کور / هراړخیز / په اورونو کې دخبریال ژوند

په اورونو کې دخبریال ژوند

 طاهر ساپی Taher Sapai

طاهر ساپی 

په داسې یوې ټولنه کې خبریالي کول اسانه نه دي ، چې اوس هم خلک په ټوپک کوتک او کونداغ ځواب وايي . په داسې یوه ټولنه کې خبریال یو کم ارزښته برخه ښکاري !!!
څنګه به وشم کولای ،چې ځان د یوه تحقیقي راپور لپاره د موضوع عمق ته ورسوم ؟
خبر جوړولو پرمهال چارواکی ځان پټوي او نه غواړي د دوئ کړې تېروتنې او یا هم قصدي اشتباه ګانې خلکو ته وښایې ، په داسې حال کې چې د یوه خبریال دنده او مسوولیت دی ترڅو ځان دموضوع هغې برخې ته ورسوي کومه ،چې اورېدوونکی ، لوستونکی اویا لیدونکی مهمه اوارزښتمنده و اوسي ؟
څه ډول به وشم کولای ، چې د لنډغرو ترڅنګ په داسې یوه خام کور کې واوسم او د هغوئ کړې درغلئ له ملت سره شریکې کړم ،چې له بامه په کاڼو ورولو هم کولای شي ما له منځه یوسي !؟ زه اتیا سلنه خبریالان پېژنم چې تراوسه په کرایي کورونو کې ژوند کوي . 
تاسو پوهیږئ چې خبریال په څه ډول سختو شرایطو کې ژوند کوي دهغه چا په وړاندې دریږي چې هغوئ دقانون په ماتولو کې په ټوله نړئ کې دریم مقام لري !
د خبریالۍ د دندې پرمهال په هغه امتیاز چې یو خبریال کار کوي کوم معاش چې دلته یوه خبریال ته ورکول کیږي د موټر له تېلو ، دمبایل کارت او ایله یې دیوې وړې کورنۍ لپاره دوه وخته ډوډۍ برابره کړي ، نه وظیفوي مصوونیت لري او نه هم کولای شي په شته امکاناتو دیوه سخت ناروغ درملنه او د ژوند نورې ښې او بدې وکړي.

د وژل شویو بچي یې مور ته پاتي له درې ورځیني فیسبوکي ماتم پرته پرې چا سر نه دی ګرولی درې ورځې یې غمشریکي پیغامونه شریک شوي او له درې ورځو وروسته پرې چا فکر هم نه دی کړی .
(( زموږ یو خبریال ملګری د جان الله هاشمزاده په نامه هغه په لنډیکوتل کې ووژل شو، زه د هغه کور ته ورغلم پوهیږئ چې دهغه په کور کې چې ما کوم غربت ولیده له هماغو نښو یې ښکارېدله چې هغه دیوې اونۍ لپاره په کور کې خرڅ نه لاره ، دهغه ماشومو او معصومو اولادونو لپاره به دا څو کاله چا نفقه برابرکړي وي ؟  مطمین یم هغه دفترونو چې کوم خبریال ورسره کار کاوه له هماغې ورځې ،چې شهید شوی پوښتنه نه ده کړې ، چې پر ماشومانو باندې په څه تېرېږي د هغه کورنۍ تربیه او روزنه به له کوم حال سره مخ وي دهغه مور ته به څوک ورغلی وي چې ځوی دې زما دخبریالۍ دټولنې یوه برخه وه او شهید شو که ماته کوم خدمت وي دیوه ځوی ستا د ځوی دهم مسلکه په حیث به یې ترسره کړم درد او غم یې کورنۍ ته پاتې شو اوبس ))
 د خبریالانو په نوم تش ناست مشران خو یواځې خپلې پروژې اخلي تطبیقوي او ځان ساتي ! 

