کور / کیسه / د پرتوگه ټپله

د پرتوگه ټپله

Nisar Ahmad Arya نثار احمد اريالنډه کيسه – ليکوال نثاراحمد اريا


 د جاپاني ږغ کوټه پر سر اخيستې وه. سندرغاړي چي به کله د هلک مسره پورته کړه، نو په کوټه کي د ناستو کسانو خولې به له خندا سره ولاړې. چا، چا به ناره کړه:" واه، واه نامي!" بيا به ئې په خندا د چرسو سرې بوڼي سترگي يو او بل ور واړولې.
 يو تور ځوان له دباندي د کوټې سپينه پرده پورته کړه او کوټې ته ورننوت:
– سلام عليکم!
 د غمي د هغه پر غوړ پيت پېکي سترگي ولگېدې. ځوان پر څټ باندي پرته سپينه بلوڅۍ خولۍ په لاس پر سر کښېکښه. د هغه چي له راغلي ځوان سره سترگي څلور سوې، نو بدن يې له خجالته اوبه، اوبه سو. زړه ئې وغوښت، چي مځکه چاک سي او په ننوزي. مړ ئې لاندي وکتل او نا آرامه ئې پر خپل نازک سپين لاس تورو برېښندونکو ورېښتو ته وکتل. ژړ اصلي راډو ساعت يې پر لاس سم کړ او د خپل ملگري غوږ ته يې خوله ور نژدې کړه:
 – ځو، نه؟
  هغه ئې پر ژړ مخ د خرېيلي ږيري تازه راوتلو تارونو ته وکتل او په ټوکه يې ورته وويل:
 – ههههه… کوسمادره سخته نوې مسخره دي وکړه!
 غمي ناچاره لاندي وکتل. ځان ډېر ناتوانه ورته ښکاره سو. هغه د راغلي ځوان په توره پنډه گوته کي د گوتمۍ غټ عقيق غمي ته د سترگو تر کونجو په غور وکتل. دې غمي ته هغه شا و خوا لس کاله پخوا هم يو وار همداسي په ځير کتلي ول. اناري برېښندونکى غمى وو. د غمي له منځه يو څه لوړ يو تور داغ وو، لکه د غمي پر تندي چي تور داغ وي. د هغې ورځي صحنه ئې ور په ياد سوه، چي ده له هغه ځوانه وپوښتل:
 – جباره! پر دا غمي دا تور داغ د څه شي دئ؟
 هغه په زوره وخندل. غمى ئې تر باړخو کش کړ او په خندا ئې وويل:
 – زويه! دې ته خو مي يوه ورځ د اورلگيد په لگېدلې خاشه داغ ورکى!
 جبار د غمي تر زنه لاس ور لاندي کړ. له توهين اميزي خندا سره ئې سترگي په سترگو کي داسي ور ښخي کړې، لکه غوښتل ئې چي له هغه څخه د مرداريو چنجى جوړ کړي. هغه دواړي پايڅې تر ورنو را پورته کړې او په خندا ئې غمي ته وويل:
 – بچو! لکه نن، چي مي تاته داغ درکى!
 غمي مړ لاندي وکتل:
 – موردگوه! دا خبري نو مه کوه.
 هغه ايله کړي پايڅې بيا تر ورنو را پورته کړې او له خندا شين سو:
 – پر پرتوگه دي دا لنده ټپله د څه شي ده؟
 غمي د ورانه پر برابر د پرتوگه د شا برخه را واړوله او پر هغه ئې لندې ټپلي ته وکتل…
 په کوټه کي د "واه- واه نامي!" نارې پورته سوې. دې نارو جاپاني والا لا تشويق کړ. سر ئې لاندي ځوړند کړ، د گوتو د حرکت رفتار ئې دونده تېز سو، چي د انسان د نظر تر وس ووت. په همداسي جذب حالت کي يې سندرغاړي ته وکتل. د هغه مخ سور اوښتى وو. سر ئې جگ نيولى وو، د غاړي رگونه ئې ژوندي- ژوندي را وتلي ول او دا مسره ئې پورته کړې وه:" ياره کمکى يې سپين کالي دي خوند کوينه- گرانه وى، وى پاشې اورونه…"
