کور / کره کتنه / د ښې ليکوالۍ څلوېښت مشورې

د ښې ليکوالۍ څلوېښت مشورې

 جان محمد مهربان—کابل

په فېسبوک کي یوه انګلېسي مقاله په مخه راغله. کله چي مي کلیک کړه،لیکلي ئې ول چي « موږ دوې هفتي مخکي له خپلو لیکوالانو څخه پوښتنه وکړه چي دښې لیکوالی اړوند لارښووني/مشورې راسره شریکي کړي. د دوی جوابونه زموږ تر توقع ډېر اوچت ول. له ټولو څخه مننه چي زموږ سره ئې لاندي لارښووني شریکي کړي دي«. 

ما ته دغه یاده انګلېسي مقاله ډېر مهمه معلومه سوه، نو نوري انګلېسي منابع مي هم پسي وکتلې، خپله تجربه مي هم پکښي ځای پر ځای کړه او دغه لیکنه مي ځني جوړه کړه. دهري لارښووني/مشورې سره یوځای، دلیکوال نوم هم لیکل سوی دئ:

۱- ډانیل: لیک نخښو ته توجه وکړئ ،په خاصه توګه  دکامې او ټکي پرځای استعمالولوته. دغه دوې نخښي ستاسو دافکارو لیکلی جریان منظموي، او که چیري ئې پرځای کار نه کړئ، ستاسو متن به شکمن سي که څه هم له څرګندو الفاضو څخه به مو کار اخیستی وي. 

۲- توماس: په ځینو ویب سایټونو کي ګډون وکړئ، هغوی تاسو ته چلېنج درکوي چي په یوه میاشته کي د پنځوس زره الفاظو په اندازه ناول ولیکئ. زمادکتاب دلیکلو پرمهال چي لا تراوسه خلاص سوی نه دئ، متوجه سوی یم چي لیکوالي مي ډېره ورسره اصلاح سوې ده.

۳- بیل هارفر:کوښښ مه کوئ چي لیکنه مو په لومړي وار تصحیح کړئ. تخلیق او تحصیح دوې مختلفي پروسې دي چي ددماغ مخلتف اړخونه کاروي، که تاسو دواړه پر یوه وخت کوئ، ناکامېږئ.

۴- جسینتا:هره ورځ حد اقل دېرش دقیقې لیکنه وکړئ. تغیر به ئې په ډېر لنډ وخت کي احساس کړئ.کله چي ناببره نظریات درته راسي نو وې لیکئ، کرار کرار له کلماتو، ژبي او لیکوالي سره عادي کیږئ.

۵- اني مولیګن: لومړی دښې لیکوالۍ قوانین زده کړئ. بیا دا پسي زده کړئ چي سرغړونه کله او څنګه ځني کولای سئ.

۶- پیټر بولیني: زه ځیني وخت دخپلي خوښي د لیکوال له کتاب څخه، له اتوتر لسو صفحو پوري لیکنه کوم. دغه کار زما سره کومک کوي چي دخپلي خوښي د لیکوال سبک خپل کړم.

۷- نیلیما: لومړی ښه لوستوونکی او غوږ نیوونکی سئ، بیا لیکوال.

۸- ډوګلاس ډاویس: دمقالې اوږدوالي ته مه ګورئ، همېشه دې ته فکر کوئ چي څه مو لیکلي دي.

۹- کوکوشا: نقد ومنئ او دیو فُرصت په سترګه ورته وګورئ، که څه هم نقد به غلط او یا توند وي مګر مه خوابدی کیږئ، دهغو خلګو کور ودانی ووایاست چي ستاسو پر لیکنه نقد کوي.

۱۰- جان انګلنډ: په انګلېسي کي، پر یوه لغات راسته کلیک ووهئ چي نوريمعناوي ئې درته ښکاره سي، بیا د هغه لغات پر معناو کلیک پسي ووهئ چي وکولای سئ ښایسته اوپرځای لغاتونه انتخاب او استمعال کړئ. په پښتو کي هم داکار دقاموس په کتلو سر امکان لري او یا کولای سئ چي تر ځان لهتکړه لیکوال څخه پوښتنه وکړئ. 

۱۱- لیلي امان: زه چي کله پر سکرین یا پر کاغذ لیکنه تصحیح کړم، بیا ئې په لوړ اواز وایم چي سختي جملې او غلطۍ له منځه ولاړي سي، بیا نو نور خلګ هم زما لیکنه ښه ویلای سي! یو وخت په یوه مجله کي یو غربي لیکوال داسي نظر ورکړی وو: « زما لیکنه چي پای ته ورسیږي بیا ئې دکورنۍ غړو ته په لوړ اواز وایم، که مي دکورنۍ غړي په پوه سول، لیکنه چاپ ته استوم، که په کومه کلمه پوه نه سوم، کوښښ کوم چي ساده کلمه انتخاب کړم.« 

۱۲-ایچ دېواراجا راو: اوږده لغاتونه مه استعمالوئ. یوه نقشه باید اضافه لیکي او یو ماشین باید اضافه اجزاوي ونه لري، همداسي په جمله کي باید بې ځایه لغات او په پاراګراف کي باید بې ځایه جملې نه وي. سخت لغاتونه مه کاروئ، تاسو لیکنه ددې له پاره کوئ چي خلګ وپوهوي، نو بیا سختو کلماتو ته څه ضرورت دئ؟

۱۳- ډېوید: داسي لیکنه وکړئ چي یوه معلومه نېټه درکوله سوې ده او تاسوباید په پنځه سوه لغاتونو کي له هغې نیټې سره سم خپل هدف ته ځان ورسوئ. 

