کور / د ماشومانو نړۍ / ول ول جانه او درې ايږان ـ د ماشومانو نکل

ول ول جانه او درې ايږان ـ د ماشومانو نکل

ahmadwaliachakzai

يادونه: لطفا تاسو هم د www.kochnai.com له پاره د ماشومانو خپل ليکل/ژباړل سوي نکلونه راسره شريک کړئ. دغه پاڼه ماشومانو ته په پښتو ژبه نکلونه وړاندي کوي چي له کم عمر څخه يې پښتو ژبه قوي او ورسره مينه يې زياته سي. لطفا راسره پر دغه لينک تماس ونسئ:

نکل:

چي وه يوه کوچنۍ انجلۍ وه. د هغې نوم ملکه ؤ او دغه انجلۍ د ملکو په څېر ښايسته وه. خو د هغې عمل (چمونه) د ملکو په شان نه ؤ (ول). ولي چي هغه ډېره شوخه وه او زيات وختونه به يې د مور په خوله نه کوله.
د ملکي طلايي او ول ول ورېښته ول. له همدې کبله مور او پلار ورباندي له نازه د ول ول جاني نوم ايښی ؤ. د ول ول جاني کور و يو ځنګل ته نژدې جوړ سوی ؤ.
يوه ورځ ول ول جانې مور ته وويل: «مور جاني، اجازه راکړه چي دباندي لوبي (بازۍ) وکړم.»
مور يې ورته وويل: «سمه ده، اجازه لرې چي دباندي ولاړه سې. خو پام چي د کور له مخ څخه ليري ولاړه نه سې. داسي نه چي لاره ورکه کړې.»

