کور / تازه خبرونه / د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني استعفاء وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني استعفاء وکړه

 

جلالتمآب جمهورریس ډاکټرصاحب محمد اشرف غني السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.

له هغه اعتماد څخه چي په ما مو کړی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درنه وظیفه مو را سپارلې ده، یوه نړۍ مننه. ستاسي دا نېکي به هېره نه کړم؛ خو د روغتیایی معذرتونو له کبله خپلي وظیفې ته نور دوام نه سم ورکولای. ستاسي جلالتمآب څخه، چي علمي مقام ته به مو ترابده احترام لرم، په ډېر درنښت هیله کوم چي زما استعفاء منظوره کړی. د لوی څښتن څخه، د هیواد د خیر او ښېګڼي په لاره کي، ستاسي د دایمي بریاوو آرزو لرم.

ستاسي مخلص، د اطلاعاتو او فرهنګ مستعفي وزیر، عبدالباري جهاني
 
نوټ: دا متن جلالتمآب جمهورریس ته، راساً د دوی د دفتر د کارکوونکو په لاس، د تېري شنبې په ورځ د عقرب پر اتمه، استول سوی او دوی لوستی دی. څرنګه چي هغوی تر نن پوري جواب نه دی راکړی نو موږ هم د اعلان 
لپاره نور ځنډ لازم ونه باله.