کور / تازه خبرونه / طالبان د هلمند د ناروې ولسوالۍ د سقوط ادعا کوي

طالبان د هلمند د ناروې ولسوالۍ د سقوط ادعا کوي

طالبان وايي نن سهار وختي  يې دعمري عملیاتو په لړ کي دهلمند ولایت دناوې ولسوالي او قومنداني مراکز او شاوخوا پوستې نيولي دي.

د طالبانو لخوا رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي لمړی د محمد عارف په نوم د يوه کس لخوا  دشوبلې په مټ چي پکي په زیاته اندازه چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي ول دقومانداني پر ودانۍ چاودنه وکړه چي نومَوړې ودانۍ په بشپړ ډول  تخریب شوه  او ورسره سم دولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا امنیتي پوستو بریدونه وشول چي د قاري يوسف په وينا په لنډ وخت کي یې ونيول سوه، نوموړی وايي اوس دولسوالي دباندي پر هغو دولتي امنيتي ځواوکونو چي له ولسوالي څخه وتلي دي جنګ روان دی.

طالب وياند قاري يوسف وايي په نننيو بريديونو کي يې پوځي وسايط، وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د کورنيو چارو وزارت او د هلمند ولايت امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه معلومات نه دي خپاره کړي.