کور / خبرتیا او پيغامونه / رسنۍ دې خپل خبریالان د جګړې لومړۍ کرښې ته نه استوي

رسنۍ دې خپل خبریالان د جګړې لومړۍ کرښې ته نه استوي

kpc کابل پريس کلب

 

مطبوعاتي خبرپاڼه – کابل پریس کلب

04-11-2016

په هلمند کې د نعمت الله زهیر دردونکې شهادت وښوده چې په جنګي ولایتونو کې خبریالان په هیڅ ډول خوندي نه دي او رسنۍ باید هغوی د جګړې لومړۍ کرښې ورتګ ته اړ نه کړي.

دا چاره باید تر هغه دوام وکړي، چې د جګړې د کرښې خبریالانو د خوندیتوب په اړه یو پياوړی ضمانت نه وي وړاندې شوی.

د رسنیو مدیران باید په واضح ډول خپلو خبریالانو ته لارښوونه وکړي، چې د سر په بیه د خبرونو له را ټولولو ډډه وکړي.

کابل پریس کلب د هېواد له ټولو رسنیو غواړي، چې د خپلو خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره پر هغوی د جګړې لومړۍ کرښې ته د ورتګ لپاره فشار رانه وړي او د جګړې کرښو ته د نه ورتګ لارښوونه دې ورته وکړي.

پریس کلب د جګړه اییزو شرایطو حساسوالي ته په کتو له حکومتي او په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونو غواړي، چې د جګړې د لومړۍ کرښې د اړتیا وړ مواد دې خبریالانو ته ورسوي.

خبریالان باید د بې پریتوب او حقایقو اصل ته په پام سره د توازن لپاره د اړتیا وړ نور مواد له نورو سرچینو تر لاسه کړي.

د اوس لپاره د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوازینۍ لاره همدا ده، ځکه د جګړې هیڅ ښکېل لوری د هغوی د ژوند خوندیتوب ته جدي پام نه کوي.

د یادونې ده چې هلمند د افغانستان یوازینۍ ولایت دی چې خبریالان یې هره ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې وي، له همدې امله یوازې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې په هلمند کې درې خبریالان وژل شوي دي.

د کابل پریس کلب اداره