کور / سياسي / استخباراتي کړۍ، هزاره فیسبوکي جنونیات او مدني ناپوهان

استخباراتي کړۍ، هزاره فیسبوکي جنونیات او مدني ناپوهان

لراوبر حبيب الرحمن تاثير

حبیب الرحمن تاثیر

په کابل او مزار شریف کې د عاشورا پر ماتمي جلوسونو له بریدونو څخه وروسته د هزاره قام ځینې فیسبوکي روشنفکرانو او د هغوی مدني فعالانو په ټولیزه توګه په پښتنو پسې په سوشل میډیا کې سپکې سپورې پیل کړې دي، ترهګر، قاتلان او د افغانانو دوښمنان یې یادوي او هر تروریستي عمل د پښتنو کار ګڼي، چې دا د هغوی خام خیالي او کوتا فکري ګڼل کیږي.

که دغه کار دوی د طالبانو، داعیشیانو او یا نورو وسله والو ډلو کار ګڼي نو په دغه ډلو کې د هرې ژبې او هر مذهب خلګ شتون لري لومړی دا چې دا وخت له سوریې او عراق څخه راغلي د کرایې جنګیالي هزاره ګان په افغانستان کې د جګړې په تیارۍ بوخت دي، نو پښتانه، تاجک، اوزبک او نور افغانان به ټول هزاره وسله وال ګڼي؟ بله دا چې د غزني هزاره ګانو څه موده وړاندې له وسله والو طالبانو سره د یووالي ژمنه وکړه، نو بیا به هم غیر هزاره ټول هزاره ګان وسله وال ګڼي؟ داسې هیڅ نه، بلکې دا ډول پیښې د ځینو نړیوالو او سیمه ییزه استخباراتي کړیو کار ګڼل کېږي.

تېر کال همدغه شپې د غزني ولايت مخور شخصيتونه او څو نورو سرچينو، د دې خبرې پخلی کړی وو چې هزاره ګان د داعش ډلې له ويرې له طالبانو سره مرسته کوي، په راپورونو کې راغلي وو چې: د هزاره توکم خلګ له طالبانو سره د نورو مرسته تر څنګ ان وسلې هم دوی ته ورکړې چې د داعش ډلې مخنيوی وکړي او دا چې د غزني د زندان په ماتولو او د بنديانو په خوشي کولو کې هم هزاره ګانو له طالبانو سره مرسته کړې ده، وجه یې هم دا وه چې: داعش ډله د شيعه مذهبو سخته مخالفه ده او په هر هېواد کې چې دوی شتون لري، مرګ ژوبله يې وراړولې ده.

کلونه وړاندې سعودي عربستان او ایران په پاکستان په ځانګړې توګه د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې د دغه هیواد د استخباراتو په ګټه او مرسته د سني او شیعه مذهبونو د منونکیو ترمنځ خپله ګوډاګیزه (نیابتي) جګړه پیل کړه، خو پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي ادارو له اوښیارۍ څخه کار واخیست، د ازادۍ د تحریکونو د کمزوري کولو، د پاکستان له ماتیدو څخه د ژغورلو، پښتون او بلوڅ په جګړه کې د ساتلو او د هغوی په وسایلو د خیټې اچلو په موخه یې دغه جګړه په بلوچستان ایالت په ځانګړې توګه په کوټه کې روانه وساتله چې تر اوسه پورې په کې له دواړو لوریو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم چې دا جګړه مستیقما دغه هیوادونه پر مخ نه وړي خو د دغه هیوادونو ګوداګیان او د هغوی تالۍ څټي له هغه وروسته اوس په اسلام اباد کې ځینې شیعه او سني خپل مطلبه او د پردیو ګټو ته ژمن مشران د ایران او سعودي عربستان ترڅنګ د ځینو نورو هیوادونو په سفارتخانو وځي او ننوځي، موخه یې هم پورته ذکر شوی عمل روان ساتل دی، مطلب مې اصلي خبرې ته راتګ دي: څنګه چې افغانستان له تیرو څلوېښتو کالو څخه د نړۍ د ځینو استخباراتي ادارو د پټې او ښکاره، سړې او تودې جګړې میدان ګرځیدلي دی، نو ګومان کیږي چې په افغانستان کې د یو بل جنګ نغری تودیږي، هغه هم د دره نوي فیصده سني او اووه فیصده شیعه مذهبونو د منونکیو ترمنځ چې ملاتړ به یې هم همدغه د مذهبونو میراث خواره هیوادونه ایران او سعودي عربستان کوي، خو د دې ترڅنګ د سیمې نور استخبارات هم په دې کار کې لاس لرلي شي.

هغه هزاره فیسبوکي جنونیات او د هغوی ځینې مدني لېونیان باید په دې ځان پوه او خبر کړي چې په افغانستان کې د قامونو او مذهبونو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهل کیږي، د نړۍ او سیمې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي چې دلته د یو بل اور نغری تود کړي او تفرتونه خوارته کړي، تر څو د دوی هر اړخیزې ګټې لکه: قامي سلامتیا، مذهبي میراث خوري او کلتوري تیری پرځای پاته شي، خو د دې ترڅنګ افغان دولت او د دغه دولت استخباراتي ادارې باید اوس له ډیرې اوښیارۍ او سنجدګۍ څخه کار واخلي، ترڅو د پردیو دغه ډول دسیسې ټولې شنډې او له منځه یوسي، ګنې زموار به یې همدغه دولت او د افغانستان ملي امنیت ګڼل کیږي، که نه نو د تیرې شپې د کابل او له هغه وروسته د مزار شریف پېښې به شاوخوا هره ورځ تقراریږی.

Habib Urehman Taseer