د خرابات امام عبيدالله ځيګرخون
د خرابات امام ځګرخون
***************
( د شهید ځګرخون په اړه زما یوه تکراري لیکنه د یو نازولي او ګران ملګري په خوښه یوار بیا درسره شریکوم )
بیا دي لاس د چا په وینو کۍ ګلګون
چي تر ګوتو دي باران اوري د خون
دا به سره کفن کي کوم مین ښخیږي
پوه سوم، پوه سوم چي شهید سو ځیګرخون
داسي روایت سته چي عبیدالله ځګرخون اول ملا و چي وروسته یې دا سلسله ترک کړه ، د خرابات په لور یې راکډه څه د خرابات پېش امامي یې قبوله کړه ، دشاعرۍ پېغله یې مغني کړه ، دځګرخون څه اندازه برخه شاعري د مذهبي اړوپېچ درلودو له کبله معمایي بڼه لري ، چي زیاته اندازه مولانا صاحبان ور پوري معترضین هم دي ،خپله د ځګرخون د شهادت اسباب د ده معمایي شاعري هم کېدای سی ، دکندهار ادبي مکتب د مذهبي مسایلو په اساس د جدیدیت ( نوښت) له اړخه محرومه پاته سوی دی ځکه یو تر بله بېل متضاد فکرونو په ادبیاتو کي وده ونکړه (صرف ونحو) او د فیقي مسایل په شاعرانه انداز په کثرت سره تخلیقول دکندهاري شعري پانګي اړتیا او د مخصوصه نظر تصوفیانه لېونتیا یې بنسټ سو .
شاعرانه جمالیاتي ذوق شجر ممنوعه ، ځانګړی جنوني او وجداني کیفیتونه د شاعرۍ اصول وتراشل سول ،هم دې ځانګړي جنوني او وجداني ډلي د خپلي شاعرۍ په وسیله زیاتو نوآموزو شاعرانو ته دا میدان دومره ویړ کړ چي څوک پیوندګر وي هغه به شاعر وي، د حنان بارکزي ډېر وختونه را په دې خوا په کندهاري ادب کي ګلبیدار او عبدالغفار بریالی د باریکۍ او رنګینۍ دوه بېل نظریاتي او مسلکي شاعران دي ، څنګه چي د کندهاري ادبي مکتب مخصوص رنګ درلودو له کبله د بریالي په نسبت د ګلبیدار شاعرانه لهجه واعظانه نه برېښي هم یې د جمال حس ګړندی دی :
د۱۹۷۵-۱۹۷۷ ء په کلونو کي هادي عطایي ، ځګرخون، احمدصمیم ،کریمه رسولي، پروین ملال، عبدالباري جهاني، او معلم محمدقاسم په کندهارکي دغزل په حواله راغورځېدونکي ، لړزوونکي ، ځان ته د اورېدونکو پام را اړوونکي نومونه دي ، صمیم د هغه دور شاهکار غزلي ولیکلې ، پروین خور خو اوس بېخي د غزل دمعراج ملکه ده .
ځګرخون که څه هم بېخي لږه شاعري وکړه خو دومره اغیزمنده شاعري یې وکړه چي د روغ کندهاري ادبي مکتب عصریز روایتي انداز یې په تغیر واچاوه، داسي نادر په ښکلا لړلي اصطلاحات یې په کار واچول چي د عصریزو غوښتنو تنده په سړه اود جمالیاتي ذوق غېږه په ویړیا سوه :
چي د بخت غوټۍ مي څېري کۍ ګریوان
د امید طوطي تر لاندي الوېزان
د وصال د باغ نسیم و، زما د زړه غنچه په واسوه
ځګرخونه سپېلني وکړه ګلونو د ریحان
دا څلوریځه ولولۍ
چي د خوبه سوم بیدار بوسه یې راکړه
د بارخو د سره انار بوسه یې راکړه
پستې لبي یې تر سرې غنچې نازکي
ځګرخون یې کړمه یار بوسه یې راکړه
د ځګرخون داسي څلوریځي سته چي د ځګرخون تر شهادت وړاندي د ځګرخون پر شهیدېدو دلالت کوي، دخپلي شاعرۍ په وسیله ځان لپاره د کوم ډول دمرګ تصورچي یې وړاندي کړی و هم دا نمونه ورسره وسوه :
خدایه سوم په ویرانه کي د مجنون مړ
په مرض سوم د الفت که دجنون مړ
جنازه مي د دلبر پر کوڅه یوسۍ
ورته وایه سو په جبر ځګرخون مړ
د کندهاري ادبي مکتب د تشیر مهمه ذریعه محلي موسیقي او محلي سندرغاړي ګرځېدلي دي ، د غزل برعکس سندري (بدلي ) او دکیسې مخصوصه فورمونو ته دقیقه مراجعه سوې ده ، ملاعبدالسلام کرزی ، ملامحمدعیسیْ شخالزی، ملاعبدالمنان حیرت (چي دهندي سبک اغیزمن څوک و) او ملا میریحی هم دغزل برعکس سندري تخلیق ته ترجېع ورکړې ده ، البته ولي محمد مخلص د غزل هم د نظم حق تر خپله توانه ادا کړی دی هم یې غزل او نظم انتقادي ریالیزم سره اشنا کړي دي :
ګلبیدار او بریالي هم په خپل پېر کي ونکړای سو ( برسېره پردې چي دواړه د موسقۍ په نړۍ کي پېژندل سوي و) چي غزل په عصریزو تقاضو وتوانوي یا د غزل تخلیق په کثرت سره پیل کړی که څه هم د بریالي د غزل انفرادیت یا ځانګړتیا ځګرخون احساسولو چي برملا یې دا اعتراف وکړ.
