کور / هراړخیز / د نوي جګړې سرښته

د نوي جګړې سرښته

امریکا او اسراییل خطرناکه ګامونه اخلي

ټورنټو سن ورځپاڼه ( کاناډا )
یکشنبه ، د جولای ۶مه ، ۲۰۰۸
لیکوال : اریک مارګولیس



جنیوا – امریکا ، اسراییل او ایران یوه داسی له خطره ډکه ماشومانه لوبه مخته بیایی چی ښایی ژر د منځني ختیځ په یوې نوې جګړه سره ختمه سی .

امریکایی استخباراتو نتیجه اخیستې چی ایران اوس اوس پر اټومی وسلو کار کوي . خو د بوش اداره او اسراییل چی فرانسه هم دا ده ورسره درېدلې ، پر ایران باندی د پوځی عملیاتو ډیریدونکیً بوج اچوي تر څو هغه وبیروي چی خپل غني کونکیً اټومی پروګرام تم کړی . خو ایران ټینګار کوی چی د هغه اټومی پروګرام صرف او صرف د غیر پوځي کارونو لپاره دﺉ . تهران د دلاسا کولو او تهدیدولو دواړو تر منځ ویناوي صادروی او وایی چی د هر ډول برید په مقابل کی به داسی انتقام واخلی چی په هغه سره به پر نړیوال اقتصاد باندی یوه سپماییزه ګډوډي وترپی . اروپا د دې څخه بیریږی چی د ایران پر ضد به دغسی یو جنګ آن د ایران تر اټومی پروګرام لا هم ډیر اقتصادی زیان پېښ کړي .

اسراییلی چارواکي په ښکاره سره تهدید کوي چی د ولسمشر بوش د مودې تر ختمېدو مخکی به د ایران پر اټومی تأسیساتو حمله وکړي . همدا میاشت څه وړاندی اسراییلو د امریکې په موافقه لوی پوځی تمرینات وکړل چی په هغه کی یی ایف ۱۵ ، او ایف ۱۶ نومي الوتکی استعمال کړې چی کولای سی په ۹۰۰ میله واټن کی چی هماغه د ایران تر اټومی تأسیساتو پوری واټن هم دﺉ ، عملیات وکړي .

خورا معزز امریکایی خبریال ، سیمور هرش همدا اوس دا تایید کړې چی د امریکا کانګریس د یو ۴۰۰ ملیونه ډالریزه پلان صلاحیت منظور کړﺉ چی د هغه له مخی به د ایران حکومت ونړوي او قومی یا توکمیزه ناکرارۍ به راوپاروي . ما یو کال مخکی راپور ورکړﺉ و چی د امریکا او انګلستان خاص ځواکونه په ایران کی عملیات کوی او هلته د یو ستر هوایی برید لپاره لاره صافوي . په تیر مني کی د اسراییلو پواسطه د سوریې د ادعا وړ اټومی بټۍ تباه کول ایرا ن ته یو اخطار و .

همدا اوونۍ د پنتاګون یو لوړچاري مامور ادعا وکړه چی د همدې کال تر ختمېدو مخکی به اسراییل پر ایران حمله وکړي . د پنتاګون او سی آی اې نور منابع وایی چی پر ایران باندی د امریکا حمله پېښېدونکې ده ، چی کیدای سی هغه د اسراییلو په ملګرتیا او یا هم په یوازی سر اجرأ سی . د بوش اداره د ایران پر هغو هدفونو باندی چی تر مځکي خورا لاندی واقع دي ، آن د تاکتیکی اټومی وسلو د استعمال په فکر کی ده .

لوړ امریکایی افسران یعنی بحری قوماندان ویلیم فالن او د هوایی ځواکونو قوماندان مایکل موزلی پدې وروستیو کی ځکه له دندي وشړل سول چی پر ایران یی د حملې سره مخالفت کاوه . د اسراییلی خپرونو له مخی ولسمشر بوش د اسراییلو صدراعظم ایهود اولمارت ته ویلي چی دﺉ حتی د امریکا پر استخباراتی شبکو هم باور نلری او پر اسراییلی استخباراتو باندی خپل اعتماد ته لومړیتوب ورکوی .