ډبول شوی دردونه یې خپله لیدلي چا یې پروا نه ده ساتلې (( یو خبریال ملګری د خبرونو دټولولو پرمهال بندي شو ځکه بندي شو چې د خبر لپاره یې باید اول لاس مواد او دقیق معلومات اخیستي وای هغه دامنیتی ځواکونو له لوري ونیول شو رسنۍ یې ورته ویلې ته شاید طالب واوسې له دندې یې لرې کړ په داسې حال کې چې دهغه د بې پریتوب بل مثال نه شو لیدلی )) یو خبریال ټپی شو پوهیږئ د دې پر ځای چې هغه ونازول شي دومره توهین شو چې دنده یې پرېښوده ټپي شوی درمل یې ځپله کړي چا ورته له ویش ویش پرته نور څه نه دي ويلي .

له دندې لرې شوی لامل یې نه دی څرګند ، درسنیو د مالکانو له لوري د دې پر ځای چې خبریال حمایه کړي د شخصي مفکورو او دم افیايي کړیو دغیبتونو او سفارشونو په اساس له دندو ګوښه کیږي ، بیا خبریال پوه شه او د ژوند راتلونکی یې .

ژوند یې ګواښل شوی خو مسوولینو یې خبرو ته د ټوکو په سترګه کتلي ، وعدې یې کړي چې زه به مو درد ته ځان رسوم زه به هغوئ محاکمه کړم زه به هغوئ ته سزا ورکړم فقط څوشیبې یې خبریالان خاموش کړي او په پایله کې یې خبریال خپل کور ته تللی او موضوع خاموشه پاتې شوې ده .

د دوئ لپاره د سرنوشت ټاکلو واک د رسنیو له مالکانو سره دی.خبریال وظیفوي مصونیت نه لري کله هم چې د رسنیو مالکان وغواړي خبریال په کور کینوي او په پایله کې یې چې ژوند او خبریالۍ دوختونو ټولې بدلې باید وزغمي .

درسنۍ او خبر او خپرونې له امله ورته دښمنۍ پیدا شوي له دندې لرې شوی دنده یې له لاسه ورکړې دښمني ورته پاتې خو درسنیو مالکان یې پروا نه لري .

طالب ورته ددولت جاسوس دولت ورته د طالب پلوی بهرنیانو ته خو ،دخڅلې هومره ارزښت هم نه لري .

د خبریالانو په نومونو جوړې ټولنې یواځې د خپلو ځانونو لپاره کار کوي د خبریالانو لپاره یې یوه نقطه هم نه دي کړي .
د خبریالانو د ټولنې هغه مشر هم پیژنم چې له یوه خبریاله یې د څو میاشتو معاش وخوړ او ورته یې وویلې چې نه یې درکوم لاس دې خلاص د خبریالانو معاشونو خوړلو پورې سختې دغو خبریالانو ولیدلې خو چایې په غم کې ځان شریک نه کړ او نه هم کومه داسې ټولنه پیدا شوه چې د خبریال غم وخوري .

فقط او فقط د دې هېواد خبریال مسلک ته د وفا له امله مري ، وژل کیږي په دعاوو یې مړی خاورو ته سپارل کیږي او هر څه قیامت ته پاتې کیږي اوبس……….!

زما هم مسلکو یارانو رب مو راته په خپل امان کې وساته ستاسو لپاره دتل په څېر له دعا پرته بل څه نه لرم !
تر هغې چې درسنیو د دوسیو دڅار لپاره یوې ځانکړې محکمې ایجاد نه شي درسنیو د مالکانو له لوري د خبریالانو لپاره لایحه جوړه نه شي ، د خبریال لپاره له زړه د کار امکانات برابر نه شي ، د مطبوعاتي ټولنو کارونه ونه څارل شي او یا یې هم  منظم راپورونه ، ونه کتل شي پلان او حل لارې یې ونه څېړل شي نو وروره او ګرانې خبریالې خورې ، رب مو مل شه فقط په اورکې د خبریالۍ کول به مو یو یو واخلي او د پوښتنې په مو څوک نه وي !