۱۴- یاټي: ځیني وخت زه دکمپيوټر دفونټ اندازه غټه کړم چي لغاتونه ښه سم ولیدلای سم او غلطۍ ونه کړم!

۱۵- امیت ګویال: که غواړئ چي ښه لیکوال سئ نو هره ورځ لیکنه وکړئ. دلیکوالۍ پر مختګ دلیکوالۍ په پیل کي دئ. نوي لغاتونه استعمال کړئ.ساده والي مه هېروئ. پخوانۍ لیکني مو تصحیح کړئ. له کوچنیو لیکنو څخه پیل وکړئ، مثلاً فرض کړئ چي یو اخبار ته یوه مقاله لیکئ.

۱۶- جان ډوډس:کوښښ وکړئ چي صفتونه له منځه یوسئ. اسمونه او فعلونه سره زر دي، قیدونه او صفتونه داوسپني ټوټې دي، کله چي داوسپني ټوټې له  طلا سره یو ځای سي، طلا بدرنګیږي(ډاکټر پالوال، معیاري پښتو) که ئې امکان وو، جملې مو په فعلونو او نومونو شروع کوئ.

۱۷- جان ارلنډ: زه خپله لیکنه دیوڅو ورځو دپاره ایسته کړم، بیا ئې وروسته د اصلاح له پاره را واخلم چي سره کوچنۍ ئې کړم. دا کار زما سره کومک کوي چي عاجلي لیکني هم باید په لنډو الفاظو ولیکم. 

۱۸- جې: کوښښ وکړئ چي په ساده طریقه لیکنه وکړئ. خپل نظریات مو په ښو مناسبو الفاظو سره څرګند کړئ.

۱۹-مارک: دالهام له پاره دښو لیکوالانو لیکني ووایاست. که ئې په غور سره ووایاست، نو دهغو سبک خپلولای سئ. ته هغه څوک يې چي څه لولې او بیا هغه څوک یې چي څه لیکې.

۲۰- کارولاین: کله چي تخنیکي لیکنه کوم، نو په جمله کي دخپلو الفاظو ترتیب او دعمل زمانې ته متوجه یم.دمثال په توګه زه دغه جمله چي «ته به مکلف ئې چي کارته پر وخت ولاړ سې.« په دې جمله اړوم چي «ته باید کار ته پر وخت ولاړ سې.) که دیوه لغات پر ځای درې لغاتونه کار کوي، پر مناسب ځای کار ورڅخه واخلئ.

۲۱. سام: دنورو لیکوالانو دسبک په خپلولو مه شرمېږئ. لنډه لیکنه ډېره ښه ده خو دلیکني داوږد والي په اړه تر هغه مهاله مه بېرېږئ چي الفاظ مو د هدف پر خوا روان وي.

۲۲. شیلي راډریګو: دنورو لیکوالانو له جملو او پراګرافونو څخه دنمونې په توګه کار واخلئ او بیا ئې خپل سبک ته واړوئ. ما ګرامر او دلیک نحښو استعمال له دغې طریقې څخه زده کړي دي.

۲۳. سیلویا: اوږدې جملې مه لیکئ.

۲۴. مایک فیني: ګرامر زده او مراعت کړئ. ډېری لیکوالان مستقیم او غیر مستقیم قول، معلوم او مجهول فعلونه او ضمایر پر ځای نه کاروي.

۲۸. ریچارډ سکاټ: کله چي پر یوه اوږده پروژه[لیکنه] کار کوئ، مثلاً یو ناول لیکئ، دماغ مو داصلاح پر ځای، لیکلو ته متوجه کړئ.الفاظ باید همداسي جریان ولري. وروسته ئې بیا پر اصلاح کار وکئ.

۲۹. ډېویډ: له بې ځایه اصطلاحاتو سره پام کوئ. ددې پرځای چي ووایاست« دزیاتو معلوماتو له پاره زموږ ویب سایټ ته سر ور ښکاره کړئ.« ښه ترا داده چي« دزیاتو معلوماتو له پاره زموږ ویب سایټ وګورئ.« ټکي په ټکي ژباړه مه کوئ. که تاسو وایاست چي« لطفاً ودرېږئ، کله چي دایساف موټرانو ته ورسیږئ.« سړي ته سوال پیدا سي چي نو ولي ودرېږم؟ سوال ئې بیا تر دوهمي فقرې ویلو وروسته حل سي. ښه به داوي چي ووایاست: « کله چي دایساف موټرانو ته ور نژدې سواست، نو لطفاً ودرېږئ.« (نجیب علیزی، شخصي مفاهمه، ۲۰۱۱)

۳۰. کټ: دلیکوالي مربوط کتابونه ووایاست، يا په انټرنیټ کی دلیکوالانو له ګروپ سره یوځای سئ او یا کولای سئ چي یو استاد ځان ته ونیسئ.

۳۱. سویماګو: لومړی لاس لیکنه داسي کوئ چي څه مو زړه درته ویل،هغه لیکئ. کله چي پای ته ورسېدله، بیا ئې له سره اصلاح کړئ.

۳۳. لیډیا: که تاسو افسانه، داستان یا نکل لیکئ، نو بنیادي خاکه ئې باید درسره وي ځکه چي همدا خاکه ستاسو افکار او ثبات له متن سره  سموي.

۳۴. پیډرو: پخواني لیکني مو اصلاح کړئ. تاسو به ووینئ چي څونده لغاتونه اوجملې پکښي ایسته کوئ. تاسو به خپل سبک اصلاح کړئ او په راتلوونکي کي به غلطۍ نه کوئ. 

ښه! لیکوالي خو مو پيل کړه، پورته مشورې مو هم عملې کړې، یوه کوچنۍ لیکنه مو هم ولیکله. اوس نو لاندي مشورې پسي عملي کړئ:

۳۵. انتظار وکړئ: کله چي مو لیکنه پای ته ورسېدله، نو دستي ئې مه خپروئ، یوڅو ساعته یا یوڅو ورځي ئې پرېږدئ. کېداسي په دغو ورځو کي پر نورو لیکنو کار وکړئ. تر ځنډ وروسته به تاسو تجربه کړئ چي په خپله لیکنه کي څونده تغیر راوړی.

۳۶. لیکنه مو تصحیح کړئ: تصحیح دلیکني اخیري برخه ده. تاسو موګرامر،جمله بندي، دالفاظو رنګ، لیک نحښي سره سمي کړئ چي لیکنه مو وزن پيدا کړي. ددې کار له پاره کولای سئ چي له ملګرو څخه مو دهمکارۍ غوښتنه وکړئ، لکه زما سره چي ددغي لیکني په اصلاح کي ښاغلي سردارولي پښتون زوی همکاري کړې ده. تاسو خپلي غلطۍ داسي ژر نه سئ پيدا کولای لکه یو  بل څوک چي ئې درته پیدا کوي.

۳۷. لیکنه مو په  لوړ اواز ووایاست. سخت لغاتونه روان نه ویل کیږي، نو په ساده کلمو ئې واړوئ، اوږدې جملې مو را لنډي کړئ. دغه لیکنه که یو مجرب لیکوال وګوري، شاید ډېري کلیمې او جملې ځني ایسته کړي.

۳۸.ځان ډاډمن کړئ چي ایا دپاراګرف پیل مو دلیکني له سر لیک سره همږغی دئ؟ ایا ستاسو لوستوونکی به ستاسو په هدف پوه سي؟ ایا ستاسو هره جمله او پاراګراف ستاسو دلیکني دسرلیک ملاتړ کوي، ایا په هر پاراګراف کي یو نظر سته؟ ایا له مناسبو اصطلاحاتو څخه مو کار اخیستی دئ؟ ایا په اخیري پراګراف کي لیکنه خُلاصه او پای ته رسېدلې ده؟ که ددې ټولو سوالونو جواب (هو) وي، نو بیا:

۳۹. اوس ئې نو خپرونکي ته واستوئ. که خپرونکي ورباندي کومه تبصره درلوده، تبصره ئې واخلئ او حالت ته په  کتلو سره ئې په خپله لیکنه کي عملي کړئ. که لیکنه مو له خپرېدو پاته سوه، مه ناهیلي کېږئ، نور تمرین وکړئ. د دنیا مشهور لیکوالان یو وخت داسي نه ول لکه اوس چي ئې دنیا څنګه پېژني.

۴۰- لیکني تر لیکنو فرق کوي. مثلاً: دمدیریت، رهبري، اقتصاد، ساینس، تکنالوژي، طب او دداسي نورو لیکنو دپاره ضرور نه ده چي دلیکني څخه دي یو ښایسته نثر جوړ سي، یا دي حتمي شاعرانه کلیمې پکښي کار سي خو دا نو دا معنی هم نه لري چي تاسو له ټولو اصولو څخه سرغړونه وکړئ اوووایاست چي هدف مو وړاندي کړي دئ،او بس. پورته مشورې وګورئ، خپلو لیکنو ته مو په پام سره، کوښښ وکړئ چي په هغو ځایونو کې عملي کړئ چيامکان ئې وي.