کور / تازه خبرونه / په پاکستان کې په يوه ځان مرګي بريد کې ۱۹ تنه وژل شوي

په پاکستان کې په يوه ځان مرګي بريد کې ۱۹ تنه وژل شوي

د پاکستان په اسلام اباد کې نن  د يوه ځان مرګي بريد په ترڅ کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي


چاودنه داسې مهال د لال جومات ترڅنګ ترسره شوي چې په زرګونه خلک په ياد شوي جومات د بريد او د دې جومات د مشر غازي  عبدالرشيد د وژل کېدلو د غندلو لپاره راغونډ شوي وو.  د بي بي سي اردو ويب سايټ له مخې ځان مرګی يو تنکی ځوان وو چې ځان يې د هغه مرستندويه پوليسو ترڅنګ والوزاوه چې  د فيصل اباد څخه  د دغه غونډې د امنيت د ساتنې لپاره راغوښتل شوي وو.  


د پاکستان د لومړي وزير د کورنيوو چارو سلاکار رحمن ملک د پيښې پر ځای کې خبريالانو ته وويل چې د بريد موخه پوليس او تر څنګ يې د ويرې او ډار خورول  وو. د هغه په وينا په وژل شويو کې ۷ تنه پوليس او نور عام وګړي دي.


د پېښې په ځای کې عيني ليدونکو رسنيوو ته ويلي چې  د خلکو د بدن غړي خواره واره پراته وو، او پوليسو په پلاستيکي کڅوړو کې د پېښې د قربانيانو غوښې راټولولي.


له بريد لږه شيبه وړاندې د لال جومات د طالبانو دوژل شوي  مشر غازي عبدالرشيد کونډې حميرا غازي په غونډه کې د  غازي خيريه ټولنې په نامه ادارې د جوړولو خبر ورکړ.