video " />  video " />  video " />  video " /> [کينټ کوچ] ۳۲۰ کيلو متره په هوا کښي روان وو   – لراوبر ویب پاڼه
کور / هراړخیز / [کينټ کوچ] ۳۲۰ کيلو متره په هوا کښي روان وو Fotos video

[کينټ کوچ] ۳۲۰ کيلو متره په هوا کښي روان وو Fotos video

د بوغيانو څخه زياتره وخت په مېلو او ښاديو کښي استفاده کيږي مګر يو امريکايي سړی بوغياني د يو بل شي لپاره استعمالوي .


۴۸ کلن (کينټ کوچ) په داسی حال کښي چي تر ۱۵۰ زياتي دهېلييوم په غاز پړسولي بوغياني يې دخپلي باغچې په چوکۍ پوري تړلي وې د يکشنې په سهار وختي داورګن ايالت چي دامريکا په شمال ختيځ کښي موقعيت لري په هوا سو. ده غوښتل چي ۵۰۰ کيلومتره فاصله ووهي، څو چي اخير د آډهو د بوييزي په ښار کښي دنهو ساعتونو څخه وروسته چي د ۳۲۰ کيلومترو په شااوخوا کښي کيږي کښته سو. نوموړي پدغه دريیم ځل د پراشوټ څخه ماسېوا د اوبو ترڅنګ ټوپک هم د ځان سره وړي وو؛ څوکه اړتپا وي اپه کښته کولو کښي بوغياني په وچوي .


دده لومړی ځل په ۲۰۰۶ عيسوي کال کښي وو چي بايد په کښته کولو کښي يې پراشوټ کارولئ وائ او دوهم ځل يې په کال ۲۰۰۷ عيسوي کښي وو چي ۳۰۰ کيلومتره يې په هوا کښي مزل وواهه .


ده ته دا نظر د يو امريکايي تلويزيوني نندارې دکتلو په جريان کښي پیدا سو. چي په نوموړي تلويزيوني ننداره کښي يو سړي په کال ۱۹۸۲ ميلادي کښي پر يوه چوکۍ چي بوغياني يې پر تړلي وې پر لاس انجيلس ور په هوا سو.


خو دی اوس په دې کار کښي کامیاب سوئ او بې حده زيات خوښ دئ. دی وايي چي په هوا کښي آرامي او چوپتيا خورا ښه خوند کاوه او زياتوي چي: ” که چيري وخت او پيسې ولرم؛ نو هره هفته به يواري الوزم . ”