ول ول جاني د مور سره وعده وکړه چي د کور له مخ څخه به ليري نه ځي. بيا ول ول جاني د کور مخ کي لوبي (بازۍ) شروع کړې. لږ وخت وروسته يې نور زړه نه غوښتی چي د کور مخته لوبي وکړي. هغې د ځان سره وويل: «د ځنګل په منځ کي چي کومه لاره جوړه سوې ده، پر هغه لاره به ولاړه سم او په ځنګل کي به لوبي وکړم. له لاري به نه اوړم چي لاره ورکه نه کړم. د لوبو وروسته بېرته به پر دغه لاره کور ته راسم.»
همدا ؤ ول ول جانه د ځنګل په منځ کي پر تيره سوې نرۍ لاره روانه سوه. هغې په ځنګل کي لوبي کولې. کله به يې وچ بلګونه راټول کړل او په بيا به يې بېرته وپاشل، کله به يې ځنګلي ګلان وشکول او ګېډۍ به يې ورڅخه جوړه کړه. څه وخت وروسته ول ول جانه ډېره وږې سوه. هغې غوښتل چي بېرته کور ته ولاړه سي خو د کور لاره ورڅخه ورکه سوې وه. همدا ؤ چي ول ول جانې دې خوا او هاخوا ته يې وکتل. په دغه وخت کي د هغې تر پوزي د مزېداري ښوروا بوی ورغلی. ول ول جانه هم د ښوروا د بوی پر لور روانه سوه.
هغې د ځنګل په منځ کي يو داسي له لرګيو جوړ سوي کور ته وموند چي ډير ښايسته جوړ سوی ؤ. د ښوروا خوشبويي له همدغه کور څخه راوتله. ول ول جانه د کور ور (دروازې) ته ورغله او دغه ور (دروازه) يې وټکاوه (وټکوله). خو له کور څخه چا جواب ونه وايه. کله چي ول ول جاني په لا زور سره ور وټکاوه نو هغه پرانستل سو. دغه ور نه ؤ تړل سوی. ول ول جانه دغه کور ته ننوتله او ويې ليدل چي پر يو ميز سترخوان هوار دی او درې له ښوروا ډکي پيالې پر پرتې دي. د ښوروا يوه پياله ډېره لويه وه. دويمه پياله نه لويه وه او نه کوچنۍ وه. دريمه پياله ډيره کوچنۍ وه.
ول ول جانه چي ډېره وږې وه، لويي پيالې ته کښېنسلته او غوښتل يې چي ښوروا يې د قاچوغي په مرسته وچښي. خو کله چي يې لومړۍ قاچوغه خولې ته نژدې کړه، نو يې وويل: «وۍ وۍ، دا خو دومره ګرمه ده لکه اور. نه غواړم چي له دغې پيالې ښوروا وچښم.» بيا ول ول جانه و دويمي پيالې ته کښېنستله او ورڅخه يوه قاچوغه ښوروا يې واخيسته او بيا يې وويل: «وۍ وۍ، دا خو دومره سړه ده لکه شربت. نه غواړم له دغې پيالۍ ښوروا وچښم.» ول ول جانه د ښوروا دريمي او تر ټولو کوچنۍ پيالې ته کښېنسه او کله چي يې لومړۍ قاچوغه ښوروا وچښله نو يې وويل: «هممم، څومره مزېداره ده. نه ډېره ګرمه ده او نه ډېره سړه ده.» همدا ؤ چي ول ول جانې له وړې پيالې څخه ټوله ښوروا وچښله او هغه يې خالي کړه. ښوروا دومره مزېداره وه چي ول ول جانې دغه پياله حتی د اروا وږو په څېر پاکه وڅټله.
ول ول جانې په کور کي شاوخوا کتل. هغې وليدل چي درې چوکۍ پرتې دي. يوه لويه، يوه مېنځوۍ او يوه ډېره کوچنۍ چوکۍ پرته وه. ول ول جانه لومړی هغه تر ټولو لويي چوکۍ ته پورته سوه چي لږ آرام وکړي. خو کله چي دغې لويي چوکۍ ته پورته سوه نو يې وويل: «وۍ وۍ، دا څومره کله ده. نه غواړم چي دلته کښېنم.» بيا ول ول جانه دويمي چوکۍ ته پورته سوه او ويې ويل: «وۍ وۍ، دا خو تر لويي چوکۍ پسته ده، خو بيا هم ډېره کله ده. نه غواړم چي دلته کښېنم.» همدا ؤ چي ول ول جانه و هغې دريمي او تر ټولو کوچنۍ چوکۍ ته ورغله. خو دغه چوکۍ تر اندازې زياته کوچنۍ وه. ول ول جانه پر دغه چوکۍ نه ځايېده خو بيا هم پر کښېنسته او ويې ويل: «اوهو، دا څنګه پسته چوکۍ ده. غواړم چي همدلته کښېنم او لږ آرام وکړم.» کله چي ول ول جانې په دغه چوکۍ کي تکيه وکړه نو درب سو او دغه چوکۍ ماته سوه. ول ول جانه له چوکيانو څخه ليري سوه او که ګوري په کور کي ځينې لوړي تللي دي. ول ول جانه پر دغو ځينو د کور دويم منزل ته پورته سوه.
