کور / سياسي / کاکازاده: لويديځوالي رسنۍ غواړي د بين الافغاني تفاهم فعالين تخريب کړي

کاکازاده: لويديځوالي رسنۍ غواړي د بين الافغاني تفاهم فعالين تخريب کړي

بسم الله الرحمن الرحيم 
د برتانیې د ګارډين ورځپاڼې په  وروستيوکې زما( په کراچۍ کې د اسلامي امارت د مهال د جنرال قونسل او د بین الافغاني سولې او تفاهم  داعي  رحمت الله کاکازاده) په حواله يو لړ غیر مسئولانه او غير متعلقه خبرې خپرې کړيدي چې زموږ او زموږ د خواخوږو وروڼو انديښنې یې را پارولي دي.کاکازاده
د ګارډين د ورځپاڼې خبریال غوښتنه درلوده تر څو راسره مرکه وکړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په امکاناتو او لارو چارو راسره وغږیږې او په دې هکله زموږ له لورې دسولې په پار د وړاندې شوي طرحې په اړه مالومات ترلاسه کړې. 
  تېره اونۍ مو د نوموړې خبریال سره د هغه د مکررې غوښتنې په پايله کې يوه مرکه تر سره کړه چې نژدې ټوله یې په افغانستان کې د سولې او تفاهم او په دې برخه کې زمونږ له لوري په ترسره شوو هڅو راڅرخېدله،  خو د ورځپاڼې مغرضو ايډيټرانو د دې پر ځای چې د ناپېيلې ژورناليزم د رسالت له مخې د مرکې له مجموعي منځپانګې نه ‍( چې سوله او تفاهم وو) خبر جوړ کړي، په مغرضانه ډول یې له یوې داسې  خبرې نه خبر جوړ کړ چې له موږ نه اصلاً پوښتل شوي نه دي. د ګارډين د دغه خبر له لوستلو وروسته پر دې حقیقت زموږ باور نور هم پوخ شو چې زیاتره لوېديځوالې رسنئ د نورو مغرضونو جهتونو په څېر د يوه منظم پلان له مخې په افغانستان کې د سولې او تفاهم د کار په سبوتاژ کولو لګيا دي. موږ پر دې هم باوري يو چې لویديځوالې مغرضي کړۍ او رسنۍ غواړي د دا ډول خبرونو له لارې هغه شخصيتونه تخريب کړي چې د بين الافغاني تفاهم، سولې او ثبات په لاره کې صادقانه هڅې کوي. ځکه نو موږ د دې بیان له لارې په ډاګه کوو چې په ګارډين او د هغې په استناد په نورو رسنیو کې زما( رحمت الله کاکازاده) په حواله خپرې شوي خبري له سياق او سياق نه پرته خپرې شوي او په منځپانګه کې په لوی لاس فاحشه او مغرضانه لاسوهنه شويده. 
زه په داسې حال کې چې افغانان د سولې یوه داسې میکانیزم ته را بولم چې اسلامې او ملي ارزښتونه مو پکې خوندې او نور مو ولس له کړاونو خلاص او د سولې ثبات او اسلامې نظام تر سيورې لاندې ژوند وکړې، د ګارډين له لورې په ماپسې تړل سوي خبرې په کلکه غندم او له هغو څخه خپل برائت اعلانوم. 

رحمت الله کاکازاده