کور / تازه خبرونه / کمانډو ځواکونو ځانګړو عملیاتو کې ۵ وسلوال وژلي او ۱۵ مشکوک وسلوال یې ژوندي نیولي دي

کمانډو ځواکونو ځانګړو عملیاتو کې ۵ وسلوال وژلي او ۱۵ مشکوک وسلوال یې ژوندي نیولي دي

 

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو ځانګړي عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه مخالفین وژل شوي او پنځلس مشکوک کسان یې ژوندي نیولي دي.

عملیات تیره شپه شاوخوا دولس بجې د نادعلي ولسوالۍ په « شین کلي» کې ترسره شوي او په ترڅ کې یې د دولت مخالفو وسلوالو د ماینونو جوړولو یو مهم مرکز لمنځه وړی دی.

کمانډو ځواکونو عملیات د ملا مرتضی مشهور په تواب پرمرکز کړي ، چې په ترڅ کې پنځه تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ۱۵ مشکوک وسلوال عملیات کوونکو ځواکونو له ځان سره وړي دي.

په دې عملیاتو کې د مخالفینو د ماینونو جوړولو یو مهم مرکز په نښه شوی، چې ۱۲ بشکه یي ماینونه، د فشاري ماینونو وسایل او ۲۵ د ماینونو پټاکۍ پکې لمنځه وړل شوي دي.

عملیاتو کوونکو ځواکونو د وسلوالو له یاد مرکز څخه ۵۰۰۰ فیره د ۲۴۹ مرمۍ، ۴۰۰۰ فیره د ۲۴۰ مرمۍ ، ۲۵ د هاوان مرمۍ ،۳۷۰۰ فیره د پیکا مرمۍ، ۱۲ فیره د راکټ مرمۍ، ۱۲ فیره د ۸۲ مرمۍ، یو موټر او دوه موټر سایکلونه لاسته راوړي او سیمه کې یې لمنځه وړي دي.

نادعلي ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو عملیاتو پر مهال دولتي ځواکونو او ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی رامنځته شوی.

دا مهال امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوشمیر سیمو کې په عملیاتو بوخت دي او د دښمن ځپلو لپاره یې تعرضي بریدونه هم ترسره کوي.