کور / خبرتیا او پيغامونه / بلوڅان وايي، بي بي سي دي بلوڅي ژبه د خپلو ژبو په کتار کې زیاته کړي

بلوڅان وايي، بي بي سي دي بلوڅي ژبه د خپلو ژبو په کتار کې زیاته کړي

سويډن – مالمو

د۲۰۱۶ ز کال دجنوري ۱۷

په سويډن کي ددوستۍ فرهنګي ټولنې دمشرتابه غوښتنليک

له بي بي سي اوامريکا ږغ راډيوله مشرتابه  نه زموږ غوښتنه !

په سويډڼ کي بې شمېره افغانان دخپلو بلوڅوورڼوله وړانديزرسره موافق يواوددوي غوښتنه پرځاي بولو!

که دبي بې سي نړيواله خبرېزه اداره غواړي دخپلونشراتوله مخې نړيوال په خپلو نشراتوخبروی اوتردوي پورې دنړۍ په ټولو برخوکي دحوادثوپه هکله خبررسوی ، نوبياولې زموږ بلوڅ وروڼه چې شمېریې ترڅوميليونو پوري رسېږې اودنړۍ په دريو هيواسدونو،افغانستان ،پاکستان اوايران کي ژوندکوي ددې نړيوالي خبری رسنۍ له مطبوعاتی امکاناتونه بې برخې پاته سي ؟

دا هم ددي زوريدلی اوغيرتی ولس غوښتنه :

بلوچان وايي، بي بي سي دې بلوچي ژبه د خپلو ژبو په کتار کې زیاته کړي

بلوچانو له بي بي سي څخه غوښتنه کړې ده چې بلوچي ژبه دې د خپلو ژبو په کتار کې ورزیاته کړي.

بي بي سي نن اعلان وکړ چې په موجودو ژبو سربېره په۱۱ نورو ژبو خپرونې پیلوي. (په دې هکله راپور)

په یوه لیک کې چې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالو د بي بي سي ورلډ په نامه لیکلی او تاند ته رارسېدلی، راغلي، «د بي بي سي نړیوال سروېسه، مونږ د بلوچ ملت ځپل شوي خلک سخت خفه یو چې بي بي سي بلوچي ژبه د هغو ۱۱ ژبو په لست کې نه ده نیولې چې بي بي سي په هغو باندې د خپرونو لپاره تازه پرېکړه کړې ده.»

په لیک کې راغلي، «په بلوچستان او بهر کې هر څوک همدا پوښتنه کوي چې بي بي سي به کله بلوچي ژبه د خپلو خپرونو په لست کې شامله کړي. په بلوچي ژبه د پاکستان له خوا اشغال شوي بلوچستان، د ایران له خوا اشغال شوي بلوچستان، او په بېلابېلو نورو هېوادونو لکه افغانستان، د خلیج هېوادونو (بحرین، عمان، متحده عرب اماراتو، قطر او نورو)، هند، افریقا، اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې خبرې کېږي. په نړۍ کې د بلوچي ژبې د ویونکو شمېر تر ۴۰میلیونه خلکو پورې رسېږي.»

تر دې مخکې، د روان کال د اګست په میاشت کې یو شمېر امریکایي چارواکو له امریکاغږ څخه غوښتنه وکړه چې په بلوچي ژبه خپرونې پیل کړي.

بلوچ سیاسي فعالان وایي چې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې پنجابیان له هند څخه جلا شول او بیا یې د پښتونخوا، سند او بلوچستان په خاوره هم خېټه واچوله دخپلې خاورې د ازادۍ لپاره جګړه کوي .

زموږ جدی غوښتنه داده چې دبلوڅو ستر ملت دې انسانی غوښتنې ته دنړيوالو رسونيو بي بي سي او امريکا ږغ راډيو مثبت جواب ووايي اوددوي په ژبه هم نړيوال نشرات پيل کړي  . 

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور