کور / تازه خبرونه / اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د (شهید زبیر سکالرشیپ) په نوم کړه

اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د (شهید زبیر سکالرشیپ) په نوم کړه

 

د افغانستان اتصالات د خپلې زده کړې پالیسي د ( شهید زبیر ذاکرسکالرشیپ) په نوم کړه. اتصالات دا پریکړه د اتصالات یوه کارکوونکي شهید زبیر ذاکر ته  د درناوي له امله وکړه، زبیر ذاکر هغه څوک وو چې پر افغانامریکايي پوهنتون باندې پر برید کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. 

ددې پالیسۍ له مخې د اتصالات کارکوونکي کولای شي، چې د خپلو Shahid zobair شهيد زبيرزده کړو د دوام لپاره ددې سکالرشیپ څخه ګټه واخلي. ددې پالیسۍ له مخې هغه زده کوونکي چې غواړي زده کړي وکړي د هغوی میاشتنی لګښت به ورکول کیږي او بل دا چې په کاري ساعتونو کې به له هغوی سره مراعت کیږي ترڅو په ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. اوسمهال د اتصالات ۵۷ کارکوونکي ددې پالیسي له لارې له مالي ملاتړ څخه برخمن دي او په پوهنتونونو کې په زده کړوبوخت دي. 

د اتصالات اجراییوي مشر ښاغلي صلاح زرق الراس وویل، مونږ د زده کړو پالیسي ته د نوم تغیر  زمونږ ګران همکار ته د درناوي له امله وو او له بله دا چې زمونږ موخه تعلیم او زده کړې ته ارزښت ورکول دي. مونږ تل هڅه کوو چې خپلو کارکوونکو ته د زده کړې د ترلاسه کولو زمینې برابرې کړو او هغوی وهڅوو ترڅو لوړې زده کړې ترلاسه کړي. ځکه مونږ پوهیږو چې په زده کړه سنبال ولس د یو ټولنې ستر ځواک وي.

د زبیر پلار ښاغلي محمد ذاکر وویل، د خپلې کورنۍ په استازیتوب غواړم چې له  اتصالات څخه د هغوی د ملاتړ او پاملرنې څخه نړۍ مننه وکړم.  زه ډیر خوښ یم چې زما د ځوی نوم به د خپلو همکارانو ترمینځ تر ډیره یاد وي.

۳۰ کلن زبیر ذاکر، د کابل اوسیدونکی وو چاچې د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي څانګه کې د لومړني محاسب په توګه دنده ترسره کوله. نوموړي د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د سوداګرۍ او ادارې په برخه  کې زده  کړې ترسره کولې او یو زیارکښ انسان وو.  هغه د ۲۰۱۶ کال د اګست میاشتې په ۲۴مه نیټه په افغان امریکايي پوهنتون باندې په برید کې په شهادت ورسید.

اتصالات خپلو کارکوونکو او افغانانو ته د مهارتونو د ترلاسه کولو ملاتړی او ژمن دی.  نو له همدې امله اتصالات تردې مهاله د زده کړو او لوبو په بیلا بیلو برخو کې افغانانو سره د زده له کومې مرسته کړې دي او په دې برخه کې دافغانانو ملاتړی پاتې شوی دی. 

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.