د کور په دويم منزل کي درې د خوب کټونه ولاړ ول. يو کټ ډېر لوی، دويم نه لوی نه کوچنی او دريم ډېر کوچنی کټ ؤ. ول ول جانه چي ډېره ستړې سوې وه، له خوبه ارږمۍ ورغله. ول ول جانې غوښتل چي لږ خوب وکړي او همدا ؤ چي هغه تر ټولو لوی کټ ته پورته سوه او وغځېدله. ول ول جانې وويل: «اوهو، دا څومره کلک بستر دی. نه غواړم په داسي کلک بستر کي بيده سم.» بيا ول ول جانه دويم کټ ته پورته سوه چي دغه کټ نه لوی ؤ او نه کوچنی. ول ول جاني وويل: «اوهو، دا بستر هم ښه سم پوست نه دی. نه غواړم چي په داسي يو کلک بستر کي بيده سم.» همدا ؤ چي ول ول جانه دريم او تر ټولو کوچني کټ ته پورته سوه او ويې ويل: «همم، دا څنګه ښه پوست موست بستر دی. غواړم چي په دغه کوچني پوست موست بستر کي بيده سم.» د دغې خبري وروسته ول ول جانې يو دوې ارږمۍ وکښې او بيده سوه.
لږ وخت چي تير سو نو د ځنګل په منځ کي د دغه کور اوسېدونکي کور ته راورسېدل. دغه د ايږانو يوه کورنۍ وه چي يو يې بابا ايږ ؤ، يوه يې مور ايږه وه او درېم يې يو پستکی پنډکی کوچنی ماشوم ايږ ؤ. دغه درې ايږان د خوړو پر مېز کښېنستل چي ښوروا وخوري. خو بابا ايږ وويل: «دا څه شي دي؟ دا زما ښورا چا څکلې ده؟» مور ايږي وويل: «دا زما ښوروا هم څکل سوې ده. دا چا څکلې ده؟» کوچني ايږ وويل: «تاسو خو لا ښه ياست چي ښوروا مو صرف څکل سوې ده. زما پياله خو بالکل خالي سوې او حتی پاکه څټل سوې ده.»
کله چي بابا ايږ پر خپله چوکۍ کښېنستی نو يې وويل: «دا څه شي دي؟ دا زما پر چوکۍ څوک کښېنستلی او ورباندي پروت بالښت يې چا کوږ کړی دی؟» مور ايږي وويل: «زما د چوکۍ بالښت هم يو چا کوږ کړی دی. دا زما پر چوکۍ څوک کښېنستلی دی؟» ماشوم ايږ وويل: «تاسو خو لا ښه ياست، بيا هم پر خپلو چوکيو کښېنستلای سئ. زما چوکۍ خو يو چا بالکل راماته کړې ده.»
همدا ؤ چي بابا ايږ، مور ايږه او کوچنی ايږ پر ځينو د کور دويم منزل ته وختل او غوښتل يې چي بيده سي. بابا ايږ وويل: «دا څه شي دي؟ دا زما کټ ته څوک راغلی او بېرته تللی دی؟» موږ ايږ ويل: «زما د کټ بالښت هم کوږ پروت دی. دا زما کټ ته څوک راغلی او بېرته تللی دی؟» ماشوم ايږ وويل: «تاسو خو بيا هم ښه ياست په خپلو بسترونو کي بيده کېدلای سئ. زما په بستر کي خو يو څوک تر اوسه لا بيده دی.»
ول ول جاني چي د ايږانو ږغونه واورېدل نو له خوبه راويښه سوه. هغې وليدل چي د بستر څنګ ته درې ايږان ولاړ دي. ول ول جاني لومړی فکر وکړ چي خوب ويني. خو کله چي يې سترګي وموښلې نو پوه سوه چي رشتيا ورته درې ايږان ولاړ دي. بابا ايږ په جګ آواز له ول ول جانې وپوښتل: «اې طلايي او ول ول ورېښته لرونکي انجلۍ؟ څوک يې چي زموږ کور ته بې اجازې راغلې يې؟»
همدا ؤ  چي ول ول جانه ډېره وبېرېدله او په چټکۍ له کټه راکښته سوه او په چټکۍ په ځينو کي راکښته سوه او په ځغاسته له کوره ووتله. ول ول جاني ځغستل ځغستل تر څو چي له ځنګل څخه ووتله او خپل کور ته ورسېده. ول ول جانه خپل د مور غېږ ته ولوېدله او ټوله کيسه يې ورته وکړه.
د دغي پيښي وروسته ول ول جاني د مور سره ژمنه وکړه چي بيا به هيڅکله هم د مور بې اجازې کار نه کوي. ول ول جانه په رشتيا هم ډېره ښه انجلۍ جوړه سوه او ټول وختونه نه خو اکثره وختونه به يې د خپلي مور په خوله کوله.

کيسۍ ولاړه پورته زه راغلم کور ته.
 

پښتو ژباړونکی: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۴مه نېټه، بون
د نکل اصلي نوم:
Goldilocks and the Three Bears
اصلي ليکونکی: نامعلوم
د نکل د لومړي چاپ نېټه: ۱۸۳۷
_________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه