کور / سياسي / دپاکستان پر وړاندي معقول دريځ ته اړتياده

دپاکستان پر وړاندي معقول دريځ ته اړتياده

Ghamkhor غمخورليکوال حبيب الله غمخور 

د۲۰۱۶ ز کال دنومبر ۸ 

 

اوس پدې هر افغان پوهيږي چې افغانستان ديوه پيچلی جگړې مرکز گرځيدلي . له یوې خوا افغان دولت گويا دطالبانوسره دسولي خبري کوي اودبلي خواطالبان په ډاگه وايي چي زموږ په خبروکي بايد پاکستان نيغ  گډون ولري . ددې دريز سره نه پوهېږوچې ولی دولتی چارواکي افغان ولس دطالبانوسره په خبروچي دلته او هلته گويارواني دي خطاباسي .خوددې ټولو دولتي تبليغاتوسره دادی دسرپه سترگو گورو چې دطالبانو اوداعش په نوم په ټول افغانستان کي افغان وژونکې کورنۍ جگړه په درب روانه ده اوهره ورځ یې دشهيدادنو شمير ترسلو اوړی . هره ورځ دهيواد په يوشمير ولايتونوکي زموږ افغانانو،دطالب  او داعش په نوم دپاکستاني نوکرانو ترمنځ جگړه روانه ده ، متاسفانه په ځينو ولايتونوکي زموږ دولتي چارواکي دطالبانواو داعش سره پرجگړه لمڅی اچوي ترڅو خلک پري خبر نسي اوله دوي نه دبېزاری په موخه کوڅواوبازارو نوته راونه وزي .

دطالبانوپر وړاندي دولتي دريز افغان دولت دنامعقوله دلايلو له مخي پټوي اوله بلې خوا ولس دطالبانوپه نظر اودريز هم نه خبره وی . زموږ دولس له نظره  دافغان دولت يوشمېرغړي دپاکستان سره دپخوانيو پټو اوښکاره اړېکوله  مخې نسې کولاي ديوه افغان په توگه ملي دريز غوره کړي ،ځکه خودپاکستاني چارواکولخواتل موږ ته ستونزي جوړېږي اودوي په هرسنگرکي برلاسي وي . 

زماله نظره دپاکستاني چارواکو داخبره چې طالب هرڅه  بايدله پاکستاني چارواکوسره شريک کړي، ددې پخلی کوی چې پاکستان پرطالبانوحاکميت لري اودوي دپاکستان له مشورې پرته څه نسي کولاي .دافغان چارواکوسره په قطرکي ترخبرو وروسته طالبانو په ډاگه اعلان کړي چې خپل يوهيئت یې دافغان دولت سره دخبروپه اړوند دمشوروترلاسه کولو په هکله پاکستان ته رسېدلی اوددوي ددې ادعاپخلی سرتاج عزیز هم په خپله  ويناکي وکړ .

سرتاج عزیز په ډيره سپين سترگی سره وویل : (( څو ورځې وړاندې په قطر کې لیدنه شوې ده او یقیني چې طالبان به د لیدنو احوال تېروي او څنګه چې مونږ مخ په وړاندې ځو مونږ به د خبرو د لارې د افغانستان د تل پاتې سولې هڅې دوامداره ساتو)) .پاکستانی چارواکي دطالبانو اوسنيو کړنواوافغان وژنې ته چې پاکستان یې نيغ شاته ولاړدي اوټول لوژيستيکي اوپرسونل اکمالات یې دهغوي لخواکيږي (( دوي ورباندي  نوم ايږدی چې  . . . ځو مونږ به د خبرو د لارې د افغانستان د تل پاتېسولې هڅې دوامداره ساتو.))

زه چي ورته گورم دمصر اوسوريې وروسته دداعش اوالقاعده دجگړيزو فعاليتونو نوی  مرکز دافغانستان  گرځي . داچي ولي يودليل يې دزبرځواکوترمنځ دسړې اوتودې سيمه ايزي سياليو زوراخيستل دي . 

دروان کال دنومبرپر لمړی نېټه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعتراف کړی چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په موخه ایران له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.

العربیه وېب پاڼه «طالبان ایران رسوا کوي» تر سرلیک لاندې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکي چې دوی له ایرانسره ښې او ګټورې اړیکې لري.

مجاهد ویلي: ((ایران زموږ نظامي او تسلیحاتي ملاتړ کوي څودامریکايي اشغالګرو پر وړاندې مبارزه وکړو.))داچې له عربی هيوادونو شيخان اونورددوي سره څه ډول مرستی کوی داخوپرخپل ځاي پرېږده .

زموږ ولس دنړيوالوسيمه ايزوسياليودې ملی اوسيمه ايز خطرته بايد جدي پام ولري ،پرې نه ږدي چې زموږ پاکه خاوره يوځل بيا دداعش،طالب اوالقاعدې پاته شونوپه نوم دسيالوپوليگون وگرځي .اودولت دخپلو ټولو نيمگړتياوو اوناخوالوسره ددې ماهرانه تلاښونوپروړاندي دمعقول دريزدطرحې اوپلي کولو ملی مسوليت پغاړه لری ،ترڅوپه هيوادکي سوله اوثبات رانسي موږ يوکارهم نسوکولاي .