کور / هراړخیز / د روزنېز پروګرام ۵ افاقي موخې

د روزنېز پروګرام ۵ افاقي موخې

 

الهام الله بهادر 

لومړې روزنه: د زده کړې له لارې د پوهې یا مهارتونو  او تجربو ترلاسه کول روزنه بلل کیږي یا په بل عبارت روزنه يو کس او يا حيوان ته د ځانګړي مهارت یا چلند ډول زده کول عبارت له روزنې څخه ده لکه: لارښونه، پالنه، فزیکي تمرینات د کارکولوتګلاره او داسې نور…

د روزنې ۵ افاقي موخې په لاندې توګه دي: 

۱) نوې راغلو کارکوونکې ته لومړنۍ زده کړه او مهارتونه ور زده کول،

۲) د کارکوونکو سره په خپل اوسني دريځ یا بست کې د وروستيو مفاهیمو،معلوماتو او تخنيکونو شریک کول  او ورته په اړونده کاري برخو کې د اړتیا وړ مهارتونو د ودې او پرمختګ په موثره توګه زمینه سازي کول.  

 

۳) د ښه مهارت او وړتیا لرونکو افسرانو/کارکوونکو دویمه طبقه یا لین چمتوکول د هغوې د مسلکي پرمختګ په موخه ترڅو راتلونکې کې د لوړو بستونو او دریځونو د ترسره کولو مسولیت په غاړه واخلي. 

 

۴) د لوړ رتبه مدیرانو د ذهنونو دلا ودې او پرخواخولو دپاره د ګډو همغږوروزنیزو پرګرامونونو برابرول ترڅو دوې وشي کولې خپل دننۍ او بهرنې ترلاسه شوی تجربې یو د بل سره شریکې او د تنګ لید لورې څخه چې ښایي د خورا تخصص څخه راپورته شي مخنیوې او زده کړه وکړي.  

 

۵) پیریدونکو ته زده کړه او لارښونه ورکول.