د کليفورنيا دايالت ددرختو اورونه لا پسي بليږي
دامریکا د کليفورنيا دايالت ددرختو اور دبرېښنا او تالندي له کبله لا پراخ سوئ دئ .
دا چي په کليفورنيا کښي په مکرر ډول سره ددرختو اورونه بليږي خلګو دې موسم ته بېل نوم ايښۍ (ددرختو داور موسم) . مګر دکليفورنيا دمشر (Arnold Schwarzenegger) په وينا چي سږ ټوله کال ددرختو داورونو څخه په عذاب دي . هر ګړۍ تازه – تازه اورونه بليږي. نوموړي د اوس حالت تر پخوا ډېر خطرناک بللی او هر سهار په دې اړه خبري اتري کوي . نوموړی وايي : ” موږ خپله پوره آماده ګي ورته نيولې خو څه وخت چي ما خپله واورېدل چي په ټوله کليفورنيا کښي ددرختو اورونه بل سوي دي نو زه خپله هم سخت وارخطا سوم . ”
دنوموړي اور په مړکولو کښي 20.000 داطفائيې کارکوونکي، د 1600 شااوخوا کښي داطفائيې ترافيک او تر 100 زياتي هليکوفتري طيارې خپلي هلي ځلي کوي .
معتدله هوا هم ددې نابوده اور دپراخولو مخه نيسي خو داطفائیې کارکوونکي بايد نور هم زيات کوښښ وکړي ترڅو نوموړی اور ووژني .