که هرڅو ملغلري تر خوله توۍ کې ځګرخونه
تر شعر در بریالي دا ستا ګفتار نه دی ښه
پر کندهاري ادبي مکتب د فارسي شاعرۍ په څېر رندانه روایت زیات غوړېدلی برېښي ځکه خو د زیاتو قدیمو او عصریزو شاعرانو شاعري د پیرمغان، د خضرلټون ، می نوشي، ساقي، زاهد، شیخ او محتسب په مدار چورلي ، عمرخیام په یو څلوریځه کي وایي:
جنت به وي ، حوري به وي هلته به شراب وي ، شیدې به وي ، که چیري ماشراب او معشوق خوښ کړي دي ، څه باک به یې کوې ، ولي چي په آخرت کي به هم داسي وي :
گويند بهشت و حور عين خواهد بود
انجا می وشير و انگبين خواهد بود
گر ما می و معشوق گزيديم چی باك
چون عاقبت كار چنين خواهد بود
خیام په یوه بله څلوریځه کي وایي :
زه شراب څښم مخالفین مي راته دا وايي چي شراب مه څښه، شراب د دین دښمن دي
زه چي په دې وپوهېدم چي شراب د دین دښمن دي، په خدای مي دي قسم وي شراب به
خامخا څښم ځکه چي د دښمن وینه څښل روا وي .
من می خورم و مخالفان از چپ راست
گويند مخور باده كه دين را اعدا است
چون دانستم كه می عدوی دين است
بالله خورم خون عدو راكه روا است
بهایي اصلي چي د خپل عصر ستر عالم یادیږي په یوه څلوریځه کي وايي :
ما برایي په میخانه کي یو زاهد مست ولید ، چي ترغاړه یې تسبېح او په لاس کې
صراحي وه ، ماورځني پوښتنه وکړه میخانې ته څنګه راپېښ سوې ، په جواب کې
راته وویل چي د شراب خانې څخه هم د حق لوري ته لاره ورزي.
در ميكده دوش زاهد ديدم مست
تسبيح به گردن وصراحي در دست
گفتم ز چي در ميد كه جاكردي گفت
از ميكده هم بسوی حق راهی هست
د فارسي څلوریځو دا مخموره شوخي د بریالي را وروسته د ځګرخون په شاعرۍ کي په کثرت سره وینو ، د بریالي راندانه شوخي نظریاتي او عقیدوي هدفونه لري ، د ځګرخون رندپرستانه شاعرانه آیین د شعور او مخالف ذهني ډارن ملامتوي د شیخ په خرقه کي نغښتی مکار لوڅوي :
خوش دی مذهب د می پرستو زما
چي نصیب می کړله وهاب جامونه
بیا یې پر کاګل زېب د مبین لوېدلی دی
په جام کي د ساقي نور د یسن لوېدلی دی
نه شیخ یم ، نه بزرګ یم قلندر د میخانې
تحلیل د ملاقات کړم ناز بردار مي مست په می
دشیخ ، ملا ، ملامتیا د رندانه شاعرۍ اروا ته توښ بخښي، دا ځکه ځګرخون د کندهار روایتي شاعري په خپل راندانه انداز د تنګوالي څخه پراخوالي ته رابللې ده ، زاهد، شیح، خرابات ، مناجات، کعبه ، خرقه ،محراب، عرفات ، کفر، میخانه ، پیمانه ، سوکفن، شهید اصطلاحات یې په نوي انداز، نوي مفهوم او نوي پس منظر(شالید) کي وښوول، همدې نوي انداز او نوي پس منظر د ځګرخون په وژلو کي کلیدي کردار ولوباوه .
( عصمت الله زهیر)