 يو لغړزنى ولاړ سو. خپل تور ټکيالى دسمال ئې د نامه پر برابر پر شا باندي د پردې په ډول را ځوړند کړ او په رقص سو. هغه به دواړه لاسونه پر تخرگ ونيول. د سر او اوږو له حرکت سره به پر شا ولاړ او بيا به ئې د مولانا بلخي د رقص په څېر تېز څرخ وخوړ… په کوټه کي به چکچي سوې.   
کله چي سندرغاړي غزل بس کړه او چاپانى بند سو، نو ناستو کسانو له جبار سره يو په يو روغبړ شروع کړ. د غمي نفس لا تنگ سو. پر زړه او دماغ ئې لوى بوج احساس کړ. حواس ئې گډ وډ سول. نه پوهېدئ، چي په څه چم د هغه له روغبړه او سترگو ځان په امان کړي. يو ځل بيا ئې د څنگ د ملگري په غوږ کي وويل:
 – فدا زويه! درځه، چي ځو! والله زه په کور کي ټينگ کار لرم.
 هغه هېښ، هېښ ورته وکتل، لکه د ده خبره چي ئې زړه ته نه لوېده. 
 – په تا اوس څه وسوه؟ خو اصلي بانډار اوس شروع کېږي.
 غمي خپل خانه داره دسمال پر زنگنو سم کړ. نه پوهېدئ، چي څه ووايي. هغه ته ئې د بانې په ډول وويل:
 – دا د چرسو دود مي پر سر را درد کى:
 ملگري ئې د کوټې دود ته وکتل. کوټه د چرسو بوى او شنه دود نيولې وه. هغه په خندا غمي ته وکتل:
 – زويه دا چمونه مه کوه! نو ته کم د دې دود سره نابلده يې، خو په خروارو دي را سره څکولي دي!
 غمي د صدرۍ په جېب نا حقه لاس ننويست او هغه ته وويل:
 – آ خو ته کښېنه زه به بېرته راسم.
 ملگري ئې په ټوکه ورته وويل:
 – تا هم په کونه توفنچه ځړولې ده! دا پيسه داره ټول داغسي شيان دي. دا ته نه يې، ستا پيسي داسي ځان راباندي کنجوي.
 دوى ته مخامخ ناست ځوان چي د دوى خبري واورېدې، نو ماشي بلوڅۍ خولۍ يې له سره ليري کړه. د سر اوږدو غوړو ورېښتانو ته يې څنډ ورکړ او ده ته يې په خندا په کش انداز را ږغ کړل:
 – غميه ځوانه! کښېنه ناځوانۍ مه کوه! داسي روب هلک مي درته راغوښتى دئ، چي تر اوسه په ناستو يارانو کي يوه لا والله که ليدلى وي… مزارى دئ، ياره! د کرزي په پاچهي ارزي.
 غمي هغه ته مصنوعي موسکا وکړه. ده څه نه وويل، خو د څنگ ملگري ئې د ده پر ځاى هغه ته ور غبرگه کړه:
 – د داغه دپاره راغلى، اوس ئې په … کي اور بل سو.
 د مخامخ ځوان خبرو د هغه ذهن لا ور گډ وډ کړ.د کوټې پر دروازه ځوړندي سپيني پردې ته ئې وکتل. پرده نوره ټوله تکه سپينه وه، خو د انسان د تندي پر برابر يوه خيرنه ټپله پر وه. د پردې ټپلي هغه ته د جبار د گوتمۍ د سره غمي تور داغ ور په زړه کړ. د سره غمي تور داغ، د ده د پرتوگه لنده ټپله او د سپيني پردې غوړه خيرنه ټپله هغه ته يو رنگه ښکاره سول…
 غمى لا په چورتونو کي ډوب وو، چي د څنگ ملگري ئې له جبار سره روغبړ شروع کړ. له هغه وروسته ده هم له ځوان سره په مړه خوله روغبړ وکړ. ځان تر پمن سپي سپک او حقير ورته ښکاره سو. کوټه تر قبر ورته تنگه سوه. پر بدن ئې سور اور بل سو. عصاب ئې گډ وډ سول. له ژونده ئې نفرت وسو. يو دم ئې په تخرگ لاس چخ کړ. د توفنچې گېټ ئې کش کړ. د جبار پر تندي ئې د د ويني سره ټپله جوړه کړه. په کوټه کي سوي نارې سوې: "غميه دا څه کوې؟ د خداى روى دئ، دا څه کوې؟…" د هغه پر ذهن او حواسو يوازي د پرتوگه لنده ټپله غوړېدلې وه، نور په هيڅ نه پوهېدى. 
پاى
٧- ٩- ١٣٩٥