کور / اسلامي / دمرګ نه پس جاري اوسیدونکي اعمال :

دمرګ نه پس جاري اوسیدونکي اعمال :

دحضرت انس بن مالک (رض) نه روایت دی چه اووه څیزونه دی چه دهغی ثواب دمرګ نه پس هم جاری وی ۰


۱:- چاچه جماعت جوړکړونوهغه ته به دهغی اجر ملاویږی تر څوپوری چه یوکس هم په هغی کی لمونځ کوی۰


۲:- چاچه نهر جوړ کړوترڅوچه په هغه کی اوبه روانی وی اوخلک دهغه نه سیرابیږی هغه ته به اجرملاویږی۰


۳:- چاچه قرآن پاک ولیکه اوپه ښه شان یی ولیکه ترڅوپوری چه دهغه خلک تلاوت کوی هغه ته به اجرملاویږی۰


۴:- چاچه چینه وغیره جوړه کړه چه دهغی داوبونه خلک فاءیده او چتوی د هغی اجر ملا ویږی ۰


۵:- چاچه ونه ولګوله تر څوپوری چه خلک یامرغی دهغی میوه خوری یاتری فایده اخلی نوهغه ته به اجرملاویږی۰


۶:- چاچه علم زده کړواو دهغی سلسله یی جاری کړه نوهغی ته به اجرملاویږی۰


۷:- څوک چه داسی اولاد پریږدی چه دهغه لپاره استغفارکوی او دعاء غواړی یعنی ځوی یی نیک وی چه هغه ته پلار قرآن اوعلم وښودلونودهغی ثواب به پلارته ملاویږی او دځوی دثواب نه به هیڅ هم نه کمیږی – که چیرته پلارځوی ته دقرآن په ځای دڅه ګناه لاره ښودلی وی نو دهغی ګناه به هم په هغی پلارباندی وی اودځوی په ګناه کی به هیڅ کمی نه کیږی حضرت ابوهریره (رض) دنبی اکرم (ص) نه روایت کوی چه کله سړی مړ شی نو دهغه ټول عملونه بند شی البته دری عملونه نه بندیږی ۰



  • ۱:– صد قه جاریه ۰

  • ۲:– علم چه دهغی نه خلک فایده اخلی۰

  • ۳:– نیک اولاد چه دهغه دپاره دعاء کوی ۰