاسو هريوه ته دخپل گران هيواد افغانستان دزورېدلی اوکړېدلی ولس اوپه ځانگړې توگه  ځوان نسل دعلمی او کلتوری چوپړپه لارکښي موتل ځلانده،پياوړی اوسرلوړي غواړم .

اغلو اوښاغلو!

زموږ لپاره دزياتی خوښې ځاي دی چې دټولوورځنيو مصروفيتونوسره پدې کنفرانس کښي دگډون لپاره درنو دوستانوله المان، اطريش،سويس،ډنمارکاوسويډن له مختلفوښارونه زموږ دهيوادوپيژندل سوی ليکوال ، شاعران،دفرهنگي ټولنواستازي اوفرهنگپال کډون لري .

ځان مکلف بولم دهغوعلمي اوفرهنگپالوشخصيتونواوټولنونه  مننه وکړم کوم چي له بهرنه ئي زه دې ملي چوپړته هڅولی يو .

ترکومه ځايه چي په افغانانوکښي متل دی وايي که يولرې سل ځله اوکه سل لرې هريو،يوځل وپوښتۀ،دهمدې منل سوی اصل له مخې دپوښتنو اوگروېږنوپه درشل کښي ښاغلي رحمت آريا،دوتلي ژورنالست ،ليکوال ښاغلي طارق بزگر ،په استرالياکي  زموږ تکړه اوپېژندل سوی ليکوال ښاغلي  دور محمد اشنا،تکړه ليکوال اوهڅان فرهنگپال ښاغلی عبدالهادي هادي ،په افغانستان کي يوشميرفرهنگی شخصيتونواوعالمانو لکه  پېژندل سوی ليکوال اوتاريخ پوه پوهنوال محمد رسول باوري ،دافغانستان راډيواوتلوزيون لوي رئيس ښاغلی زرين انځور، پوهنمل ډاکټر عبدالواحدنظری، اوداسي نوروسره په مشوروکښي هغوي زموږسره دداسې غونډو په جوړولوکښي نه يوازی داچي همږغی وو،بلکي داکارئې وستايه .

غواړم دهمدې درنې غونډي له ترېبون څخه دټولوعلمي او فرهنگی شخصيتونواوفرهنگپالوځوانانو،فرهنگی ټولنوڅخه  چې دژخپلو پيغامونو او برېښنا ليکونوپه مټ ددوي دملي اخلاص،هڅونې اوملاتړله امله دزړه له کومې مننه وکړم .

درنودوستانو!

غواړم يو ځل بيا په تکراردا څرگنده کړم چې داستاسوافغان فرهنگپالوبې ساري معنوی مرستو،ملاتړاوډاډ برکت دی چي موږ دلته په مالمو کښي هرکال دداسي علمي اوتاريخي غونډوپه کوموکښي چي موږ دخپل هيوادعلمی،ادبي اوکلتوري شخصيتونوپه وياړ ددرنوغونډوپه  جوړېدوسره نه يوازي داچي دوي په ژوند کښي خپل دغه علمی اوانساني زيارته هڅوو،بلکې دهمدې ستاين غونډواوکنفرانسونوپه مټ په بهراوکوردننه افغانستان کښي خپلوهيوادوالوته داو رپه گوته کووچي تاسو هم  دنړۍ له نورولسونه کم وياړلي علمي او ادبی شخصيتونه نلري .

همدا ډول غواړم دهمدې درنې غونډي له تريبون څخه دلراوبر،بينوا،افغان سباوون ،سپرغۍ ،ياران ويب پاڼو په گران افغانستان کښي ديوشمېرډله ايزورسنيونه دزړه له کومې مننه وکړم ،چي ددې غونډې دجوړېدودخبر په خپرولوسره یې زموږسره مرسته کړې .

درنو دوستانو!

واقيعت خودادۍچي تاسو په خپل گډون،پيغامونواوبرېښنا ليکونوسره موږ ته وياړ راوباخښه  اوموږ مو نورهم  وهڅولوترڅوپه راتلونکی کښي هم دافغاني کلتور اوژبو دپياوړتيااووياړلو علمی شخصيتونودد رناوي اوهڅونې په موخه  ددغه ډول درنوعلمي او فرهنگي غونډود جوړيدو جوگه شو . 

پر ځاي ئي بولم دکوربه ټولنودمشرتابه جرگوپه استازيتوب  دهر هغه چانه چي زموږ سره ئې ددې درنې غونډي په جوړېدو،دکارونو په سمبالښت اودميلمنوپه هرکلي کښي بې سارې مرسته کړې دزړه له کومې مننه په څرگندولوسره دويته کورودانۍ وايم . زه دخپلو دغودوستانوپدې ډول هراړخيزه ملاتړوياړم اوددوي ملاتړ او هڅونه  ددې لامل گرځېدلې چي موږ دداسي کنفرانسونودجوړېدوپه کارکښي نه ستړی کېږو،کورمو ودان لوي څښتن موتل خوشحال اوبريالي لره . 

ددې ترڅنگ غواړم دکابل پلورنځی دڅښتن فرهنگپالي څېرې انجينرصاحب عزيزالله مقری نه دزړه له کومی مننه وکړم کوم چې دکنفرانس لپاره یې دڅښاک دبرابرولو په هکله زموږ سره مرسته کړې اوهمدا ډول دمحترم محمودنورزی  نه چې تل یې دفرهنگی ټولنو ملاتړلې اونن یې هم ميلمنوته دخوارک دبرابرولوپه برخه کي زموږ سره دزړه له کومي مرسته کړې دکورودانۍ په ويلوسره پدې ملی اوفرهنگی لارکي ورته دلازياتوبرياووهيله کوم . 

موږ غواړو په دوامداره توگه ددې ډول غونډو اوکنفرانسونو په جوړولوسره ځوان  نسل دخپل هيواد دتاريخ ، علمی،ادبي اوسياسي شخصيتونوپهاړوندکره اودقيقو معلوماتو راټولو ته ته وهڅوواودا ور په گوته کړوچي ددوي دهيوامنلوعلمی،ادبي اوکلتوری څېرې ددې لپاره چي وکولاي شي خپلې ټولنې اوبشريت ته گټور تمام شي له څومره کږلېچونواو کړاونونه تېرسوی دي .

اغلو او ښاغلو!

په آخرکښي اجازه راکړۍ داحترام او درناوې په څرگندولوسره په سويډن کښي دوستی فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب  يوځل بيا تاسوددې تاريخې غونډي برخه والوته کورودانی په وړاندي کولوسره څرگنده کړم ، ستاسو دالويه لورېنه به زموږ هيڅ وخت هيره نشي چي تاسودخپلو مصروفيتونوسره لطف وکړ اوپدې درنه ستاين غونده کي مود گډون لپاره زموږ بلنې ته  لبيک ووايه ، په حقيقت کښي دا تاسو واست  چي پخپل راتگ اوفعال گډون  مو دداسي درنې غونډي دجوړېد وزمينه  برابره کړل .تاسو ټولو ته د هوسا ،بسيا اوخوښۍ نه ډک ژوندپه هيله . ومن الله التوفيق 

……………………

په سويډن کي دافغانانو دستاينې اوهڅوني علمی کنفرانس په پته ،دافغانستان  دكورنيو چارو پخواني وزير   پوهنمل اركان حرب ستر جنرال الحاج مجتبي  پتنگ پېغام  !

بسم الله الرحمن الرحيم .

   دلوي اوبښونكي خداي په نامه   !       

  ترهرڅه لومړې خپلي نيكي هيلي اودرناوي دسويدن ددوست هيواد دمالمو ښار کي  ددوستی فرهنگی  ټولنې  په نوښت دافغانانوستاينې علمي كنفرانس ښاغلو او اغلو گډونكونكوته رسوم !

په سويدن كي ددوستي  فرهنگي ټولني نوښتگرو او بنسټ ايښودونكو اوددوي ملاتړو فرهنگی ټولنومشرتابه ته ددوي دملی هڅو له امله مبارکي  وړاندې کوم . 

ددوستۍ  فرهنگی ټولني مشرتابه نه يوه نړې مننه کوم چه ماته یې پدې کنفرانس کي دگډون بلنه راکړه .متاسفانه دځينې کاری ستونزو له امله نسم کولاي ستاسو درنو هيوادوالوسره پدې د ستاينې اوهڅونې درانه  کنفرانس کي گډون وکړم ، څکه مې وغوښتل چې ددې پيغام پوسيله ستاسو سره مل اوسم  .

ددوستۍ  فرهنگی ټولني مشرتابه  تل زيار او زحمت  استلی ، دعلمی او ادبی کنفرانسونوپه جوړولوسره یې په اروپا امريکا اودنړۍ په نورو هيوادونوکي خواره واره افغانان چه په ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌،ډول ستونزو دهيواد څخه ليري اوسيږي دافغان کډوالوعلمی اوفرهنگی شخصيتونه،دقلم اوکتاب مينه وال  دا ۱۴ کاله راټول كړي دي  . ترټولو ارزښتناکه داده چې دوي ددې کنفرانسونو په جوړولوسره زموږ دهيواد علمی او ادبی شخصيتونه ،ليکوال اوشاعران ،ژورناليستان اودمېډيا هڅاندځوانان په ژوندکي ستايلي اونازولی دي ،چې بهترينه بېلگه یې همدا دنن ورځې کنفرانس دی .

دغه خوزنده او رغنده حرکت او ملی احساس ددې څرگندوي دی  چه دهيواد اصيل بچيان پرته له امتياز او توپير نه دنړی په هر گو‌‌‌‌‌‌ډ كي چه وي خپله وينه اومينه دخپل گران  هيواد گران افغانستان سره نغښتي ده . خپل هيواد او هيوادوال په دي نازكو،برخليک ټاکونکو اوحساسو شيبوكي چه دغليمانوپه غورځنگ ځاي بدل شوي يوازي نه پريږدي . هر هغه څه چه ددوي په استعدادونوكي دي دافغان ولس په چوپړ كي ورنه کاراخلی .

دنورو فرهنگی  ټولنو په مرسته  ددغې ټولني فرهنگی  فعاليتونو نه دا جوته وي چه افغانان يوموټي،پياوړی او ازاد ولس دی . 

 دملي وحدت دښمنان  به دوي هيڅکله سره جلا نكړي ، بلکه دتاريخ هره ترخه څپيړه اوڅپه به ، دوي لا نورهم يو موټي اوپه يوږغ كړي . هر هغه څوك چه په هره بڼه،هر رنگ اوهر ادرس زموږ دولسونوتاريخي يوالي ته گواښ اودپردو مزدوری  کوی  او دا يوموټۍ وطن مو راړنگوي افغانان به دخپل وطن دعزت اوسلامتيا په خاطر كه دهيواد دننه يا بهر دي په يوه چيغه ، يوموټي ، يو سنگر ، يو مورچل او يوه ليكه  کي دريږي . دچا به په لاس توره دچا قلم او څوك به ولسونه راپورته كوي او پوهاوی  به وركوي . دا ننی علمي كنفرانس چه دسويدن په هيواد كي سمبال شوي او موخه يي دگران هيواد هغه كدرونه چه په اروپا كي ميشت او زده كړې کوې اويا يي په علمي ، سياسي، تاريخي ، تكنالوژي،ادبی  او موسيقی ‌‌‌‌‌‌ډگرونوكي له ځانه وړتيا ښودلې ستايل كيږي دا په خپله زما دپورتنيو ارزوگانو  ښكارنده شاهدي ورکوي .

دا چه تاسو دهيواد دملي اقتداراو نړيوال پرستيژ ساتلو په موخه  له هيواد نه بهر زيار او زحمت گالي ، تر څوخپله انرژي اوتوانمندی دافغانستان دراتلونكي په خاطر وكاروي  موږ ته دقدر وړخبردی .تاسو يوځل بيااوهرومرو په  پرهارونو ‌‌‌‌‌‌ډك دټپي ټپي هيوادپه ټپونوپټي لگوئ .   

نوځاي لري چه يو ځل بيا ددغه كنفرانس درنو گډونكونکو خويندو ورنودرنو ميلمنوته دلا نورو برياليتوبونوهيله ولرم ، اودرنو هريو دجرمني په هيوادكي د‌‌‌‌‌‌ډكتوراڅيړونکی ښاغلي پوهنيار محمد رحمت اله ( تنها ) ددوچه وله راډيوتکړه ژورناليست ،ژباړونكی،دقاموس  ډاډ کم مسول  احمد ولي اڅكزي ، تکړه ژورنالستي  اوليکوالي اغلي فريبا ( چرخي )  تکړه شاعر ښاغلي غفور ( اميني ) او فعال  سندر غاړې امان اله ( اميري ) چه زمونړ دگران هيواد علمي او مسلكي پانگه او شخصيتونه ياست اونن چه ستاسي هڅي په دي شانداره مجلس كي ستايل كيږی  دا نه يوازي ستاسوستايل بلكه دټولوافغانانوچې دخپل ژوندپه دوام کي دملت اوملی افتخاراتودچوپړ سره وي ستايل دي . پدې علمی اوادبی کنفرانسونو تاسو اروپا ميشتو  په اروپا كي لا نوري علمي اوڅيړوندويه پانگي پياوړی كړې او يوځل بياموهيواد ته برم اوعزت په برخه كړی  او دنياوالو ته څرگندوی  چه افغانان  دعلم، پوهی داستعداد او تحصيل  خاوندان دي .

په  پاي كي په ‌‌‌‌‌‌ډيري درناوي سره تاسو ته ددغي وړتيا اوستاينو مباركي وايم اوهيله لرم زما لخوا ستاسو درنو كورنيو , عزيزان اوټولو ميشته افغانانو ته هم د مباركي  رسولووسيله شئ.  زه په تاسو وياړم  الله ج مو سرلوړی بريالي اوخوشحاله ولری .  په درنښت  دكورنيو چارو پخواني وزير   پوهنمل اركان حرب ستر جنرال  الحاج مجتبي  پتنگ . 

 

………………

دتنها صاحب بيوگرافي .

دسويډن دمالمو په ښارکي ددې درنۍ غونډي برخوالو !

اغلو اوغاغلو !

محترم پوهنوال نظرمحمد سلطانزی  صاحب د کابل ‏پوهنتون د ساینس پوهنځی د فزیک دیپارتمنت د هستوی فزیک پخوانۍ  استاداود افغانستان اټومی انرژی کمیسیون د هستوی ټکنالوژۍ مشر پوهنیار محمد رحمت الله تنها اندړ په هکله ليکي :

زه دهستوی فزیک پوه په صفت خپل ځان پوروړې ګڼم چې افغانستان ‏ته ‏د ځوان علمی اتل پوهنیارمحمد رحمت الله تنها اندړ، بې ساری خدمت، د تاریخ پاڼو ته وسپارم . بلخوا څرنګه چې د لومړی ځل لپاره یو افغان ساینسپوه دجرمنی د فزیکوالو ټولنې لومړۍ درجه جایزه ترلاسه کړې ده، نو ځکه خواړینه ده چې د هغه د پیژندنې او خدمتونو په تړاو ځوان نسل ته هڅونکی پوهنیز ‏مالومات وړاندې کړم .

ددې ژوندليک زياته برخه هم دمحترم سلطانزی  صاحب له ليکنې را اخيستل سوې .

ژوندلیک :

د المان د فزیکوالو اتحادیې فعال غړی د المان د فزیکوالو اتحادیې د کلني کانفرانس د غوره جایزې ګټونکی د قلم او ژبې څښتن، لیکوال او څېړونکی، اجتماعي او اکاډیمیک فعاله څېره  پوهنیار محمد رحمت الله تنهااندړ د قضاوت‌ پوه مولوی میرزاخان عاطفی صاحب زوی دی  . 

افغان هستوی فزیک پوه محمدرحمت الله تنها د غزنی ولایت د اندړو ولسوالی اصلی اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمریز کال د سلواغې په دویمه نیټه یې په کابل ښار کې دې نړۍ ته سترگې غړولی دی .

د هېواد د یوه لوی قاضي یواځېنی نارینه ماشوم د ښوونځي تر وخت وروسته خپلې اتلس مېږي څرېدلو ته بیایي، او څه وخت وروسته بیا خپله د لاس رېړۍ د باندې وباسي او پکې د کور جوړې شوي خولۍ او لیلامي توکي پلورلي  .

لومړنۍ اودینی زده کړې یې له خپل پلار څخه کړې او په یوولس کلنۍ کې د سویې د ازموینې په تیرولوسره اووم ټولگی ته تللی، مانا دا چې زده کړې یې په ښوونځی کې له اووم ټولگی څخه پیل کړې دی. 

د افتخار او ابتکار د هسکې څوکې پر لور د پوهنیار رحمت الله تنها ویاړلی سفر د ښوونځي له شپږم ټولګۍ پیلېږي.

هغه د ښوونځۍ په اووم صنف کې پر فزیک مینېږي، خو له فزیک سره د هغه عشق له تعریف او فورمول سره د خوشکه مکتبي رابطه نه، بلکې د خدای له طبیعت او کائناتو سره د هغه عاطفي اړیکه او تړاو دی. تنها که له یوه پلوه، خپلې تلوسې او جذبې پر سر اخیستی، په بې وزلۍ، بې کسۍ او محتاجۍ کې لوی لوی خوبونه ګوري، له بل پلوه، له متوسط ښوونځي، تر دوکتورا، د خیرخانې له خټین ښوونځي د المان تر … پوهنتونه او بیا ترخپل لېوني عشقه پورې د رسېدلو د لارې اوږدوالی هم ښه ور معلوم دی .

په ۲۰۰۰ زیږیدیز کال کې د خیرخانې مینی د غلام حیدرخان له عالی لیسې څخه فارغ او په ۲۰۰۱ کال کې یې د کابل پوهنتون ساینس پوهنځی په فزیک څانگه کې زده کړې پیل کړې .تنهاصاحب  په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د همدې پوهنځی دفزیک له څانگې څخه په لوړه درجه فارغ او په ۲۰۰۵زیږدیز کال کی یې په همدې څانگه کې د استاد په توګه خپله دنده پیل کړ ه. نوموړی د خپلې دندې په موده کې د نړیوالې اټومی انرژی ادارې په بیلابیلو نړیوالو فیلوشیپونوکې گډون کړی . دی په ۲۰۰۸ کال کې له یوه تحصیلی بورس څخه په استفادې د المان هیواد ته ولاړ چې هلته یې په هستوی فزیک کې خپل د ماسټری سند تر لاسه او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ پورې په کابل پوهنتون کې د استادی تر څنګ د افغانستان اټومی انرژی کمیسیون د هستوی ټکنالوژۍ مشر هم پاتې شوی . نوموړی له د ۲۰۱۴کال له اپرېل راهیسې د خپلې ډاکتری زده کړو لپاره بیرته المان ته راغلی  او هلته د هانوور پوهنتون کې د علمی غړی او ډاکتری محصل په حیث دنده تر سره کوی . نوموړی د ۲۰۱۴ اګسټ کې د المان فزیک پوهانو ادارې لخوا جوړشوی سمینار کې په ګډون او د خپلو څیړنو پایلو په وړاندې کولو سره  لومړنی افغان  اود افغانستان په استازیتوب په نړیوالوهستوی څیړنو کې برخه واخیسته . د څیړنو پایلو یې چې د افغانستان په اړه وې د ګډونوالو خاص پام ځانته را واړاوه او په همدې سره یې ده ته د المان فزیکوالو اتحادیې غړیتوب هم ورکړ  . 

پوهنیار ډاکټر رحمت الله تنها چې د لاسته راوړنو، افتخاراتو او ابتکاراتو د غره کومې څوکې ته ختلی، د غریب شپونکي په څېر، په وچو شونډو، یبلو پښو، څېرو او پینه جامو او نیم نس ختلی دی.

استاد اټومی او هستوی فزیک پوه دی او له افغان هستوی فزیک پوه پوهاند ډاکتر عبدالحی نظیفی سره یې په گډه د کابل پوهنتون لپاره د هستوی فزیک په اړه په پښتو ژبه دوه کتابونه لیکلی او چاپ شوی دی. د استاد تنها اندړ گڼې مقالې په ځینو ملی او نړیوالو مجلو اوویبپاڼو کې خپرې شوی . استاد په ډېرو نړیوالو کنفرانسونو اوسیمینارونو کې گډون کړی او په ځینو هغوکې یې بشپړه ونډه اخیستې ده. نوموړی د یوه کال لپاره له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې په برلین کې المان تر ټولو ستر او د نړۍ دریم ستر هستوی لابراتوار کې دڅیړندوی په توګه کار کړی . د نوموړی ځینی لیکنې د نړیوال اټومی انرژی اژانس په کتابتون کې هم د ماخذ په توګه کارېدلی دی . ډېری لیکنې یې د ده په مورنۍ ژبه پښتو باندې دی چې ډیرې یې په پښتو ویپانو لکه بی بی سی او پښتو اخبارونو او مجلو کې خپرې شوې دی. په پښتو، دری او انگریزی باندې روانې خبرې او لیکنې کولای شی او په عربی، المانی او ارودو ژبو پوهیږي . نوموړی دا محال د المان هانوور پوهنتون کې د خپلې ډاکتری زده کړو د ترسره کولو لپاره پر څیړنو بوخت دی. په دې وروستیو کې د نوموړی په هڅو افغانستان د فزیک پوهانو ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ .

پوهنیارمحمد رحمت الله تنها اندړ دهیوادترټولو ځوان ساینسپوه دی چې د هستوی فزیک په یوه نړیواله څیړنیزه سیالۍ کې یې د لومړی افغان ساینسپوه په صفت د برخې اخیستلو بریالیتوب ترلاسه کړ.

نوموړی د نړۍ ۴۴هیوادونوټولو برخه والو څخه مخته شوی نوځکه خو هغه ته دروان  ۲۰۱۵ ز کال اګست په میاشت کې د جرمنی د فزیکوالو اتحادیې لومړۍ درجه جایزه ورکړل شوه.

د پوهنیار محمد رحمت الله اندړ څیړنه د بامیان ولایت، کابل ولایت او پنجشیر کې د چاپیریال په راډیو اکټیویتې باندې شوې ده. په نومووړځایونوکې د طبیعی راډیواکټیویټی لکه یورانیم U238، پوتاشیم K40اوتوریمTh232 په پرتله ډیرلوړ راډیواکټیویټی اندازه شوی دی چې د اوسیدونکو د روغتیا په تړاو ډیرد اندیښنې وړدی.

د جایزې تصدیق چې څنګه یوسړی د ایونایز کوونکو وړانګو له خطرڅخه ځان ساتلی شی.

د څیړنو پایلې او په هیواد کې د سرطان ناروغۍ:

د پوهنیار محمد رحمت الله اندړ د څیړنو پایلې په ډاګه کوی چې دهیواد چاپیریال په راډیواکټیف موادو ککړشوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په خپله یوافغان ساینس پوه په هیواد کې د لوړې کچې راډیواکټیویټې خبرد رسنیوله لارې نړیوالو ته اعلانوی. داڅیړنه په ډاګه کوی چې په ډیرګمان سره د دیرش کلنې جګړې په درشل کې هستوی وسلې لکه ضعیف شوی یورېنیم Depleted uranium په افغانستان کې کارول شوی وی .

زموږ د ډېرو وتلیوڅېرو په څېر، پوهنیار تنها هم د همدې ماشومانو له منځه را وتلی، په سختیو او کړاوونو یې ښوونځی لوستی، له ښوونځي د پوهنتون تر دوهم صنفه یې څو څو ځلې د روزي ګټلو طریقې بدلې کړي دي، کله یې مېږي پوولي، کله په لاس ګاډۍ کې د کور جوړ توکي پلوري، او کله یې بیا د کولنګ، مارتول او بېلچې کارونه کړي .

هغه له وتلي اټومي فزیکپوه پوهنوال ډاکټر نظرمحمد ځدراڼ سره په ګډه کتابونه مقالې لیکلي، په شاوخوا  ۶۰ نړیوالو کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې یې د افغانستان استاځیتوب کړی، 

په ګڼو اړوندو برخو کې یې په نړیواله کچه د نړیوال روزونکي دنده ترسره کړې، په خپل مهارت او ځیرکتیا یې د نړۍ د بڅرکو تر ټولو ستر هستوي لابراتوار ته لاره موندلې، 

او تر دې دمه یې پنځه تحقیقاتي رسالې لیکلي چې د نړیوال اټومي آژانس په کتابخانه کې د مرجع په توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي.

هغه د خپلې ژبې د علمي بډاینې په برخه کې هم لاس تر زنې نه دی ناست. تر دې دمه یې تر یو نیم سل زیاتې علمي او د عامه پوهاوي مقالې لیکلي او د دې ټولو ترڅنګ یې د بې شمېره ځوانانو په زړونو کې د علمي جدوجهد د هڅوونکي او تشویقوونکي په توګه ځای موندلی دی. د هغه د فیس بوک پاڼه د علمي سرچینو، سکالرشیپونو، تحقیقاتي پاڼو او نورو د شریکېدلو په آدرس او مرجع بدله شوې او پوهنیار تنها د محصلینو او متعلمینو د هڅونې او ملاتړ لپاره نه یواځې د ځوانانو سلام اخیستی، بلکې خپله یې پر ځوانانو د شفقت او نصیحت غږ کړی دی.

پر ځان او خپلووړتیاوو باور او تکیې په تنها کې غرور نه، بلکې ساده ګي، ملنګي او بې تکلفي پیدا کړې. هغه اضافي وخت او اضافي پیسه په مزو او چړچو نه، بلکې په زده کړه او مهارتونو ترلاسه کولو لګولې . 

هغه له آشپزي نیولې، تر جامو ګنډلو، موټر چلولو او ژبو زده کولو پورې هرڅه په خپله کوي. همدا اوس یې چې په المان کې په وخت لاس بر شوی، د پیلوټي زده کړه یې پیل کړې .

موږ ورته په ژوند کې دلازياتو برياوو اوعلمی افتخاراتو ترلاسه کولو دعاکوو. ومن الله التوفيق 

……………………………… 

 

دښاغلی  احمد ولی اڅکزی ژوندليک 
ښاغلی احمدولي اڅکزی د حاجي ولي شاه خان زوی، د پښتو او دري د شاعر وکيل مرزا محمد ايوب خان اڅکزي لمسی او دميوند د غازي اوخپل د وخت د خپل قوم مشر غازي مېداد خان اڅکزي کړوسی دی . 

د احمدولي اڅکزي کورنۍ د ډيورنډ پر دواړو اړخونو آباده ده اوکورونه يې په توبه اڅکزۍ، کندهار او کوټه کي دي.
زدکړي :
ښاغلی احمدولي اڅکزي تر لسو کالو څخه زيات وخت ديني زده کړې دي او ددې تر څنگ يې د لسم ټولگي پورې د سويلي پښتونخوا په ښار کوټه کې ښوونځی لوستې . داحمد ولی اڅکزی پلار  نوموړی د نورو زدکړو لپاره المان ته ولېږه، چيرې چې ده د باکلوريا د بري ليک ترلاسه کولو وروسته د آلمان د ووپرټال پوهنتون د آرکيټېکچر يا مهندسي په پوهنځي کې لوړې زده کړې بشپړي کړې . که څه هم چي  نوموړی د لوړو زدکړو پر اساس آرخيټېکټ يا تعميراتي انجينير دی، خو هغه د ژورنالست په توګه د ۱۳ کالو راهيسي په عملي کار بوخت دی .
اڅکزی صاحب  د ۲۰۰۲ م کال راهيسې د المان غږ دويچه وېله راډيو په پښتو څانگه کې د ژورنالست په توگه کار کوي . د دې تر څنگ نوموړي ددويچه وېله راډيو د الماني اود سويلي آسيا دانگريزي او اُردو ژبو دځانگړو څانگو او د الماني تلويزيون WDR سره هم همکاري کړېده او تر اوسه د آلمان ږغ دويچه وېله د پښتودري څانګي سره د ژورنالست او پروډيوسر په توګه کارکوي.
ژبي :
اڅکزی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي اودری هم خبري کولی شي . دی د يادو ژبو تر څنګ په يو شمېر نورو ژبو باندي  هم تر يوې اندازې پوهيږي او پکښي عملي کار يې کړی دی چي پکښي د يو شمېر قاموسونه ليکل او د قاموسونو په لیکلو کي د نقش ادا کول شامله دي .
قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com 
احمدولی اڅکزي په ۲۰۰۳ م زېږدي کال د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. هغه وخت په تخنيکي برخه کي د اڅکزي مرستيال په نيوزيلاند کي ژوند کوونکی ځوان افغان سيد مصطفی سادات ؤ چي پر خپل وخت يې د ريښتني افغان يا realafghan انټرنټ پاڼه هم پر مخ بيوله . 
په قاموسونه ټکی کام انټرنټ پاڼه کي تر اوسه پورې ۳۲ قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامل دي . په دغو قاموسونو کي د هر قاموس يوه ژبه پښتو او دويمه يې يوه بله ژبه ده. په ټوليزه توګه تر اوسه پر قاموسونه ټکی کام د پښتو سره جوړه په ۱۴ ژبو قاموسونه آنلاين کړل سوي دي. معنی دا چي د پښتو داسي قاموسونه آنلاين سوي دي چي پکښي ۱۴ ژبي په پښتو ژباړل سوي او يا پښتو په نورو ژبو ژباړل سوې ده .
کوم قاموسونه چي تر اوسه آنلاين سوي دي د هغوی د لومړۍ ژبي د لغتونو شمېر تر ۶۶۴ زرو زيات دی. خو که د دغو آنلاين قاموسونو ټول لغتونه يعني لغت او ټولي معناوي يوځای وشمېرل سي نو د ټولو لغتونو شمېر تر دېرش لکو يا درو مليونو پوري رسيږي. دا په داسي حال کي چي يو شمېر نور قاموسونه سته چي د قاموسونه ټکی کام د پروژې په ترڅ کي جوړ سوي خو لا تر اوسه نه دي آنلاين سوي.
د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه پر انټرنټ د پښتو ژبي د هغه تر ټولو زياتو مينه والو او مراجعه کوونکو لرونکو پاڼو څخه يوه ده. په زياته بيا ليکوال، ژورنالستان، ژبپوهان او څېړونکي په خپل ورځني ژوند کي د قاموسونه ټکی کام د نشته والي تصور نور نه سي کولای. دغه پاڼه هره ورځ په لسهاؤ زرو د لغت معنی لټون ته جواب ورکوي چي دغه شمېر ورځ تر بلي مخ پر زياتېدو دی.
دغه پروژه یوازي د احمدولي اڅکزي له خوا پر مخ بيول کيږي اوتمويليږي . نوموړی د خپل پلار حاجي ولي شاه اڅکزي علاوه په دې ترڅ کي د هيڅ چا څخه مالي او اقتصادي ملاتړ نه غواړي او نه يې تر لاسه کوي.
موبايل اېپس يا پروګرامونه :
احمدولي اڅکزي د آنلاين قاموسونو له پاره د اندرويد او اېپل موبايل تليفونونو مفت اېپس يا موبايل پروګرامونه هم جوړ کړي دي چي د دغو پروګرامونو کوډ د ځوان افغان کمپيوتر پوه اجمل حمزه په مرسته جوړ کړل سوي دي .
د اڅکزي قاموسونه :
احمدولي اڅکزي پخپله هم يو شمېر قاموسونه لیکلي دي چي بعضي يې چاپ سوي،اويوشمېر يې چاپ ته چمتو او پر بعضو يې لا کار روان دی . احمدولي اڅکزي د يو شمېر هغو بهرنيو ژبو او پښتو قاموسونو په ليکنه او ترتيب کي هم کومک کړی دی، چي په خپله دده نه دي زده، لکه پښتوچينايي قاموس . اڅکزي د بېلګي په توګه د لومړي ستر پښتو چينايي قاموس ليکونکي استاد هونګ څای سره تماس درلودلی او ورسره يې د پښتو قاموسونو په ډګر کي همکاري کړې ده اود هغه سره يې دلغتونوليسټونو تبادله کړې ده . د دې تر څنګ اڅکزي په فرانسه، روسيه، پاکستان اوافغانستان کي د قاموس ليکونکو سره دخپلو پښتوقاموسونو په بشپړه کولو کي همکاري درلودلې ده.
ـ لومړی پښتو آلماني قاموس :
اڅکزي په ۲۰۰۹ کال خپل لومړی قاموس چي د پښتو آلماني لومړی قاموس ؤ چاپ ته ورکړ. په دغه قاموس کي نه يوازي دا چي د پښتو لغتونو آلماني معنی ليکل سوې، بلکه د دغه پښتو لغت د ټرانسکريپشن يا په صوتي نړيوالو تورو آی پي اې باندي تلفظ، ګرامري ځانګړتياوي، پښتو هم معنيزونه او لهجوي واريانتونه ليکل سوي دي . دا دپښتو لومړی قاموس دی چي پکښي دهر پښتولغت ريفرنسونه ورکول سوي دي چي د پښتو په نورو کومو قاموسونو کي راغلی دی. د دې تر څنګ د اڅکزي په دغه پښتو قاموس کي يو بل نوښت سته چي تر مخه په هيڅ پښتو قاموس کي په دغه شکل نه ؤ راغلی. 

اڅکزي د اکثره پښتو لغتونو له پاره د پښتو د کلاسيکه شاعرۍ څخه دوې مصرعې د ريفرېنس په توګه راوستلي او بيا يې د هغو مصرعو پوره ماخذ لکه د کتاب نوم، د پاڼي شمېره او د کرښي شمېره ورسره درج کړي دي. 

ـ څو ژبيز پښتو قاموس
اڅکزی د څو کالو راهيسي پر يوداسي پښتو قاموس کار کوي چي پکښي پښتو لغتونه په څو ژبو لکه عربي، فارسي، اردو، انګريزي، آلماني، فرانسوي، هندي، سانسکريت، هسپانوي او روسي ژبو ژباړل کيږي. دغه قاموس به د خپل نوعيت تر ټولو لومړی او بډای پښتو قاموس وي. خو د اڅکزي په وينا ښايي د دغه قاموس بشپړه کول په کلونو کلونو نور کار هم وغواړي.

ـ د اڅکزي نور قاموسونه
د احمدولي اڅکزي پښتو انګليسي او د پښتو هم معنيزونو او ورته لغتونو قاموسونه هم چاپ سوي دي. د پښتو هم معنيزونو قاموس يې د پښتو اکاډمۍ له خوا په ۲۰۱۵ کال د پښتو نړيوال کانفرانس په ترڅ کي له چاپه راووت.
د اڅکزي يو شمېر نور قاموسونه چاپ ته چمتو دي چي پکښي آلماني پښتو، اردو پښتو، هندي پښتو، سانسکريت پښتو او هندي پښتو قاموسونه شامل دي. د دغو څخه بعضي قاموسونه تر مخه لا پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړل سوي دي.
د پښتو لغتونو پانګه ټولونه
اڅکزی د تيري تقريبا يوه نيمي لسيزي راهيسي د پښتو د لغتونو په ټولولو بوخت دی. هغه په زیاته بيا هغه پښتو لغتونه ټولوي چي په نورو قاموسونو کي تر مخه نه وي راغلي. په داسي حال کي چي د پښتو د تر ټولو لوی قاموس درياب د پښتو لغتونو شمېر تقريبا ۶۴ زره دی، اڅکزی په دې توانېدلی چي د پښتو لغتونو داسي يو ليسټ برابر کړي چي شمېر يې تر ۱۳۰ زرو اوښتی دی. يعني اڅکزی په دې توانېدلی چي په یوازي سر د لیکل سوو پښتو لغتونو شمېر يا پانګي اندازه دوه چنده زياته کړي.
د پښتو د لهجوي لغتونو ټولونه
اڅکزي ته په ۲۰۱۶ کال په کوټه کي د پښتو نړيوال کانفرانس له خوا دنده سپارل سوې چي د پښتو لغتونو د راټولولو يوه پراخه آنلاین پروژه طرحه او په تخنيکي توګه عملي کړي. د دغي پروژې په مرسته اڅکزی غواړي چي د پښتو ژبي د ټولو سيميزو لهجو لغتونه د انټرنټ د يوې همکارۍ له لاري راټول او منظم کړي. د دغي پروژې د طرحه جوړونې کارونه تقريبا پای ته رسېدلي او اوس يې پر تخنيکي اړخ کار کيږي. که دغه پروژه عملي سي نو دا به د پښتو ژبي د پانګي راټولولو له پاره يوه بې سارې او يوه د لوی اهميت حامله پروژه وي.
د پښتو لغتونو لومړۍ فريکونسي :
اڅکزي د پښتو لغتونو سره د خپل تر يوې لسيزي زیات کار په ترڅ کي د پښتو لغتونو يوه فريکونسي هم جوړه کړې ده چي دا د پښتو لغتونو تر ټولو لومړۍ دغه ډول فريکونسي ده. اڅکزی لومړی کس دی چي د پښتو په دغه ډګر کي يې عملي کار کړی او پايلي په لاس راوړي دی. د لغتونو د فريکونسي څخه مقصد د لغتونو هغه ليسټ دی چي پکښي په يوه ژبه کي تر ټولو زيات کارول کېدونکی لغت لومړی، بيا دويم تر ټولو زیات استعمال لرونکی لغت او داسي مخ په وړاندي لغتونه ليکل سوي وي.

اسلام لکم وېبپاڼه www.IslamLacom.com

اڅکزي د قرآن پاک د پښتو ترجمې او تفسير له پاره لومړۍ د لټون وړ وېبپاڼه په ۲۰۰۹ کال پېل کړه. په دغه پاڼه کي تر مخه يې بل نوم درلود او اوس اسلام لکم نوميږي څوک په پښتو کي د قرآن پاک د پښتو ترجمې تر څنګ په تقريبا پنځوسو نورو ژبو د لټون وړ قرآن پاک ترجمه کتلای او موندلای سي. د بېلګي په توګه که څوک غواړي چي د قرآن پاک هغه آيتونه ځان ته معلوم کړي چي د «مور او پلار» لغتونه پکښي راغلي وي نو دغه پاڼه په اوتوماتیکه توګه ټول هغه آيتونه او ترجمې وړاندي کوي چي په پښتو ترجمه کي يې مور او پلار راغلي وي. دمګړی په دغه پاڼه کي د پښتو مشهور تفسير کابلی تفسير او د کشاف ترجمه ځای پر ځای سوي دي. 
په دغه انټرنټ پاڼه کي د صحيح احاديثو ټول کتابونه هم په داسي بڼه ايښودل سوي دي چي څوک پکښي لټون کولای سي. په دې ترڅ کي د صحيح بخاري شريف د پښتو ترجمې او شرحي د کتابونو د ډيجيټل کولو پروسه هم پېل سوې ده.

کوچنی ټکی کام www.kochnai.com
احمدولي اڅکزی د کوچنی ټکی کام په نوم د ماشومانو له پاره يوه ځانګړې پاڼه هم پر مخ بيايي چي کارونه يې د ۲۰۱۶ کال د پېل راهيسي ادامه لري. په دغه پاڼه کي د ماشومانو له پاره په پښتو ژبه منثور او منظوم نکلونه آنلاين کړل سوي دي، چي دغه پروسه لا ادامه لري. دمګړی په دغه پاڼه کي تر ۱۲۵ څخه زيات د ماشومانو نکلونه آنلاين دي چي بعضي يې په ږغ کي هم اورېدل کېدلای سي چي احمدولي اڅکزي په خپل ږغ کي ثبت کړي دي . په دغونکلونو کي د نورو ليکوالانو تر څنګ د احمدولي اڅکزي يو شمېرخپل منثور اومنظوم نکلونه هم شامله دي .

……………………….

د لوی خدای په نامه

 

په سويډن کې یوار بیا د دوستۍ فرهنگی ټولني داريانا کلتوری ټولنې په مرسته  دسويډن دمالمو په ښارکي دهیواد دعلمی اودابی شخصيتونو دستاينې اوهڅونې په موخه يوه پراخه درنه غونډه را بللې ده . دستاينې اوهڅو نې پدې درانه کفرانس کي دپوهنیار محمد رحمت الله تنها په ۲۰۰۵ ز کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي تر ټولوځوان او کشر استاد، د افغانستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون د هستوي ټکنالوجۍ پخوانی رئیس، ، د پنځو خصوصي پوهنتونونو د استادۍ افتخار لرونکی،د المان په هانوور پوهنتون کې د دوکتورا څېړونکی،د المان د فزیکوالو اتحادیې فعال غړی د المان د فزیکوالو اتحادیې د کلني کانفرانس د غوره جایزې ګټونکی د قلم او ژبې څښتن، لیکوال او څېړونکی، اجتماعي او اکاډیمیک فعال شخصيت،په پښتو او دري سربېره، په انګلیسي، جرمني د لیک، لوست اووینا څښتن . تکړه اوفعاله ژورناليسته اوليکواله آغلې فريبا چرخي ،دالمان ږغ دویچه ولي پېژندل سوی ژورناليست اويوزيات شمير قاموسونو ترتيبونکی او قاموسونه ټکی کام د صفحې موسس ښاغلی احمدولي اڅکزی ،مشهور شاعر ښاغلی غفور اميني او مشهور سندرغاړي امان الله اميري زيار اوزحمت ستايل کیږي یقین لرم

چي دا ډول ستاینغونډي به له یوې خوا زموږ د یادو علمي او فرهنګي شخصیتونو د درناوي او تشویق تر څنګ د هیواد نوی نسل او ځوانان هم وهڅوي تر څو د خپلو هیوادوالو او وطن په چوپړ کي لا نوي ګامونه واخلي او دا ورته جوته کړي چي خلګ او ولس د دوی کار او زیار څاري او دهیواد د تاریخ حافظې ته یې سپاري.په کار خو دا وه چي د هیواد پر یادو ویاړلو شخصیتونو مي د خپل نیمګړي قلم  په مرسته د هر یوه پر لاسته راوړنو جلا،جلا څه لیکلي وای خو د غونډي له پلان او پروګرام سره سم دا کار یو څه ستونزمن او دیوي مقالې له حوصلې وتلې خبره ده،له بلي خوا باوري یم چي نور دوستان به د هر یوه پرعلمي او کاري شخصیت رڼا واچوي.

تر هر څه لومړی یادو ویاړلو علمي شخصیتونو ته چي دا افتخار ور نصیب سویدئ مبارکي وایم او د کنفرانس د جوړونکو فرهنګي ټولنو او فرهنګپالو نه د زړه له کومي من نه کوم چي داسي ملي او علمي شخصیتونه را برسیره کوي ترڅو ولس او نوی نسل د دوی له کارنامو خبر سي.

زه به یوازي د یادو ویاړلو افغانانو نه د ښاغلي احمد ولي اڅکزي په اړه خپل نیمګړی معلومات او نظر ستاسودوستانو او هیوادوالو سره شریک کړم.

د اوس نه پوره نولس کاله مخکي له هیواد نه د مهاجرت پر لاره مي د جرمني د زولینګین په ښار کي د یو تنکی ،خوشحاله او هڅاند ځوان چي زما په ګمان تازه د پوهنتون محصل وو و پیژندل.دا ځوان احمد ولي اڅکزی وو.د ښاغلي اڅکزي سره چي زموږ میلمه پال وو تر روغبړ وروسته د یوه دوه ساعتونو په جریان کي ما فکر کاوه چي موږ د کلونو پیژندګلوي لرو یا د یوې کورنۍ غړي یو.

له سیاسته تر فرهنګه،له جنګه تر سولي ،د ټوکو او یو او نیم شعرونو په ویلو مو لا نور هم سره و پیژندل.احمد ولي اڅکزی ماته د یو ازاد خیال،له هر ډول تعصب او کرکي پاک ،پر وطن مین او راتلونکي ته خوشبین ځوان ښکاره سو. د نوموړي یوه ډیره مهمه ځانګړتیا د هغه وخت له نورو ځوانانو نه دا وه چي د هیڅ سیاسي،مذهبي ،قومي او ژبني تعصب نه وو را ګیر کړی غوښتل یې چي د هر چا واوري،هر څه ولولي او پر هرڅه بحث وکړي او یوازنۍ هیله یې د حقایقو لټون او د ستونزو د حل د لارو پیدا کول وه.بل ځانګړنه یې دا وه چي ډیر ښه اوریدونکی وو.په هر صورت دا هغه وخت وو چي ښاغلي اڅکزي غوښتل پوه سي څه ډول د هیواد دا اوږدې غمیزي ته د پای ټکی ایښودل کیدای سي او نوموړی د یوه بادرده او ژمن ځوان په توګه څه رول لوبولای سي؟

د نه ستړي کیدونکو هڅو په پایله کي ښاغلي اڅکزی خپل ځای په ټولنه کي پیدا کړ چي اوس نو هغه ځوان احمد ولي اڅکزی د هیواد د وتلو څیرو او شخصیتونو په ډله کي ځلیدلی نوم دئ .

د نوموړي پر شخصي ژوند که وږغیږم یقنآ د اڅکزي تیر ژوند لکه د میلنونو افغانانو په څیر له کږلیچونو او ستونزو تیر سوی دئ.

احمد ولي اڅکزی د هیواد د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د توبې په سیمه کي زیږدلی دئ،وروسته یې کورنۍ د سهیلي پښتونخوا د کویټې ښار ته مهاجرت کړی دئ او خپلي لومړنۍ زده کړي یې هلته کړي دي.د ښونځۍ تر څنګ نوموړي لس کاله دیني زده کړي هم کړي دي.منځنۍ او لوړي زده کړي یې  ته تربل مهاجرت وروسته په المان کي سرته رسولي دي.

اما د د دې عادي ژوند تر څنګ هغه څه دي چي احمد ولي اڅکزی یې په هیوادوالو و پیژاند او دا پیژندګلوي یې د تاریخ برخه سوه؟

تر ټولو ستر کار چي د احمد ولي اڅکزي ور پام سو او دلومړي ځل لپاره یې پښتو نړیوال جال ته ور داخله کړه چي د نړۍ د نورو ژبو زده کولو لپاره یې د میلینونو هیواد والو او نورو پښتنو ستونزي حل کړې،همداسي یې هغو بهرنیانو او  د نورو ژبو ویونکو ته چي غواړي پښتو زده کړي اسانتیاوي برابري کړي.احمدولي اڅکزی چې د ۲۰۰۱ م زېږدي کال راهيسي د پښتو ژبې د پانگې په راټولولو بوخت دی او ورباندې څېړنه کوي، په ۲۰۰۳ م زېږدي کال يې د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. په دغه انټرنټ پاڼه کې تر اوسه پورې څه ورباندې پنځوس پښتو قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامله دي. ده په قاموسونه ټکی کام کې څه ورباندې يو لک او اتيا زره مصرعې ،پښتو شعرونه هم راټول کړي دي چې لا ورباندې کار روان دی. پداسې حال کې چې قاموسونه ټکی کام د پښتو ويونو او سيندونو يوه بېسارې پانگه ده نو دغې پاڼې او د پاڼې بنسټگر په گڼ شمېر پښتنو ځوانانو کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. اڅکزي سره په څنگ کې يو شمېر نورو افغان ځوانان چې په اروپا او د نړۍ په نورور لويو وچو کې مېشت دي هم خپلې هلې ځلې کړي دي او د قاموسونه پروژې په بډاينه کې د هغوی رول د يادولو وړ دی . د وېبپاڼې په تخنیکي اړخ کې د مصطفی سادات چې د ريښتوني افغان وېب پاڼه چلوونکی پاتې شوی په نیوزيلېنډ کې اوسېږي هم د يادولو وړ دی . اڅکزي په ۲۰۱۰ م زېږدي کال د آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي ده د پښتو ژبې په لسگونو زره داسي ويونه راټول کړي دي چي تر اوسه پوري په هيڅ پښتو قاموس کي نه وه خو پښتانه يې په خپلو ليکونو او خبرو کې کاروي.

ښاغلی ډاکتر صحب نظر محمد سلطانزی ځدراڼ د احمد ولي اڅکزي دا کار داسي ارزوي:

زماپه انداحمد ولي اڅکزي د پښتوژبې دعلمي کولواوپرمختګ په لاره کې دهیوادیوبې ساری ځلانده ستوری دی .

"هغه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبري کولی شي . دئ تر يوې کچې په هسپانوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي.

دنوموړي قاموس ځانګړني خوپه دې کې لیدل کیږي چې دصحیح پوهاوي په موخه ډیرلغتونه په ولسې متلونو،دحکمت اوعبرت په خبرو،کلیوالی سندرو،لنډیو،شعرونو،متلونو اواسلام پوهنه کې نغښتي دي . په داسې حال کې چې دنورولیکوالانو قاموسونه لغت په لغت دجرمني څخه پښتوژبې ته اویابرعکس ژباړل شوي دي پرته له دې چې مفصل تشریح شوي وي . دبیلګې په توګه د(رقیب ) عېګنېر لغت داسې بیان شوې ده .

درقیب له بده خویه به څه وایم     لاچې یارورسه مل شي هاله ګوره

رحمن بابادخپلویارانوڅخه سرټکوي اووايي :

درقیب علاج اسان دی بلاداده          زه رحمان دخپله یاره ناویسایم

اوس مې ځای په دې جهان کې پاتې نه شو      خو زېدلی تر چهل او تر پنجاه يم

(رحمن بابا)

احمد ولي اڅکزي د ماشومانو ادبیاتو ته خاصه پاملرنه کړیده  په دې اړه  استاد پوهندوی اصف بهاند داسي لیکي"د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي تخلیقات او ژباړې که له ژبني پلوه او د محتوا له مخې وڅیړل شي، لیدل کیږي چې ده د ماشومانو د ادبیاتو د اصولو په پیروۍ په ډیره ښکلې او ساده ژبه لیکنې کړې دي چې د کوچنیانو له پاره د پوهیدو وړ دی او د محتوا له پلوه یې هم د کوچنیانو روان په نظر کې نیولی دی او داسې موضوعات یې ورته انتخاب کړي دي چې کوچنیانو ته هم مالومات ورکوي او هم ورته د درک او پوهیدو وړ دي. د مثال له پاره دا شعروګورئ چې ډیر په ساده او د کوچنینو له پاره د درک وړ ژبه باندې د څلورو فصلونو مالومات وړاندې کوي:

څلور دي کال کي موسمونه

هر يو جلا لري خوندونه

لنډي سي شپې ورځي اوږدې سي

په دوبي ټول خولې خولې سي

له اوبو ډک چي يخ منګی وي

په دوبي يخ د چا زړګی وي

چي دوبی ولاړ سي، راسي منی

په وچو پاڼو ډک سي کلی

زنګوي وني تېز بادونه

ور رژوي يې وچ بلګونه

بيا ژمی راسي شپې اوږدې سي

ورځي سي لنډي او سړې سي

واوره اوريږي يا يخيان وي

پر صندلي راټول کوچنيان وي

بيا پسرلی سي وني شنې سي

په شنو وښو مځکي ښايستې سي

چيچيان راوزي له هګيو

چو چو کوي له ځالګيو

څلور دي کال کي موسمونه

هر يو جلا لري خوندونه

د دې تر څنګ د ښاغلي اڅکزي یوه شعري مجموعه هم چاپ ته تیاره ده چي نکلونه او کیسې یې په منظوم ډول لیکلي دي .

 اڅکزی د ۲۰۰۲ م کال راهيسې د المان غږ دويچه وېله راډيو په پښتو څانگه کې د ژورنالست په توگه کار کوي. د دې تر څنگ نوموړي د دويچه وېله راډيو د الماني او د سويلي آسيا د انگريزي او اوردو ژبو د ځانگړو څانگو او د المانۍ راډيو  سره هم همکاري کړېده. 

د ښاغلي اڅکزي د اوږد ژوند،ښه صحت اود ژوند په ټولو برخو کي د سترو بریاوو په هلیه خپله لیکنه را نغاړم ستاسو له پاملرني نه تشکر کوم . په درناوي   .عبد المجید راغستانی  .ډنمارک د سیپټمبر ۷ ،۲۰۱۶ کال

…………………..

زندگینامه ؛ محترم عبدالغفور امينی .

محترم عبدالغفور امینی فرزند مرحوم عبدالصمد درسال ۱۳۳۱هجری خورشیدی درگذر کلالی شهر قدیم غزنی چشم به جهان گشوده  . علوم دینی را نزد امامان درمسجد فرا گرفته تحصیلاتش راتا سطح بکلوریا درسال ۱۳۴۸هجری خورشیدی درلیسه عالی سنایی غزنی وتحصیلات عالی رادرسال ۱۳۵۳هجری خورشیدی درفاکولته زراعت پوهنتون کابل دررشته اقتصاد وتوسعه زراعتی به اتمام رسانیده .

مدت هفده سال درپست های : مامورزراعت،آمرزراعت، مدیر عمومی زراعت ورییس اداره زراعت واصلاحات ارضی ولایت غزنی ودرکابل به حیث مدیر مسوول مجله کرنه دروزارت زراعت،مدیرعمومی چاپ وتصحیح مجله آوازدررادیوتلویزیون وعضومسلکی اداره روزنه وپرودیوسر برنامه دهقان دررادیو افغانستان انجام وظیفه کرده ودرکابل عضویت اتحادیه ژورنالیستان را نیز داشت.

گرچه مسلک کشاورزی داشت ولی قریحه شعری وعلاقه سرشارش به مطبوعات وژورنالیزم درپهلوی ایفای وظایف مسلکی اش درزراعت اورا به سوی شعر وشاعری ومجله نگاری کشانده وبا طبع خدادادِ خویش اشعارزیادی سروده است ازینکه ازحدود چهل وسه سال به اینطرف درمطبوعات سروکاردارد درلابلای اشعارش که درهفت مجموعه اقبال چاپ یافته توانسته چند پارچه شعربه زبان پشتوهم سروده که ازین رهگذرزیاداحساس خوشی می کند که خداوند کمی توانای درهردوزبان را برایش اعطا کرده است. مدت ۴۴سال است که شعرمی سراید واشعارش درروزنامه سنایی غزنی،هیواد، انیس مجله کرنه ، مجله آواز، مجله زن درکابل .روزنامه سهار،جریده محاذومجله رنگین کمان درپشاورنشر شده.همکاری های قلمی اش ازچندین سال با یک تعداد سایتهای معتبرانترنتی افغانی چون آریایی،خاوران،کانون فرهنگی ادیبان،مجله بانو،انجمن ادبی سخن، سایت وزین 24ساعت ، کابل ناته ،سپرغی،افغان جرمن وسایت میهن ادامه دارد. ازدوران جوانی علاقمندی به شعر وموسیقی داشت

دربخش شعرتا کنون هفت مجموعه ازاشعارش به نامهای : 

۱/ دردها وخاطره ها،

۲/ شعردرآیینهء احساس

۳/ پژواک حقایق درشعرطنز

۴/ پژواک حقایق درشعرطنز

۵/ داستان مختصر پیغمبران

۶/ درد وطن

۷/ سرِ کلاوه ومادر 

به چاپ رسیده ومجموعه دیگری به نام (آخرین حرفها) روی دست است .

دربخش علاقمندی اش به موسیقی دو آهنگ دری ویک آهنگ دوگانه بلوچی درآرشیف رادیو افغانستان دارد که حدودا چهل وسه سال قبل ازامروززمانی که محصل پوهنتون بود درستودیوهای رادیو افغانستان واستدیوی پل باغ عمومی ثبت گردیده است دارای چارفرزند است یک دختر وسه پسر که الحمد لله هرکدام شان بعد ازختم تحصیلات درشهرلوند سویدن ودرشهراُسلو کشورناروی مصروف کار میباشند و خودش هم فعلا دربخش جنگلات درشهرلوند ودالبی مصروفیت دارد.دراوقات فراغت بعضا آوازهم می خواند.

ازمدت پانزده سال با فامیلش درشهر لوندِ کشورسویدن زنده گی می کند.

…………………..

 

پيام انجمن کلتوري افغانها درشهر لوند 

بمناسبت بزرگداشت از خدمت های فرهنگی  محترم عبدالغفور امينیشاعر مردمی

اينک در حدود پانزده سال ميشود که افتخار همسايگی با شاعر بادرد و مردمی کشور مان امينی صاحب را در شهر لوند، سويدن دارم. درين مدت امينی صاحب را شخصيت  متواضع، حليم، پرکار، خيرخواه وانعکاس دهنده رنج های زمان خود يافتم اکنون که انجمن فرهنگی دوستی شهر مالموبه سلسله فعاليتهای هميشه گی شان کنفرانسی را

درين ارتباط داير کرده اند ومی خواهند به معرفی عدهء زيادی ازنويسنده گان شعرا وفرهنگيان بيرون مرزی مبادرت ورزندوازجمله به خاطرقدردانی و بزرگداشت از شاعرفرزانه شهر ما همت ورزيده ، دين خود دانستم تا با شناخت و معرفتی که از شاعروطنپرست، خداپرست و انساندوست شهر مان دارم، چند سطر پيرامون زندگی نامه و کار های ادبی شان بنگارم برا اساس روايت دوستان و خانواده محترم امينی، ايشان اززمانی که متعلم درصنوف هشتم ونهم بودند، شايق وعلاقمند زياد به موسيقی و خواندن وشنيدن اشعارازطريق برنامه ء راديويی ازهرچمن سمنی وبرنامه زيبای زمزمه های شب هنگام بودند واين علاقمندی ازهمان آوان به شعردرهردوزبان پشتو ودری بود از امينی صاحب راجع به اولين شعر هايش جويای معلومات شدم می گويد : که بابلديت دروزن وقافيه که ازاساسات اولی شعر است ، به سرودن اولين اشعار خود پرداخت. ايندرست زمانی بود که درپوهنخی زراعت پوهنتون کابل درس می خواند اولين شعرش که درروزنامهء سنايی غزنی اقبال چاپ يافت بنام غمنامه بود.بعد ازان ديگر طبع خداداد توان آن را برايش داد تا بتواند بيشتر شعربسرايد وهمکاردايمی صفحه جوانان درروزنامه سنايی غزنی شود. درهمين زمانها بود که ودروزارت زراعت واصلاحات ارضی به حيث مدير مسوول مجله کرنه که مجله ماهانه آن وزارت بود بکار شروع کرد و کار ادبی به وظيفه کاری اش تبديل گرديد و اشعارش درمجله کرنه چاپ شد وزمانی که منحيث مدير عمومی چاپ تصحيح درمجله آوازارگان نشراتی راديوتلويزيون شامل کارشد شمارسروده هايش زيادشد تعدادزيادی اشعارش درمجله آوازهم چاپ شد .درآن زمان اقدام نمود که تعدادی ازاشعارش را دريک مجموعه بنام دردها وخاطره ها چاپ کند به همين منظور با انجمن نويسندگان افغانستان مراجعه کرد ولی با تاسف ازين که کسی را نمی شناخت به آن آرزويش نرسيد وگل اميدش نا شگفته پرپرشد. متاسفانه اين مرض هنوز همدر وطن ما سخت پا برجاست بعد با خراب شدن وضع امنيتی ودوام جنگ های تحميلی وانتقال قدرت به مجاهدين شرايط زند گی درکابل مثل سايرهموطنان مابرای امينی صاحب نيزسخت شده رفت . اين زمانی بود که دراداره روزنه راديو افغانستان مصروف کاربود وبخاطر همين مشکلات مجبوربه ترک وطن شده متواری پاکستان شد. درآنجا چون شرايط چاپ کتاب ساده تربوددرابتدا توانست به کمک يکی ازهموطنان بنام بشير احمد غزنوی که يک شخص با احساس وطندوست وصاحب فهم ودرک عالی بود اولين مجموعه شعرش را به نام

دردها وخاطره هابه چاپ رساند.بعد مجموعه دوم شعرش بنام شعر درآيينه.احساس اقبال چاپ يافت پس ازآنکه درسال 1380 هجری خورشيدی به سويدن آمد تا حال پنج مجموعه ديگرشعر رانيز بنامهای پژواک حقايق درشعرطنز، داستان مختصرپيغمبران،دردوطن ، سرکلاوه ومادر يکی پی ديگری چاپ کرده است بعد ازآمدن به سويدن گرچه با فاميلش ازيک زند گی کاملا آرام وعاری ازهرنوع مشکل برخوردار است ولی ميگويد که((جسما اينجا هستم مگرقلبا

با وطن ووطندارانم هستم هرگز نتوانسته ام وطن را فراموش کنم دردهایهموطنانم را هرلحظه دروجودوروانم حس می کنم مخالف هرنوع بی عدالتیخودسری واعمال ضدملی وخلاف قانون که هموطنانم را رنج ميدهد هستمودردهای شانرا باورکنيد من درجسم خود داشتم ودارم..برای اينکه خودم راکمی راحت کرده باشم همه اين دردها ،بی تفاوتی ها، ازخودکشی وبيگانهپرستی ها وصد ها اعمال خلاف اسلام ، خلاف قانون وضد ملی را ازطريقاشعارم روی کاغذ آورده وازطريق چند مجموعه شعردردسترس انسانهای بااحساس ووطندوست وطنم قرارميدهم تعداد مجموعه های اشعار شان درسويدن به پنج مجموعه رسيده است که جمعا هفت مجموعه شعر دارد و هشتمين مجموعه شعرش بنام (حرفهای

آخر)عنقريب چاپ ودردسترس هموطنانم قرار خواهد گرفت در اين عصری که متاسفاته تعصبات قومی و زبانی در کشور ما به اوج خود رسيده، امينی صاحب کوشش نموده در عمل ثابت کند که تعدد قوم ها زبان سرمايه مادی و معنوی کشور ما اند. بطور مثال ايشان درمجموعه سوم، پنجم،ششم وهفتم تعدادی محدودی ازشعرهای پشتورا نيز سروده است که نشانهاست بر پاکی انديشه شان و اين را برای خود افتخار ميداند که توانستهدرهردوزبان ملی ورسمی وطن شعربسرايد . 

طوريکه از لابلای مجموعه های اشعار محترم عبدالغفور امينی برميايد، او را يک شاعر آشنا با درد های مردمش، مبلغ اسلام راسيتن ، فريادگر رنج های بيکران جنگ و مهاجرت، مبارز راه حق، عدالت، کمک و انسانيت، افشاگر چهره حاکمان زر و زور، مخالف افراطگرايی و سو استفاده از قدرت، معرفی .ميکند  من در حاليکه برای شان عمر دراز و صحت کامل آرزو ميکنم، قلم شانرا فعال، صدای شان رسا و انديشه های شانرا درخشنده تر استدعا مينمايم .با احترامقدوس شعور از شهر لوند تاريخ پانزدهم ماه سپتمبر سال 2016

……………………

 

معرفی مختصر فریبا چرخی

خانم فریبا چرخی در یک خانواده سرشناس در شهر کابل چشم به جهان گشود . بعد از ختم تحصیل در پست کارمند وزارت اطلاعات و فرهنگ ، در رادیو تلویزیون ملی بحیث گوینده برنامه آزمونگاه ذهن ایفای وظیفه نمود. بعد از مدتی درشبکه تلویزیون آریانا متصدی برنامه های گلبرگها وآنطرف واقعیت برای زنان و ریس نشرات تلوزیون اریانا بود . در ادامه کار هایش پستهای مختلفی مانند معاون ریاست آگاهی عامه در اشاعه دموکراسی و آمر جندر دفتر وزیر دولت در امور پارلمانی ، سخنگوی وزارت زراعت ، کارمند مرکز مطبوعاتی وزارت اطلاعات و فرهنگ ،و مشاور پارلمانی وزارت امور زنان  ایفای وظیفه نموده است . متاهل بوده دارای چهار فرزند میباشد و از چهار و نیم سال بدینسو با خانواده اش در کشور سویدن زندگی مینماید . البته در اینجا هم آرام نه نشسته نزدیک به یکسال است که ازجانب دفتر کار درکمپ های اطفال بی سرپرست که اخیرا بشکل پناهنده وارد سویدن شده اند به صفت معاونت کننده با ایشان همکاری دارد . همکار خوب قلمی مجله بانو ناشر اندیشه های زنان افغانستان مقیم اروپا ومتصدی صفحه ی (یک دریچه وهزار سخن ) نیز بوده است. 

جهت استفاده از تجارب و اندوخته های شان اخیرا از جانب دست اندرکاران رادیو افغان پیوستون برای ایجاد و راه اندازی آن رادیو ، از موصوفه تقاضا بعمل آمده که عملن سهم فعال و ارزنده را ایفا مینماید.

………………..

 

د افغان آسترالیا دبشر دوستانو د ټولنی ددوست آواز دراډیو او دبشر دوستانو دویب پاڼی د مشرتابه

پیغام

په سويډن کې ددوستۍ ټولنې مشر لیکوال اوادبی شخصیت ښاغلی جبیب الله غمخور صاحب ددوستۍ دفرهنگی ټولنی او داريانا دکلتوری ټولنې ښاغلو مشر انو په غونډه کی قدرمنو میلمنو ترهرڅه لمړی دنړی دیو ډیر لیری هیواد آسترالیا څخه زموږ تاوده سلامونه او نیکی هیلی ومنی ازرو لرو چه ټوله روغ جوړ او خوشحاله وسی . 

 

قدرمن غمخور صاحب دا چې ستاسو ،ددوستۍ دفرهنگی ټولنی او داريانا دکلتوری ټولنې  دمشر تابه  په نوښت او ابتکار په سویډن کې د افغانستان د پیاوړی لیکوال  پوهنیار محمد رحمت الله تنها  د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي  استاد، چه په داخل دافغانستان او نړی کی زیات  شهرت او ویاړونه لری همدارنګه څېړونکي او ژباړونکی ،تکړه اوفعاله ژورناليسته اوليکواله آغلې فريبا چرخي ،دالمان ږغ دوچه وله پېژندل سوی ژورناليست  د قاموسونو ترتيبونکی ښاغلی احمدولي اڅکزی ،مشهور شاعر ښاغلی غفور اميني او مشهور سندرغاړي امان الله اميري دخدمتونو د ستاینې او قدر په ویاړد پرتمینې غونډی  دجوړیدو په درشل کې یاست دا مو یو پرځای او د قدر وړ اقدام دی .

دوی ټولو په بیلا بیلو برخو کی  دافغان ولس  دپاره ستر خدمتونه تر سره کړی دی چې د دوی  دا علمي او عملي  خدمتونه  به د هر افغان په  زړه  کې  تلپاته  مقام  ولری او تاریخ  به  دا ملي شخصیتونه  په  خپلو  زرینو پاڼو کې ثبت کاندی .داچه تاسو اوس ددوی ددی ستروخدمتونو څخه پدغه غونډه کی  ستاینه کوی ستاسو دا فرهنګی هلی څلی  دقدر وړ دی پدغه لاره کی نور هم زیات بریالیتوبونه درته غواړم داچه موږ ونه کولای سوای چه ستاسو پدغه پرتمینه  غونډه کی ګډون وکړو هیله ده چه معذرت مو ومنی  غواړو  ددغه بیغام دلاری بیاهم ددوی ټولو ستر خدمتونه  وستایو  او هریو ه ته جلا جلا نوریزیاتی  بریاوی غواړو چه پخپلو سترو دندو اونوښتنو کی همیشه کامیابه او بریالی وسی . په درناوی  

درمحمد آشناد افغان آسترالیا دبشر دوستانو د ټولنی ددوست آواز دراډیو او دبشر دوستانو دویب پاڼی د مشرتابه په استازیتوب

…………………… 

 

دلوی څښتن تعالی په سپېڅلي نامه 

دکریستیانستاد په ښار کي دافغانانو دفرهنګي اتحادیې پېغام! 

ګرانو حاضرینو! 

مالمو نن یوځل بیا دتېر په څېر دیوې درنې علمي غونډي کوربه توب کوي. د دوستۍ فرهنګي ټولني ، د آریانا د کلتوري ټولني او نورو مالمو مېشتو فرهنګپالو په ملاتړ دخپلو افغان علمي او ادبي نومیالیو دکار د ستایني په لړ کي دا وارهم زموږ  د فرهنګي ګلبڼ څخه ښایسته ګلان غوره کړي دي.

ځوان علمي کدر ، دالمان دفزیکوالو اتحادیې دکلني کنفرانس دغوره جایزې ګټونکی ښاغلی پوهنیار محمد رحمت اله تنها ،  لوی لیکوال څېړونکی اوژباړونکی ښاغلی اکبرکرګر ،  تکړه او فعاله لیکواله اوخبریاله محترمه فرېبا چرخي ،  د دوچويلې آلمان ږغ فعال ږورنالست او قاموس ترتيبونکی ښاغلی احمد ولی اڅکزی ،  مشهور شاعر ښاغلی غفور آميني  او پېژاند سندرغاړی ښاغلی امان اله اميري .

دوی او ددوی په شان نور ښاغلي  زموږ دهیوا هغه ژوندۍ علمي اوادبي پانګه ده چي په زیارونو یې دتاریخي افغانستان لرغونی ادب او ثقافت ژوندی پاي کیږي او وده کوي. موږ ډاډه يوچي که همداسي خلاق او ژمن کدرونه ولرو، نو لیري نه ده چي دلته به هم د سیا لانو څخه مخکي کیږو. زمو په آند چي په دغه برخه کي د کار اوبوختیا مینان دمأخذ اوڅېړني لپاره خلاص مټ لري. ښایې ډيری ادبي ګنجنې لا هم راسپړل سوي نه وي او د داراز هوډمنو اوهڅاندو کسانو دکوښښونو په تمه وي.

موږ وتاسي اوټولوافغان علمي اوادبي شخصیتونو ته د پوره روغتیا په جاموکي د نورو زیاتو بریالیتوبونو دعا کوو.پر همت مو برکت سه .

همدارنګه پرځای بولو چي د  دوستۍ فرهنګي ټولني  په سرکي د ښاغلي حبیب اله غمخور د دوي ملاتړه آریانا کلتوري ټولني اوددې لړۍ دهري کړۍ دسنبالتیا دټولو مرستندویانو څخه دزړه له تله مننه وکو.تاسو ته دي الله خیر درکي چي دهیواده دباندي د ټولو بوختیاوو سره سره بیاهم خپل دعلم،هنر او ادب مشا لداران  د داډول علمي غونډو د جوړېدا په ترڅ کي نازوئ. غښتلي اوسرلوړي اوسئ. دکرستیانستاد په ښارکي دافغانانو فرهنګي اتحادیه             

2016-09-17

……………………….