تونده او تیزه هوایی حمله ـ

په اروپا او خلیج کی د امریکایی اډو په دننه کی د خوځښت خورا ډیرښت په سترګو لیدل کیږی چی هدف یی ممکن د یوې داسی توندی او خورا ګړندۍ هوایی حملې کول وی چی په ایران کی به پر ۳۱۰۰ هدفونو باندی څو څو واره یعنی مکرر بریدونه په بر کی ولري . نوری منابع وایی چی د ایران انقلابی ګارډ به د کروز توغندیو تر باران لاندی راسی .

په واشنګټن کی کانګریس د اسراییلی تبلیغډلی د فشار په نتیجه کی د یو داسی پریکړه لیک په درشل کی دﺉ چی د هغه له مخی به ایران د سمندری ځواک تر محاصرې لاندی راځی ، یعنی د جنګ یو باالکل بربنډ عمل .

اسراییل پلوه ډلی داسی ټلویژیونی پروګرامونه خپروي چی په هغو کی ادعا کوي چی ایران په عراق کی پر امریکایی پوځیانو حملې کوي او هغوی امریکا تهدیدوي .

د بوش د ادارې وروستیً نامینده کونکی اقدام ، یعنی « ګوتردامرنګ » ، ښایی د ایران سره د جګړې په مطلب وی .

د ملګرو ملتونو د وسلو پلټونکی هیأت د امریکایی استخباراتی ټولنی سره همږغی دی چی وایی داسی شواهد نسته چی وښیً ایران پر اټومی وسلو باندی کار کوي ، خو په واشنګټن کی جنګ پلوه نوو محافظه کارانو تصمیم نیولی چی پر ایران باندی په حمله سره د « پارتیانو» وروستۍ پایه هم پسی ولړزوي .

اسراییل غواړی په سیمه کی د ټولو انشقاقی اټومی بټیو په تباه کولو سره په منځني ختیځ کی د اټومی وسلو پر انحصار باندی خپل یوازینی حق خوندی کړي . ایران قسم کړﺉ چی په انتقام کی به اسراییل په خپلوغیردقیق شهاب توغندیو سره وولی ، د هورموز تنګی به وتړي ، په خلیج کی به ماینونه وشیندی ، نړۍ شموله مالی ستره بېره او د تیلو شدید کمښت به پیښ کړی چی تیل به یو بیرل په ۴۰۰ـ ۵۰۰ ډالره سی . ښایی ایران په افغانستان ، عراق او کویټ کی پر امریکایی ځواکونو حملې وکړی ، او هم د سعودی او کویټ نفتی تأسیسات تر برید لاندی راولی . ښایی په افغانستان کی کاناډایی پوځیان هم د هغوی تر هدف لاندی راسی .

ستر زیان –

د بوش جنګ ته چمتو ادارې پوچ ذهنیت خبره یوې داسی جګړې ته بیایی چی په هغه سره به په منځني ختیځ کی د امریکا د اوږدې مودې ګټی د زیان سره مخامخ کړی . که د ایران صرف یو راکټ د اسراییلو په اټومی بټۍ کی ولګیږی ، نو په هغه سره به د یهودو دولت د هغسی یو عظیم ضرر سره مخامخ سی چی په خپلو ټولو پخوانیو جګړو کی به یی نه وي لیدلی . لدې نه علاوه ، اسراییل د ایران اټومی تأسیسات له منځه وړای هم نسی . پر ایران به د امریکا یا اسراییلو برید ایران ته د دې تصمیم ضمانت ورکړی چی نور نو باید اټومی وسلې جوړي کړي . اسراییل او ایران خپلی سیمه ییزه سیالۍ یو بل ته داسی مخامخ درولي چی په هغو سره ټول تهدیدوي .

د ایران لوی مشر ، علی خامنیً د هغه د باټک ولسمشر محمود احمدی نژاد پر خلاف د دې هیواد پوځ کنټرولوي او پدې ټینګار کوی چی ایران به اټومی وسلې جوړی نکړی . هلته بیا اسراییل ادعا کوی چی هغه د دوهم هولوکاسټ ( یهود وژني ) سره مخامخ دﺉ . خو ایران بیا وایی چی د اسراییلو اټومی ځواک د دې هیواد موجودیت تهدیدوی .

هو ، پدې ډول د جنګ سپي میدان ته راخوشی سوي دي . پای