کور / تازه خبرونه / په بلغاريا کي اروپا ته تلونکي افغان کډوال زخميان او وژل سويدي

په بلغاريا کي اروپا ته تلونکي افغان کډوال زخميان او وژل سويدي

داسي راپورونه ترلاسه سوي چي له افغانستان څخه اروپا ته تلونکي افغان کډوال په بلغاريا کي د څو مودې بند وروسته پوليسو شکنجه کړي دي چي يو نامعلوم شمېر يې زخميان سوي دي او د درو نفرو د وژل کيدو خبر ورکړه سویدی.Afghan refugee Bulgaria 2016

زموږ د شرقي اروپا استازی قاري عيسی محمدي وايي له ځينو افغانانو سره يې خبري کړيدي او هغوی د پېښي په هکله ورته ويلي چي پوليسو تر هغه وروسته پر کډوالو بريد وکړ او دوی يې شکنجه کړل چي کډوالو په ناقانونه توګه د پوليسو لخوا په يوه کمپ کي دوی په ورځو ورځو بندي وساتل. تر سوله ايز لاريون وروسته د ماښام د تيارو د خپريدو سره پوليسو پر افغان ځوانانو او کورنيو حمله وکړه او ددوی په وهلو ټکولو يې پيل وکړ چي په دې پېښه کي درې کافغان کډوال ووژل سول او يو نامعلوم شمېر زخميان سول خو رسنيو او په بلغاريا کي افغان سفارت بيا هم تر اوسه پوري ددوی د حال احوال پوښتنه هغسي چي لازمه وه، نه ده کړې.

د يادوني وړ ده چي زموږ همکار قاري عيسی محمدي نن ناوخته له جرمني څخه د استريا، هانګري او سربيا له لاري په بلغاريا کي د افغان کډوالو د وضعيت معلومولو او هغوی سره د انساني خواخوږۍ څرګندولو په نيت حرکت وکړ.Qari eisa Mohammadi قاري عيسی محمدي

د لراوبر اداره هڅه کوي د خپل همکار پذريعه د پېښي حقايق څرګند کړي او د خپلو هيوادوالو ږغ ته انعکاس ورکړي چي دا مهال د ټولو بشري قوانينو خلاف د کډوالۍ پر نيمه لاره د مرګ د حالت سره مخامخ دي.

د يادوني وړ ده چي په خپرو سوو ويډيووي کليپونو کي دغه افغان کډوال چي ځيني په زخمي حالت کي دي له افغان حکومت او ملګرو ملتونو څخه د پاملرني او مرستي غوښتنه کوي.