کور / تازه خبرونه / زابل : په مرکز کلات کې دشیخ متي راډیو خبریال په چړو ووهل سو

زابل : په مرکز کلات کې دشیخ متي راډیو خبریال په چړو ووهل سو

Esmatullah Qayal
نن دجمعې په شپه دزبل ولایت مرکز کلات اړوند دسینک په کلي کي د شیخمتي راډیو او زابل ټایمز ویب پاڼې پر خبریال عصمت الله قایل باندي د درو تنو له لوري دچړې په واسطه برید سوی چي له امله یې ښاغلی قایل ژوبل شوی دی.

دزابل دامنیه قوماندانۍ دلومړۍ امنیتي حوزې امر همایون خان ګلزار چې دپیښې ځای ته رسیدلی، دیاد برید پخلی کوي او وايې بریدګر يې نیولی او دامهال ددوی ترڅیړنو لاندی دي. .

 

دزابل درسنیو خپلواک مرکز مشر احمدولي سرحدي په زابل کي پر خپلواک خبریال عصمت قایل پېښه په کلکو ټکو غندي او دا دبیان پر ازادي برید بولي.

ښاغلی سرحدي وایې چي داډول پېښي په زابل ولایت کي د داخلي کړیو له لوري رامنځ ته کېږي او دولت باید دا کسان تر جدي تعقیب لاندي ونیسي.

سرحدي ددې ډول بریدونو پړه پر ولایتي اداره ور اچوي او دهغه په وینا دا دوهم خبریال دی چي په زابل ولایت کي ورباندي برید کېږي خو ولایتي اداره یې په وړاندي چوپ پاتېږي او دڅیړنو مخنیوی کوي .

دپامه دې وتلې نه وي تر دې وړاندي هم څوڅله دزابل دوالي له لوري خبریالانوته ګواښونه شوي دی.