کور / تازه خبرونه / په کندز کې ځانمرګی برید شوی.

په کندز کې ځانمرګی برید شوی.

نن له غرمې مخکې په یوولس نېمو بجو د کندز ولایت د چهاردری په ولسوالۍ کې یو ځانمرګی برید ترسره شو چې له امله یې د امنیتي چارواکو په وینا دری د ښوونځي زده کوونکي یې ټپيان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي چې یوه ځانمرګي په کرولا ډوله موټر کې چاودیدونکي مواد ځای په ځای کړي وو غوښته یې د بهرنیو ځواکونو په تېرېدونکي کاروان ځان الوزونه وکړي ، تر ځانمرګي برید وروسته د خبرپانې په لیکنه دری ماشومان ټپیان شوي دي ولې خبرپاڼه د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي کاږلي.